د پردو نامردي او افغان برخليک

حکيم روان

سياست انسانيت ،عاطفه ، دوستی ، ځوانی او غيرت ، شرم او حياء نه پيژنی . سياست د ګټو په چوپړ کې دی. خو افغانان سياست ته په بله سترګه ګوري . د ځينو پاکو او شريفو انسانانو له نظره سياست ډېره يوه پاکه او شريفانه بوختيا ده چې که رښتينوالی پکې وي ، خلکو او انسانانو ته يې لوی خير رسيږي . دا خبره رښتيا ده . ځينې نور بيا سياست پاکو او ناپاکو موخو ته د رسيدو له پاره د درواغو ، رښتياؤ ، چل او فريب يوه ګډوله بولي . خو رښتيا خبره داده چې سياست د ګټو تابع وي .
له يوه لوړپوړی امريکايي چارواکی څخه يوه افغان ژورناليست پوښتنه وکړه چې :« ستاسو له نظره تروريستان څوک دی؟» هغه په ځواب کې ورته وويل چې : « تروريستان هغه څوک دی چې پر امريکايي موخو او ګټو بريدونه کوي » . ژورناليست بيا وپوښتل چې:« هغه طالبان چې د ملکی افغانانو په منځ کې انتحاری بريدونه کوي ، ستاسو له نظره تروريستان دی او کنه ؟ » لوړپوړی امريکايي وويل : « نه ، يواځې هغه څوک تروريستان دی چې په امريکايي موخو بريدونه کوي .»
هغه طالبان چې په افغانستان کې جګړه کوي او افغانان وژني ، ښوونځي سوځي ، پلونه آلوزوي ، په لارو کې بمونه ښخوي ، له پنجاب او آی اس آی سره راشه درشه ، معاملې او حساب کتاب لری ، د پاکستان له نظره هغه «ښه طالبان دي» . ځکه افغان وژنه او د افغانستان تباهی د پاکستان په ګټه ده . دې طالبانو ته پاکستان پيسې او وسلې ورکوي ، مشورې ورکوي ، زخميان يې تداوي کوي ، اکمالات ورته کوي ، طالبان ورته روزي او هر ډول ممکنه مرسته ورسره کوي . ددې ډول طالبانو سره مرسته د افغانستان د تباهۍ سره مرسته ده . خو د افغانانو له نظره دپاکستان «ښه طالبان» تروريستان دي ، ځکه افغانان وژني او د پاکستان د خوښې سره سم د افغانستان ګټو ته زيان رسوي .
امريکا او پاکستان دواړه د طالبانو په هکله مساعد او مثبت نظر لري . داسې به يې فرض کړو چې د ننګرهار د خيوا او د کابل د دشت برچی پر شفاخانه بريدونه د طالبانو د ادعا سره سم دوی نه دی کړي . د چارراهی قمبر بريد چا کړی دی ؟ د شاه شهيد بريد چا کړی دی ؟ پر چارصد بستر بريد چا کړی دی ؟ پر کانتيننتل بريد د چا وه ؟ د ننګرهار په هندوانو بريد د چا وو ؟ د هند پر سفارت دوه ځلې بريد د چا وو ؟ او سلګونه نور خونړی بريدونه چا کړيدی ؟ ددې ټولو مسؤليت طالبانو منلی دی دا دوه اوني د مخه د غور او هرات نښلوونکی لوی پل چا والوازاوه ؟ د مچلغو د بند ساتونکی خان ولی چا په توپ والوزاوه ؟ امريکا طالب ته تروريست نه وايي ، هسې لکه چې اسرائيلو ته متجاوز نه وايي ! طالب به ولې تروريست وي چې د ميرمن کلينټن په خبره د (امريکا کښت) وي ؟ کله چې تروريست طالب د بلايک واټر رول لوبوي ، نو بيا خو د امريکا قهرمان بلل کيږی ، نه تروريست . همدا طالبان ، ملاعمر، حقانی ، ربانی ، حکمتيار د پاکستان د ولسمشر مشرف «هيروګان» هم دي. د نصرالله بابر او جنرال حميدګل نه هم ښه پاکستانيان دي . نو چې داسې ده شاغليه ټرامپه، بلايک واټر دې د ځان سره بيايه او مشرفه ، ستا «هيروګان» د افغانستان د پاره نامردان دی، پر افغانستان يې مه تپئ او په لاهور کې يې د هيرا منډايي مديران مقرر کړه .
تر هغو چې طالبانو د آی اس آی د غاړوندي د پاسه د سي آی اې غاړوندۍ غاړې ته نه وو اچولی ، طالبانو ته امريکا تروريستان ويل او له هغه وخته چې آی اس آی د سي آی اې غاړوندی هم د طالبانو غاړې ته ور واچاوه ، تروريست طالبان د سولې په کوترو بدل شول او اوس امريکا په بربنډې بې شرمۍ او ناځوانۍ سره پر افغان دولت «ستراتژيک دوست» فشارونه واردوي تر څو پنجابی-طالبی او امريکايي ناروا غوښتنو ته غوږ کيږدي . پر حکومت د خپلو غلاګانو شريکان تحميلوي ، تر څو حکومت ويش او کمزوری کړي او د پنجاب-طالب او امريکا سناريو ور باندې ومني .
د پنتاګون وياند توماس کمپل وايي : « چون افغان حکومت خپلو ځواکونو ته د بريدونو امر وکړ، مانا دا ده چې کابل د سولې د پاره اراده نه لري » . د طالبانو بريدونه د سولې د پاره اراده ده ؟؟؟ خو د افغان دولت بريدونه د جنګ اراده ده !!! دا څنګه يو بام او دوې هواوې ؟؟؟ کمپل هيروي چې افغان حکومت مکلف دی چې د امريکا، طالبانو او پنجاب د ګډو توطئو مخه ونيسی او مکلف دی چې د تروريستانو په وړاندې د خپل ولس ساتنه او دفاع وکړي .
له دې بی ماغزو يانکی نه بايد پوښتنه وشی چې ، دا افغان ولسشمر دی چې په وار وار طالبانو ته د اوربند وړانديزونه کوي او که طالبان ؟ دا کابل پر طالبانو بريدونه کوي او که ستاسو له کاپيتولاسيون نه وروسته پوره دوه نيمی مياشتی په پرلپسې توګه طالبان پر افغانانو بريدونه کوي ؟ افغان دولت د طالبانو دکوېټې يا پېښور پر شورا بريد کړی ، يا يې په دوحه کې بريد کړی ، که طالبانو په کابل ، جلال آباد او ګرديز تروريستی بريدونه کړيدي؟؟؟
خليلزاد وايي: که افغان حکومت او طالبان يو ځای د تروريستانو پر ضد سره همکار نه شی ، په افغانستان کې به بې ثباتی دوام ولري . دا رښتيا ده ، څو امريکايي عدالت په نړۍ کې وي ، په نړۍ کې به بې ثباتی دوام ولري. ا فغان حکومت تروريست نه دی چې د طالبانو سره همکاری وکړي . د طالب سره د افغان حکومت همکاری هغه وخت ممکنه ده چې طالب له ترور او وحشت نه لاس واخلي .
ښاغلی خليلزاد ! د افغانستان د بی ثباتی لومړی عامل ته ، بيا ستا پنجابی نوکر او بيا ستا د نوکر نوکر طالب دی .
ښاغلی خليلزاد ! افغانان د طالبانو ، داعشيانو ، القاعدې ، چيچنی، ازبکی، تاجيکی، ايغوری تروريستانو له خوا وژل کيږی او ستاسو له خوا ګواښل کيږي ، اجازه ده له تاسو وپوښتو چې ستاسو تر منځ مشترکه وجه څه ده ؟؟؟ مونږ په هر څه پوهيږو !
ښاغلی خليلزاد ! د افغان دولت سره ستاسو ستراتيژيک تړون په ستراتيژيکه نامردۍ واوښت ، د طالبی بلايک واټر سره به په کوم ډاډ سره همداسې ونه شی ؟ افغانانو ته پردو پوره درسونه ورکړل او د دې درسونو په بنياد بايد خپل برخليک په خپله وټاکي .
افغانانو ! د افغانستان د بقاء او د نيابتی جګړې د مخنيوي ، سولې او امن د راګرځيدو د پاره د مرګ او ژوند جګړه دوام لري . په دې جګړه کې برئ د هرې بلې جګړې په څېر بی له شکه د افغانانو دی خو د بری لومړی او اساسی شرط د افغان ملت بيداری او اوسپنيز يووالی دی .
تل دې وي افغانستان !

 

پې ټې ام لوي سیمه ایز غورځنګ

ليکونکې نور وهاب څپاند42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

د پښتون ژغورنې يا پې ټې ام غورځنګ په ۲۱ مه پيړۍ کې ستر سیمه ایز غورځنګ دی. دا جنبش تولنیز ، فرهنګي او سیاسي تګلوری لري، چې په سیمه کې تر اوسه د چلیدلې غورځنګونو په پرتله د خپلې زمانې یو نوی ډول جنبش دی. له دې کبله په دې غورځنګ کې اجتماعي فرهنګي ټولني ، شخصیتونه او سیاسي ملتپال، مذهبي، ډموکراتیک ګوندونه، حرکتونه، ګروپونه ملي څيري، د ښځو ، ځوانانو او راز راز اصنافو استازي ګډون لري او د ټولي پښتونخوا او د پاکستان په ښارونو کې د پرتو پښتنو د مدني سیاسي حقوقو د اعادې له پاره په پوره هوښیارۍ زړوره مبارزه کوي. دا جنبش په افغانستان او د نړۍ په هغو هېوادونو کې چې پښتون میشتې ټولني لري ډير مینه وال، خواخوږې او فعالان لري. لکه څرنګه چې دا غورځنګ په سیمه کې زیات مشهور شوی، په نړیواله کچه یي مناسبه پيژندګلوي تر لاسه کړي، له دې کبله په پې ټې ام د تیریو او هغې ته د ځانې او معنوي زیان اوښتنې له امله د بشر نړیوالو سازمانونو او نورو ورته بین المللې ټولنو مرستې ته رادانګلي او د پاکستان مظالم یي د پښتون ژغورنې جنبش په هکله د دونیا د خلکو غوږونو ته رسولي او پاکستان یي تر فشار لاندې نیولی.

پې ټې ام د پښتونخوا او پاکستان د سترو ښارونو د پښتون میشتو ټولنو په تیره بیا د وزیرستان د ستراتیژيکې سیمې د دردمنو او غمزپلو اوسیدونکو له مینځه د خودجوشه جنبش په توګه سر را اوچت کړی او ټول پاکستان، افغانستان او نړۍ کې خپور شوی دی. د غورځنګ د دوه کلونو شاوخوا عمر په موده کې د دغه ټولنیز فرهنګي سیاسي جنبش په سلهاؤ مشران او غړي لکه محسن داوړ ، علي وزیر او نور رټل شوي، ګواښل شوي او بندیان شوي او په لسهاؤ غړي او مشران یي لکه نفیب، ارمان لوڼي او عارف وزیر په زیاته بې رحمۍ شهیدان شوي دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین چې یو تحصیل یافته، کرازماتیک ځوان مشر دی، څو ځلې ګواښل شوی او زندان ته هم لیږدول شوی دی. هغه په خپلو ویناګانو کې پښتنو ته له پيړیو په ځانګړې توګه په تیره یوه نیمه پيړۍ کې د پيښو مسألو یو دقیق تاریخي انځور وړاندي کړی او د پښتون وژنې په هغه تسلسل یي رڼا اچولي چې د فرنګي له زمانې پيل شوی او د پنجابي په واکمنۍ کې یي ډير پيچلی او زړه بوګنونکی صورتحال خپل کړی دی. منظور پښتین او ملګرو یي د پښتنو له صنفي غوښتنو پيل کړی او د هغوئ د سیاسي حقوقو تر تروړلو پوري په ډيره ساده اما له محتوا ډکو خبرو ، مرکو او ویناګانو کې هغه څه راسپړلي او بیان کړي چې د پښتون ټټر پرې یخیږي او په اوریدو یي د دښمن زړه چوي! هغه په خپلو خبرو کې څرګنده کړی چې د پاکستان په جوړیدو سره له پښتنو هر ډول حقوق اخیستل شوي او د پنجاب د ابادۍ په پار ویره ده چې هغوئ له خپلو مینو او کورونو لا وشړل شي! د پښتنو د صنفي غوښتنو څخه د پې ټې ام دفاع د پاکستان پوځ او استخبارات په ډير شتونزمن موقعیت کې ودرولې دي. که د هغوئ صنفي غوښتني منې پنجاب خپله واکداري او د بل په ذرایعو د اوسیدو واک له لاسه ورکوي او که یي غوښتنو ته شا کوي د پښتنو ، بلوڅانو او سندیانو د کلک مقاومت سره مخامخ کیږي او د پاکستان لرزان فدرالي جوړښت پاشل کیږي. له دې کبله د پې ټې ام مبارزه د پښتونخوا، افغانستان او د ستم لاندي ولسونو له پاره زیات اهمیت پيدا کوي. افغانان باید پوه شي که د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه رنګ راوړي بیا به د پاکستان پوځ او استخیارات د دې وړتیا ونه لري چې خپلو موخو ته د رسېدو له پاره طالب، داعش او نورو ترهګرو ډلو ته ډګر پرانیزې چې د پښتونخوا او بلوچستان په سینه له پرتو لارو هغوئ د بریدونو په نیت افغانستان ته دننه باسې، د نیابتې جګړي بستر د تل له پاره تود وساتې، د ترهګرۍ د صدور او خرڅلاؤ بازارونه د مدرسو په بڼه پرانیستې پریږدي او د افغانستان وروڼو قومونو او بیلا بیلو مذهبي، سیاسي ټولنو ، ډلو او اشخاصو تر مینځ يووالی او همغږې چې د بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي لوي لامل دی د اوس په څير وګواښوي. پې ټې ام په پښتونخوا ستره اغیزه ښيندلي، اوس پښتانه د ځانونو د انفرادې دفاع پر ځاي ډله ایزې دفاع ته ډير اهمیت ورکوي، د خپلو ورکو ، بندیانو ، تر ګواښ لاندي او شهید کړل شوي عزیزانو پوښتنه ګرویږنه کوي، د هغوئ اړوند اواز اوچتوي، د پوځ او استخباراتو واقعي څيره خلکو ، نړۍ او بشر حقوقو مدافع سازمانونو ته بربنډوي. دغه زړور فعالیت د پاکستان د نورو قومونو په مینځ کې د پښتنو اعتبار پورته بیولی. د یو لړ بریالیو غونډو په جوړولو سره چې ښځو او ځوانانو په کې فعاله برخه درلودله او د غورځنګ مشرتابه یي د مخته بیولو چارې ښې مدیریت کولي، د پښتون ژغورنې غورځنګ په سر کې منظور پښتین او نور ملګري يي د عالي فرهنګ لرونکې معرفې کړي او خلک پې ټې ام ته دمګړۍ د فرهنګي لوړې کچې لرونکې جنبش په سترګه ګوري او پرې باور کوي.

د غورځنګ د جمعي او انفرادي غړو بسپني چې په خپله خوښه د جنبش په پته راټولیږي او د ځانګړي شفاف میکانیزم لاندي په مصرف رسیږي د هغې مالي سرچینه جوړوي. دغه ټکې غورځنګ ته پراخه خپلواکې ورکړي چې په ازادانه ډول تصمیمونه ونیسې او په خپله مرزۍ هغه پلي کړي. له دې کبله په ټوله پښتونخوا کې پې ټې ام د یوه ملي جنبش څيره خپله کړي ده.

د غورځنګ د اهمیت، اړتیا او ښيندلې اغیز په څنګ کې پاکستانۍ پوځي او استخباراتي اژدها تل هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې جنبش په خپله خوله کې وساتې او هره شیبه چې یي زړه وي ورته یو نیش ورکړي. څرنګه چې پاکستان یو فطري هېواد نه دی، د اسلام په نامه یي ځانته یو کاذب هویت ورکړی او په دې ډول د پنجاب په ګټه پښتانه، بلوڅ ، سندیان او نور د ځان حصه بولي او د هند او افغانستان د خطر په پلمه پوځ او اي اس اي په اسلامي ایدیولوژيک سوچ روزې او پنجابی ناسیونالیسم د اسلام په پرده کې نغاړي او هغې ته خدمت کوي. په حقیقت کې پنجابیان د اسلام په تیره بیا د هغې د ایدیولوژيک سوچ پابندې نه کوي اسلام په پښتنو او نورو قومونو ساتې او خپله له مدني عصري ژوند څخه ژور خوند اخلي. له دې جوتیږي چې نن سباپې ټې ام د سیمې د ستر مکار ځواک سره په نابرابره زور ازمایئ کې ښکیل شوی دی. زورونې، ګواښونه او وژنې روانې دي، خو د ایپي فقیر ، باچاخان او خان شهید د عدم تشدد فلسفه او لاره چې په ۲۱ مه پيړۍ کې په نوي شکل د پښتون ژغورنې غورځنګ نیولي د پښتانه د اواز اوچتولو معقوله او پر ځاي لار ده. د مبارزي دا ډول بڼه د انګریز د میراث خواره پنجابي او د هغه د دوزخي پوځي او استخباراتي دیکتاتورۍ رسوا کولو او پرزولو له پاره عملي هڅه بللی شو. مکار ، فاسد او څو مخی دوشمن د پوهي، تعقل او سړو مغزو په کارولو سره چې د نړۍ ملاتړ خپل کړي، په ګونډو کېدلی شي. له دې کبله په نننیو سختو شیبو کې په تشکیلاتي، مالي او د عملکرد په برخو کې داسې مشوري ورکول چې پې ټې ام د شته ګواښ په وړاندي د عدم تشدد دریځ، خپلواکۍ او د څو بعدیزي مبارزي د سمت نیونې په کار کې له شک سره مخامخ کړي مناسبه کړنه نه ښکاري. له دې کبله د افغانستان دننه د پې ټې ام مینه والو د واحدونو مسؤلیت هغه شخصیتونو ته سپارل په کار دي چې د سیمې او پښتونخوا په تاریخ او ورځنې ژوند کې بلدتیا ولري او په بهر کې هغوئ د پښتون ژغورنې د مینه والو د واحدونو مشرتوب وکړي چې د پښتونخوا سره تعلق ولري جغرافیه یي ورته سمه مالومه وي، د هغې ځاي په تاریخ، دودونو او ملي مبارزو یي سر خلاص وي. هر څومره چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو مالي امکاناتو متکې وي، هغومره به یي د نظر او عمل استقلال خوندي پاتې شي. تجربو ښودلي د بل په مالي امکاناتو او نظریاتې ټولګي تکیه کول، که ډير اصیل جنبش هم وي له خپل ټاټوبې او خلکو پردې کېدلی شي!!!

نظریاتې ټولګي نړیوال معنوي ارزښتونه دی چې د عامو توکو څخه یي د هېوادونو خلک د خپلو شرایطو سره ګټه اوچتولی شي، خو دا به عملي نه وي چې یوه نظریاتې ټولګه دې د ټولو مشخصاتو سره کټ مټ د نورو هېوادونو د خلکو د پراتیک ډيوه وګرځې. له پورتنیو ټکو نتیجه اخلو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په زیات مقدار کې له موږ د ټولنیز ، فرهنګي او سیاسي پایښت لرونکې ملاتړ تمه لري، نه د حکومتونو او د هغوئ د چغلګرۍ ادارو له حمایت څخه!!! هر څومره چې د هېواد او نړۍ وطنپالونکې ګوندونه، مدني ټولني، ملي وتلي علمي، فرهنګي، ټولنیزي څيري، د پارلمانونو غړي، بشرپال د خیر ښيګڼي سازمانونه او د ملګرو ملتونو اداري د پې ټې ام خوا ونیسي او په تنګڅه کې یي ملاتړ ته راودانګې زیات اهمیت او ټاکونکی ارزښت لري. د اغیز لرونکې حمایت د تر لاسه کېدو له پاره فعاله او هر اړخیزه مبارزه په کار ده چې د پې ټې ام په هکله د زیاتو او کره مالوماتو د حاصلولو اړتیا ایجابوي. که هدف د پې ټې ام له پاره د اړین ملاتر حاصلول وي، د هغې په برنامه، ټولنیزو ، فرهنګي او سیاسي فعالیتونو بلدیدل، دروانو هڅو په وړاندې د پرتو ستونزو سم درک کول او هغه په پوره مهارت په نړیوالو او سیمه ایزو ستیجونو داسې مطرح کول چې له یوه پلوه د درک وړ وي او له بله پلوه اړین حمایت خپل کړي، عملي لار بلل کیږي.

په پاي کې یو واري بیا ویلی شو چې پې ټې ام یو لوي سیمه ایز غورځنګ دی چې د ۲۱ مې سدۍ د تاؤ تریخوالي غیر مبارزه او غورځنګ یي پیل کړی، ټولنیز فرهنګي او سیاسي تګلوری لري، د پښتنو د صنفي غوښتنو نیولې تر سیاسي حقونو حاصلولو پورې هڅه او هاند کوي، په مالي لحاظ په خپلو امکاناتو تکیه کوي، د پښتونخوا د ملي مبارزو او تاریخ څخه په الهام ورځنې پراتیک کې د لاسته راغلي تجربو او نظریو ټولګه خپل نظریاتي اساس ګڼې او د هغې پر بنسټ فعالیتونه کوي. په پام کې لري چې د افغانستان او نړۍ د سیاسي مدني ټولنو ، شخصیتونو ، پارلمانونو ، د بشر خیر ښیګڼې او نړیوالو ادارو او نهادونو ټولنیز ، فرهنګي، سیاسي هر اړخیز ملاتړ تر لاسه کړي.

هیله ده زموږ د هېواد او نړۍ ټولنیز فرهنګي او سیاسي محافل د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدالت غوښتنونکې مبارزي ملاتړ ته ودانګې او په دې سختو شیبو کې د پاکستان د تیریو په وړاندي د جنبش د تاوتریخوالي غیر هڅو له انساني دریځ څخه متمدنه نړۍ خبره کړي چې پاکستانی پوځ او استخبارات د پښتنو د جینوسایډ څخه ډير ژر لاس واخلي.

 

طالبانو سره يوه دوې خبرې !

حکيم روان

هر څوک خبر دي چې طالبانو بالاخره د امريکا سره جوړجاړی وکړ . طالبان نور پر امريکا بريدونه نه کوي . له طالبانو مې پوښتنه دا ده چې خدای تعالی (ج) انمالامريکائيون اخوت ويلی دی ، که انمالمؤمنون اخوت يې ويلی دی ؟؟؟ تاسو د امريکايي وروڼو سره جوړه وکړه ، خو د افغانانو وروڼو سره جګړې ته دوام ورکوئ . دا په داسې حال کې ده چې افغانان هم افغانان دی او هم مسلمانان او تاسو هم ځانونه افغانان بولی او هم مسلمانان . نو بيا تر منځ دا جګړه ولی؟

 طالبانو! تاسو به ويل چې مونږ د افغانانو سره هېڅ جنجال نه لرو ، زمونږ د جګړې اصلی موخه په افغانستان کې د امريکائيانو اشغال دی . ښه اوس چې تاسو د اشغال سره جوړه وکړه ، نو دا افغان وژنه ولې او د څه د پاره ؟

تاسې واياست چې جګړه ځکه کوی ، چې د امريکا سره د توافقنامې خلاف افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بنديان نه خوشی کوي . آيا ستاسو سره افغان حکومت ژمنه کړي وه چې اوس د ژمنې خلاف بنديان نه خوشی کوي ؟ ښه طالبانو ! نو تاسو خو توافقنامه د امريکائيانو سره لاسليک کړيده او هغو تاسو سره د ۵۰۰۰ بنديانو د خوشی کيدو ژمنه کړی او تر اوسه يې نه ده عملی کړي ، نو ولی پر امريکائيانو بريدونه نه کوئ ؟ او ولې پر افغان سرتېرو بريدونه کوئ ؟ طالبه که ته مسلمان يې ، نو تاته کوم اسلام په روژه ماتی د ناستو افغان سرتېرو د وحشيانه وژلو اجازه درکوي ؟ طالبه که ته مسلمان يې ، تا ته کوم اسلام د تراويح په لمانځه د ولاړو مسلمانانو د وژلو اجازه درکوي ؟ طالبه که ته مسلمان يې ، تا ته کوم اسلام د افغان مسلمانو سرتېرو د وژلو او بيا سوځولو اجازه درکوي ؟ ښه مسلمانی خو په شک کې وه او په شک کې ده !!!!! خو طالبه که ته افغان يې نو افغان سرتېري خو افغان وطن ساتي ، نو ته هغه ولې وژنې ؟ بيا که تاسو په رښتيا سره د طالب بنديانو خوشی کيده غوښتل ، نو بنديان خو د افغان حکومت سره وو ، چې اوس يې د افغان حکومت څخه خوشی کيده غواړئ ، نو تاسو ولې د امريکا پر ځای د افغان حکومت سره توافق نه کاوه ؟ او ولې تر ننه په هماغه خره سپاره ياست چې د افغان حکومت سره خبرې نه کوئ ؟

طالبانو تاسې واياست چې مونږ د مختلفو سياسی ډلو سره خبرې کوو ، خو د افغان حکومت سره نه ؟؟؟ له امريکا سره مو چې خبرې وکړې ، پايله يې دا شوه چې اوس امريکائيان کرار ناست دی او ستاسو د افغان وژنې ننداره کوي . په دې پلمه افغانان وژنۍ چې حکومت بنديان نه خوشی کوي . بيا به د ځان په شان ډلو سره د خبرو وروسته افغانان وژنی چې افغان حکومت د چورګرو، مفسدو ډلو دغه ژمنه نه عملی او هاغه ژمنه نه عملی کوي . طالبانو ! په افغان وژنه او مسلمان وژنه کې تاسو څه ثواب ليدلی دی ؟

 ګورئ طالبانو! تاسو هم ځان غولوئ هم جهان غولوئ . ستاسو په وړاندې افغان حکومت ولاړ دی ، هوايي خبرې مه کوئ او تر څو چې د افغان حکومت سره خبرو ته ناست نه ياست ، هم به تاسو وژل کيږئ او هم به بی ګناه ملکی مسلمانان او افغان سرتېري وژل کيږي . په خپل لاس خپل مټ او وزر مه پرې کوئ ، د پردو خبرې پرېږدئ ، د خپل کور جنجال او شخړه په کور کې حل کړئ . ستاسو جګړه ستاسو د ځان ، ستاسو د کور (افغانستان ) او ستاسو د ورور په زيان ده ، ګټه يې ستا د سر او مال دښمنانو پنجابيانو ، ايرانيانو او نورو ته رسي .

طالبانو !

 د خدای (ج) روی ته وګورئ چې د اوربند په اړه د عقل او وجدان غږ ، د اسلاميت او افغانيت غږ او د افغان ولسمشر دوکتور محمد اشرف غنی غږ واورئ ! د سولې د پاره د افغان ولس هيلو ته ځواب ورکړئ !

 له وژنو لاس واخلئ ! له خدايه وويريږئ ! له جګړو ځپلي افغان ولس او د جګړو د لاسه د وږو، تږو ، کونډو ، رنډو او يتيمانو له لښکرو وشرميږئ ! چوکيو او اقتدار ته د رسيدو د پاره د مسلمان افغان ولس له وژنو لاس واخلئ ! او د جګړې او وينو تويولو د مخنيوي د پاره د افغان حکومت سره له پلمو پرته ژر تر ژره کېنئ ، تر څو څلوېښت کلنه غميزه پای ته ورسيږي !

انمالمؤمنون اخوت ، فاصلحو بين اخويکم .

 

پاکستان او د ترور جواز د

حکيم روان
پښتون ژغورنې د غورځنګ د مخکښ غړی عارف وزير وحشيانه ترور خونخوارې آی اس آی ځکه سرته ورساوه چې د امريکا د متحده ايالاتو شنه چراغونه يې وليدل . د پنجاب مزدوره واکمنی د امريکايي بادار په زور ټوپونه وهي . د پنجاب فاشيستی نظاميګران د اسرائيلی صهيونيسم وروڼه دی. اوس چې د امريکا چراغونه تروريست پاکستان ته شنه دي ، د پاکستانی ترور په وينو لړلی څپې به بيا سيمې او هېوادونه وځپي . د عارف وزير وينې لا وچې شوی نه وې چې د پنجاب ګورنر وويل چې: « د افغانستان استخباراتو غوښتل ، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين ترور کړي .» د پښتون ژغورنې غورځنګ ځوان او اتل مشر د ( لر او بر يو افغان ! ) په ملکوتی ناره د پنجابی غلام زړه په نښه کړی دی . که چيرې دافغانستان وار راشی ، بيله شکه به د منظور پښتون په شان، افغان دښمنه او شيطانی پنجابی اداره په نښه کړي ، نه خپل غيرتی بچيان . د پنجاب د ګورنر د دې خبرې مانا داده چې له يوې خوا غداره آی اس آی غواړی د خپلو ککړو لاسونو نه بښونکی او نه هيريدونکی جنايات پر نورو ور تاوان کړي او له بلې خوا داړونکی آی اس آی د دې تورونو تر تورې پردې لاندې نورو وينو تويونو او خپلو بشری ضد جناياتو ته لاره خلاصه کړي . پاکستان د تروريستو طالبانو د ايجاد مجوز هم له انګريزی استخباراتو ، عربی سړيخورو او امريکايی ترهګر روزونکو تر لاسه کړی وو . په خپل سر پنجابی غلامان خپله ککړه پوزه هم پاکولای نه شي .
زمونږ ويشلی نړۍ په مختلفو ډولونو او دلايلو سره ويشلی ده ، خو د افغانانو په ځانګړی توګه د پښتون قوم د ارادې په ماتولو کې سره متحده او يو موټۍ شويده . خو تجربو ښودلی ده چې ټوله نړۍ د افغان ولس د آزادی غوښتنې نه ماتيدونکی اراده نه شی قابو کولای .
اوس بايد افغانان او په ځانګړي توګه پښتانه د نړۍ د هېوادونو او ملتونو تر منځ خپل مقام ، موقف او دريځ تشخيص کړي . د مسلمان په نوم شيطان تروريستان د فلسطينی جنوسايد ( نسل وژنې ) او د برما د روهنګيه مسلمانانو د جنوسايد نوم په خپلو مردارو خولو نه آخلی ، خو د افغانانو په ځانګړي توګه د پښتنو وينې بې دريغه تويوي .
زما غيرتی ملګري هنر «غيرت» د ځوان عارف وزير د وحشيانه ترور له کبله د ماتم تور بيرغ پورته کړئ ، تر څو په دې توګه ددې بګنوونکی جنايت غندنه وکړي ، خو له نيمې پيړۍ په زياته موده کې مونږ ماتمونه کوو ، زمونږ د وينو او بلهاريو ، زمونږ د شهيدانو ، يتيمانو ، پيغلو کونډو او بورو ميندو چا پوښتنه ونه کړه او داسې ښکاری چې د افغان ملت د رېښو د ايستلو سوچونه لا هم ادامه لري.
د انسان په توګه ، د عقل په حکم هيڅکله خپل زړه ور ملت ، ټوپک ، کوتک او زور آزمايلو ته نه رابولم ، خو دومره وايم چې افغان نور بايد د اسلام په نوم قربانی نه شی . اسلام ، مسلمان نما قاتلينو په سر کې پنجابی تروريست حکومت دومره رسوا کړ چې نور بايد د معاملو له ليسته وايستل شی د پنجاب طالبی نوکرانو د پنجاب په فرمان د غير مسلمانې امريکا سره جوړه وکړه خو د مسلمان افغان سره جوړه نه کوی او هره ورځ د سلګونو مسلمانانو وينی تويوي . پنجابی نوکران د فلسطين د اصلی قاتلانو سره غاړه غړۍ شول ، خو د مسلمان افغان وينې په بې رحمۍ سره تويوي . مسلمان سعودی د مسلمان يمن وينې همداسې تويوي ، لکه «مسلمان پنجاب» چې د مسلمانو افغانانو وينې تويوي . طالبی ګوډاکيانو د واتيکان د مشر پاپ زاری د اوربند او مسلمانانو د وژلو د بندولو د پاره ونه منلې ، د ملګرو ملتو د عمومی منشی انتونيو ګوتريس په وار وار د اوربند غوښتنه يې ونه منله . همدارنګه يې د ولسمشرغنی د روژې د مبارکې مياشتې په پار د مسلمان وژنې د درولو وړانديز و نه مانه . مونږ نور د مسلمان په جامه کې د تور ابليس مسلمانی نه منو !
زه خپل افغان ملت په ځانګړی ټوګه پښتون قوم جنګ ته نه ، بلکې د خپل سر او وينو ، د خپل کور او کلی ، د خپلې سيمې او هېواد مشروعې دفاع ته رابولم . دا دفاع کولای شی په مختلفو شرايطو کې مختلف ډولونه خپل کړي .خو په هر ډول وضعيت او هر ډول شرايطو کې بايد خپل مشروعيت وساتي .
مونږ نور بايد خاص او عام د پي ټي ام د آزادی بښونکی ،ځوان او سرتاسري غورځنګ مشروعې دفاع، برحقه لارې او انساني داعيې ته سرونه او مالونه وقف کړو . زمونږ په پوستکی او غوښو انګريز چاړه کېښوده او تر هډوکی يې ورسوله او پنجابی نوکر يې غواړی زمونږ هډ مات کړي . مونږ به نور ځمکه او آسمان د بنده بندګۍ ، د غلام غلامۍ او د پنجابی مريې مرئيتوب ته اړ نه کړي د عارف وزير ، د لوڼي ، نقيب او نجيب د وينو غچ زمونږ د ايمان برخه شوه . په مونږ به د پښتنې مور شيدې حرامې وي ! مونږ به پښتانه نه يو ! او مونږ به د ستر احمدشاه اولاد نه يو ! که د پنجابی پنجاب مو د پنجابی تر پښو لاندې تنور نه کړ . پښتون پر باجوه اسلام په زور منلی وو او پښتون به په زور ورباندې مني !
زه په لر او بر افغان غږ کوم چې د پنجاب د غلام استبداد پر ضد سره متحد او راپاڅئ ! غرونه او رغونه ، دښتې او ميرې ، لارې او ګودرونه ، کلی او ښارونه د پنجابی فاشيسم او د هغو د ګوډاګيانو پر ضد په نه ماتيدونکو مورچو او سنګرونو واړوئ ! د دوزخ دروازې ماتې کړئ او د آزادی توغ مو بيا د احمدشاه ، ميرويس خان ، شېرشاه او لودي پاچاهانو په څېر تر آسمانه اوچت کړئ !
بريالی دې وي د پښتون ژغورنې آزادي بښونکی غورځنګ !

نوی ګواښ

14054008_1265022086844435_9147298485601575233_n

افغانستان لا تر اوسه د نړۍ سیمې د زبر ځواکونو د سیالیو څخه په امان نه دی. د افغانانو له خوا جوړې واکمنۍ ته درناوی نه کیږي او په خورا سپين سترګۍ د هغې د نړولو ناروا لارې چارې تجربه شوي. زبر ځواکونو تل هڅه کړي موږ ته د واکمنۍ بڼه او د بهرنیو او کورنیو اړیکو لوری وټاکې. خو کله چې افغانانو د دیکتات په وړاندې مقاومت کړی خبره د افغانستان ویشلو او یا هم د سیمې د بل هېواد په توامیت کې ورکولو ته رسېدلې. زبر ځواکونو لا تر اوسه نه دا توان او نه یي هم د دې فرهنګ پيدا کړی چې، د افغانانو جوړي واکمنۍ ومنې او د هغوئ د ودي او پياوړتیا سره مرسته وکړي او یا د خپلو تپل شوي واکمنیو د لږ تر لږه باثباته کېدو له پاره په کړو وعدو ودریږي. له دې کبله زموږ خلک زوريږي، وژل کیږي او په دې هم ملامتیږې چې ګواکې افغانان د ژوند کولو اړینه پوهه او د خپل وطن سره مینه نه لري! لېري نه ځو په نږدې تاریخ کې انګریزانو، روسانو، پاکستانیانو ماتې وخوړلې او امریکایان هم د ماتې په درشل کې ولاړ ښکاري. ماتې خوړلو د افغانستان جغرافیه وویشله، د وطن بنسټونه یي وران کړل، د خلکو ملي يووالی یي زیانمن کړو . خو دوي هم خیر ونه لېدو ، د بریانیا امپراطوري ماته شوه، شوروي اتحاد ونړید، پاکستان د تجزیي او اقتصادي ګړنګ په غاړه ولاړ دی.

امریکا د اقتصادي سیاسي ستونزو او نړیوالي انزوا سره لاس او ګریوان ده او د خپلو نوساني پالیسیو په لړ کې د معاصرې دموکراسۍ پر بنسټ د افغان واکمنۍ د تقویه کولو پر ځاي، د طالب داعش ترهګرو ډلو پر مټ په افغانستان او سیمه کې د خپل نفوذ او موقف ساتلو په بابیزه کار بوخته ده.

تجربو ښودلې چې هیڅ هېواد د خپلو ګټو له چوکاټ څخه بهر کله هم افغانستان ته رغوونکې مرسته نه ده کړي، خو بیا هم یو شمیر روڼ اندو د څلورو لسیزو جګړو ورانیو د بیا جوړونې په موخه د امریکا او ناټو مرستو کولو ته زړه ښه کړی او دا یي د جګړو د خرابیو څخه د وتلو په موخه د هېواد اړتیا بللي. اوس چې د افغانستان د ټولني يو لړ بنیادونه په پخیدو دي، افغانان له نوي ګواښ سره مخامخ شوي.

پاکستان، ایران او په یو مقدار کې روسییه نه غواړې افغانستان په خپلو امکاناتو او زیرمو متکې هېواد وګوري، په طالبانو د پانګونې له امله دغو هېوادونو امریکا له ژوبلې ګوتې داسې نیولې چې د دوي په ګټه د دوحي هوکړې ته زړه ښه کړي. امریکا اوس د هغې د پلې کېدو له پاره افغانستان تر راز راز فشارونو لاندې نیسي. یانې د دوه سری حکومت تجربه باید پایښت ومومې، د مشورتې لوي جرګې پریکړو او سپارښتنو ته شا شي، د ولسمشرۍ ټاکنې ناچله شي، د ولسمشرۍ تحلیف دوه ګونې مراسم تحمیل شي، لنډمهاله میکانیزم چې طالبان او د ځان بولي ولسمشر ( عبدالله ) خوا یي غوښنه برخه وي طرح او پلی شي.

که داسې ونه شي، لمړی امریکا بیا لږ وروسته ناټو مرستې بندوي، طالبان داورکم پر ځاې تاوتریخوالی زیاتوي، که دې هم اغیز ونه کړو د کورونا ویروس د خوریدو په پلمه امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو دړکې کوي او وایي چې د بلک واټر په چوکاټ کې د طالب ملیشو تنظيمولو له لارې داعش، القاعدي او نورو ترهګرو ډلو په وړاندي سیمه ایزي او نړیوالي دندې مخته وړلی شي او نور .

په کورنې بعد کې دغې رسوا سناریو ته ټولي هغه ډلې ټپلې، چې له طالبانو سره د هر ډول معاملې ملاتړې دي، د ټاکنو له پایلو سره بې ځایه مخالفت کوي، د افغانستان د اوسنې سیاسي کړکیچ حل د پاکستان، ایران او روسیي د ګډ لیدلورې په چوکاټ کې غواړي، کار کوي.

نوی ګواښ چې تر ډيرې کچې د افغانانو په مقابل کې سایکولوژيکې جګړي ته ورته ګواښ بلل کیږي د هېوادوالو په وړاندې ځنډ نه منونکې دندې ږدي. هغه دا چې :

افغانان اړ دي چې ورو ورو په بهرنیو مالي مرستو خپله تکیه لږه کړي، له کورنیو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې ظرفیتونه لوړ کاندي. دې موخې ته د رسېدو له پاره هېوادوال په خپلو کې د یووالي کولو د یو ځوابګوي نظام جوړونې او ښي حکومتولۍ ته د ودي او پياوړتیا ورکولو په برخه کې اړينو اقداماتو او پایله لرونکې فعالیتونه ته لار برابره کړي.

دې موخې ته رسېدل هغه وخت امکان لري چې په تیرو دوه لسیزو کې د بهرنیو وریدلو مرستو په اثر د رامنځته شوي مفسد قشر لاسونه د افغاني نظام او حکومتولۍ له ستونې لنډ شي. تر څو چې مفسد قشر او زورواکې د افغانستان د نظام او حکومتولۍ برخه وي په بهرنیو مرستو اتکا نه لږیږي او له کورنیو زیرمو د سالمي استفادي امکان کله هم نه برابریږي. ځکه دا مفسد قشر او زورواکې دي چې بهرنۍ لاسوهنې ته لار ورکوي، د افغاني ټولني او نظام واک بهرنیو لاسونو ته سپاري چې د هغې له امله نه افغانان ښه ورځ موندلی شي او نه له بحرانونو وتلی شي.

د افغانستان خلک په تیره بیا هېوادنې سیاسي ګوندونه، مدني ټولني او خپلواک ملي شخصیتونه کولی شي چې په خپلو کې د فکري ټکو د ډيرولو له لاري داسې یو خوځښت په لاره واچوي څو د هغه مفسد قشر جرړې له بیخه وباسي چې د ناروا شتمنیو ، حکومتي واک او زور له لاري په دولت، سیاست او افغاني ټولني منګولي خښوي او هر څه په ولکه کې اخلې، د ډموکراسۍ په جامه کې د هر هېوادنې ډموکراټيک بهیر مخه نیسې او هېواد د ستر بحران ګرداب ته ټيل وهي.

د کورونا په وژونکو شرایطو کې افغانستان او د نړۍ نور هېوادونه له خپریدونکې وبا سره د مبارزې او د خپلو ټولنو او نړۍ د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي رامینځته شوي ستونزو حل د سم مدیریت په چارو کې د ستر ازمایښت سره لاس او ګریوان دي. د نړۍ مشهورو څيړونکو او شنونکو یوسکا فیشر ، بارنت روبین او هنرې کسینجر په خپلو څرګندونو کې اشاره کړي چې له کورونا وروسته نړۍ به بدله وي، په همدې بنیاد ویلی شو چې افغانستان به هم اوسنی افغانستان نه وي. له دې کبله افغانان باید له نړۍ سره یو ځاي هغه وضعیت ته تغیر ورکړي چې د هېوادوالو قسمت یي د ناروغیو ، جګړي او تاو تریخوالې سره غوټه کړی دی. افغانستان نور په ناروغیو ، خوارځواکیو ، بې ثباتۍ کې پاتې ساتل او د نړۍ او سیمې د زبرځواکونو د سیالیو په ډګر کې اخته پریښودل انساني کړنه نه ښکاري.

د نوي ګواښ کومه څپه چې زموږ هېواد او خلک تهدیدوي او لامل یي هماغه مفسد قشر او بهرنۍ لاسوهنه ده، بې له ځنډه مخنیوی په کار دي. له طالبانو سره د سولي موافقه، د عبدالله له خوا منځته راغلې سیاسي ستونزه ، د ګاونډيو او نړۍ دهېوادونو سره سباسي تعامل او نور ټول باید د قانون او افغانستان د ملي ګټو له دریځه حل او پلې شي. له دې پرته د هېواد سلامت ته پيښ ستر خطرونه نه شي له منځه تللی.

د کورونا د وبا کنټرولول ملي ڼړیوال نوي مدیریت ته اړتیا لري، د نوي مدیریت اجزا او عناضر ښایي ډير وي، خو د طبي ستندرد لارښوونو د یوي پلې کېدونکې ټولګې برابرول ، له طبي زیرمو – پرسونل او نوښتونو پر ځاي او ژوره ګټه اخیستل، د ټولنیزې خبرتیا د کچې پورته بیول، د خلکو د اړتیا وړ خوراکې او صحي توکو برابرول او عادلانه ویشل، د طبي او صحي لارښوونو اوریدو او پلې کېدو ته د خلکو رابلل او باوري کول، په ملي او نړیواله کچه د مرستو راټولول، هغه پر ځاي لګول او سرغړونکې په کلکه سزا رسول او په ټوله کې د بازخواست سطحه لوړول زیات اهمیت لري او دغو ټکو ته د هېواد د چارواکو پاملرنه راګرځول اړین بلل کیږي.

د کورونا وبا د کنټرول کمپاین د افغانستان حکومت او خلکو په اوږو یوه بله مهمه دنده ږدې هغه دا چې د هېواد طبي صحي سیستم باید د ۲۱ مې پيړۍ او د کورونا په څير وباګانو د بې له ځنډه مخنیوي په نوي پوهه، مهارت او وسایلو ، مجهز او ورغول شي.