دافغانستان ملي ترقي گوند د ډاډ گرېرنی پېغام

په ژورې خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړو چې زمونږ مبارز او همرزمه ملګري دهوایی ځواکونوپخوانی قوماندان ډګرجنرال قهرمان  عبدالوهاب وردګ میرمن دورپښې ناروغې له امله په حق رسېدلې ده.

انا لله و انا اليه راجعون

دافغانستان دملي ترقۍ ګوندد محترم ډګرجنرال قهرمان عبدالوهاب وردګ او د ده درنې کورنۍ سره  په دې ستر غم کې ځانونه شريک ګڼی او د پېښې له کبله ورته تسليت وړاندي کوو.

د لوي خداي ج له درباره څخه بي بي مرحومې ته فردوس جنت اوډګرجنرال قهرمان عبدالوهاب وردګ، د ده درنې کورنۍ او د مرحومې ټولو خپلوانو او دوستانو ته د زړه صبرجمیل غواړو۔

دافغانستان دملي ترقۍ ګوند

 دتبلغ اوفرهنګ کمیسیون.

د افغانستان حالاتو ته ځغلنده کتنه

نور محمد غفوری20117410_1612175422148826_1692773685_n

افغانستان همدا اوس په سختو جګړو کې اخته او يو ډیر بې امنه هیواد دی چې په ډیر پیچلي سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او  کلتوري وضعیت کې قرار لري. د افغاني ټولنې هر اړخ او ټول سکټورونه له ستونځو او بحران سره مخامخ دي. روان کړکیچ هم د افغانستان ټول خلک، ګاونډي هیوادونه، سیمه، نړیواله ټولنه او د اوسني دولت بین المللی پارتنران په تشویش کې اچولي او بحران هومره ژور او هر اړخیز دی چې په کوچنۍ لیکنه کښې یې په ټولو ابعادو رڼا نه شي اچول کیدای.

د افغانستان د بحران په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري اړخ باندې یو ځای خبرې کول او په یوه مقاله کې په کامپلکسي ډَول یو له بله سره په تړلې توګه د موضوع څیړنه لوستونکو او په تیره بیا هغو ځوانانو ته چې په ۲۰۰۱ کال کې زیږیدلی، یا یې تر پنځلسو کالونو ټیټ عمر لاره او په دې موده کې یې په دې اړه ځانګړې پلټنې هم نه دي کړېِ؛ د پیښو جزیات او د هغو د ودې او تکامل د بهیر واضح تصویر په لاس نه شي ورکولای. له وطنپالو ځوانانو او د سیاست له مینه والو سره د خبرو اترو په جریان کې مې ددې اړتیا ولیده چې په دې هکله د ټولو لوستونکو له پاره د پوهې وړ لنډه، خو د ټولو له پاره د فهم وړ تاریخي- تحلیلي لیکنه وړاندې شي. زما له نظره ښه داده چې د افغاني ټولنې په هره غوره برخه، لکه سیاسی سکټور، اقتصادي سکټور، اجتماعی او ټولنیز سکټور، جدا جدا تاریخي تحلیل وړاندې شي، تر څو چې لوستونکي په هره برخه کې د حالاتو تاریخي مبدأ و پيژني او د پدیدو او پروسو اساسي تکاملي کرښه تعقیب کړای شي.

سیاسي نظام او د افغانستان د اوسني سیاسی نظام تاریخی شالید:

  • سیاسي نظام او د هغه اجزاوې: په لنډه توګه ویلای شو چې سیاسی نظام په معین هیواد کې د انسانانو تر منځ هغه اړیکې په غیږ کې نیسي چې د دولتی چارو په ډول او سمون پورې اړه ولري. دلته دا موضوع طرحه کیږي چې د سیاسي ځواک په سر کې څوک، کومه ډله او کوم ګوند ځای ونیسي او د کومو موخو له پاره کار وکړي، د هیواد چارې څنګه مدیریت کړي او دولت په اقتصادی، ټولنیزو او کلتوري چارو کې څنګه موقف او اغیز ولري. د همداسې یو له بله سره متفاوتو نظرونو پر بنسټ مختلف سیاسي ګوندونه رامنځته کیږي.

عصری سیاسی نظام د هیواد د عامو چارو د سمون له پاره اساسي قانون لري او د هغو په چوکاټ کې بیا په هیواد کې د ټولنیزو اړیکو د هرې فرعي څانګې د سمون له پاره نور قوانین جوړیږي.

د عصري سیاسي نظام غوره جوړوونکی برخې دولت او سیاسي ګوندونه دي چې دولت پخپله درې غوره برخې، مقننه قوه (پارلمان) اجرائیه قوه (حکومت) او قضائیه قوه (ستره محکمه) لري. سیاسي ګوندونه په عصری سیاسی نظام کې د خلکو د سیاسي ارادې په جوړولو، د ټولنیز شعور په لوړولو او د ولس د تودو او دولت تر منځ د پلونو او اړیکو د جوړولو رول لوبوي. مطبوعات هم د ملت د ارادې په تشکل او جوړونه کې غوره رول لوبوي.

  • د افغانستان د اوسني سیاسی نظام تاریخی شالید: د افغانستان د اوسني سیاسي نظام د بنسټ ډبره په ۲۰۰۱ کال کې په جرمني کې د بُن د کنفرانس لخوا کيښودل شوه.

کله چې په ۲۰۰۱ م کال کې د نیویارک جوړه تجارتی برجونه د سپتمر د میاشتې په یوولسمه نېټه په یوه هوایی تروریستی برید کې ونړيدل او د پنتاګون ماڼۍ زیان ولید، داسې و انګیرل شوه چې دا تروریستی بریدونه د القاعدې د تروریستي شبکې د مشر اسامه  بن لادن لخوا تنظیم شوي. ولسمشر بوش په امریکا کې جګړه ایز وضعیت اعلان کړ، ویې ویل چې د ناتو ټول هیوادونه د تړون د قرارداد له مخې مکلف دی چې په دې جنګ کې ورسره ملګرتیا وکړي. د تجارتي برجونو نړول یې پر امریکا پوځي حمله او د ناتو غړي هیوادونه یې د امریکا په ننګه مکلف وبلل.

اسامه بن لادن چې د شلمې پیړۍ په اتمه لسیزه کې د مجاهدینو د مرستې له پاره افغانستان ته راغلی و، په دې وخت کې په افغانستان کې اوسیده. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د پيښې په درشل کې د افغانستان د ځمکې په سلو کې تر نوي (۹۰) زیاته برخه د طالبانو په اختیار کې او پاته د برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې حکومت تر ولکې لاندې وه. د القاعدې مشر اسامه بن لادن د طالبانو تر اغیزې لاندې ساحه کې په افغانستان کې اوسیده. طالبانو سره ددې چې د افغانستان په ډیره جغرافیایي ساحه او د افغانستان د نفوسو پر اکثریت حاکمیت کاوه، خو دولت یې یوازې د پاکستان، سعودی عربستان او قطر لخوا په رسمیت پیژندل شوی و. نورو هیوادونو د دوی دولت په رسمیت نه پيژاند. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ هم د برهان الدین ربانی د حکومت له استازي سره وه.

لنډه دا چې امریکا ددې پیښې د غچ اخیستلو په خاطر په افغانستان کې د بن لادن د شتون او ښکار کولو له کبله د انګلیس په ملګرتیا په افغانستان نظامی یرغل وکړ، د طالبانو رژیم یې ړنګ کړ. د هغوی تر یرغل وروسته د څو ورځو په اوږدو کې ملګرو ملتونو د افغانستان د موضوع په اړه پریکړه وکړه او په افغانستان کې یې د دولت او نظام د جوړولو دنده پخپله غاړه واخیسته.

له دې پریکړې سره بې له ځنډه د نړیوالې ټولنې لخوا موضوع داسې واوښته چې په افغانستان کې دولت نشته او یا افغانستان د مشروع قوی مرکزي دولت او منظم سیاسی انتظام له کمبود سره مخامخ دی. څرنګه چې د ملګرو ملتونو له دندو څخه یوه دا هم ده چې له هغو هیوادونو سره د سیاسی نظام او مدرن دولت په راجوړولو او غښتلتیا کې مرسته کوي، کوم چې دولتی سیستم یې له کاره لویدلی او یا ضعیف او ناکاره دولتونه ولري او د داسې ناکاره ، ناکام او ضعیف دولت شتون د همغه هیواد د خلکو د ځان او شتمنیو مصئونیت نه شی نیولای، خلک یې پخپل منځ کې په جګړو اخته وي، د کار موندنې، د ژوند د معیشت د تأمین او  د ټولنیز پرمختګ شرایط نه شی ورته برابرولای. په معین هیواد کې د کارنده دولت نه شتون او یا د داسې ضعیف دولت موجودیت چې پخپله ټولنه کې حکم ونه شی چلولای، د بې نظمیو او انارشۍ مخه ونه شی نیولای؛ کیدای شی چې د سیمې او نړۍ له پاره د خطر او نا آرامۍ منبع شي. نو ځکه باید د ملګرو ملتونو نړیواله موسسه ورسره د مشروع، قانونمند او توانمند دولت په جوړولو او غښتلی کولو کې مرسته وکړي. په دې وخت کې زموږ د هیواد له پاره هم موضوع داسې مطرح شوه چې افغانان پخپله خپلې ستونځې نه شی حل کولای، له جګړو لاس نه اخلی او یو مشروع  قوی دولت نه شی جوړولای، نو ځکه لازمه ده چې د ملګرو ملتو تر حمایت لاندې او د نړیوالو په مرستو ورته مدرن او غښتلی ټولنیز، اقتصادي او سیاسي نظام جوړ شي.

د همدې حقوقي، تیوریکي او نظری طرحو تر سیوری لاندې امریکا او ناتو خپل پوځي شتون په افغانستان کې توجِهْ کړ او توجِهْ کوي یې. له ۲۰۰۱ م کال را پدې خوا د امریکا او ناتو د نظامیانو موجودیت او د یوناما په «چوکاټ» کې د دولت په جوړولو او د افرادو په مقررولو او لرې کولو کې د امریکا امر او نهیې د هیواد د اشغال علامه نه بولي، بلکې د ملګرو ملتونو د واکونو په چوکاټ کې د نړیوالو مسئولیتونو، دندو، او پریکړو د تطبیق وسیله ګڼي. کله چې د بن کنفرانس د ملګرو ملتونو د پریکړې پربنسټ او د هغو تر مدیریت لاندې جوړ شو، د افغانستان له پاره یې د یو لړ کارونو د انجام له پاره وعدې او پریکړې وکړې چې په راتلونکې لیکنه کې به ورباندې بحث وکړو.

نور محمد غفوری

20.06.2020

 

موقت حکومت، که جمهوري نظام ته توطئه؟

16/06/2020                                              ليکوال محمدالله ساپی

تر یوکال زیاته  موده کیږي چې د موقت حکومت خبیثه ارواح،  د ارګ پر سرڅرخي، او د افغانستان  جمهوري نظام ته دیوڅرګند ګواښ په توګه، کله نا کله د سیاستوالو په خبرو کې ځان څرګندوي. داسې ښکاري، چه  د موقت حکومت، سرپرسته اداره او یا عبوري حکومت په نامه ، سیاسی او تبلیغاتي کمپاین د آی اس آی او سي آی اې د یوې ستراتیژي په توګه طرح شوی پلان دی او پلي کول يې قدم په قدم روان دي. نو ځکه، هره پلا چه د پاکستان او امریکې د استازو کتنه وشي او یاخو دوۍ کابل ته راشي،  نودا بحث په میډیا کې  تود شي. پر دې سربیره، د ډاکتر اشرف غني  داخلي او بهرني رقیبان په هر فرصت  کې د عامیانه اصطلاح  پکارولو سره،  ده ته «د سولې په خاطر ، د قربانۍ»  وړاندیز کوي،  چه  د برلاسوسیاسی لوبغاړو د  شطرنج حرکتونو ته ورته ده.  راځۍ چه دداسې « قربانۍ» او د موقت حکومت د وړاندیزونو  پایلو ته نظر واچوو:

په داخلي او خارجي میډ یا کې، چیرته چه د لویو زبرځواکونو اغیزمن لاس دی، د دوکتور اشرف غني پرضد زهرجن تبلیغ  کیږي، چې ګنې ولسمشر د سولې  پروسې ته خنډ دی او مانع ایجاد وي، بی ګټې انتخابات يې وکړل،  د طالب زندانیان يې سمدلاسه خوشې نه کړل، د متقابلو حملو امر يې ورکړ،  یا برعکس د قتلونو مخنیوی نشي کولی، انحصاري سیاست چلوي، چوکې ساتي، مخالفین يې نه مني، قرباني ته حاضر نه  دی او داسې نور…. نو که دی ګوښه شي  هر څه به سم شي، طالبان به سوله وکړي،   جمهوری نظام به ثابت پاتې شي، افغانستان به ګل او ګلزار شي.

 دا هغه  ریکاټ دی چه  ۲۸ کاله دمخه  د پاکستان د آی اس آی  او امریکې د سی آی اې  له خوا  په ډاکتر نجیب پسې غږول کیده ، هغه وخت  دا پلان ښه وچلیده او نن بیا هماغه پروپاګنده  پیل شوی ده، په دې توپیر سره چه  اوس  روس او چین هم د پاکستان او طالبانو په  خوا ولاړ دي.  یواځې هند، د ملګروملتونو سازمان او د اروپا د اتحاديې ځینې مشران د اشرف غني د سیاست په ملاتړ کې دي.

ـ تاریخي تجربه ښيي، چې هرکله د وسله والو  متخاصمو ډلو په شتون کې  جمهور رییس استعفاء وکړي، او نوی  ولسمشر ، تر هغه چه خپل نظم ټينګوي، زیات شمیر کورونه ، بازارونه او سرایونه به د چورګرو له خوا تالان شي. په زرګونو خلک به ووژل شی . د هر کوچني دولتي بدلون سره به مو د سرای شهزاده په وارو وارو لوټل  له یاده نه وي وتلی !  د کاغذ پر مخ به د موقت حکومت له خوا ډیری دستورونه ولیکل شي، خوهغوی چې د چور او تالان پخې تجربې لري ښې بهانې موندلی شي څو د نوو  چارواکو له فرمانونو څخه سرغړونه وکړي.

د دوکتور نجيب الله استعفاء ته مجبورکولو او د مجاهدينو د مؤقت حکومت خونړی او له جناياتو ډکه تجربه د هر افغان په ذهن کې حک ده . داخلی جګړې، ښکلی او تاريخی کابل د اور په جهنم بدل کړ . د اسلام په نوم مختلفو وسله والو تنظيمونو د شخصی او عامه شتمنيو د چور او تالان او د خلکو د قتل عام تر څنګ داسې بګنوونکی جنايتونه تر سره کړل چې د بشريت په تاريخ کې يې ساری کم ليدل کيږي .

  د خپل وطن ترخه  تجربه مو یاده کړه،  زمونږ د ګاونډي هېواد د هغه زمانې د شوروي اتحاد تاریخ ته  به هم یو نظر واچوو،  چې د ۷۰ کلن  سوپر پاور هیواد، د دویمې نړیوالې جګړې د ګټونکي نظام ،  دولتي اړيکي هغه وخت په آنی توګه وشليدل، کله چې ولسمشر ګرباچوف استعفاء ورکړه . او لوی شوروي هېواد  په څو ورځوکې په پنځلسو ټوټو وويشل شو.  شوروي دولت  په افغانستان کې ماتې سره مخامخ شو. داسې ماته ویتنام کې امریکې هم خوړلې وه، خو د امريکائيانو له وتلو وروسته د ويتنام برحال ولسمشر د خپل هيواد چارې داسې سمبال کړې چې د افغانستان د تراژيکو او ويرجنو پېښو په سرنوشت ګرفتار نه شول. اړین ده چې وویل شي، شوروي دولت د ګرباچوف او ک ج ب  ترمینخ د فکري اختلاف او د هغه د استعفاء له امله  ویجاړ شو.

نتیجه : په هر نامه  او بهانه  چې ولسمشراشرف غني استعفا او «قرباني» ته اړکړی شي، تاوان يې  افغاني ټولنې ته رسیږي. دی خو اکادیمیک او پیژندل شوی نړیوال شخصیت دی، په کومه نامتو موسسه کې به  ښه کار ومومي  او آرامه  ژوند به پیل کړي. خو د ولسمشر «قربانی»، طالب وسله والو ته د فاتحانه راتګ پیغام دی او په دې ډول به د سولې مذاکرات د خونړيو جګړو تر سیوري لاندې د رادیکال مذهبي فیصلو په لوري  حرکت ومومي. دلته سوال د  اشرف غني په فزیکي شتون او یا نه شتون کې نه دی، سوال د هغه سیستم په هکله دی، چې  د سولې په مذاکراتو کې زیږول کیږي. که د مخه  مالوم وي چه اشرف غني قربانی دی، نو سیستم  به  د شریعت د قوانینو د تقویت په لوري مینځته شي،  او هغه  مهال به د ولسمشراو څو تنو روښان اندو رهبري کونکي مقامونه،   جهادي یا طالبي رهبرانو ته  په لاس ورشي،  کوم چه په طبعي ډول  د سیاسی اسلام  او جهادي ارزښتونو  د ټینګولو او ترویج  پلویان دي. مانا دا چې دا  به يواځې د څو رهبری کوونکو مقامونو تغير او تبديل نه وي، بلکې د مدني سازمانونو او دموکرات پلوه ګوندونو فعالیتونه به کمزوري کړای شي،  د بیان آزادۍ، د هنر، موسیقي او تلویزیونونو پروګرامونه ، د ښځو او نجونو  کار او تعلیم به د شریعت په  قید او بند کې راشي. او دا  د  ډیر ښه  حالت تمثیل دی، چه د ډانګ، لښتو، کیبل کاري، لاس پریکولو او سنګسار نه پرته  فضا کې به دولس په برخه وي.

همسایګان، به د اشرف غني د  جنجالونو څخه، د اوبو د مهارولوپرسر، ایراني او پاکستاني فرهنګ د خپرولو د مخنیوی، د سرحدي کړکیچونو لانجه او داسې نورو مزاحمتونو د ختم سره د آرامۍ او خوښۍ احساس وکړي. پاکستان او ایران به د خپلو ملي پلانونو سره سم،  کرار کرار افراطي  ډلې ، داعش، لشکر طیبه، فاطمییون او نور تروریستان  مونږ ته استوي، چه اسلامي دولت د هغوسره په جنګ اخته وي او د یو غښتلي نظام د جوړولو فرصت  ترلاسه نه کړي.

د امریکا متحده ايالات،  چې د اشرف غني څخه دده د نافرمانیو، د امریکايي لومړيتوبونو په وړاندې د افغانی ګټو د طرح کولو ، د آی اس آی  افغان ضد ستراتیژیو سره د نه توافق له امله او د مستقلو اقتصادي پروژو د طرح کولو په دلیل خوابدی شو ، د يوه ځواکمن افغان دولت د جوړيدو، د نشه ای توکو او تروريسم سره د مبارزې د  رسمي ژمنو  څخه په شا شو.  پاکستان ته يې مخه کړه، دوتلو قرارداد  يې لاسلیک کړ، چه ګوندې انتخاباتو کې بری تر لاسه کړي او خپلې ماتې جبران کړي،  نو هرڅه يې پاکستان ته وسپارل، هلته د تروريسم د توليد او صدور له بربنډو مرکزونو او اردو ګاوو پرسريې سترګې پټې کړې او طالبانو ته يې د امریکې د ګټو دساتلو په بدل کې غوړې وعدې ورکړې.  اوس،  هسې چه پاکستان او ایران غواړي ، امریکې ته هم یو ضعیف، بیرته پاتې او اړافغاني نظام جوړول پکار دي، چه  پاکستان پورې به تړلی وي.  په راتلونکي کې د امریکې، روس، پاکستان او چین د  جوړجاړیو په نتیجه  کې به  د سیمې اقتصادي پروژې جوړیږي او  اسلامي دولت ته به  د تطبیق په موخه سپارل کیږي.

د لیکنې موخه دا ده، څو د مؤقت حکومت د جوړیدو او د اشرف غني د « قربانۍ»  د ګواښه ډک اړخونه وڅيړل شي. هغو شنونکو، مبصرينو او مبلغانو ته کوم چې د موقت حکومت جوړښت  او د اشرف غني مخکې له مخکې  استعفا،  د سولې له پاره اړين شرط بولي ، بايد څرګنده شي  چې  د دوی دا اشتباه به هیواد او خلکو ته  خورا غمجنې او جبران نه منونکی پایلې ولري. بايد په عقلانيت سره د خپلو ځان غوښتنو او عقدو له پنجو نه په خلاصو ماغزو، د تراژيدۍ تر پیښیدو د مخه ګواښونه وپيژنو او د موجوده سياسی نظام د ساتلو په هوډ سره يو لاس او متحد شو.  په همغږۍ کې کولای شو د دې خطرناکو ګواښونو مخه په ميړانه سره ډب کړو. مننه.  ۲۸/۳/۱۳۹۹

دافغانستان د ملي ترقي گوند ددارالانشاد خواشنی دڅرگوند ونې پئغام

دگروال لعلمحمد

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۹ کال جوزا ٢٦مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرترلاسه کړچې دملی اردو متقاعد افسر، سیاستوال اودهیواددمترقۍ نهضت فعال غړی په خلکواووطن مین ملی ګټوته ژمن سیاسی اونظامی شخصیت لعل محمد خان دورپيښې ناروغۍ له امله له پاتیدونکې نړۍ څخه سترګې پټي کړي او زموږ څخه د تل له پاره جلا شو .

د ارواښاد ډګروال لعل محمدخان روح دې ښاد او یاد دې تازه وي!

خداي بښلی ډګروال لعل محمدخان یو مسلکی، کادری وطنپاله افسراو د افغانستان د خلکو د ګټو یو ستر مدافع ؤ۔

 اروښاد لعل محمدخان د سولي او ثبات د تأمین کلک ملاتړ کاوه.اوپه سیاسي ډګرکې ګوندي اتحادونو او یووالي ته ژمن ؤ، تل یي په ثبات لرونکو اتحادونو او یووالي ټينګار کاوه.

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د لعل محمدخان په ناببره مړینه سخته خواشینې څرګندوي او د ارواښاد نه شتون د سیاست ډګر او د هېواد ملي مسلکي کادرونو جبهو ته دروند ګزار بولې. له لوي خداي ج غواړي چې متوفا ته جنت ورکړي او د هغه دردمنې کورنۍ او عزیزانو ته د زړه صبر او عوضونه ورکړي.

د ګوند دارالانشأ د پيښ شوي لوی غم کې داروښادلعل محمدخان د درنې کورنۍ غړو اوخپلوانو ته تسلیت وایي او په پيښ شوي غم کې ورسره ځان شریک ګڼي.

انا لله و انا الیه راجعون!

عبدالحی مالک

  د افغانستان ملي ترقۍ ګوند ریس

 

د مرحوم همزولي شعرونه

انسان

شي زرغون له خړو خاورو بيرته خاورو ته په تله شي

انسان هم عجيب موجود دى کله اور کله  اوبه  شي

کله تاج ورته په سر شي  دغرور  مثال يى  نه وي

کله ولويږي په  ځمکه  لکه خس د  تناره  شي

کله کله  دمهينو سپينو  حورو خيال کې  ډوب  شي

کله ناست  په  ميکده  کې ترخه ټول ورته خواږه شي

کله  لمر تودوخه  راوړي  کله  کنګل  د څيلې  شي

کله  ځاى ونيسي  زړه  کې کله زهر  شي ترخه شي

دهمزولي  داخبره  لکه  ده ، دکاڼي  کر ښه

سميدل يى  بيرته ګران  دي له فطرته چې کاږه شي