پنټاګون د بګرام د آډې د ساتلو په هڅه کې دی

سه شنبه 8 مرغومی 1394 ساعت 11:24 آخرین به روز رسانی در سه شنبه 8 مرغومی 1394 ساعت 16:39 نوشته شده توسط News Agencies

US-troops

د امریکا دفاع وزارت چارواکو فاکس نیوز خبرې آژانس ته ویلي دي چې پنټاګون هڅه کوي له ۲۰۱۷ کاله وروسته خپل سرتېري د افغانستان په بګرام پوځي اډې کې وساتي.

دغو چارواکو ویلي دي، دا پرېکړه هغه مهال وشوه چې په افغانستان کې د طالبانو ځانته د ځای پیدا کولو هڅه ولیدل شوه.

د بګرام پوځي اډه د کابل ښار شمال په ۴۰ کیلو مټرۍ کې پرته ده او د امریکا دفاع وزارت ته ښه غوراوی بلل کېږي چې خپل سرتېري هلته ځای پر ځای کړي.

په دې اړه یوه امریکایې چارواکي وویل:”که په کافي اندازه سرتېري په افغانستان کې ځای پر ځای نشي، نو ټول هغه ځای) افغانستان( به په دوزخ بدل شي.”

په روان کال کې د طالبانو لاسته راوړنو د کابل او د ملاتړکونکو اندېښنې یې راپورته کړي دي نو ځکه د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما پرېکړه وکړه چې سرتېرې په یې د اوږد مهال لپاره افغانستان کې پاتي شي.

یوه امریکایې چارواکي په دې اړه څرګنده کړه:”تر هغه چې موږ هلته وړتیا لرو نو د سرتېرو په اړه به لږه اندېښنه لرو.”

په همدې حال کې نیویارک ټایمز د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړی وه هغه دا چې سپینه مانۍ د امریکا دفاع وزارت پر هغه وړاندیز کار کوي چې په‎کې غوښتنه شوي تر څو امریکا افغانستان کې خپله یوه يوځي اډه د اوږدمهال لپاره فعاله وساتي.

باکس نیوز ته سرچینو ویلې چې دا اډه به د کابل په شمال کې د بګرام پوځي اډه وي.

ویل کېږي چې د بګرام هوایې ډګر څخه د امریکایې ځواکونو “اف ۱۶” ډوله الوتکې د طالبانو او ترهګرو پروړاندې بریدونه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د بګرام هوایې ډګر ته څېرمه په یوه ترهګریز برید کې ۶ تنه امریکایې سرتېري ووژل شول.

د واشنګټن پوست په حوال، اوس‎مهال طالبان د افغانستان ۳۰ سلنه خاوره تر ولکې خپلې ولکې لاندې لري.

Comments are closed.