ګوند د دارالانشا د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې پيغام

کابل – افغانستان د ۱۳۹۷ م د سلواغې ۶ مه

د ګوند دارالانشا په ‌‌‌‌‌‌ډيره خواشینۍ اطلاع حاصله کړه چې د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند مشر محترم عبدالحي مالک ، مور بې بې له دې نړۍ سترګې پټې کړي او د حق په لار رهې شوه . ارواښادي مور بې بې ، د خپلې زمانې ځواکمنه افغان میرمنه وه چې ، د محترم عبدالحي مالک په شمول یې صالح زامن او لوڼه د افغانستان ټولني ته وړاندي کړي . هغې د ژوند په ‌‌‌‌‌‌ډيرو ستونزمنو شیبو کې خپل اولادونه داسې وروزل چې هر یو یې د افغاني ټولني له پاره په چوپړ کولو کې بیلګې جوړي کړي دي . مور بې بې د دې ویاړ درلود چې په ژوندانه یې په غړیدلو سترګو ولېدل چې د هغې روزل شوي اولادونه ، د هغې د سترګو مخکې د هېواد په هغه روحیه کار او فعالیت کوي چې دي غوښتل . زموږ د ګوند ویاړ دادی چې د مرحومې مور بې بې د وطنپالونکې روزنې تر سیوري لاندي را لوي شوی فرزند ، د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند مشري په غاړه لري . له دي کبله د ګوند هر غړی د زړه له کومې دوعا کوي چې د مور بې بې او دې ته ورته افغان ښځو ځاي دې جنت الفردوس شي چې په ژوند یې انسان او افغان ته خیر رسېدلی او یا ور رسېږي . موږ پوهیږو چې ګوندي مشر عبدالحی مالک به د مور بې بې غم سخت زورولی وي . له دې کبله ټول ګوندي غړي او ګوندي شوراګاني ، د دارالنشا او اجرائيه شورا په شمول ، د هغه په څنګ کې ودریږي او په ور رسدلي درد کې د هغه سره همدردي او هر ‌‌‌‌‌‌ډول مرسته کوي . د پوره درک وړ ده چې د مور بې بې تشه نشي جبرانیدلی ، خو د انسانیت پيل شوي لاره استثنا نه لري او هر یو په دې لار مزل کولو ته اړ ایستل شوی . په داسې حال کې چې د مور بې بې په مړینه خواشینې شوي یو ، لوي خداي ته د مغفرت لاس لپه کوو او محترم مالک او ویرجنې کورنۍ ته یې ، عاجل تسلیت ، د زړه صبر او عوض غواړو . انا لله وانا الیه راجعون

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشا

Comments are closed.