دافغانستان ملي پرمختک ګوند دهوکړه لیک متن

پيشنهادي طرحه:1

دافغانستان ملي پرمختک ګوند دهوکړه لیک متن

       زمونږ هیواد د لرغوني تاریخ، حساس سیاسي او اقتصادي ستراتيژیک موقعیت په لرلو سره تل د سیمې اونړۍ د زبرځواکونو د زیاتې پاملرنې وړګرځیدلی دی. له دې کبله د دې خاورې اوسیدونکي د بهرینو نظامي یرغلونو په وړاندې دخپل ټاټوبي کلکې دفاع ته اړ اېستل شوي دي او هرډول بهرنى پوځي حضور او تیری په کلکه غندل شوی او دفاع شوی دی. د بهرنۍ لاسوهنې، اوږدمهاله وروسته پاتېوالي د له منځه وړلو او خلکو ته د ډيموکراټیکو ازادیو د حاصلولو په موخه دا هېواد او د هغې تپانده زړه کابل، تل د ملي ازادي بخښونکو غورځنګونو لکه د ویښ زلمیانو، ډيموکراټیک خلق او نورو وطنپالو ،  ټولنیزو سیاسي خوځښتونو د زانګو په ټوګه څرګند شوی دی۔

    دپخوانۍ سړې جګړې او اوسنۍ نیابتي جګړې په را منځ ته کېدو سره ډېرئ دا غورځنګونه په تیره بیا د ډيموکراټیک خلق جنبش پلوي ړون اندي په ځانګړې توګه خلکیان پاشل کېدو، هېواد پرېښودو ته اړشول .

     له نیکه مرغه د پورته یاد شوو روڼ اندو د پرله پسي هلوځلو له امله دهېواد د ډیموکراټیک او وطنپالونکي غورځنګ د خوندي ساتلو په موخه په بېلابېلو نومونو د یوشمېر هېوادنیو سیاسی ګوندونو او سازمانونو د بیا تشکل لړۍ پیل شوه او په افغانستان کې د اوسني دولت د رامنځ ته کېدو په موخه ، په یوه ډيموکراټیک او وطنپالونکي سیاسي سراسري ګوند او یا جبهه کې د دغو روڼ اندو د را منځته شويو جوړښتونو، سیاسی بنسټونو، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو د را ټولېدلو له پاره عملي هڅو سرعت وموند . دغه حالت په ټوله کې په تیره بیا د خلکي پرګنو په ټولو سیاسي نهادونو، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو دا اغیز وښیندلو چی د یوه سراسري، پراخ بنسټه، دموکراتیک او وطنپالونکي ګوند له شتون پرته نه شي کیدلی د افغانستان روان ناورین ته چې د بهرنيو لاسوهنو او استخباراتي لوبو مستقیمه پایله ده، د حل سیخه او عادلانه لار پیداشي، هېواد ته سوله راستنه شي، د بیا ابادۍ بهیر پیل شي، د فساد او مافیایی کړیو په قابو کولو کې برلاسي حاصله شي او دهېواد وسله وال ځواکونه تردي کچې پیاوړي شي چې د هیواد د خلکو ډاډمن امنیت او هوساینه تامین کړي۔

        موږ په هېواد کې د بهرنیانو له هرډول نظامي حضورسره مخالف یو، خو په افغانستان کې د روانې نباتي جګړې د پای ته رسولو، د سراسري سولې د رامنځته کېدو؛ د وطن د سیاسي، اقتصادي او پوځي بنیادونو تر پیاوړي کېدلو چی دهېواد خپلواکي تضمین کړی شي، د نړېوالي ټولنې بې قید او شرطه مرستو ته اړتیا لرو. له دې کبله موږ خلکي مخینه لرونکي ډيموکراسی پلوو سیاسي ګوندونو او سازمانونو عزم کړی چې دپورتنیو او ځینې نورو ملي وطنپالونکو موخو د پلی کولو په خاطر په خپلوکې بریالى، سیاسي او سازماني یووالى پیل کړو او د ملي فکټور په ټوګه، پراخ ډيموکراټیک او وطنپالونکی ګوند چې د ډیموکراټیکې برنامې، اساسنامې، د تشکیلاتی وحدت میکانیزم او د ګوند دسیاسي پالیسۍ درلودونکې وي جوړ کړو.

        موږ له ټولو ګوندیانو څخه چې د داسې یوې سترې موخې پلوي دي غواړو، څو د تېرو ترخو او زړه بوږنوونکو حوادثو له یادولو تېرشي، په یو بل باندې د باورکولو له لارې مطرح هدف، پراخ سراسري ګوند جوړولوته چې خلکي ډيموکراټې پرګنې سره یوځاى کړي،ځانونه ورسوي. د وحدت پلوه سیاسي ګوندونو او سازمانونو او د کابل د بې پرې شورا استازي په مقدماتي ډول د راتلونکي واحد ګوند د اسنادو په مسؤده لکه: مرامنامه، اساسنامه، د ګوند پالیسۍ ،اساسي کرښو او د تشکیلاتي یووالي پر میکانیزم موافقې ته رسېدلي وو، چې نهایي کېدل یې د راتلونکي ګوند د کنګرې او یا سراسري کنفرانس دنده ده. یواځې د وحدت د اعلامیې د متن په اړوند ځینې ملاحظات شته چې هغه هم د ټولو وحدت پلوو ګوندونو په مسؤلانه دریځ نیولو سره حل لاره مومي . د یووالي د بهیر د پیل اعلامیه او د یووالي د بهیر د وړاندې بیولو کار د موقت لارښوونکي ارګان (د وحدت سیاسی کمیته) بشپړوي.

        په درناوي

            دافغانستان د ملي پرمختګ ګوند

                          دارالانشأ

 

افغانستان دملي پر مختگ گوند دارلنشا

 

20180704

دافغانستان دملي پرمختگ گوند د کابل شهر  د گوندي فعالينو غونډه دايره شوه:

پدې غونډه کي دافغانستان د ملي پر مختگ گوند ريس محترم عبدلحی مالک  د گوند مرستېالان هريوپوهان زين لاالعاب الدين :محترم جانان مير خيل ،د گوند داجرايه شورا او دارالنشا غړی محمداصف جهيش، داجرايه شورا غړی محمداقا شيرزاد، دا کابل د شهري گوندي سازمان سرپرست د گوند داجرايه شورا غړی محمد غفار مورچل او زيات شمير د نواحيو منشيان او گوندي مشرتابه غړيو گډون در لوده:

د غونډې اجندا:

د  کابل دشهري گوندي سازمان تشکيلاتي جوړښت:

د نواحيو لا فعالول اود مسولينو گمارل:

  ولسي جرگې ته گوندي کانديانو د بريا له پاره دندی:

د کار د سمونې له پاره وړانديزونه او پرېکړی:

د جلسی کار د قران عظيم شان په تلاوت پېل شوور پسې د محمد غفار موچل لخوا د کابل د شهر د گوندي سازمان او نواحېو په هکله مالومات د غونډې برخوالو ته وړاندې شول،چی د ملگرو د تاييد وړ وگرځېدل ،اود گوندي سامانو د مسولينو له پاره نوی جدي دندی وسپارل شوی.داجندا بله برخه کې په تول هېواد کې د نوماندانو د بريا له پاره ملگرو ته مشخصې دندی ور کړل شوی د کابل ښار کې نوماند د گوند ريس محترم عبدالحی مالک، داکتر عمرامرخيل د کندهار نه اغلی خورد گوند داجرايه شورا غړۍ داکتر عزيزه وطنوال نوماندان دي چی گونديان او تول دوستانو ته جدي دنده سپارل کيږي چی د محترم نوماندانو د بريا له پاره کوتلي کمپاين وکړي .

وړانديزونه واوريدل شوه د غونډې په پای کې د گوند ريس محترم  حبدالحی مالک د غونډې کار وارزولو او اړونده مسولينو ته لازمې کاري دندی وسپارل شوی.

عبدالحی مالک د افغانستان د ملي پر مختگ گوند ريس

 

 

جلسه شورای ولایتی غزنی حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان

20597377_1633727206660314_3629607870641645693_n

جلسه با حضور اعضای شورا در فضای کاملا دموکراتیک به ساعت ۹ صبح روز جمعه مورخ13 اسد در دفتر شورای ولایتی دایر گردید.
برای جلسه آجندا ذیل تصویب گردید:
۱- تجدید نظر روی تشکیلات حزبی
۲- بررسی فعالیت های ماه اسد۱۳۹۶
۳- جمع آوری حق العضویت
در نتیجه :
محمد امین کاظیمی بحیث مسئول تشکیلات
عوض عبدالقادر غفور زاده و مهدی عظمی عوض قاسم پژواک بحیث مسول تبلغ و فرهنگ با اکثریت آرا تصویب شد.
به تعقیب آن کار یک ماه حزبی مورد بررسی قرار گرفته و برای بهبود آن تدابیر رویدست گرفته شد. در اخر حق العضویت جمع آوری شد.
جلسه در فضای باهمی و تعهد بیشتر به کار اختتام یافت.

گزارش گر:حمیدالله رضایی
کمیسیون تبلیغ و فرهنگ

نظریات شورای کشوری پاکستان حزب متحدملی ترقی مردم افغانستان پیرامون تدویرکنگره حزب

سلام و عرض ادب!
شورای بیرون مرزی حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان در کشور پاکستان در رابطه به تدویر کنگره این جشن عالی سازنده گی را استقبال میکند، و حاضر اند بخاطر تدویر کنگره از هیچ نوع مساعی و فداکاری و کار های لازم را دریغ نخواهد کرد وبا نظریات ، پیشنهادات و انتقادات سالم خود این جشن بزرگ حزبی را گام به گام تجلیل خواهد کرد،
نظریات رفقا میرساند، که هیات رهبری حزب نباید فرصت و زمان را از دست دهد، اکنون هفده سال از فضای نیمه باز دموکراسی وبیان ازادی میگذرد، ولی استفاده ما ازین زمان قناعت بخش نیست، طفلی که در همان روز به دنیا امده اکنون جوان هفده ساله است، ولی ما نتوانستیم که درین هفده سال یک حزب مجرب را پایه گذاری کنیم، حتی ما نتوانستیم که همدیگر را در سوال های خود قناعت دهیم، متاسفیم که اکنون هم عده در درون حزب با برخورد های سلیقوی کهن خویش با نظریات پیش پا افتاده حزب را و حرکت حزب را به کندی مواجه سازد، این برخورد ها ما را به بیراهه میکشاند ، امید این وحدت مانند مردمک چشم حفظ شود، به پا خیزیم و به پیش حرکت کنیم ورنه نیروی عظیم روشنفکری را اهسته اهسته از دست خواهیم داد، امکان دارد این نظریات برای بعضی ها خوش ایند نخواهد بود لیکن این حقیقت تلخ است ، باید تصحیح شود.