شعرونه
سمه په انډول جگړه ده دلته هم افغان وژنی*
هلته هم افغان وژنی سوات؛ وزيرستان وژنی*
ما وژنی او تا وژنی ټول یی لو لپه کړلو
ډرون مو له هوا وژنی او لاندی یی په چاړه کړلو*
لوی افغانستان وژنی کابل او پیښور وژنی*
پاس راته پامیر وژنی او لاندی مو خیبر وژنی*
گوره چجه ږیرو ته فاریاب وژنی قندوز وژنی*
جومات وژنی حجره وژنی سندری او نوروز وژنی*
د مارچ ۱۴م اوسلو
* یو بل شعر*
زمونږ دوطن هره دره ډکه د مارانو شوه*
ځاله دکربوړو شوه؛هډه دلړمانو شوه*
دلته اوسیدنه دجهنم په اور سیزنه شوه*
دلته خو هستوگنه دخیرنو داغشیانو شوه*
دلته دزانگو نه د ماشوم وینی راتوی شولی*
دلته پادشاهی دجهادیانو قاتلانو شوه*
هغه دی هلمند ژاړی شینډنډ په کو کو وژړل*
هلته ناوی کو نډي سیمه پاکه له ځوانانو شو*
یوخوا بی پیلوټه ډرون بمبارد دی هوا بنده ده*
بل خوا ته انگار انگار همدا د سکرکنده ده*
ای گرانه وطنه دجهنم د دری تاج شولی*
ټوله هدیره شوی دنامردو دتاراج شولی*
اور یی درکی بل کړ خپلی گټي لټوی در کی*
ټولی میندی خویندی او پلرونه ژړوی درکی*
۱۴مارچ ۲۰۱۶
|
Category Archives: ارشیف
دافغانستان دملي ترقۍ ګوند دغمشریکې اوډادګېرنې پیغام !
په ډيرى خواشينى سره خبرشوو ،چى د پکتیکا ولایت دروندسیاسي او مخور قومي مشر الحاج رازمحمد ځدراڼ د ور پيښي ناروغى له امله په حق رسيدلى دى ـ اوله دى فانى نړى سترګى پټي کړى ۔
انالله و انا اليه راجعون
دافغانستان دملي ترقۍ ګوند ، دارواښاد درنى کورني ، خپلوانو ،ملګرو او دوستانو ته دخواخوږى اوتسليت مراتب وړاندى کویاودغه سترغم کې ځانونه ورسره شریک ګڼې ـ
او د لوى خداى ج ، له درباره حاجى صاحب ځدراڼ ته ، جنت الفردوس ، د ارواښاد درنى کورني، خپلوانو ،دوستانو اود لويې پکتيا درنو ولسونو ته دزړه جميل صبر غوښتنه کوی۔
روح ښاد اویاد تل پاتې وی
دافغانستان دملی ترقۍ ګوند
دتبلغ اوفرهنګ کمیسیون
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د خواشینۍ پيغام
|
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۹ کال د جوزا ١٢مه
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې دهیواد یو بل نومیالی،مسلکي او زړور جنرال (تورنجنرال ګل اقانائیبي)د ابد لپاره زموږ نه جلا سوی .
انا لله و انا الیه راجعون
روح یي ښاد اوسه!
ارواښاد تورنجنرال ګل اقانائیبي په خلکو اووطن معین اوملی ګټو ته ژمن شخصیت وو، دژوندزیاته برخه یې سیاسي مبارزی ،خلکواوهیواد ته په خدمت کې تیره کړی وه، اونه هیریدونکې خدمتونه یې هیواد اوخلکوته په میراث پریښودی دی۔
اروښاد تورنجنرال نائیبي دافغانستان دملي ترقۍ ګوند فعال غړی او ګوندي یووالی ته ژمن اودسراسری ګوند غوښتونکې وو۔
ناځوانه مرګې له وخت څخه مخکې له موږ بیل کړو .
روح یي ښاد اوسه.
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند داروښاد تورنجنرال نائیبي مرحوم مړینه د افغانستان د سیاست ډګرته ستره ضایعه بولي او ارواښاد ته له لوي خداي پاک څخه د جنت او د هغه درنې کورنۍ غړو ته د زړه صبر او عوض غوښتنه کوی!
عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د خواشینۍ پيغام
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د دارالانشأ د خواشینۍ پيغام
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۹ کال د جوزا ٧مه
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د هېواد دمترقی نهضت لاروی اودافغانستان دملي ترقۍ ګوند دنهمې ګوندی ناحیه درهبری شورا فعال غړی اومبارز ملګری احمدشاه صافی د ورپيښې ناروغۍ له امله له فانې نړۍ سره وداع کړي ده.
انا لله و انا الیه راجعون
روح یي ښاد اوسه!
ارواښاد احمدشاه صافی د افغانستان دمترقی غورځنګ فعال غړی په خلکو اووطن معین اوملی ګټو ته ژمن شخصیت وو، دژوندزیاته برخه یې سیاسي مبارزی ،خلکواوهیواد ته په خدمت کې تیره کړی وه، اونه هیریدونکې خدمتونه یې هیواد اوخلکوته په میراث پریښودی دی۔ اروښاد احمد شاه صافی ګوندي یووالی ته ژمن اودسراسری ګوند غوښتونکې وو۔
ناځوانه مرګې له وخت څخه مخکې له موږ بیل کړو . روح یي ښاد اوسه.
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د مرحوم احمدشاه صافی مړینه د افغانستان د سیاست ډګرته ستره ضایعه بولي او ارواښاد ته له لوي خداي پاک څخه د جنت او د هغه درنې کورنۍ غړو ته د زړه صبر او عوض غوښتنه کوی!
عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس