د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د خواشینۍ پيغام

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۹ کال د جوزا ١٢مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې دهیواد یو بل نومیالی،مسلکي او زړور جنرال (تورنجنرال ګل اقانائیبي)د ابد لپاره زموږ نه جلا سوی .

انا لله و انا الیه راجعون

روح یي ښاد اوسه!

ارواښاد تورنجنرال ګل اقانائیبي په خلکو اووطن معین اوملی ګټو ته ژمن شخصیت وو، دژوندزیاته برخه یې سیاسي مبارزی ،خلکواوهیواد ته په خدمت کې تیره کړی وه، اونه هیریدونکې خدمتونه یې هیواد اوخلکوته په میراث پریښودی دی۔

اروښاد تورنجنرال نائیبي دافغانستان دملي ترقۍ ګوند فعال غړی او ګوندي یووالی ته ژمن اودسراسری ګوند غوښتونکې وو۔

ناځوانه مرګې له وخت څخه مخکې له موږ بیل کړو .

روح یي ښاد اوسه.

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند داروښاد تورنجنرال نائیبي مرحوم  مړینه د افغانستان د سیاست ډګرته ستره ضایعه بولي او ارواښاد ته له لوي خداي پاک څخه د جنت او د هغه درنې کورنۍ غړو ته د زړه صبر او عوض غوښتنه کوی!

عبدالحی مالک

  د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د خواشینۍ پيغام

کابل – افغانستان
د ۱۳۹۹ کال د جوزا ٨مه
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د هېواد وتلي  سیاسي څيره برید جنرال محمد ولی دملي دفاع اړوند دمزارشریف ددهدادی د پوځي قطعه  پخوانې قوماندان  د ورپيښې ناروغۍ له امله له فانې نړۍ سره وداع کړي ده.
انا لله و انا الیه راجعون
روح یي ښاد اوسه!
ارواښاد برید جنرال محمدولی د افغانستان دمترقی غورځنګ فعال غړی په خلکو اووطن مین اوملی ګټو ته ژمن شخصیت وو، دژوندزیاته برخه یې سیاسي مبارزی ، اونظامی ډګرکې دخلکواوهیواد ته په خدمت کې تیره کړی وه، اونه هیریدونکې خدمتونه یې هیواد اوخلکوته په میراث پریښودی دی۔
ناځوانه مرګې له وخت څخه مخکې له موږ بیل کړو .
 روح یي ښاد اوسه.
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د مرحوم  جنرال محمد ولی مړینه د افغانستان د سیاست ډګرته ستره ضایعه بولي او ارواښاد ته له لوي خداي پاک څخه د جنت او د هغه درنې کورنۍ غړو ته د زړه صبر او عوض غوښتنه کوی!
عبدالحی مالک
  د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د خواشینۍ پيغام

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۹ کال د جوزا ٧مه

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د هېواد دمترقی  نهضت لاروی اودافغانستان دملي ترقۍ ګوند دنهمې  ګوندی ناحیه درهبری شورا فعال غړی اومبارز ملګری احمدشاه صافی د ورپيښې ناروغۍ له امله له فانې نړۍ سره وداع کړي ده.

انا لله و انا الیه راجعون

روح یي ښاد اوسه!

ارواښاد احمدشاه صافی د افغانستان دمترقی غورځنګ فعال غړی په خلکو اووطن معین اوملی ګټو ته ژمن شخصیت وو، دژوندزیاته برخه یې سیاسي مبارزی ،خلکواوهیواد ته په خدمت کې تیره کړی وه، اونه هیریدونکې خدمتونه یې هیواد اوخلکوته په میراث پریښودی دی۔ اروښاد احمد شاه صافی ګوندي یووالی ته ژمن اودسراسری ګوند غوښتونکې وو۔

ناځوانه مرګې له وخت څخه مخکې له موږ بیل کړو . روح یي ښاد اوسه.

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د مرحوم احمدشاه صافی مړینه د افغانستان د سیاست ډګرته ستره ضایعه بولي او ارواښاد ته له لوي خداي پاک څخه د جنت او د هغه درنې کورنۍ غړو ته د زړه صبر او عوض غوښتنه کوی!

عبدالحی مالک

  د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د مبارکۍ پيغام

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۹م کال د جوزا ۲مه

د کوچنې اختر د بزګو ورځو شپو په مناسبت!

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د کوچنې اختر د بزرګو ورځو شپو د رارسېدو په ویاړ ، د هېواد او ټولي اسلامي نړۍ مسلمانانو ته د زړه له کومې تودي مبارکۍ او نیکې هیلي وړاندې کوي. له خداي ج څخه غواړي روژه او عبادتونه ښه تیر شوي وي او د هغې په فضیلت د هېواد او نړۍ مسلمانانو ته سوله او هوساینه ورکړي.

د ګوند د دارالانشأ له نظره، دا اختر هم د تیرو اخترونو په څير داسې شیبو کې رسېدونکی دی چې افغانانو او د نړۍ یو شمیر خلکو د ترهګریزو بریدونو له امله ډير خواږه عزیزان له لاسه ورکړي، زیاتې میندي بورې شوي، کوچنیان – ښځې او بوډاګان په خورا وحشت شهېدان شوي. د خلکو میني، کروندي، د کسب او کار ځایونه، روغتونونه، ښوونځې، جوماتونه، تکیه خاني او نور سپيڅلې اماکن هدف نیول شوي، دیني عالمان، قومي مشران او کارپوهان په ترهګریز توګه مړه او شهېدان شوي. د دې په څنګ د کورونا وبا له کبله نږدې ۸۰۰۰ تنه په کوید – ۱۹ ویروس اخته شوي او د ۲۰۰ په شاوخوا کې هېوادوال له مینځه تللي. د قرنتین له وجې کاروبار په ټپه ودریدلی، د محتاجه خلکو شمیر ډير اوچت او د نرخ ناوي ګراف په بې ساري توګه لوړ شوی. طبي لارښوونې او اسانتیاوي زیاتې اغیزمنې نه دي، له دې درکه ویره ده چې په وبا به د اخته او تلف شوي هېوادوالو شمیر له رسمې احصائيو ډير وي. د دې ټولو مصیبتونو سربیره، د سولي له بهیر او د امریکا طالبانو له هوکړي، د بهرنیانو په اشاره سرغړونې کیږي، طالب داعش بهرنیان نه خو خپل هېوادوال په نښه کوي، په خپل مسلمان او افغان ورور جهاد او غزا روا بولې. افغان مشرانو په تیره بیا هغوي چې غواړي له دې وروسته د ټاکنو هر ډول پایله په واک کې د شریک کېدو په خاطر وننګوي، د سیاسي بحران په جوړولو سره افغانان د سخت روحي او بیلا بیلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ګوند دارالانشأ د پورتنیو ستونزو د فهرست کولو په ترځ کې غواړي، وښایي چې هېوادوالو په سختو شیبو کې روژه ونیوه، خو مخالفو وسله والو او د حکومت نومولي اپوزیسیون د افغانانو هیڅ ستونزې ته ونه کتل او په ډيره سپين سترګۍ یي خپلو وطني غیر موخو ته د رسیدو هڅه کوله او حکومت هم د یوه سم مدیریت له لارې د خلکو د مشکلاتو د حل لارې چارې ونه موندلې.

د ګوند دارالانشأ په داسې حال کې چې په هېوادوالو د راغلو ستونزو او هغې ته د حل لارو د نه موندلو او د حل مجال نه ورکولو په منفې پدیدو سخت تأسف کوي، له ټولو وطنوالو غواړي د کوچنې اختر د بزګو ورځو شپو په برکت په خپلو کې د ټينګ یووالي له لاري د ټولو هغو ډلو او اشخاصو په وړاندي کلک مقاومت پيل کړي، څوک چې د بهرنیانو په اشاره او د خپلو ناوړه موخو له پاره هېوادوال وژنې، ټولنه بحران ته بیایي، د افغانستان اوسېدونکې په ویره او تنګڅه کې اچوي!

د ګوند دارالانشأ د کوچنې اختر په ورځو شپو کې د ټولو هغو کورنیو سره چې خپل عزیزان یي له لاسه ورکړي، غمرازې کوي او خداي ج ته د دوعا لاس پورته کوي چې دا او راتلونکې اخترونه ورته د خوشالۍ، سولي او هوساینې شیبې وګرځوي، هغو ته سزا ورکړي چا چې وطنوال د غم په ټغر کینولي. د کورونا وبا څخه د طبي لارښوونو د کلک رعایت په ترځ کې خلک ژر تر ژره نجات پيدا کړي، او د ویري جوړه شوي فضا د ژوند، ارزو او باور په فضا واوړي.

یو ځلې بیا مو اختر مبارک شه.

کوچنۍ اختر مو نیکمرغه اوسه.

عبدالحی مالک

  د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

د افغانستان د ترقۍ ملي ګوند د دارالانشأ د ډاډګیرنې پيغام

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۹ کال د ثور ۱۳ م

د مرحوم عارف وزیر د شهادت اړوند:

د ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا موندلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ( پې ټې ام ) د عادلانه مبارزې د بې پایه کاروان یو بل سالار مرحوم عارف وزیر چې د خپلې کورنۍ ۱۲م شهید دی، د انسانیت، پښتنو او مسلمانانو دوښمنانو ، د سیمې د اجیرو ملیشو له خوا په غلچکې ډول خو په بې رحمۍ شهېد کړل شو . ارواښاد د علي وزیر د تره ځوي او د منظور پښتین د سیاسي مبارزې د لیکو یو فولادي شخصیت ؤ . هغه د لنډ خو پتمن ژوند په اوږدو کې په سیمه کې د استعمار ، په پښتنو باندې د پنجابې نیواک د تیریو ، د پوځ او اي اس اي د توطيو او دسیسو په وړاندې زړوره هڅه او هاند کولو .

هغه پښتنو ته، په خپلو ذرایعو او وسایلو د واک لرلو ، په خپله جغرافیه کې د انساني مدني ژوند کولو ، د نورو قومونو په څير له ښارونډي حقوقو څخه د برخه من کېدلو او د خپل اصیل فرهنګ او ثقافت څخه د ګټي پورته کولو ، د حق د ورکړي له پاره هدفمنده مبارزه کوله.

ارواښاد عارف وزیر د ارمان لوڼې او نقیب په لاره د تګ تعهد په کابل کې په هغو ویناګانو کې تازه کړو چې ویل یي هغوئ چې د طالب په جامه لرو بر افغانان وژنې، افغانستان او پښتونخوا ویجاړوي، ترهګر دي او د پاکستان د پوځ او استخباراتو د کرایي ملیشو په رول کې لوبیږي.

د مرحوم سختو نیوکو ، فعال ولسي کار ، په خلکو کې پرله پسې زیاتیدونکې اغیز پنجابۍ استعمار ، کرایي ملیشي او ترهګري مذهبي کړۍ په عوصه کړي. له دې کبله یي په پوره ناځوانۍ د پې ټې ام د نیواک ضد خوځښت اتل عارف وزیر په شهادت ورساوه.

خداي بښلی عارف وزیر د افغانستان د خلکو ستر دوست ؤ ، هغه افغانستان خپل پلرنی انګړ باله او د هغې د ابادۍ او سوکالۍ سره یي مینه درلوده. تل به یي ویل چې د افغانستان د سوځيدو او د ټولي پښتونخوا د ویجاړیدو عامل پنجابی استعمار او په سر کې یي د پاکستان پوځ او استخبارات دي.

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيرو سختو ټکو د مرحوم عارف وزیر وژل غندي او دا عمل یو بشري ضد، پښتنې ضد او اسلامي ضد عمل بولې. په داسې حال کې چې شهید ته د لوي خدایه د مغفرت او دردمنې کورنۍ ته یي د زړه صبر او عوضونو د ورکړي دوعا کوي،  د افغانستان په ټولو هېوادنیو ډموکراتیکو سیاسي مدني ټولنو ، د بشر د حقوقو په سازمانونو او د ملګرو ملتونو په سازمان غږ کوي چې له ټولو لارو چارو د پاکستان په ترهګر حکومت او پوځ زور واچوي چې د مرحوم عارف وزیر قاتلین پيدا او د نړیوال عدالت منګولو ته د سزا لېدو په خاطر وسپاري او پاکستانۍ حکومت مجبور کړي چې د ارواښاد کورنۍ د نورو ټولو غړو امنیت خوندي کړي او د رسېدلي ظایعې له امله یي د کورنۍ غړو ته تاوان ورکړي. همدارنګه پاکستان مجبور کړي چې د پې ټې ام د مدني غورځنګ د فعالینو او غړو حفاظت وکړي، ټولو کړي نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او د پښتون ژغورنې غورځنګ عدالت غوښتونکې داعیي ته درناوی وکړي.

انا لله و انا الیه راجعون

عبدالحی  مالک  د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس