رپوټ

په بهرنيو هېوادو کې دافغانستان ملي ترقي گوند ملگرو سلامونه او ښې چاری.

زه په 2019زکال د جولای په نيمايي کې خپل گران هېواد افغانستان ته ولاړم غواړم تاسو ته پر دريوو اهمو مسلو رپوټ درکړم.

اول په هيواد کې د جمهوري رياست د ټاکنو.

دويم دسولی اړوند پروسه.

دريم دافغانستان ملي ترقي گوند کارفعاليت.

درنو ملگرو کله چی زه هلته ورسيدم د گوند له مشر تابه می هيله وکړه چی د رهبری غونډه راوبلي دا کار ژر تر سره شو.

همدا پورته دری واړه مهمې مسلی داجندا په توگه درايو په يوالي ومنل شوی،د ټاکنو په اړوند موږ د ټولو ټاکنيزو ټيمونو برنامې پرتله کړی په پاېل کې ټولو په يوه سلا ددولت ساز ټيم ملاتړ وکړ گوند ددالانشا يوه اعلاميه نشر او خپل عام تام ملاتړيې وکړ.

د گوند رهبری د دولت ساز ټيم د کمپاين له مشرانو سره خپلی موخی او پلانونه، وړانديزونه شريک کړل، مشرتابه  له خوا ددولت ساز ټيم د مشرتابه سره مستقيمی ليدنی وشوی د گد کار او همغږی مجلسونه وشول د کمپاين د ټيم لخوا زموږ  سره د هر ډول همکاريو وعدی وشی او عملي شوی د گوند لخوا  ملگری ميرزمان وفادار دسياسي کمېټی له پاره معرفي شو زموږ گوند د خپل هيواد ،ولسونو ته د يوه ښه راتلونکې له پاره ددی ټيم سره په ټول هېواد کې گډ کمپاينونه سرته ورسول او ملگري دوستان خواخوږي مو د رايو صندوقونو ته درايو ورکولو په خاطر وهڅول او مثبتی پاېلی درلودی لوی او کوچنی غونډې موجوړی کړی.

 دويم د سولی پروسه او ټاکنې دواړه همزمان پېل وی د سولی پروسه کې حکومت  چی اوسنی واکمني پلاس کې ده څڼډې ته وو او يو شمير په اصطلاح سياسي تنظيمونو ، کورناستو مخکنيو مشرانو ويل چی سوله اول دويم ټاکنې ولی د حکومت لوري خپله ريس جمهور ټينگار کولو چی سوله اوليت لري خو څه ډول سوله زموږ دگوند دريځ  همداسی وو چی ټول ولسونه سوله غواړي خو دايمي سوله تل پاته سوله چی داوربند نه وروسته د حکومت ، طالبانو، امريکا، ملگري ملتونه، گاونډي هيوادونه امنيت شورا او نور مهم هيوادونه د ضمانت په صورت کې مخامخ بين الافغاني ناستی او دايمي باعزته سوله کيدای شي ولی کورناستو چوکې پلوه شخصيتونه د طالبانو سره روسيي، پاکستان چين اونورو سره ناستی کولی امريکا هم د خليلزاد په مشری پټی معاملی کولی خپله دامريکا په دولت کې ددی هوکړی پر سر مخالفتونه وو همدا لامل شو چی دسولی پروسه يا د طالبانو سره ناستی دامريکا له خوا وځنډول شوی.

د گوند رهبري په گوندي چارو کې پوره جدي فعاليت کوي د مشرتابه غونډې دهيواد په  مهمو مسلو کې خپل دريځ د رهبري شورا له خوا د گوندي اعلاميو، تلويزونونو ، راديوگانو، فسبوک او گوندي نشراتو له لاری نشروي  د گوند دراجستر پکار کې خورا مصروف دي گوندي جلسات کيږي جلب جزب شته د نورو سياسي گوندونو او سياسي محافلو سره اړيکې نيول شوي .د گوند رهبري له ټولو گوندي ساز مانونو اوپه خاصه توگه له بهرنيو ساز مانو څخه په کله جدي غوښتنه کوي چی خپل گوندي ساز مانونه فعال او نوي جلب جزب ته توجو وشي.

په درنښت م اقا کوچی2019ز کال داکتوبر ۶مه

 

 

درنو دوستانو نن د می ۱۸ مه چی 2019زکال سره سمون لري دهيواد دوتلي شاعر ،ليکوال، مخکښ سياستوال دافغانستان د ملي پرمختگ گوند د غړي قدرمن محمد يوسف خدمتگار مزدور ځوی جنازه دده دملگرو دوستان او مېنوالو له خوا د کابل هوايي ډگر څخه پورته او تر ننگرهار په خاصو مراسمو بدرگه کړه مرحوم خدای بخښلی خدمتگار چی دولسونو يو رښتنې اصيل وطن پالونکې  سياسي شخص وو نني په زرگونو خلکو په جنازه کې گډون در لوده په جنازه کې د ننگرهار والي محترم شامحمواود مياخيل، دافغانستان د ملي پر مختگ گوند ريس عبدالحی مالک اود گوند نورو مشرانو گډون درلوده . جنازه په پوره درناوی د ننگرهار ولايت په مربوطاتو کې خاورو ته وسپارل شوه. دالله په دربار کې خدمتگار ته جتونه اودرنۍ کورنۍ ته د زړه اجل صبر غواړو

دافغان ولس يو لوی سالار محمديوسف خدمتگار مزدور ځوی له خلکو ملگرو رخصت شو.

په خواشنې سره موخبر تر لاسه کړو چی دافغان ولس يو بل ځليدونکی ستوری، ليکوال، شاعر، اديب اوداففانستان د ملي پرپرمختگ گوند د دروند مخکښ غړی خدمتگار له دې فاني نړې رخصت شو.
درنو ملگرو محمد يوسف خدمتگار مزدور ځوی د لوړو زده کړوخاونددافغانستان په وسلوال پوځ يو وتلی اتل، سياسي مبارزو، پر وطن خلکو مين په سپېڅلتوب کې ساری نه درلول، داسی يو وتلی انسان مو له لالاسه ورکړ ملگری خدمتگار دژوند په ټول وخت کې د ولس خلکو رښتنې خدمتگار وو اود ژوند تير ټول وخت يې د گران هېواد افغانستان کې د سولی، عدالت، ښېرازی ، پرمختگ له پاره نه ستړېکيدونکې بي امانه مبارزه کړی اود مرگ تر ورځی د خلکو د سوکالی له پاره دده ژبه، قلم معز کار کاوه.
درنو يارانو محمد يوسف خدمتگار د هېواد په وسلوال پوځ کې لوی دندی سرته رسولي په هره سيمه او ځای کې چی دنده درلوده دپاکوالي او خدمتگزاری اود ولسونو په زړنو کې په رښتيني توگه ځای درلوده .
درنو ملگرو زه اودی دواړه د ننگرهار هميشه بهار په ولايت کې ددندو اوږده سابقه لرو خدمتگار دافسرانو، سربازانو ولسونو اود ټول هيواد او په خاصه توگه ننگرهاريانو ته د يوه نژدی دوست ورور، ملگري او رښتني خدمتگار مقام لري اودرلوده،که د هر ننگرهاري يا د ختيځې سيمې اوسيدونکي څخه دده درښتين ولی سپېڅلتېا اتولی، دوطن سره مينه درلودل وپوښتی ټول به دده ښه سړيتوب ملگرتوب، سپېڅلتوب وطنپالنې شاهدي ور کړي . مو ږ نن واقعا يو پر وطن او خلکو مين شخصيت له لاسه ور کړو زه د خپلو ملگرو، کورنۍ په استاز ولی د مرحوم محمد يوسف خدمتگار کورنۍ بچيانو اودوستانو ته د زړه له کومي د خواخوږې او تسليت مراتب وړاندې کوم ده ته د لوی رب په دربار کې جنت فردوس او کورنۍ ته يې د زړه صبر او حوصله غواړم او ټينگ تغهد سپارم چی د خدمتگار لار او مبارزی او سپېڅلو ارمانونو د پوره کولو له پاره به دده لار تعقيبوم قالو اينا لله وايناليه راجعون .

Bilden kan innehålla: Mohammad Yousuf Khedmatgar Mozdoorzoy, hatt

دافغانستان دملی ترقۍ ګونددریس او درهبری شورا دغړو خوست اوپکتیا ولایتونو ته دکاری سفررپورت :

 

دحمل دمیاشتی په ۱۵نیټه کال ١٣٩٨ دپنجشنبی ورځ دافغانستان دملی ترقۍ ګوند ریس عبدالحی مالک او ددارلانشأ غړو هریو ملګری میرزمان وفاداراوداود ځدران ګوندی چارو دارزونی په پارخوست اودحمل دمیاشتی په ١۶نیټه دجمعی په ورځی دپکتیا ولایت ته کاری سفروکړو او د ګوندی سازمانونونه څخه یی له نږدی نه لېدنه اوپه یادو ولایاتونو کې دګوندی غړو اوصفوفو سره لېدنۍ اوکتني ترسره کړی اودملګروسره یی دګوندی لېکودپیاوړتیا اوچارو دلاسمون په پار دنظرونه تبادله وکړی .

دګوند مشر او ورسره هیت دپکتیا ولایت دګوند پخوانی مسؤل مرحوم فدادمحمد فدا روح ته دوعا وکړه اوهلته میشتو کادرونو اوملګروته یی دهیواد ، منطقه اونړیوال سیاسی حالات تشریح کړل ، دګوندی چارو دلاغښتلتیا او منظموالی ، ګوندی لېکو ته دجلب اوجذب ، دګوند دمالی بنیه دتقویی په پاردحق العضویت دراټولو باندی تاکید وکړو اوهمدارنګه دیادو ولایتونو په ولسوالیو کې دګوندی هستواومحلی سازمانونو دایجاد او دملګرو ترمینځ دفکری یووالی دتامین اړوندخبری وبحثونه وشول همدارنګه دګوند دریس ملګری عبدالحی مالک لخواپه هیوادکې دسولۍ دروانې پروسی په هکله ملګروته معلومات وړاندی کړل شول اودګوند سیاسی موقف اونظریی هغوی ته څرګندکړو او دسولۍ پروسی اړوندی یی دملګرو نظرونه واوریدل اوغونډه دګوند دریس عبدالحی مالک اوورسره محترم هیت لخوا مثبت وارزوله شوه خاصتأ دخوست اوپکتیا دملګرو غونډه کې فعال ګډون اوګوند سره مینه اوسیاسی مبارزه ته لیوالتیا وستایله اوددوی دفعال خضور قدردانی یی وکړه اودوی یی ګوندی مبارزی اودګوندی چارولاسمون ته وهڅول ۔ او په پای کی دغونډی ګډونوالوپوښتنوته ځوابونه وویل اودیادوولایتونوګوندی شوراګانود رهبریو اوغړو له خوادګوندریس اوورسره هیت ته اطمینان ورکړل شوچی ګوندی چاربه لاپیاوړی کئی اودی برخه کې به نه ستړی کېدونکې مبارزه ته دوام ورکوی همدارنګه دسولی دروانی پروسی اړوند دګوند داعلامیه اوموقف یی تایید کړو اوخپل ملاټړیی تری اعلان کړو یادی غونډی دملګرتوب اوصمیمیت په پوره فضا کې پای ته ورسیدلی۔

دتبلغ اوفرهنگ کمیسیون

Bilden kan innehålla: 10 personer, personer som står
Bilden kan innehålla: 2 personer, personer som sitter
Bilden kan innehålla: 4 personer, personer som sitter
Bilden kan innehålla: 1 person
Bilden kan innehålla: 15 personer, personer som står

  سیاسي تګلاره د هیواد  سیاسی  حالاتو  ته  لنډه کتنه

که د سولې د خبرو بهیر وڅارو، نو څرګندیږي چه دوه سوالونه د مذاکرو اساسي مضمون  جوړوي:

‎۱- په سیمه کې د امریکې او ناټو سیاسي ـ نظامي حضور.

۲- په سوله کې د ګاونډیو او د سیمې زبرځواکونو ځان ځاني ګټې.

امریکا:

څرګنده ده ، چه په ۲۰۰۱ کال کې امريکا او ناټو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اجازه نامې (مندات) سره په افغانستان کې د القاعدې پر تروريستی سازمان او د طالبانو پر رژیم،  چه د القاعدې مشرته يې پناه ورکړې وه، بريد وکړ.  امریکايي او اروپايي لښکرو القاعده د افغانستان څخه وویستله، د طالبانو رژیم يې نسکور کړ، پخواني جهادي مشرانو ته يې دولت په لاس ورکړ، ڼظامي هډې يې ځای پرځای کړې، په دموکراتیکو اصلاحاتو يې پیل وکړ، د بیارغونې د پروګرامونو د پلي کولو په موخه يې  ملیاردونه ډالر راوړل.  خو خارجي مرستې د جهادي مشرانو او دولتي لوړپوړي مامورانو (تکنو کراتانو) له خوا لوټ شوې، د بیا رغونې پلانونه په ټپه ودریدل، ډیر ژر طالب جنګیالي راپیداشول، د اشغالګرو څخه د وطن د آزادولو او د اسلام په خاطر د مقدس جهاد د شعارونو سره (لکه ۳۹ کاله دمخه) د جنګ  لمبې له هرې خوا بلې شوې.  د افغانستان  خلکو، په تیره  د  پښتني سیمو، د بمونو د باران څخه دردیدلي ولس، د جنګیالیو ملا وتړله. لکه د پخوا په شان، د عربي هیوادونو پیسو او د پاکستان هراړخیزه مرستو سره، طالبان د خاورې په یوه برخه مسلط شول، او امریکا یان يې  خبرو ته اړ کړل. ‎‎

پوښتنه پیدا کيږی چه امريکا د خپلو سربازانو دومره  تلفات او سترمالي تاوان د دې دپاره ځغمي  چه د تروریزم او مخدره موادو سره  مبارزه و کړي؟ که  نور ستراتژيک هدف لري؟ نورهد فونه دادي:

 ـ د امریکې له پاره زمونږ هیواد یو ښه مورچل دی، چه د هغه څخه خپلو ستراتیژیکو حریفانو لکه روس چین او ایران ته سنګر ونیسي، نظامي هډې، د کشف وسایل د  جاسوسۍ ځالې، لکه په  اسرائیلو او پاکستان کې  دلته تأسيس کړي؛

ـ د امریکې او اروپايي هیوادو د صنعتي تولیداتو د پلورلو پلانونه، د پاکستان سمندري بندرونو څخه، بیا د افغانستان د شمالي دروازوله لیارې د منځنۍ آسیا پراخو تجارتي مصرفي بازارونو ته لیږدونه تر ټولو ارزانه او ګټوره تجارتي ستراتیژي ده؛

ـ د افغانستان تر ځمکې لاندې شتمنۍ، قیمتي کمیابه صنعتي معدنونه ، د ټولو بډایو هیوادونو پام جلبوي. خوپه افغانستان کې د نظامي سیاسی حضور په حالت کې به دا توکي  په آسانۍ لاس ته راشي.

ښکاره ده، چه د ګلوبالیزم سیاست، د امریکې بې رقیبه واکمنۍ،  په نړۍ کې مخ په زوال ده. د بل پلوه، د امریکې او پاکستان تر مینځ  د افغانستان پرسر پیداشوی سیاسي تضاد، د ناټو هیوادونو سره د ټرامپ  کبرجن  برخورد، او د ترکيې سره د امریکې د مناسباتو خړپړتیا، سبب ګرځیدلي دي چه امریکه په سیمه کې یواځې پاته شي.  که دا شرایط امریکه د یوې عادلانه سولې د راوستلو په لوري  ټیل وهي او د افغانستان د ملي ګټوپه پام کې نیولو سره ، یانې؛ ځمکڼۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، د قوي مرکزي دولت ساتنه، د اساسي قانون حکومت د شتون سره صادقانه ګامونه پورته کړي، نو زمونږ وطن ته به سوله او ثبات راولي او ځانته عزت او که امریکه  بیا د پاکستان سره غاړه په غاړه شي او (لکه ۲۷ کاله د مخه) هرڅه پاکستان ته وسپاري، دا به یوه نجسه سناریو وي.‎

ګاونډیان:

له بده مرغه، زمونږ د ګاونډیانو، په تیره د پاکستان او ایران  دولتي سیاست او امنیتي ارګانونوهڅې   تل زموږ د دولت او ملي حاکمیت  د کمزورتیا  په موخه کارول شوي دي.

ـ پاکستان او ایران، خپلې ګټې زمونږ د ضعیف حاکمیت په وجود کې، د دوۍ  تراثر لاندې چارواکو په شتون کې ، په مذهبي  رادیکالیزم او افراطیت اخته حزبونو کې، د ملي نفاق او محلي کړکیچونوسره لاس په ګریوان افغانستان کې ګوري.

ـ دوۍ، ته بي تعلیمه، بې سواده، د صنعتي او تولیدي موسسو نه تش افعانستان په کار دی، چه د دوۍ د تولیداتو استعمالونکی او مصرفي، بیرته پاته هیواد اوسو. همدا وجه ده چه دا څلویښت کاله ، د دوۍ  ‎ له خوا روزل شوې، استول شوې جنګي ډلې، ښونځي، پلونه، سرکونه او دولتي پروژې، یانې بنسټیزې بناوې (انفرا ستروکتور) ویجاړوي، فني کدرونه، آن ښوونکي وژني.

ـ د پاکستان دولت  تل د افغانستان د جنګي حالاتو څخه  ګټه پورته کړې ده. د شوروي سره د جنګ مدیریت او د جهادي حزبونو سازماني چارې  تر ډیر حده  د آی اس آی په لاس کې وې. د پریمانه مالي مرستو څخه چه َعرب شیخانو او غربي هیوادونو د  جهادیانو په نامه استولې، پاکستان غوړه برخه لرله. جنګ،  افغانستان خلکوته غریبي او ورانی اوپاکستانیانو ته آبادي او ثروت ډالۍ کړ.

ـ پاکستان د تروریزم سره د مبارزې په درواغجنه پلمه د امریکې او اروپا څخه او د جهاد سره د مرستې  په حیله د سعودي  او شیخانو نه په ملیاردونو ډالر تر لاسه کول. کله چه امریکې او نړیوال بانک، دا عاید ورباندې بند کړل، پاکستان  د امریکې مخالف لوري، روس او چین ته مخه کړه او طالبانو سره يې د امریکې پر خلاف جنګي مرستې چټکې کړې.  اوس، پاکستان د مینځګړیتوب تلوار لري، څو په افغاني سوله کې  خپلې دولتي ګټې  تر لاسه کړي. دا ګټې  به څه وي؟ دا  د جهاني بانک نه د کریډت د اخیستو د بندش  لیرې کول دي، دا د طالبانوپر سر تجارت دی، چه ګنې پاکستان  به يې مذاکراتو ته حاضر کاندي، د  طالبانو سازمانونه به  سوله ایز ژوند ته عیار کړي، احتمالا د دوۍ وسلې به  په بیه واخلي. د افغاني دولت نورو خواوو سره به د طالبانو د  اړیکو د کړکیچونو د حل صلاحیت تر لاسه کړي، ( یانې د سولې مدیریت ترلاسه کولو هڅه) او په دې ډول به راتلونکي  بین الافغاني سیستم کې خپله اغیزه وساتي.

د  یادوڼې وړ بولم چه د اشغال او یا حضور د کلمو د استعمال پر مبنا زیات روښانفکره  تحلیلګران سره مخالف دي. هغه چه د اشغال د کلمې تذ کر مطلق ګڼي، او د هغې پر ځای د حضور د کلمې استعمال خیانت بولي اشتباه کوي، ځکه چه:

ـ  د حضور او یا اشغال  د کلمې استعمال موجوده واقعیت ته بدلون نه ورکوي، بلکه د واقعیت تفسیر دی، چه هر یو يې د خپلې ارزونې سره کوي. یوه خوا وايي «وطن نیول شوی، دولت د اشغالګرو ګوډاګی دی،  د دولت کارکونکي د ښکیلاک مزدوران دي، که کوم شخصیت د خپل استعداد او یا  ولسي اعتبار په مټ په سیستم کې سر راپورته کړي  هغه هم  پلورل شوی دی، سیاسي ګوندونه اواجتماعي فعالین د ګوډاګي دولت جیره خواره دي ، پارلمان هم د امریکې لاسپوڅي دي، هر ډول ټاکنې باید  بایکوټ شي، هره منفعتي انکشافي پروژه د اشغال دسیسه ده» او داسې نورې سپکې سپورې د دولت او د دولتي کارکونکو په آدرس!

 داسې لیکنې د یوافراطي او انحصاري تفکر نښانه ده. دې تحلیلګرانو ته ښايي د اشغال پر ضد د آتشینو مقالو په څنګ کې، لږ څه د سبا ورځې په باب، د کمزوره کړی شوي افغاني دولت په وجود کې، د پاکستان او ایران د شومو پلانونو د خطرونو او د رنګارنګ رادیکال، افراطي مذهبي ډلو د نفوذ د مسؤلیت په نظر کې نیولو سره لیکنې وکړي.

ـ د انصاف نه لیرې خبره ده،  چه ټولو هغو وطنوالو ته، کوم چه دولت کې ملکي او نظامي دندې ترسره کوي، د اشغال جیره خورو خطاب وشي. هغه چه په سختو نا امنه شرایطوکې، د خوار ژوند د ځغملوسره وطن نه دی پری ایښی، هغه چه  د تروریزم او مذهبي افراطي ډلو، د اپینو د قاچاقبرانو په مقابله کې، د افغانستان د سرحدونو د ساتنې  په سنګرونو کې قرباني ورکوي، هغو ته د ښکیلاک مزدوران ووایو. آیا دا عادلانه خبره ده؟ څه قضاوت کوۍ، داردو افسران، کوم چه پوهیږي، د ملي اردو مصرف امریکایان ورکوي، یا انجینر چه د امریکایانو په پیسو سرک جوړوي، باید اشغال ووايي یا حضور؟

ـ لوټماران او اختلاس ګران ، د بیت المال او د خلکو د جایدادونو غاصبین خو د ګوتو په شمار دي،هغوۍ ځان د رژیم مزدوران نه بولي، هغوۍ ځان ته د رژیم باداران وايي. اکثرأ همدا باداران دي، چه خولې يې د دولت په «غوړدسترخوان کې» لاسونه يې د خارجیانو په  «کندو کې» او پښې يې په « مقاومت جبهې» او راز راز اپوزیسیوني  سازمانونو کې بندې دي، د دولت او «اشغال» پر ضد  تند او تیز شعارونه هم ورکوي.

ـ له بده مرغه ټولې هغه خواوې چه زمونږ د دولت کمزوري غواړي، غرضي او ذینفع جوانب دي،  چه په خودمختاره سیمو د افغانستان ویشل او په شمال او جنوب د تجزيې خیالونه لري، یا  د پاکستان جماعت العلما دی، چه  د ۱۸ کلو پخوا په شان، افغانستان کې د  قادیاني، وهابي، القاعده او نورو افراطي، تروریستي ځالو احیاکول غواړي، دا ټول د پاکستان او  ایران په مرسته د افغاني دولت د کمزورتیا په هڅه کې دي.

      نو ځکه متعهدو وطن پالو روښان اندو څیړونکو، د قلم خاوندانو ته په کارده، چه د سیاسي تګلارې په غوره کولو او چپو شعارونو په طرح کې د وطن او د خلکو راتلونکې په دقیقه توګه په پام کې ولري.

د حوصلې نه مو مننه کوم

محمدالله صافی

 ۲۰/۹/۱۳۹۷ (۱۰/۱/۲۰۱۹)