گران قدرمن ملگري محمدالله صاپي صاحب د نظر غوره ياداشت

مرام

د سریزې لاسوند

ملي مترقي اهداف

زمونږګران هیواد افغانستان، د ځانګړې جغرافیاي، جیو ستراتیژیکي موقعیت او سترو طبعی زیرمو د شتون سره د پیړیو راهیسې د زبرځواکونو او ګاونډیو د رقابتونو، لاسوهنو او   یرغلونو مضمون پاته شوی.

 په خاص ډول، په را وروسته  څلورو لسیزوکې، کله چه په  هیواد کې بنسټیز او بیړني ټولنیز اصلاحات پیل شول، ورته توطيې چه  د انګلیس لخوا  د غازي  شاه امان الله  مترقي رفورمونو په مقابله کې وشوې،  دا وار د پاکستان او ایران چارواکو لخوا د ارتجاعي او افراطي ـ مذهبي ویجاړونکو، جنګي  ډلو په لاس ترسره شوې. ددې ډلو د  تروریستي او تخریبي اعمالو په څنګ کې  د مخدره توکو کښت او تجارت  را مینځته شو.

د تروریستي  جګړه مارانو  او د مخدره موادو پر خلاف  د مبارزې  په رسمي پلمه  لمړی  روسانو او ورپسې  امریکایانو د خپلو متحدانو سره افغانستان ته لښکرې راوستلې او د مذهبي ډلو سره يې اوږدې جګړې پیل کړې.  زمونږوطنوال د سترو هیوادونو دلښکرو او افراطي ویجاړونکو ډلو سره په جګړو کې سلګونوزره قربانۍ ورکړې، ډیر اقتصادي او فرهنګي ارزښتونه  دمینځه ولاړل، ښارونه، کلي کورونه وران شول، ملیونونه مهاجر شول،  ددې ناورین لړۍ لا تر اوسه روانه ده؛

خلک،  دځینې مجاهد مشرانو او د هغو د نا مسؤلو ملیشو د ظلم، غصب او لوټماریو څخه  ډیر زیانمن شوي دي، د دولتي لوړ پوړي مامورانو د رشوت خورۍ او اختلاس څخه  کلک ناراضه دي، د خارجیانو ړندو بمباریو  ستي کړي دي، د  انتحاریو قربانۍ شوی دي او ددوۍ تر کنترول لاندې سیمو کې افراطي، ظالمانه قواعدو سره د ربړونو ډک ژوند تیروي.

خورا تریخ واقعیت دادی چه په دواړو حالاتو کې، هم د روسانو او هم امریکایانوپه مقابله کې جنګي ډلې، د پاکستان او ایران  څخه استول کیږي، هلته روزل کیږي، مسلح کیږي، پناه ځایونه ورکول کیږي او خورا غښتلی تبلیغاتي استخباراتي ماشین د افغانستان د دولتي نظام د ړنګولو په موخه  کار کوي.

د ۲۰۰۱ کال را پدیخوا د تروريزم  او مخدره توکو پر خلاف  د  امریکایانو او اروپا اتحاديې  نظامي ماموریت سره سره او په افغانستان کې  د دولتي سیستم  د تقويې  په موخه  نړیوال  سياسي، نظامي او مادي مرستو سره  سره،  دغه بحران نه يوازې پای ته ونه رسيد، بلکه لمن يې ورځ تر بلې نور هم پراخه شوه، په نويو بڼو د راز راز افراطي جنګي ډلو او ترهګر پلوه هیوادو،  په تیره  د ګاونډیو  په مټه، زمونږ وطن د جنګ او لاسوهنې میدان وګرځید.  نو ځکه، د افغانستان ملي  ترقي  ګوند   په هیواد کې د وګړو او کورنیو پایدارې سولې او امن ژوند  د پاره مبارزه خپله بیړنۍ دنده بولي.

دد ې دندې د ترسره کولو د پاره تر هرڅه لمړی  په افغانستان کې د دولتي نظام ساتنه او تقویه اړین ده.  داسې نظام چه  په هغه کې  د قانون حاکمیت وي، د ولس د امن او سوله ایزژوند د پاره  غښتلي مسلح قوتونه موجود وي، چه خلک د بیان او انتخاب حق ولري، د تعلیم حق او د ښځو حق د اساسي قانون پر اساس ګرنټي وي.  چه د افغانستان بنسټیز، اقتصادي بنا،  پیاوړې او پراخه  شي.

دافغانستان  ملي ترقي ګوند  پداسې حال کې چه  د ټولو هیوادونو سره  د دولت د ښه  اړیکو پلوی دی، د هرډول اشغال، تړاو او تابعیت پرخلاف، کوم چه زمونږ ملي حاکمیت کمزوری کوی، په کلکه  مبارزه کوي؛ زمونږ دوستي او دښمني د امریکې، پاکستان،  ایران  اوهر بل  هیواد سره،  زمونږ د ملي ګټو د خونديتوب پر اساس غوره کیږي او ارزول کیږي.

دافغانستان  ملي ترقي ګوند غړي، په داسې حال کې چې د خپل  ولس سره  ژورې ټولنیزې  ریښې لري، د خپلو بچیانو سره  ددوۍ په مینځ کې ژوند کوي او د دوۍ د دردونو او کړاوونو پوره احساس کوي، د دوۍ د امن او هوسا ژوند په اړه ژوره انديښنه لری، د یوې ملی سرتاسری ترقي غوښتونکې غښتلې جبهې د جوړښت د پاره په صداقت سره  ګامونو اخیستو ته تیار دي، ترڅو د  سوله ایز، قوي  سیاست پکارولو سره  افغانستان د بیګانه لښکرو او پردیو جاسوسی ځالو، د تورو افراطي مذهبي حلقو، په دولت کې د جنګسالارانو د پراخ حضور او مخدره توکو څخه  خلاص کړي.

دافغانستان ملي ترقي ګوند د اسلام د سپیڅلی دین په پیروۍ، د ملی او اسلامي ارزښتنو په ساتنې، د نورو ادیانو پیروانو ته په احترام،  د خلکو د دیني او مذهبي عقایدو څخه د هرډول ناوړه ګټې اخیستنې سره په مخالفت، د قومي، مذهبي او سیاسي تعصب پرته، اود ګران هیواد عزتمنو، پیاوړو خلکو په مرسته د پورتني اهدافو د سرته رسولو لپاره مبارزه کوی.

 

Comments are closed.