رپوټ

په اروپا کې د افغانستا د ملي ترقۍ ګوند شورا

د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ ۳ مه

د ګوند د اروپا شورا مشر ( محمد اسماعیل غرني ) په نوښت د ګوند د بهرنیو یو شمیر شوراګانو استازو د ګوند د مشر  محترم عبدالحي مالک په ګډون سکایپي غونډه جوړه کړه . په سکایپي خبرو – اترو کې په لاندې موضوعاتو تود بحث وشو :

  • د ګوند د راجستریشن او ګوندي ژوند یو شمیر مهمو مسألو په هکله .
  • د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو او د سولې روان بهیر د څرنګوالي په باب .
  • د پښتون ژغورني یا پي ټي ایم مشر منظور پښتین د نیولو په وړاندې د نړیوال پراخ غبرګون د نتیجو په برخه کې .

غونډي ته محترم امیر محمد ګران چې پخوانی دیپلو مات او د سیمې د چارو وتلی څيړونکی دی ، د پاکستان د جوړېدو ، په نوموړي هېواد د پوځيانو د واک ټينګېدو ، له قومي لږکیو په تیره بیا پښتنو سره د مور او میري سلوک لرلو ، د پښتنو ،بلوڅو او سندیانو د حقوقو د وتلو مدافعانو د زورولو تري – تم کولو او وژلو ، له اسلام څخه د خپلو موخو په پار ناوړه ګټې کولو ، اسلامي بنسټپالنې او ترهګرۍ ته د ودې ورکولو او صادرولو ، د ترهګرۍ د تمویل په هدف د مخدره توکو تولیدولو او لیږدولو – د وسلو او انساني قاچاق د هڅونو ، په سیمه کې د خدایي خدمتګارو نه نیولي تر پښتون ژغورنې غورځنګ د جنبشونو د راټوکېدنې او ودې د اړتیا ، د عبدالصمد خان او نورو مشرانو شهیدانولو ، د غفارخان – ولې خان – محسن داوړ  – علي وزیر – منظور پښتین او نورو مشرانو زولانه او بندیانولو په څير مهمو مسألو په هکله ، غونډې ته ارزښتناک او  د پاملرنې وړ مالومات وړاندي کړل .

وروسته په نوبت د غونډې ټولو برخه والو په بحث کې فعال ګډون وکړ او هر یوه د ګوندي ژوندانه د لا ښه کولو ، د ولسمشرۍ د ټاکنو د نتجو د بې له ځنډه اعلانیدلو ، د سولې بهیر د کاواکه خواؤ د څېړلو او سمې سمت نیونې ته د هغې د راګرځولو ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټوکېدلو اړتیا اهمیت او د غورځنګ د مشر منظور پښتین د غیر قانوني نیولو او زورولو په اړوند لاندې څرګندونې وکړي :

د ګوندي راجستریشن بهیر مخته تللی ، ګوندي مشرتابه د بهیر زیاتې مسألې حل کړي ، وړاندیز کیږي چې د ګوند د راجستر پيل شوي پروسه دې لا نوره هم چټکه او بشپړه شي .

په اروپا کې د ناروي او جرمنې ګوندي شوراګانې د فعالېدو په حال کې دي . وړاندیز کیږي چې په نورو هغو هېوادونو کې چې ګوندي شوراګانې کمزوري يا فعالي نه دي د ګوند د مشرتابه او د اروپا د ګوندي کادرونو په مرسته فعالې شي ، سازمانونه او ګوندي کمیټې يي ورغول شي او ګوندي ونډه او بسپنه یي راټوله شي .

د ولسمشرۍ ټاکنو د نتیجو د اعلان بهیر ډير وخت ونیو . داسې بریښي، چې څرګندې  کړۍ هغه د بحران خواته ټيله کوي ، ټاکنې د سولې د روان بهیر سره داسې تړل چې د ډموکراسۍ مرۍ خفه ، غیر ډموکراټيکو ډلو او عناصرو ته د ننګینې سا ایستو مجال ورکړي ، د افغانستان د خلکو په انساني حقوقو ستر ګزار دی . وړاندیز کیږي چې ګوند د اعلامیو خپرولو ، ګردي ميزونو جوړولو ، د نورو ډموکراسۍ پلوه ګوندونو ،نهادونو ، شخصیتونو سره د اړیکو ټينګولو او د هغوئ د هڅولو له لارې د ټاکنو پایلو د تالا – ترغه کېدو د مخنیوي لارې چارې ولټوي .

د سولي روان بهیر د افغانستان د یو شمیر ګاونډيانو ، نړیوال ځبر ځواکونو او د هېواد د یو شمیر جګړه غوښتونکو تنظيمي ، زورواکو او مفسدو کړیو د ناروا ګټو د بیلانس په یوه افغاني ضد سیالۍ اوښتی . مالومیږي چې لوبغاړي د افغانستان او ولس د ګټو پر ځاي خپلو ګټو ته ژمن دي . دا ډول چلند سوله نه شي راوستلی خو جګړه اوږدولی شي . وړاندیز کیږي چې ګوند په بهر او د هېواد دننه د ټولو لارو – چارو په کارولو سره د افغانستان خلک او نړیوال وهڅوي څو د داسې سولې له پاره کار وشي چې د افغانستان خلک او حکومت د سولې بهیر مهمه برخه وي . هسې سوله راشي چې د جګړې ټغر ټول او د یاغي هر خیل ډلو د مخنيوي زمینه برابره کړي . ګوند باید د خپلو خپرونو او نورو وسیلو پر مټ هغه کړۍ افشا کړي څوک چې خپلو او د اجنبې ګټو له پاره د سولې بهیر ، له پيچلتیاؤ سره مخامخ کوي .

د پښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د بې تاوه ټولنیز سیاسي جنبش او انقلاب په توګه اهمیت او اعتبار پيدا کړی . منظور پښتین د نوموړي غورځنګ د کرازماتیک مشر په څير سیمه ایز او نړیوال شهرت موندلی دی . د هغه په نوښت او مشرتابه د پښتونخوا ، پښتنو او نورو قومونو د تاریخ ډيرې سترې غونډې جوړې کړي ، د پښتنو د ډله ایزې وژنې او زورونې زیاتې سترې پوښتنې په همدې غونډو کې مطرح شوي . د لمړي ځل له پاره د پاکستان د پوځ او استخباراتو څېره د دغو غونډو له لارې برسیره شوي . د پوځ او استخباراتو مجازي غرور د همدغه غونډو په برکت په ځمکه راپریوت . پې ټې ام یا پښتون ژغورنه اوس په ټوله نړۍ او د پاکستان دننه کې د عدالت او حق غوښتنې یو معاصر غورځنګ پيژندل کیږي . که تېروتنه ونه شي دا غورځنګ به په نوي بڼه د شلمې پيړۍ د انقلابي غورځنګ داسې بدیل وړاندې کړي چې وینه تویونه به په کې ځاي ونه لري .

منظور پښتین پښتنو ته د پيښو مسألو یو نوملړ وړاندې کړی چې په عمده ډول د پښتنو او ستم لاندې قومونو د حقونو د تروړلو د مخنيوي او عدالت د تأمین پيغام له ځانه سره لیږدوي . پښتین هغه کړۍ په ګوته کړي چې حقوق تر پښو لاندې کوي او د قومونو طبیعي زیرمې د ځان په ګټه لوټوي . هغه د پاکستان دننه او له هغې څخه بهر تر ستم لاندې ولسونه اګاهانه بې تاوه مبارزې ته رابولې . له دې کبله تر دې دمه زموږ ګوند د پښتین د روان جدو جهد ملاتړ کړی او په دې بهانه چې هغه د خپلو خلکو له پاره حقوق او عدالت غواړي ، زندان ته اچول کیږي او وزورول کیږي ، د ملي ترقۍ ګوند له پاره هیڅکله د منلو نه ده .

وړاندیز کیږي چې له یوه پلوه د هېواد دننه او بهر ګوندي شورا ګانې د ګوند له خوا و هڅول شي چې په سیمه او نړۍ کې بشرپالې ټولنې ، شخصیتونه ، پارلمانونه ، حکومتونه ، د ملګرو ملتونو سازمان د پاکستان له مظالمو خبر کړي او له هغوئ هیله وکړي، چې د بې تاوه مبارزې سرلاری منظور پښتین بې له ځنډه خوشي کړي . له بلې خوا د افغانستان په عدالت او حق غوښتونکو ټولنو ، نهادونو او اړوندو دولتي ادارو غږ وکړي چې په یوه پياوړي همغږۍ د پيښې شوي ستونزې د عاجل حل له پاره ګډ کوښښونه وکړي .

په پاي کې د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند رئيس عبدالحې مالک د اروپا د ګوندي شوراګانو او ګوندي مشرتابه ګډه سکایپي غونډه یو غوره نوښت وباله او د یو لړ نظریاتو په وړاندي کولو سره یي د غونډې برخه وال ډاډه کړل چې مطرح شوي وړاندیزونه به د ګوند د دارالانشأ سره شریک کړي او د ګوندي توان او واک په دائره کې به د وړاندې شوي پيشنهادونو د عملي حل د را اېستلو هڅو ته دوام ورکوي .

په درناوي

محمد اسماعیل غرنی

د ا م ت ګ د اروپا شورا رئيس

 

Comments are closed.