دخواخوږی پېغام
د ارواښاد محمد يوسف مزدورزوي خدمتگار د غمناکې مړينې په مناسبت, د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې, دافغانستان د ملي پرمختگ  گوند د سازمان غونډه
د افغانستان د ملي پرمختگ  گوند د ناروې سازمان, د افغانستان د يو رښتيني خدمتگار, هيوادپال افسر او ملي شاعر محمديوسف مزدورزوي خدمتگار د مړينې له امله په اوسلو کې د خواشينۍ غونډه وکړه. ارواښاد خدمتگار چې د ناروې د هيواد په لويديځه خوا کې په برگن نومي ښار کې ميشت و د ورپېښې ناروغۍ له امله د تېرې جمعې په شپه وفات شو. له اوسلو څخه دافغانستان ملي ترقۍ گوند د سازمان په استازيتوب, تېره اوونۍ د ملگرو پنځه کسيزه ډله د ارواښاد پوښتنې ته ورغلې وه. هغوي وايي په داسې حال کې چې خدمتگار صيب سخت ناروغ او له مرگ سره په مبارزه کې لاس و گريوان و, د خپلو خلکو او هيواد پر حالاتو يې اندېښنه ښووله.
د ارواښاد خدمتگار د مړينې په مناسبت په ناروې کې د افغانستان  ملي ترقۍ گوند د سازمان غونډه د پاک قرآن د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه. د ارواښاد روح ته تر دعا وروسته د سازمان منشي ميرويس اميري د محمد يوسف خدمتگار مزدور ځوی د ژوند په اړخونو رڼا واچوله, د هغه د ښو اخلاقو, پاکۍ او عالي انساني صفاتو ستاينه يې وکړه. ورپسې د غونډې گډونوالو هر يو په خپل وار د ارواښاد خدمتگار د شخصيت, ټولنيزو انساني اړيکو او ټولنې ته د هغه پر صادقانه خدمتونو خبرې وکړې. د غونډې گډونوالو د خدمتگار پر مړينه د ژورې خواشينۍ څرگندولو په ترڅ کې د هغه مړينه په ناروې کې دافغانستان  ملي پرمختگ گوند د گوندي سازمان او په ټوله کې د گوند او هيواد لپاره ستره ضايعه وگڼله.
د محمد يوسف مزدورزوي خدمتگار اروا ښاده او يادونه يې تلپاتې!
ميرويس اميري

Comments are closed.