ملګرو ملتونو په ۷۴ مه عمومي مجمع کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د وینا متن

1.10.2019Moheb i FN
بسم الله الرحمن الرحیم
د ناستې ښاغلی رئیس، د ملګرو ملتونود سازمان محترم سرمنشي، درنو استازو، سفیر صاحبانو، ښاغلو او آغلو! ویاړم، چې نن په دې مهمه ناسته (پلټ فارم) کې ستاسو درنو همکارانو او شریکانو پر وړاندې ولاړ یم او د خپلو هیوادوالو استازیتوب کوم.
بله د ویاړ خبره داده، چې یوازې دوه ورځې وړاندې شاوخوا درې میلیونه افغانانو د ترهګرۍ له ګواښونو سره خپل ژوند په خطر کې واچاوه او د افغان ځوانې ډیموکراسې په څلورمه دوره ولسمشریزو ټاکنو کې یې رایه ورکړه.
د هغو کسانو په منځ کې، چې رایه یې ورکړه نارینه، مېرمنې او آن لا داسې سپین ږیري شامل و، چې ښايي دا یې د ژوند وروستۍ رای اچونه وه. همدارنګه داسې ځوانان هم په کې و، چې نوي د رای اچونې سن ته رسيدلي او دا یې د ولسمشر ټاکلو لومړۍ تجربه وه. په ټاکنو کې داسې کسانو هم رایه واچوله، چې معلولان و او د رای اچونې تر مرکزه تګ ورته آسانه نه و.
زموږ په ولسمشریزو ټاکنو کې داسې کسانو هم برخه واخیسته، چې د لاس ګوتې یې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د طالبانو لخوا پرې شوې وې، خو دوی بیا هم راووتل او رایه یې ورکړه.
مونږ یوازې د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه ورنکړه، بلکې ډیموکراسۍ ته مو رایه ورکړه، اساسي قانون ته مو رایه ورکړه، سولې ته مو رایه ورکړه، آزادۍ او ملي حاکمیت ته مو رایه ورکړه، هوساینې او وصل ته مو رایه ورکړه او د افغانستان اسلامي جمهوریت ته مو رایه ورکړه.
ګرانو هیوادوالو! زه تاسو ته د رایې کارونې له حقه د استفادې له امله مبارکي وایم او له ټولو مسلکي او زړورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کوم، چې ددې حق د ساتلو لپاره یې هڅې وکړې. زمونږ ۷۰ زره زړورو ځواکونو ددې تاریخي بهیر په لړ کې د خپلو هیوادوالو ساتنه وکړه. د افغان ځواکونو د مسلکیتوب له امله د د ښمن ډېری او آن لا ټول هغه بریدونه، چې په دې ورځ یې زموږ د ملکي هیوادوالو د په نښه کولو لپاره پلان کړي و، دفع کړل.
زه ددې لاسته راوړنې له امله د نړۍ وګړو ته هم مبارکي وايم او له تاسو هر یوه مننه کوم. نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د ناټو غړي هېوادونه په تېرو دوو لسیزو کې زموږ ترڅنګ ولاړ و او موږ ته یې ددې زمینه برابره کړه، چې هیواد مو له جګړې راووځي، بیا ورغول شي او د یوه نوي افغانستان په اړه فکر وکړو، داسې افغانستان، چې په اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو ولاړ او د تل لپاره له خونړۍ ماضي ژغورل شوی وي.
تاسو هغه مهال د یوې افغان ډیموکراسۍ په اړه زموږ د لیدلوري د عملي کېدو په برخه کې ستره او ارزښتناکه پانګونه وکړه او آن مو خپل نارینه او ښځینه د مرګ له خطر سره مخامخ کړل، چې ډیموکراسي زموږ په هیواد کې یوازې یوه مفکوره وه، خو اوس تاسو د هغې سرمایه ګذارۍ مثبتې پایلې ګورئ، چې د پالیسیو، اقداماتو، بنسټونو، اصولو او آن لا خلکو په بڼه را څرګندې شوې دي. مونږ، د افغانستان نننيو ځوانو رهبرانو د ولسواکۍ هغو اصولو او ارزښتونو ته غېږ پرانېستې، چې د ملګرو ملتونو سازمان یې پر بنسټ تاسیس شوی دی.
ښاغلی تیجاني محمد باندي! اجازه راکړئ، چې د ملګرو ملتونو د ۷۴ مې عمومي ناستې د ریاست پر څوکۍ ستاسو د ټاکنې له امله مبارکي ووایم. مونږ د هغو موخو د پراخې دایرې ملاتړ کوو، چې ددې عمومي غونډې په اجنډا کې تعقیبېږي او د سولې او امنیت له پرمختګ، د زده کړو د کیفیت له ښه والي، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او اقلیمي بدلونونو ته له رسیده ګي څخه عبارت دي. مونږ همدا ډول د عمومي مجمع د پخوانۍ مشرې ماریا فرنیندا اسپینوسا له هڅو او مشرتابه هم مننه کوو.
ښاغلی رییس،
زموږ ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني دوه کاله وړاندې د ملګرو ملتونو په ۷۲ مه غونډه کې پر همدې ځای د هغو ابهاماتو په اړه پوښتنې را پورته او خبرې وکړې، چې نړیواله ټولنه ننګوي او اړتیا لیدل کېږي، چې د حل لپاره یې ټول په ګډه پر وړاندې ودرېږو. له هغې مودې را پدېخوا افغانانو په خپل هېواد کې یو څه ډېر ډاډ رامنځته کړی دی.
موږ افغانان د ولسواکۍ او سولې لپاره پر خپله ژمنه ولاړ یو. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوه مسلکي او استوار بنسټ په توګه دا ثابته کړې، چې زمونږ له ډیموکراتیک بهیره ساتنه کولای شي او نړیواله ټولنه هم له دې بهیره د ملاتړ په برخه کې له افغان ولس او دولت سره په خواکې ولاړ دي، خو لاهم د هغو کسانو د موجودیت له امله، چې د سولې پر وړاندې ولاړ دي ابهامات موجود دي.
طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته له همدې ځایه د افغان ولس یو پیغام لرم: له موږ سره د سولې په بهیر کې یو ځای شئ، کنه پر وړاندې به مو جګړه جاري وساتو. لکه څنګه، چې زما همکارې او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز تېره اوونۍ په همدې ځای کې وویل زه هم وایم، چې په دې جګړه کې بریا زموږ ده.
ښاغلی رییس،
زه دلته یوازې له وظیفوي لحاظه د خپل ولس استازولي نه کوم؛ بلکې زه د هیواد له هغه مطلق اکثریت څخه یو یم، چې شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي جوړوي او د خپل ژوند شاوخوا درې نیمې لسیزې مې په جګړه کې تېرې کړې دي. زمونږ همکارانې سفیر صاحب عادله راز او سفیره رویا رحماني هم د هغه نسل یوه برخه ده، چې په جګړه کې زېږېدلي او لوی شوي دي.
مونږ نوی افغانستان یوو!
افغانستان دا مهال تر بل هر وخته ډېر د ځوانانو د هیلو پر اساس اداره او مخته ځي. د وروستیو شلو کلونو لاسته راوړنو مونږ ته دا فرصت راکړی، چې خپلې هیلې پر یوه قوي باور بدلې کړو. مونږ د هغې سولې د راوستو لپاره پر خپلو وړتیاوو باور لرو، چې ټول عمر مو یې هیله درلوده. مونږ په دې اړه له وړاندې زیات ګامونه پورته کړي، خو لا هم اوږده لار په مخکې لرو. راتلونکي ګامونه په موږ افغانانو پورې اړه لري.
د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې، چې هر څه وي، خو یو شی واضح دی، چې سوله د دولت لومړیتوب دی او وي به، چې اوس حکومت ته د خلکو د یو ځل بیا رایې ورکولو له امله به نوره هم تقویه شي.
سولې ته د رسېدو لپاره راتلونکی ګام به هم د لومړي هغه په څېر د افغانانو لخوا پورته شي. د ۲۰۱۸ کال په فبروري کې جمهو رییس محمد اشرف غني طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د مذاکراتو وړاندیز وکړ، چې تر اوسه هم پر خپل ځای دی. د همغه کال په جون میاشت کې، چې افغانانو د اختر ورځې نمانځلې درې ورځنی سرتاسري اوربند وشو، چې هېچا یې فکر نه کاوه. دې کار افغانانو ته یو نه ماتېدونکی ډاډ ورکړ، چې سوله ممکنه ده او په ډاګه شوه، چې حکومت له خپلو وسله والو مخالفانو سره د مخامخ خبرو اترو وړتیا لري.
ولسمشر محمد اشرف غني په نوامبر میاشت کې د سولې لار نقشه وړاندې کړه او یو مذاکراتي ټیم یې اعلان کړ. افغانستان د ۲۰۱۹ کال له پیل سره له افغانانو سره د سراسري مشورې له لارې د سولې لارې ته دوام ورکړ.
په دې اړه افغان مېرمنې تر بل هر چا د ډېر امتیاز مستحقې دي، ځکه تر بل هر چا وړاندې د هیواد په کچه د سولې د اجنډا پر محوریت را ټولې شوې. په فبرورۍ کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۵۰۰۰ مېرمنو د سولې د توافقنامې پر شرایطو بحث وکړ او د هغوی له ډلې ۳۰۰۰ تنو یې په کابل ښار کې له دې اجنډا د ملاتړد اعلان لپاره ناسته وکړه.
حکومت په اپریل کې د سولې تاریخي ملي مشورتي لویه جرګه را وغوښته، چې د سولې په هوکړه لیک کې یې د خلکو پر غوښتنو بحث او مشورې وکړې.
پورته یاد شوی هر نوښت داسې یو ستر ګام دی، چې مشري یې افغانان کوي او یوې ټول شمولې، پایداره او با عزته سولې ته زمینه برابروي او لا ډېر خوځښت رامنځته کوي.
موږ په داسې حال کې، چې په دې اړه د یوه بل ګام پورته کېدو ته تیار یو، ژمن یو، چې سوله باید پایداره، همه شموله او باعزته وي. افغانان د لانورې وینې بهېدنې د مخنیوي په موخه په بېړني ډول د اوربند غوښتونکي دي، هغوی غواړي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وشي او غواړي، چې اسلامي جمهوریت د ملت او دولت د بنسټ په توګه باقي پاتې شي. مونږ نه یوازې د خپلو لاسته راوړنو د خوندیتوب غوښتونکي یو، بلکې د هغه اساس د ساتلو غوښتنه هم کوو، چې د موجودو لاسته راوړنو د لا ډېرېدو او غوړېدو امکانات برابروي.
مونږ په دې اړه د هغو نړیوالو شرکاو له همکارۍ مننه کړې او ښه راغلاست مو ورته ویلی، چې د سولې د تامین په برخه کې زموږ له اصولو سره مطابقت لري او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی. سوله زمونږ مشترک هدف او ترهګري زمونږ ګډ دښمن دی او نباید د سولې په یوه غیر واقعي استعجالیت کې ترهګر پیاوړي کړو.
زه غواړم له نړیوالو شریکانو او ملګرو مننه وکړم، چې زمونږ د سولې د هڅو ملاتړ یې کړی دی د هغو له جملې د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنه، جرمني، ناروې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، اندونیزیا، ازبکستان او نور هیوادونه.
دا مهال افغانان د نړیوالې ترهګرۍ پر لومړۍ کرښه جنګېږي، چې د نورو هیوادونو خلک په سوله کې ژوند وکړي، خو دا باید له یاده ونه باسو، چې سوله یو دایمي وضعیت نه دی، بلکې دوامدره ارزیابۍ او پاملرنې ته اړتیا لري، چې شریک اړخونه یې په ګډه پر غاړه اخلي او ارزښتونه سره شریکوي. هغه ترهګر، چې افغان ځواکونه ورسره جګړه کوي، مونږ او ټولې نړۍ ته ګواښ دي.
ترهګري په همغې کچې، چې یوه مفکوره ده، د تاوتریخوالي یو ډول هم دی. مونږ باید د ترهګرو د ملاتړو افکارو د تفکیک لپاره، هغه که هر ځای وي، په ګډه کار وکړو. د صفر زغم تګلاره، چې هر ځل یې یادونه شوې، نه باید نوره د بحث موضوع وي، بلکې باید په داسې یوه کار بدل شي، چې اقدام ته ضرورت لري. مونږ په سیمه کې غوڅو اقداماتو او ژورې همکارۍ ته اړتیا لرو.
له ترهګرۍ سره مبارزه کې اړتیا ده، چې د ټولیز امنیت د پیاوړي کولو داسې چاره رامنځته شي، چې د ترهګرو جرمي فعالیتونو ته پراخه پاملرنه وکړي او د هیوادونو ترمنځ د هغوی د تګ راتګ، سرباز ګیرۍ او د هغوی د تمویل د هغو سرچینو په اړه، چې ددوی جرمي او وژونکې بقا ته لار پرانیزي پام ونیسي.
له ترهګرۍ سره مبارزه د امریکا له متحدو ایالتونو او ناټو شریکانو سره زموږ د ګډ کار بنسټ جوړوي، چې افغانستان هغه ته په بشپړ قوت سره ژمن دی. زه ټولو پوځیانو او د هغوی کورنیو، نه یوازې افغان ملي امنیتی او دفاعي ځواکونو بلکې، د مختلفو هیوادونو سرتېرو ته، چې زموږ له ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېدلي او خپل سرونه یې قربان کړي همدردي وړاندې کوم. موږ افغانان به کله هم ستاسو قربانۍ هېرې نکړو او منندوی مو یو.
ښاغلی رئیس!
لکه څنګه، چې د عمومي غونډې له بحثونو څرګنده شوه، ترهګري او منازعه نړۍ ته د متوجه نننیو ګواښونو یوازنۍ بېلګې نه دي؛ بلکې د اقلیمي بدلونونو اغېزې او انساني بحران هم هغه لومړیتوبونه دي، چې افغانستان هره ورځ ترې متضررېږي. دغه ننګونې کولای شو یوازې د نړیوالو همکاریو د یوه نوي میزان او هستې په مرسته له منځه یوسو. که چېرې ددې ننګونو د له منځه وړلو غوښتونکي یو او هیله لرو چې د تل پاتې ودې اهداف تر لاسه کړو، باید له شخصي ګټو ور هاخوا لیدلوری ولرو.
افغانستان ددې ژمنو په عملي کولو کې د ملي پراختیا د اجنډا له اصولو او د پایدارې ودې له موخو سره په تطابق کې پانګونه کړې ده. دا اهداف د افغانستان د سولې او انکشاف په ملي اډانه او د ملي لومړیتوبونو په پروګرامونو کې ځای لري.
له هغه ځایه، چې د افغانستان اقتصاد اوس هم اکثرا پر کرنه ولاړ دی، ځکه يې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیانونه زغملي. اوږده وچکالي زمونږ خلکو ته د ژوند او مرګ موضوع جوړه شوې ده. یو زیات شمېر خلکو مو خپل کورونه پرېښي دي او په شدیده بې وزلۍ کې ژوند کوي. دا هغه مسله ده، چې مونږ اوس هم ورته د اوږدمهاله حل لارې موندلو په لټه کې یو او په ورته وخت کې زیانمنو شویو کسانو ته بېړنۍ بشرپاله مرستې هم رسوو.
د تېرې اوونۍ په سرمشریزه کې د نړۍ مشرانو د اقلیمي بدلونونو په اړه پر داسې استعجالیت ټینګار وکړ، چې ددې خطر د زیانونو د کمولو لپاره نویو اقداماتو ته اړتیا پېښوي. موږ به دا مهم بحثونه د اقلیمي بدلون په راتلونکي کنفرانس کې، چې راتلونکی ډسمبر په چیلي هیواد کې جوړېږي دوام ورکړو.
ښاغلی رئیس،
غواړم خپلې خبرې د ملګرو ملتونو د تعهد په محور څرخیدونکي یوه پیغام باندې، چې راتلونکي ته ګوري راونغاړم. له کنډوالو د افغانستان د راوتلو سفر او دوامدار پرمختګ د ملګرو ملتونو او څو اړخیزو همکاریو د اهمیت شاهد دی.
افغانستان سږ کال د خپلې خپلواکۍ سلمه کلیزه ونمانځله. ددې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې تاسو له موږ سره مرسته وکړه، چې ولسواکۍ رامنځته کړو، چې اوس یې مونږ پر قوي بسټ په ډاډ سره ولاړ یو او د پر ځان بساینې، هوساینې او سولې پر لور حرکت کوو.
نوی افغانستان په سیمه کې د همکاریو، وصل او انکشاف په مرکز د اوښتو په حال کې دی. د استانبول پروسې په شمول، د آسیا زړه او د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس د افغانانو هغه نوښتونه دي، چې له وړاندې یې اقتصادي ګټې رامنځته کړي او د سوداګرۍ، د توکو تحرک، او په ټوله سویلي او منځنۍ آسیا کې يې د خلکو او فکرونو لپاره نوې پولې پرانېستې دي.
مونږ اوس ویلی شو، چې د افغانستان ولسواکي یو بریالی داستان و، چې نه یوازې په افغانانو، بلکې موږ او تاسو ټولو پورې تړاو لري.
ښاغلی رئیس،
هو! وخت زموږ د پرمختګ شاهد دی، خو وخت لاهم موږ ته درد راکوي. افغانان د خپل هر هېوادوال په مرګ ځورېږي، زمونږ لپاره هره هغه شېبه د غم ده، چې یو افغان خپل ژوند په کې له لاسه ورکوي.
زموږ ماموریت د داسې یوې سولې رامنځته کول دي، چې د ټولو افغانانو درد ته د پای ټکی کېږدي. یوازې په سوله کې هر افغان کولای شي د هغې ډیموکراسۍ آزادي او او فرصتونه تجربه کړي، چې موږ یې د راوستو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي. هېڅ افغان تر هغې سوله ییز او ازاد ژوند نه شي لرلای، چې ټول افغانان دسولې شاهدان ونه اوسي. دا هغه ورځ ده، چې موږ ژوند او کار ورته کوو او پوهېږو، چې داسې یوې ورځې ته د خپلو نړیوالو دوستانو او همکارانو په مرسته رسېدلای شو.
دا هغه ورځ ده، چې مونږ یې یوازې هیله نه لرو، بلکې باور پې لرو.

Comments are closed.