ګډه اعلاميه

افغانستان د ملی پرمختګ ګوند
د افغانستان ملی يووالی ګوند
د خلکو ګوند له پاره د تفاهم او انسجام کمیټه

نيټه :۱۳۹۷/۱۲/۲۹
کابل – افغانستان

د افغان باتور ولس پر ضد د پردو له خوا تحميل شوي څلويښت کلنه خونړۍ جګړه، د وينو سونامی او يوه ناپايه تراژيدی په داسې حال کې د لا پراختيا او ژورتيا په حال کې ده چې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د استازی زلمی خليلزاد او طالب جنګياليو تر منځ د سولې خبرې مختلف پړاؤنه وهي .په خواشينۍ سره د هيلو پر خلاف د سيمې د هيوادونو او نړيوالو سيالۍ د بل هر وخت په تناسب د افغان تراژيدۍ د ژوريدو په بيه پراختيا مومي .
د افغانستان ملی يووالی ګوند، د افغانستان د ملی پرمحتګ ګوند او د خلکو ګوند له پاره د تفاهم ــ انسجام کمټه د خپل ولس په استازيتوب د خارجي استخباراتي کړیو او د هغوی د لاسپوڅو د بربنډو افغانی ضد موخو په وړاندې خپله بې پايه کرکه او نفرت په ډاګه کوي ، چې غواړي د افغان سولې په اړه خبرې آترې له اصلی مسيره بهر کړي .
افغان ولس د داسې سولې په بيه کې د خپلو نومياليو بچيانو سرونه ورکړل ، کومه چې هيواد او د ولس هر وګړي ته ځانی او ټولنيزه نيکمرغی ، حقوق او آزادی په آرمغان راوړي ، وروستۍ لاس ته راوړنې وساتي ، ملی واکمنی ټينګه او د هيواد د سياسی نظام پايښت او خلکو مدنی حقوق تضمين کړي . افغان ولس د بنسټ پالنې له ويرجنو تيارو کرکه او نفرت لري او غواړی د نړئ د متمدنو ولسونو په څېر د افغانی مستقل هويت په ساتلو سره د سيال او وړ ژوند جوګه شی .
مونږ دافغان سولی په بهیر کی دافغان دولت څنډی ته کول اودافغان ولس د ارادی پرخلاف سوله، دنوی جګړی پیل بولو. همدارنګه دافغان دولت له ګډون پرته دسولی په روان بهیر کی دافغان سیاسی ګوندونو ،ټولنیزوخوځښتونو او کړیو حضور د سیمی دهیوادونو افغان ضداستخباراتی لوبو او نفاق اچولو دناوړه پالیسیوبرخه بولو او پرافغان حکومت غږکووچی دیوی سالمی افغان شموله، پراخی سیاسی اجماع دتشکیل لپاره هڅی ګړندی کړی.
زمونږ له نظره ، د سولې د پاره د مشورتی لويې جرګې دايريدل، د اصولی انعطاف پر بنسټ د پوهاوي له پاره عاقلانه بحثونه او دې ته د ورته نوښتګرو اقداماتو تر سره کيدل د سالمې او دوامدارې سولې د تامين سره مرسته کولای شی . رښتينی او پايښت لرونکی سوله او امنيت د افغانانو په ملکيت د سولې د مذاکراتو پايله کيدای شی او بس .
مونږ د افغانستان پر دوستانو او مرسته کوونکو هيوادونو او د تروريستی وحشت او بنسټ پالنې پر ضد د افغانستان پر متحدينو او په سر کې د امريکا پر متحده ايالاتو غږ کوو چې د رښتينی او دوامدارې سولی د تأمين له پاره د تروريسم په مور پاکستان خپل فشارونه زيات کړي او د افغان دولت سره د پوهاوی او مرستو کچه لوړه کړي .
د افغانستان ملی يووالی ګوند، د افغانستان د پرمختګ ملی ګوند او د خلکو ګوند له پاره د انسجام ــ تفاهم کمیټه د سولی د سپڅلی آرمان د تر سره کيدو په خاطر د سر او مال په بيه د خپل ولس او نظام تر شا ولاړ دي او په ټولو وطنپالونکو ګوندونو ، سياسی خوځښتونو او شخصيتونو هم د بيا د پاره غږ کوي چې په دې برخليک ټاکونکو شيبو کې د ټولو توپيرونو سره سره د حريصو ګاونډيانو او د هغو د افغان لاسپوڅو د توطئو پر وړاندې د خپل ولس ، داساسی قانون اونظام دارزښتونو څخه ننګه اوملاتړ وکړي .
ژوندی دي وي ازاد ، دموکراتیک او مترقی افغانستان !

د افغانستان ملي یوالی ګوند رئیس
عبدالرحیم سالارزی
د خلکو ګوند له پاره د انسجام ــ تفاهم کمیټی ریس
عبدالطیف اخګر
د افعانستان دملي پرمختګ ګوند رئیس عبدالحي مالک

Comments are closed.