ګوندې ژوند

نوروهاب څپاند42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

سیاسي ګوند یوه داسې سیاسي ټولنیزه ټولګه ده چې همفکره خلک د هغې لیکې او د مشرتابه ډلګۍ جوړوي . په ګوند کې ګډون او غړیتوب د خپلې خوښي کار دی . خو ګوندي کار او فعالیت د ټاکلې نظم اخیستو او د کوټلو پایلو د ورکولو په موخه د برنامې ، اساسنامې او د سیاسي پالیسۍ د لرلو ایجاب کوي . برنامه د ګوند هدفونه ، اساسنامه د ګوندې فعالیت چوکاټ او د تنظيم څرنګوالی او سیاسي پالیسې د مسألو په وړاندې د ګوندې چلن طرز ټاکې . له دې کبله هر ګوندې غړی باید له پورتنیو درې ګوندي سندونو سره اړینه اشنایي ولري . د ګوندي مشرتابه ډلګۍ پریکړې د یاد شوي اسنادو په رڼا کې صورت مومې . نو ځکه د ګوندي مشرتابه پریکړي هم د ګوندي اسنادو بله مهمه برخه جوړوي چې د هغې د منځپانګې سره بلدتیا هم زیات اهمیت پيدا کوي . د ګوندي اسنادو یوه جوته ځانګړنه داده چې څومره د ټولني د واقعیتونو او روانې وضعې سره سم جوړ شوي دي . ځکه بې له دې د پلې کېدو چانسونه یي لږیږي او خپل ارزښت له لاسه ورکوي . ګوندي اسناد پر له پسې لوستنې او په ذهن کې د هغې د منځپانګې ساتنې ته اړتیا لري . که دا کار ونه شي ، د ګوندي اسنادو د نوي کېدو په اړتیا د پوهېدو زمینې لږیږي . تر څو په ګوندي اسنادو کې اړین بدلونونه رامنځته نه شي ، د ګوندي کار او فعالیت د انجماد کچې د راټيټولو چارې به ټکنۍ وي . د ګوندي اسنادو نوي کول د ګوندي غړو د لا هڅېدو او د هغوي د فعالیتونو د هر اړخیز کېدو سره نه شلېدونکې اړیکه لري . يانې د ګوندي اسنادو اړین بدلون د ګوندي غړو او شوراګانو د ویښتیا او د مخته پرتو ستونزو څخه د سم درک څرګندونه کوي چې د ټولني په وړاندې پرتو مسألو ته د شرایطو مطابق حل لاري لټوي . هغه ګوند زیات فعاله وي چې د مشرتابه ډلګۍ ، شوراګانې او غړي يي په خپلو پوړیو کې خوځند ، دندې پلې کوونکې او رپوټ ورکوونکې وي . همدارنګه په لږو لګښتونو د مهمو چارو د مخته بیولو وړتیا او نوښت ولري . د دندو پلې کېدل په ګوندي ګړندیو اړیکو ټينګولو پورې اړه نیسې . که هر څومره ګوندې اړیکې فعاله وي په هماغه اندازه ګوند د ژوندي ارګانیزم په څير په هڅه او هاند کې مالومیږي . که اړیکې سستې وي ګوند مړژواندی ښکارې او ګوندي غړي يي سرګردانه او ګیله من تر سترګو کیږي . یو په بل شک ، په دندو کې تداخل او دوبلیکیشن د ګوندي کمزورې اړیکو غوره مشخصې دي . ډير غښتلې ګوندونه د اړیکو د کمزورتیا له امله پر مځکه راپریوتې . له دې کبله د ګوندي فعالو اړیکو د سیستم جوړل ضرورې دي . د لاس په لاس ګوندي پيغامونو څخه نیولې بیا ، د پوستې ، تیلفون ، مبایل ، رسنیو ، د معلو ماتې تکنالوژۍ پر مټ د بریښنا لیکونو ، پيغامونو د لیږلو رالیږلو او د مخامخ انفرادې او ډله ایزو کتنو په دایره کې ګوندې اړیکې ټينګول او وده ورکول د ګوندې سیاسي فرهنګ برخه ګرځيدلې ده . هغه ګوندونه چې په دې برخه کې ځانونه ډير پياوړی کړی ، په حقیقت کې یي د ګوندې فرهنګ کچه لوړه بیولې ده . د اړیکو ټينګولو له وسایلو څخه ګټه اخیستونکې ګوندونه خپل اهداف ، د پالیسۍ غټ ټکې د خلکو په منځ کې ښه څرګندولی او روښانولی شي . د روښانه موخو پلې کولو ته د ګوندي غړو شوق او علاقه ، اراده او عزم ډير وي او خلک هم په روښانه هدفونو او پالیسیو پسې په اسانۍ د تګ هوډ کوي . د معاصرې دموکراسۍ د وخت ګوندونه ، روښانو هدفونو ، د معیارې سیاسي پالیسۍ لرلو ته زیات اهمیت ورکوي . ځکه پلې کېدل یي اسانه او ارزانه وي . له رسنیو سره د ګوند دوامداره رابطې د ګوند په ښه پيژندنه کې زیاته مرسته کوي ، په ګوندي کادرونو کې د ګوند او ټولني په منځ کې د مطرح کېدو سالمه سیالې هڅوي او د ګوندي کادرونو د کمیت او کیفیت د ډيروالې سبب کیږي . له همدې کبله نن سبا د ډله ایزو اړیکو او اطلاعاتو وسایل ، په ټوله نړۍ کې خوځښتونه او اوښتونونه هڅوي . په داسې بهیرونو کې هغه ګوندونه د حرکتونو او انقلابونو په سر کې واقع کیږي چې لا له وړاندې د همدې وسایلو او د ګوندي اهدافو او پالیسۍ د ښه توضیح په مټ مشهور شوي وي .

ګوندي ژوند ډير په زړه پورې ، خو په ځينو کچو کې پيچلی او خواشینونکی دی . له دې کبله ګوندې پوهه او هنر غواړي چې په سم ډول سمبال شي . د ګوندې ژوند د لوړو ژورو سره اموخت د ګوندې ژوند په بهیر کې د بریا لور ته د کړکۍ پرانیستل ګڼل کیږي . ګوندې کار د یو شمیر نورو کارونو په څير تل فعاله کار او فعالیت دی چې په تودوخه کې یي ساتل بقا ډاډمنه وې او د سوړوالې لور ته یي رهې کول ستر زیانونه اړوي !

 

Comments are closed.