وسيې چاپ “نېزاويسيمايا ګزېته” خبريال: اندرې سېرېنکه ژباړ

 اسدالله نوري

د پاکستان استخباراتي اداره د طالبانو پرمټ، پښتانه مشران ترور کوي. په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر عارف وزير ووژل شو. د غورځنګ غړي وايي، د عارف وزير د ترور تر شا د پاکستان اردو او طالبان لاس لري. پښتانه سياستوال اسلام اباد په سياسي وژنو او حکومتي تروريزم تورنوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غړي په وینا: د پي ټي ایم ۳۵ کلن مخکښ غړی عارف وزير تېر ماښام(د مې په لومړۍ) د وزيرستان په واڼه کې وروسته له روژه ماتي د تره له زوی سره پر لار پلی روان و، چې د ناپېژندو وسله والو د تورو ښیښو والا موټر له کمین سره مخ شو او سمدلاسه تر برید لاندې شو. عارف وزير درې ځایه د کلاشینکوف مرمۍ په غاړه، اوږو او سر وخوړې او کلک ټپي شو، خو ترهګر له سیمې بریالي وتښتېدل. عارف وزیر د دېره اسماعیل خان روغتون ته یوړل شو خو د کلک ټپي کېدو له وجې د ښه علاج په موخه اسلام اباد ته واستول شو. هغه پر سر د ټپونو له کبله ډېره وینه ضایع کړه او د مې په دویمه یې د اسلام اباد په یوه روغتون کې د عملیاتو پر مهال د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د بل مخکښ غړي، مشهور سیاستوال او د پاکستان په پارلمان کې د پښتنو د استازي علي وزیر د تره زوی و. وزیر د پښتنو مشهوره کورنۍ ده، چې د کورنۍ ډېری غړي يې د ملي غورځنګ فعالین پاته شوي او له همدې کبله زیانمن شوي هم دي. د عارف پلار او ورور هم تېر کال د ترهګرو لخوا ووژل شول. بریدګر کټ مټ لکه دا ځل په تېښته بریالي شول، خو دولت د بریدګرو د پلټنې لپاره کوم ځانګړی اقدام ونه کړ. دا څرګند حقیقت دی، چې د عارف پلار او ورور قاتلین د پاکستان اردو ده. دا قراردادي بریدګر د(ښه طالبان) په نوم یادیږي او کنټرول يې د پاکستاني استخباراتو په لاس کې دی. د عارف وزیر وژل کېدو د پښتنو سیاسي او ټولنیز مشران په پراخه پیمانه سخت خواشیني کړي. د ملي عوامي پارټۍ مشر د سیاسي مشرانو وژل غندلي. په دې وروستیو کې د ملي عوامي پارټۍ یو شمېر فعالین هم د قراردادي بریدګرو(ښه طالبان) د تروریستو حملو قرباني شوي دي. ملي عوامۍ پارټۍ له پښتون ژغورنې غورځنګ سره نږدې اړیکي لري. په خیبر پښتونخوا ولایت کې د ملي عوامي پارټۍ عمومي منشي سردار حسین بابک په وینا، قراردادي وژونکي دا ډېر وخت کیږي، چې د (ښه طالبان) په نوم په وزیرستان، مردان، بونیر، سوات، دېره او د پاکستان په نورو پښتون مېشتو سیمو کې فعالیت کوي. تېره میاشت د عوامي پارټۍ یو مخکښ مشر د همدې قراردادي ترهګرو له لخوا ترور شو. حکومت له روان ناورین او بوږنوونکو پېښو ښه خبر دی؛ خو له بده مرغه د جرمونو د مخنیوي په موخه هېڅ کوم اقدام نه کوي. حسین بابک وايي؛ د پښتنو پر ځمکه غټه لوبه روانه ده، په هره سیمه کې غیر مسوول وسله وال شته، چې قراردادي او هدفي وژنې ترسره کوي. دولت په دې سیمه کې سولې ته لېوالی نه دی او نه هم د تروریستي کړنو مخه نیسي. په حقیقت کې دولت ته زموږ د سیمو امنیت هېڅ ارزښت نلري او د دوی بېغوري ثابتوي چې دوی په ښکاره ډول ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان په پارلمان کې د خلکو استازي، محسین جاوید داوړ د خپل هملاري ملګري په اړه په خپل ټویټر لیکلي، عارف وزیر د دولت له لوري د (ښه طالبان) پرمټ ترور شوی او ژمنه يې کړې، چې د تروریزم د روزونکو پر وړاندې به خپلې مبارزې جاري ساتي. نامتو پښتون سیاستوال، ملي شخصیت او ټولنیز فعال ډاکټر افراسیاب خټک په پاکستان کې د عارف وزیر وژنه ستر جنایت بولي. ډاکټر افراسیاب خټک وايي د عارف وژنه د هغې پروژې یوه برخه ده، چې د ډېورنډ کرښې دواړه خواوو پښتنو/افغانانو پر وړاندې پلان شوي ده. پر پښتنو تروریستي بریدونه به هېڅکله دوی چوپ نکړي! دغه راز پېژندل شوې څېره سیاستواله او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز وايي؛ د دولت تر ملاتړ لاندې ترهګرو نن یوځل بیا د پښتون وطن یو بل زړور اتل په دې دلیل شهید کړ، چې هغه تل د تروریزم او افراطیت پر خلاف د حق ناره پورته کوله. ثنا اعجاز وایي: “هېڅکله د تروریزم ملاتړ کوونکي سیاستونه له خپلو فعالیتونو لاس نه اخلي” اعجاز زیاتوي، د عارف وزیر وژنه ښیي، چې دولت یوځل بیا د پښتنو په وطن کې د خپلې وژونکي شطرنج لوبې ترسره کولو په حالت کې دی. موږ د خپلو خلکو د وینې تویولو او وژنو بل پړاو وینو. د عارف وزیر وژنه په داسې حال کې پلان شوې ده، چې دمګړۍ د ټولې نړۍ توجه یوازې کرونا ویروس ته جلب شوې او نړۍ له کوید-۱۹ سره په مبارزه بوخته ده. خو په ورته وخت کې د پاکستان حکومت او د دوی روزل شوي ترهګر جنګیالي له همدې موقع په استفادې د پښتنو سیاسي مشران، فعالین او بې ګناه پښتانه وژني. نړۍ دا نه ویني، چې د هغوی تروریزم موږ ټول څنګه لمنځه وړي. د روسيې د پښتون کلتوري او سوداګريز مرکز “پښتون” مشر، محمد نوید له “نېزاويسيمايا ګزېته” ورځپاڼې سره په مرکه کې د عارف وزیر د ترور په اړه وویل: “موږ دا وحشي جنایت په کلکو ټکو غندو، د دې ستر ناورین قاتلین باید پیدا او مجارات شي. دا ټولې ناخوالې چې پیښیږي د پښتون نسل وژنې پرته بل څه نه دي. موږ په خپله خاوره کې سوله او عدالت غواړو.” د محمد نوید په وینا، پاکستان په منظم ډول پښتانه اختطاف او وژني. دا حالت او دوام یې نور د زغملو نه دی. د دې پر ځای، چې د پښتنو په خاوره وګړي د خوندیتوب او امنیت احساس وکړي، د کار کولو زمینه ورته برابره شي. انساني او بشري حقوقو ته یې درناوی وشي. د پښتو ژبې او کلتور د ودې لپاره د پرمختګ زمینه رامنځته شي؛ خو دوی پښتانه وژني. ورځپاڼه وايي، سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د عارف وزیر وژنه څو اړخونه لري، چې یو هدف يې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرتابه کې شخړې رامینځته کول دي. د یاد غورځنګ د جوړېدو دوه کاله شوي او لاهم د خورېدو په حال کې دی، چې د ځوانانو ترمنځ يې میلیوني پلویان موندلي دي. دا غورځنگ د پښتنو د بشري حقونو د تر لاسه کولو او ژغورلو هغه میلیونې لښکر دی، چې ورځ تر بلې په لروبر پښتنو کې يې د همدردۍ او همغږۍ شور رامنځته کړی. دا خوځنده لښکر، د پاکستان پوځ، لوړپوړو دولتي چارواکو او په ځانګړي توګه اسلام آباد ته لوی خطر دی. څو میاشتې شوې، چې کرونا ویروس د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه او مظاهرې کم کړي او یاد غورځنګ د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې او د ګرځ بندیز له کبله خپلې ټولې غونډې او فعالیتونه تر نامالومې مودې ځنډولې. د کوید-۱۹ خطر به اخر پای مومي، هغه وخت به یو ځل بیا PTM د نورو ناخوښو ټولنیزو خوځښتونو په ملتیا د خپل حق د دفاع په خاطر قانوني فعالیتونو او مظاهرو ته مخه کړي او د پاکستان ښارونو او سړکونو ته به را ووځي. د عارف وزیر وژنه او د پي ټي ايم نورو مشرانو او فعالینو ترور کېده هغه هڅې دي، چې له کرونا وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ سیاسي ډګر ته د ننوتو ښکاره مخنیوی دی. د یادولو وړ ده، چې د ۲۰۲ زېږدیز کال په پیل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو قومي خوځښتونو، سیاسي، قومي او مذهبي مشرانو په ناسته کې(د پښتون قوم جرګه) برخه اخیستې وه. په یاده جرګه کې پرېکړه وشوه، چې د نسل وژنې د مخنیوي په موخه باید د پښتنو ټول سیاسي ګوندونه، ټولنیز خوځښتونه او د پښتنو سیاسي سازمانونه لاس سره ورکړي او په یو ټغر دې را ټول شي. ټاکل شوې وه چې د دې جرګې دویمه ناسته به د مارچ په میاشت کې ترسره شي خو د کوید-۱۹ ناروغۍ رامنځته کېدو او ګرځ بندیز لګېدو له کبله وځنډېده. د جرګې یو تن غړی “نېزاويسيمايا ګزېته” ورځپاڼې ته ويلي، چې د جرګې ځنډول د هغې د نه ترسره کولو په مانا نه ده. د پښتنو مشرانو د نوې جرګې بله عمومي ناسته به په څو میاشتو کې ترسره شي او دا به د سیاسي تګلارې لپاره ګډه ستراتیژي رامینځته کړي. دا ښکاره خبره ده، چې د پاکستان نظامي او سیاسي جوړښت له دې ورځې وېره لري. نو ځکه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او فعالینو ترور او د هغوي ترمنځ د شخړو رامنځته کولو هڅې پیل شوې دي. د یادونې وړ ده، چې په اسلام اباد پورې اړوندو د رسنیو خبریالانو، د پاکستان استخبارات او طالبانو د عارف وزیر د قتل په اړه متضاد – ضد او نقیض راپورونه ورکړي. په دې اړه د پاکستان د پنچاب ایالت د والي ادارې په ډېرې بېړې اعلان وکړ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه مخکښ غړي حمله د افغانستان استخباراتو تنظیم کړې ده. دا خبر پر دې دلیل بې اساسه دی، چې افغان حکومت تل د پاکستان مېشتو پښتنو له حقوقو او ګټو دفاع کړې او په سیمه کې د پښتنو سیاستوالو د یووالي ملاتړی دی. په هرصورت د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر منظور پښتین وایي؛ نن په پنجاب کې د عارف وزیر د وژنې په موخه جلسه جوړیږي او په دې جلسه کې سیمه اییزې ادارې برخه نه لري. د طالبانو رسنیز فعال احمد فیض په ټویټر کې هڅه کړې، چې د عارف وزیر د مرګ پړه د هغه د تره زوی، وکیل علي وزیر باندې واچوي. هغه تور پورې کړی، چې د وژل شوي پښتون مشر او د علي وزیر د میرمن سائرا نواب تر منځ غیرقانوني اړیکې وې. سرچینې وايي، د کورنۍ شخړې موضوع د پاکستان د استخباراتو مشرانو کار دی، هغوی هڅه کړې په ټولنیزو شبکو او خواله رسنیو کې دا مسله خپره کړي. د دې بې اساسه اوازې هدف څرګند دی. له دې کار د دوی موخه د پښتنو عامه افکارو په اخلاقي معیارونو لوبېدل، د علي وزیر په شاوخوا کې شخړې رامینځته کول (د علي وزیر او کورنۍ بدنامي) او په پای کې د PTM د مشرتابه ضعیفول دي. بلاګر(د خواله رسنیو فعال) شاه زیب خان په ټولنیزو رسنیو کې داسې پوسټونه کړي، چې هڅه يې کړې د پاکستان فوځ بې پرې معرفي کړي. هغه د عارف وزیر د وژنې سبب د دوو قومونو(وزیر او دوتاڼي) ترمنځ ناخوالې او شخړې په ګوته کړې او د عارف په وژنه کې يې د طالبانو لاس لرل رد کړي. دغه راز د پاکستان آرکسټرا استخباراتي بلاګرانو(د خواله رسنیو فعالین) هم په ټولنیزو رسنیو کې د عارف وزیر د ترور په اړه جعلي مالومات وړاندې کړل. بختاور شاه، چې ځان “هېوادپال” بولي د PTM د مشر د وژنې تر څنګ په ورته وخت کې د بلوڅ خبریال ساجد حسین د مرګ خبره کوي. هغه په خوښۍ سره خپلو لوستونکو ته لیکي: “سویډن ته تښتېدلی ساجد حسین د پاکستان پر وړاندې دروغ لیکل، په سویډن کې مړ وموندل شو. د دښمن د مندلو او سپېڅلې خاورې ته د استولو لړۍ په منظم ډول روانه ده. هر چېرې چې ولاړ شئ، مرګ به تاسې پیدا کړي”. د پاکستان پوځ د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پر مټ هر هغه څوک لمنځه وړي، چې د اسلام اباد د سیاسي کړنو خنډ شي. د عارف وزیر وژنه به ورستۍ قرباني نه وي. د نېزاويسيمايا ګزېته د کارپووهانو په اند، چې په دې برخه کې پوره معلومات لري؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه، د PTM فعالینو، عوامي پارټۍ او د پښتنونو د نورو سیاسي تحریکونو ژوند له خطر سره مخ دی. د یادونې وړ ده، چې نېزاويسيمايا ګزېته د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له لورې د پښتنو سیاستمدارانو د ترور کېدو په اړه لیکل کړي وو. له بده مرغه د “واڼه” پېښې ته په کتو زموږ وړاندوینې په حقیقت بدلیږي.

Chattkonversationen är avslutad

Skriv ett meddelande …

 

د پردو نامردي او افغان برخليک

حکيم روان

سياست انسانيت ،عاطفه ، دوستی ، ځوانی او غيرت ، شرم او حياء نه پيژنی . سياست د ګټو په چوپړ کې دی. خو افغانان سياست ته په بله سترګه ګوري . د ځينو پاکو او شريفو انسانانو له نظره سياست ډېره يوه پاکه او شريفانه بوختيا ده چې که رښتينوالی پکې وي ، خلکو او انسانانو ته يې لوی خير رسيږي . دا خبره رښتيا ده . ځينې نور بيا سياست پاکو او ناپاکو موخو ته د رسيدو له پاره د درواغو ، رښتياؤ ، چل او فريب يوه ګډوله بولي . خو رښتيا خبره داده چې سياست د ګټو تابع وي .
له يوه لوړپوړی امريکايي چارواکی څخه يوه افغان ژورناليست پوښتنه وکړه چې :« ستاسو له نظره تروريستان څوک دی؟» هغه په ځواب کې ورته وويل چې : « تروريستان هغه څوک دی چې پر امريکايي موخو او ګټو بريدونه کوي » . ژورناليست بيا وپوښتل چې:« هغه طالبان چې د ملکی افغانانو په منځ کې انتحاری بريدونه کوي ، ستاسو له نظره تروريستان دی او کنه ؟ » لوړپوړی امريکايي وويل : « نه ، يواځې هغه څوک تروريستان دی چې په امريکايي موخو بريدونه کوي .»
هغه طالبان چې په افغانستان کې جګړه کوي او افغانان وژني ، ښوونځي سوځي ، پلونه آلوزوي ، په لارو کې بمونه ښخوي ، له پنجاب او آی اس آی سره راشه درشه ، معاملې او حساب کتاب لری ، د پاکستان له نظره هغه «ښه طالبان دي» . ځکه افغان وژنه او د افغانستان تباهی د پاکستان په ګټه ده . دې طالبانو ته پاکستان پيسې او وسلې ورکوي ، مشورې ورکوي ، زخميان يې تداوي کوي ، اکمالات ورته کوي ، طالبان ورته روزي او هر ډول ممکنه مرسته ورسره کوي . ددې ډول طالبانو سره مرسته د افغانستان د تباهۍ سره مرسته ده . خو د افغانانو له نظره دپاکستان «ښه طالبان» تروريستان دي ، ځکه افغانان وژني او د پاکستان د خوښې سره سم د افغانستان ګټو ته زيان رسوي .
امريکا او پاکستان دواړه د طالبانو په هکله مساعد او مثبت نظر لري . داسې به يې فرض کړو چې د ننګرهار د خيوا او د کابل د دشت برچی پر شفاخانه بريدونه د طالبانو د ادعا سره سم دوی نه دی کړي . د چارراهی قمبر بريد چا کړی دی ؟ د شاه شهيد بريد چا کړی دی ؟ پر چارصد بستر بريد چا کړی دی ؟ پر کانتيننتل بريد د چا وه ؟ د ننګرهار په هندوانو بريد د چا وو ؟ د هند پر سفارت دوه ځلې بريد د چا وو ؟ او سلګونه نور خونړی بريدونه چا کړيدی ؟ ددې ټولو مسؤليت طالبانو منلی دی دا دوه اوني د مخه د غور او هرات نښلوونکی لوی پل چا والوازاوه ؟ د مچلغو د بند ساتونکی خان ولی چا په توپ والوزاوه ؟ امريکا طالب ته تروريست نه وايي ، هسې لکه چې اسرائيلو ته متجاوز نه وايي ! طالب به ولې تروريست وي چې د ميرمن کلينټن په خبره د (امريکا کښت) وي ؟ کله چې تروريست طالب د بلايک واټر رول لوبوي ، نو بيا خو د امريکا قهرمان بلل کيږی ، نه تروريست . همدا طالبان ، ملاعمر، حقانی ، ربانی ، حکمتيار د پاکستان د ولسمشر مشرف «هيروګان» هم دي. د نصرالله بابر او جنرال حميدګل نه هم ښه پاکستانيان دي . نو چې داسې ده شاغليه ټرامپه، بلايک واټر دې د ځان سره بيايه او مشرفه ، ستا «هيروګان» د افغانستان د پاره نامردان دی، پر افغانستان يې مه تپئ او په لاهور کې يې د هيرا منډايي مديران مقرر کړه .
تر هغو چې طالبانو د آی اس آی د غاړوندي د پاسه د سي آی اې غاړوندۍ غاړې ته نه وو اچولی ، طالبانو ته امريکا تروريستان ويل او له هغه وخته چې آی اس آی د سي آی اې غاړوندی هم د طالبانو غاړې ته ور واچاوه ، تروريست طالبان د سولې په کوترو بدل شول او اوس امريکا په بربنډې بې شرمۍ او ناځوانۍ سره پر افغان دولت «ستراتژيک دوست» فشارونه واردوي تر څو پنجابی-طالبی او امريکايي ناروا غوښتنو ته غوږ کيږدي . پر حکومت د خپلو غلاګانو شريکان تحميلوي ، تر څو حکومت ويش او کمزوری کړي او د پنجاب-طالب او امريکا سناريو ور باندې ومني .
د پنتاګون وياند توماس کمپل وايي : « چون افغان حکومت خپلو ځواکونو ته د بريدونو امر وکړ، مانا دا ده چې کابل د سولې د پاره اراده نه لري » . د طالبانو بريدونه د سولې د پاره اراده ده ؟؟؟ خو د افغان دولت بريدونه د جنګ اراده ده !!! دا څنګه يو بام او دوې هواوې ؟؟؟ کمپل هيروي چې افغان حکومت مکلف دی چې د امريکا، طالبانو او پنجاب د ګډو توطئو مخه ونيسی او مکلف دی چې د تروريستانو په وړاندې د خپل ولس ساتنه او دفاع وکړي .
له دې بی ماغزو يانکی نه بايد پوښتنه وشی چې ، دا افغان ولسشمر دی چې په وار وار طالبانو ته د اوربند وړانديزونه کوي او که طالبان ؟ دا کابل پر طالبانو بريدونه کوي او که ستاسو له کاپيتولاسيون نه وروسته پوره دوه نيمی مياشتی په پرلپسې توګه طالبان پر افغانانو بريدونه کوي ؟ افغان دولت د طالبانو دکوېټې يا پېښور پر شورا بريد کړی ، يا يې په دوحه کې بريد کړی ، که طالبانو په کابل ، جلال آباد او ګرديز تروريستی بريدونه کړيدي؟؟؟
خليلزاد وايي: که افغان حکومت او طالبان يو ځای د تروريستانو پر ضد سره همکار نه شی ، په افغانستان کې به بې ثباتی دوام ولري . دا رښتيا ده ، څو امريکايي عدالت په نړۍ کې وي ، په نړۍ کې به بې ثباتی دوام ولري. ا فغان حکومت تروريست نه دی چې د طالبانو سره همکاری وکړي . د طالب سره د افغان حکومت همکاری هغه وخت ممکنه ده چې طالب له ترور او وحشت نه لاس واخلي .
ښاغلی خليلزاد ! د افغانستان د بی ثباتی لومړی عامل ته ، بيا ستا پنجابی نوکر او بيا ستا د نوکر نوکر طالب دی .
ښاغلی خليلزاد ! افغانان د طالبانو ، داعشيانو ، القاعدې ، چيچنی، ازبکی، تاجيکی، ايغوری تروريستانو له خوا وژل کيږی او ستاسو له خوا ګواښل کيږي ، اجازه ده له تاسو وپوښتو چې ستاسو تر منځ مشترکه وجه څه ده ؟؟؟ مونږ په هر څه پوهيږو !
ښاغلی خليلزاد ! د افغان دولت سره ستاسو ستراتيژيک تړون په ستراتيژيکه نامردۍ واوښت ، د طالبی بلايک واټر سره به په کوم ډاډ سره همداسې ونه شی ؟ افغانانو ته پردو پوره درسونه ورکړل او د دې درسونو په بنياد بايد خپل برخليک په خپله وټاکي .
افغانانو ! د افغانستان د بقاء او د نيابتی جګړې د مخنيوي ، سولې او امن د راګرځيدو د پاره د مرګ او ژوند جګړه دوام لري . په دې جګړه کې برئ د هرې بلې جګړې په څېر بی له شکه د افغانانو دی خو د بری لومړی او اساسی شرط د افغان ملت بيداری او اوسپنيز يووالی دی .
تل دې وي افغانستان !

 

پې ټې ام لوي سیمه ایز غورځنګ

ليکونکې نور وهاب څپاند42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

د پښتون ژغورنې يا پې ټې ام غورځنګ په ۲۱ مه پيړۍ کې ستر سیمه ایز غورځنګ دی. دا جنبش تولنیز ، فرهنګي او سیاسي تګلوری لري، چې په سیمه کې تر اوسه د چلیدلې غورځنګونو په پرتله د خپلې زمانې یو نوی ډول جنبش دی. له دې کبله په دې غورځنګ کې اجتماعي فرهنګي ټولني ، شخصیتونه او سیاسي ملتپال، مذهبي، ډموکراتیک ګوندونه، حرکتونه، ګروپونه ملي څيري، د ښځو ، ځوانانو او راز راز اصنافو استازي ګډون لري او د ټولي پښتونخوا او د پاکستان په ښارونو کې د پرتو پښتنو د مدني سیاسي حقوقو د اعادې له پاره په پوره هوښیارۍ زړوره مبارزه کوي. دا جنبش په افغانستان او د نړۍ په هغو هېوادونو کې چې پښتون میشتې ټولني لري ډير مینه وال، خواخوږې او فعالان لري. لکه څرنګه چې دا غورځنګ په سیمه کې زیات مشهور شوی، په نړیواله کچه یي مناسبه پيژندګلوي تر لاسه کړي، له دې کبله په پې ټې ام د تیریو او هغې ته د ځانې او معنوي زیان اوښتنې له امله د بشر نړیوالو سازمانونو او نورو ورته بین المللې ټولنو مرستې ته رادانګلي او د پاکستان مظالم یي د پښتون ژغورنې جنبش په هکله د دونیا د خلکو غوږونو ته رسولي او پاکستان یي تر فشار لاندې نیولی.

پې ټې ام د پښتونخوا او پاکستان د سترو ښارونو د پښتون میشتو ټولنو په تیره بیا د وزیرستان د ستراتیژيکې سیمې د دردمنو او غمزپلو اوسیدونکو له مینځه د خودجوشه جنبش په توګه سر را اوچت کړی او ټول پاکستان، افغانستان او نړۍ کې خپور شوی دی. د غورځنګ د دوه کلونو شاوخوا عمر په موده کې د دغه ټولنیز فرهنګي سیاسي جنبش په سلهاؤ مشران او غړي لکه محسن داوړ ، علي وزیر او نور رټل شوي، ګواښل شوي او بندیان شوي او په لسهاؤ غړي او مشران یي لکه نفیب، ارمان لوڼي او عارف وزیر په زیاته بې رحمۍ شهیدان شوي دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین چې یو تحصیل یافته، کرازماتیک ځوان مشر دی، څو ځلې ګواښل شوی او زندان ته هم لیږدول شوی دی. هغه په خپلو ویناګانو کې پښتنو ته له پيړیو په ځانګړې توګه په تیره یوه نیمه پيړۍ کې د پيښو مسألو یو دقیق تاریخي انځور وړاندي کړی او د پښتون وژنې په هغه تسلسل یي رڼا اچولي چې د فرنګي له زمانې پيل شوی او د پنجابي په واکمنۍ کې یي ډير پيچلی او زړه بوګنونکی صورتحال خپل کړی دی. منظور پښتین او ملګرو یي د پښتنو له صنفي غوښتنو پيل کړی او د هغوئ د سیاسي حقوقو تر تروړلو پوري په ډيره ساده اما له محتوا ډکو خبرو ، مرکو او ویناګانو کې هغه څه راسپړلي او بیان کړي چې د پښتون ټټر پرې یخیږي او په اوریدو یي د دښمن زړه چوي! هغه په خپلو خبرو کې څرګنده کړی چې د پاکستان په جوړیدو سره له پښتنو هر ډول حقوق اخیستل شوي او د پنجاب د ابادۍ په پار ویره ده چې هغوئ له خپلو مینو او کورونو لا وشړل شي! د پښتنو د صنفي غوښتنو څخه د پې ټې ام دفاع د پاکستان پوځ او استخبارات په ډير شتونزمن موقعیت کې ودرولې دي. که د هغوئ صنفي غوښتني منې پنجاب خپله واکداري او د بل په ذرایعو د اوسیدو واک له لاسه ورکوي او که یي غوښتنو ته شا کوي د پښتنو ، بلوڅانو او سندیانو د کلک مقاومت سره مخامخ کیږي او د پاکستان لرزان فدرالي جوړښت پاشل کیږي. له دې کبله د پې ټې ام مبارزه د پښتونخوا، افغانستان او د ستم لاندي ولسونو له پاره زیات اهمیت پيدا کوي. افغانان باید پوه شي که د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه رنګ راوړي بیا به د پاکستان پوځ او استخیارات د دې وړتیا ونه لري چې خپلو موخو ته د رسېدو له پاره طالب، داعش او نورو ترهګرو ډلو ته ډګر پرانیزې چې د پښتونخوا او بلوچستان په سینه له پرتو لارو هغوئ د بریدونو په نیت افغانستان ته دننه باسې، د نیابتې جګړي بستر د تل له پاره تود وساتې، د ترهګرۍ د صدور او خرڅلاؤ بازارونه د مدرسو په بڼه پرانیستې پریږدي او د افغانستان وروڼو قومونو او بیلا بیلو مذهبي، سیاسي ټولنو ، ډلو او اشخاصو تر مینځ يووالی او همغږې چې د بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي لوي لامل دی د اوس په څير وګواښوي. پې ټې ام په پښتونخوا ستره اغیزه ښيندلي، اوس پښتانه د ځانونو د انفرادې دفاع پر ځاي ډله ایزې دفاع ته ډير اهمیت ورکوي، د خپلو ورکو ، بندیانو ، تر ګواښ لاندي او شهید کړل شوي عزیزانو پوښتنه ګرویږنه کوي، د هغوئ اړوند اواز اوچتوي، د پوځ او استخباراتو واقعي څيره خلکو ، نړۍ او بشر حقوقو مدافع سازمانونو ته بربنډوي. دغه زړور فعالیت د پاکستان د نورو قومونو په مینځ کې د پښتنو اعتبار پورته بیولی. د یو لړ بریالیو غونډو په جوړولو سره چې ښځو او ځوانانو په کې فعاله برخه درلودله او د غورځنګ مشرتابه یي د مخته بیولو چارې ښې مدیریت کولي، د پښتون ژغورنې غورځنګ په سر کې منظور پښتین او نور ملګري يي د عالي فرهنګ لرونکې معرفې کړي او خلک پې ټې ام ته دمګړۍ د فرهنګي لوړې کچې لرونکې جنبش په سترګه ګوري او پرې باور کوي.

د غورځنګ د جمعي او انفرادي غړو بسپني چې په خپله خوښه د جنبش په پته راټولیږي او د ځانګړي شفاف میکانیزم لاندي په مصرف رسیږي د هغې مالي سرچینه جوړوي. دغه ټکې غورځنګ ته پراخه خپلواکې ورکړي چې په ازادانه ډول تصمیمونه ونیسې او په خپله مرزۍ هغه پلي کړي. له دې کبله په ټوله پښتونخوا کې پې ټې ام د یوه ملي جنبش څيره خپله کړي ده.

د غورځنګ د اهمیت، اړتیا او ښيندلې اغیز په څنګ کې پاکستانۍ پوځي او استخباراتي اژدها تل هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې جنبش په خپله خوله کې وساتې او هره شیبه چې یي زړه وي ورته یو نیش ورکړي. څرنګه چې پاکستان یو فطري هېواد نه دی، د اسلام په نامه یي ځانته یو کاذب هویت ورکړی او په دې ډول د پنجاب په ګټه پښتانه، بلوڅ ، سندیان او نور د ځان حصه بولي او د هند او افغانستان د خطر په پلمه پوځ او اي اس اي په اسلامي ایدیولوژيک سوچ روزې او پنجابی ناسیونالیسم د اسلام په پرده کې نغاړي او هغې ته خدمت کوي. په حقیقت کې پنجابیان د اسلام په تیره بیا د هغې د ایدیولوژيک سوچ پابندې نه کوي اسلام په پښتنو او نورو قومونو ساتې او خپله له مدني عصري ژوند څخه ژور خوند اخلي. له دې جوتیږي چې نن سباپې ټې ام د سیمې د ستر مکار ځواک سره په نابرابره زور ازمایئ کې ښکیل شوی دی. زورونې، ګواښونه او وژنې روانې دي، خو د ایپي فقیر ، باچاخان او خان شهید د عدم تشدد فلسفه او لاره چې په ۲۱ مه پيړۍ کې په نوي شکل د پښتون ژغورنې غورځنګ نیولي د پښتانه د اواز اوچتولو معقوله او پر ځاي لار ده. د مبارزي دا ډول بڼه د انګریز د میراث خواره پنجابي او د هغه د دوزخي پوځي او استخباراتي دیکتاتورۍ رسوا کولو او پرزولو له پاره عملي هڅه بللی شو. مکار ، فاسد او څو مخی دوشمن د پوهي، تعقل او سړو مغزو په کارولو سره چې د نړۍ ملاتړ خپل کړي، په ګونډو کېدلی شي. له دې کبله په نننیو سختو شیبو کې په تشکیلاتي، مالي او د عملکرد په برخو کې داسې مشوري ورکول چې پې ټې ام د شته ګواښ په وړاندي د عدم تشدد دریځ، خپلواکۍ او د څو بعدیزي مبارزي د سمت نیونې په کار کې له شک سره مخامخ کړي مناسبه کړنه نه ښکاري. له دې کبله د افغانستان دننه د پې ټې ام مینه والو د واحدونو مسؤلیت هغه شخصیتونو ته سپارل په کار دي چې د سیمې او پښتونخوا په تاریخ او ورځنې ژوند کې بلدتیا ولري او په بهر کې هغوئ د پښتون ژغورنې د مینه والو د واحدونو مشرتوب وکړي چې د پښتونخوا سره تعلق ولري جغرافیه یي ورته سمه مالومه وي، د هغې ځاي په تاریخ، دودونو او ملي مبارزو یي سر خلاص وي. هر څومره چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو مالي امکاناتو متکې وي، هغومره به یي د نظر او عمل استقلال خوندي پاتې شي. تجربو ښودلي د بل په مالي امکاناتو او نظریاتې ټولګي تکیه کول، که ډير اصیل جنبش هم وي له خپل ټاټوبې او خلکو پردې کېدلی شي!!!

نظریاتې ټولګي نړیوال معنوي ارزښتونه دی چې د عامو توکو څخه یي د هېوادونو خلک د خپلو شرایطو سره ګټه اوچتولی شي، خو دا به عملي نه وي چې یوه نظریاتې ټولګه دې د ټولو مشخصاتو سره کټ مټ د نورو هېوادونو د خلکو د پراتیک ډيوه وګرځې. له پورتنیو ټکو نتیجه اخلو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په زیات مقدار کې له موږ د ټولنیز ، فرهنګي او سیاسي پایښت لرونکې ملاتړ تمه لري، نه د حکومتونو او د هغوئ د چغلګرۍ ادارو له حمایت څخه!!! هر څومره چې د هېواد او نړۍ وطنپالونکې ګوندونه، مدني ټولني، ملي وتلي علمي، فرهنګي، ټولنیزي څيري، د پارلمانونو غړي، بشرپال د خیر ښيګڼي سازمانونه او د ملګرو ملتونو اداري د پې ټې ام خوا ونیسي او په تنګڅه کې یي ملاتړ ته راودانګې زیات اهمیت او ټاکونکی ارزښت لري. د اغیز لرونکې حمایت د تر لاسه کېدو له پاره فعاله او هر اړخیزه مبارزه په کار ده چې د پې ټې ام په هکله د زیاتو او کره مالوماتو د حاصلولو اړتیا ایجابوي. که هدف د پې ټې ام له پاره د اړین ملاتر حاصلول وي، د هغې په برنامه، ټولنیزو ، فرهنګي او سیاسي فعالیتونو بلدیدل، دروانو هڅو په وړاندې د پرتو ستونزو سم درک کول او هغه په پوره مهارت په نړیوالو او سیمه ایزو ستیجونو داسې مطرح کول چې له یوه پلوه د درک وړ وي او له بله پلوه اړین حمایت خپل کړي، عملي لار بلل کیږي.

په پاي کې یو واري بیا ویلی شو چې پې ټې ام یو لوي سیمه ایز غورځنګ دی چې د ۲۱ مې سدۍ د تاؤ تریخوالي غیر مبارزه او غورځنګ یي پیل کړی، ټولنیز فرهنګي او سیاسي تګلوری لري، د پښتنو د صنفي غوښتنو نیولې تر سیاسي حقونو حاصلولو پورې هڅه او هاند کوي، په مالي لحاظ په خپلو امکاناتو تکیه کوي، د پښتونخوا د ملي مبارزو او تاریخ څخه په الهام ورځنې پراتیک کې د لاسته راغلي تجربو او نظریو ټولګه خپل نظریاتي اساس ګڼې او د هغې پر بنسټ فعالیتونه کوي. په پام کې لري چې د افغانستان او نړۍ د سیاسي مدني ټولنو ، شخصیتونو ، پارلمانونو ، د بشر خیر ښیګڼې او نړیوالو ادارو او نهادونو ټولنیز ، فرهنګي، سیاسي هر اړخیز ملاتړ تر لاسه کړي.

هیله ده زموږ د هېواد او نړۍ ټولنیز فرهنګي او سیاسي محافل د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدالت غوښتنونکې مبارزي ملاتړ ته ودانګې او په دې سختو شیبو کې د پاکستان د تیریو په وړاندي د جنبش د تاوتریخوالي غیر هڅو له انساني دریځ څخه متمدنه نړۍ خبره کړي چې پاکستانی پوځ او استخبارات د پښتنو د جینوسایډ څخه ډير ژر لاس واخلي.

 

طالبانو سره يوه دوې خبرې !

حکيم روان

هر څوک خبر دي چې طالبانو بالاخره د امريکا سره جوړجاړی وکړ . طالبان نور پر امريکا بريدونه نه کوي . له طالبانو مې پوښتنه دا ده چې خدای تعالی (ج) انمالامريکائيون اخوت ويلی دی ، که انمالمؤمنون اخوت يې ويلی دی ؟؟؟ تاسو د امريکايي وروڼو سره جوړه وکړه ، خو د افغانانو وروڼو سره جګړې ته دوام ورکوئ . دا په داسې حال کې ده چې افغانان هم افغانان دی او هم مسلمانان او تاسو هم ځانونه افغانان بولی او هم مسلمانان . نو بيا تر منځ دا جګړه ولی؟

 طالبانو! تاسو به ويل چې مونږ د افغانانو سره هېڅ جنجال نه لرو ، زمونږ د جګړې اصلی موخه په افغانستان کې د امريکائيانو اشغال دی . ښه اوس چې تاسو د اشغال سره جوړه وکړه ، نو دا افغان وژنه ولې او د څه د پاره ؟

تاسې واياست چې جګړه ځکه کوی ، چې د امريکا سره د توافقنامې خلاف افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بنديان نه خوشی کوي . آيا ستاسو سره افغان حکومت ژمنه کړي وه چې اوس د ژمنې خلاف بنديان نه خوشی کوي ؟ ښه طالبانو ! نو تاسو خو توافقنامه د امريکائيانو سره لاسليک کړيده او هغو تاسو سره د ۵۰۰۰ بنديانو د خوشی کيدو ژمنه کړی او تر اوسه يې نه ده عملی کړي ، نو ولی پر امريکائيانو بريدونه نه کوئ ؟ او ولې پر افغان سرتېرو بريدونه کوئ ؟ طالبه که ته مسلمان يې ، نو تاته کوم اسلام په روژه ماتی د ناستو افغان سرتېرو د وحشيانه وژلو اجازه درکوي ؟ طالبه که ته مسلمان يې ، تا ته کوم اسلام د تراويح په لمانځه د ولاړو مسلمانانو د وژلو اجازه درکوي ؟ طالبه که ته مسلمان يې ، تا ته کوم اسلام د افغان مسلمانو سرتېرو د وژلو او بيا سوځولو اجازه درکوي ؟ ښه مسلمانی خو په شک کې وه او په شک کې ده !!!!! خو طالبه که ته افغان يې نو افغان سرتېري خو افغان وطن ساتي ، نو ته هغه ولې وژنې ؟ بيا که تاسو په رښتيا سره د طالب بنديانو خوشی کيده غوښتل ، نو بنديان خو د افغان حکومت سره وو ، چې اوس يې د افغان حکومت څخه خوشی کيده غواړئ ، نو تاسو ولې د امريکا پر ځای د افغان حکومت سره توافق نه کاوه ؟ او ولې تر ننه په هماغه خره سپاره ياست چې د افغان حکومت سره خبرې نه کوئ ؟

طالبانو تاسې واياست چې مونږ د مختلفو سياسی ډلو سره خبرې کوو ، خو د افغان حکومت سره نه ؟؟؟ له امريکا سره مو چې خبرې وکړې ، پايله يې دا شوه چې اوس امريکائيان کرار ناست دی او ستاسو د افغان وژنې ننداره کوي . په دې پلمه افغانان وژنۍ چې حکومت بنديان نه خوشی کوي . بيا به د ځان په شان ډلو سره د خبرو وروسته افغانان وژنی چې افغان حکومت د چورګرو، مفسدو ډلو دغه ژمنه نه عملی او هاغه ژمنه نه عملی کوي . طالبانو ! په افغان وژنه او مسلمان وژنه کې تاسو څه ثواب ليدلی دی ؟

 ګورئ طالبانو! تاسو هم ځان غولوئ هم جهان غولوئ . ستاسو په وړاندې افغان حکومت ولاړ دی ، هوايي خبرې مه کوئ او تر څو چې د افغان حکومت سره خبرو ته ناست نه ياست ، هم به تاسو وژل کيږئ او هم به بی ګناه ملکی مسلمانان او افغان سرتېري وژل کيږي . په خپل لاس خپل مټ او وزر مه پرې کوئ ، د پردو خبرې پرېږدئ ، د خپل کور جنجال او شخړه په کور کې حل کړئ . ستاسو جګړه ستاسو د ځان ، ستاسو د کور (افغانستان ) او ستاسو د ورور په زيان ده ، ګټه يې ستا د سر او مال دښمنانو پنجابيانو ، ايرانيانو او نورو ته رسي .

طالبانو !

 د خدای (ج) روی ته وګورئ چې د اوربند په اړه د عقل او وجدان غږ ، د اسلاميت او افغانيت غږ او د افغان ولسمشر دوکتور محمد اشرف غنی غږ واورئ ! د سولې د پاره د افغان ولس هيلو ته ځواب ورکړئ !

 له وژنو لاس واخلئ ! له خدايه وويريږئ ! له جګړو ځپلي افغان ولس او د جګړو د لاسه د وږو، تږو ، کونډو ، رنډو او يتيمانو له لښکرو وشرميږئ ! چوکيو او اقتدار ته د رسيدو د پاره د مسلمان افغان ولس له وژنو لاس واخلئ ! او د جګړې او وينو تويولو د مخنيوي د پاره د افغان حکومت سره له پلمو پرته ژر تر ژره کېنئ ، تر څو څلوېښت کلنه غميزه پای ته ورسيږي !

انمالمؤمنون اخوت ، فاصلحو بين اخويکم .

 

پاکستان او د ترور جواز د

حکيم روان
پښتون ژغورنې د غورځنګ د مخکښ غړی عارف وزير وحشيانه ترور خونخوارې آی اس آی ځکه سرته ورساوه چې د امريکا د متحده ايالاتو شنه چراغونه يې وليدل . د پنجاب مزدوره واکمنی د امريکايي بادار په زور ټوپونه وهي . د پنجاب فاشيستی نظاميګران د اسرائيلی صهيونيسم وروڼه دی. اوس چې د امريکا چراغونه تروريست پاکستان ته شنه دي ، د پاکستانی ترور په وينو لړلی څپې به بيا سيمې او هېوادونه وځپي . د عارف وزير وينې لا وچې شوی نه وې چې د پنجاب ګورنر وويل چې: « د افغانستان استخباراتو غوښتل ، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين ترور کړي .» د پښتون ژغورنې غورځنګ ځوان او اتل مشر د ( لر او بر يو افغان ! ) په ملکوتی ناره د پنجابی غلام زړه په نښه کړی دی . که چيرې دافغانستان وار راشی ، بيله شکه به د منظور پښتون په شان، افغان دښمنه او شيطانی پنجابی اداره په نښه کړي ، نه خپل غيرتی بچيان . د پنجاب د ګورنر د دې خبرې مانا داده چې له يوې خوا غداره آی اس آی غواړی د خپلو ککړو لاسونو نه بښونکی او نه هيريدونکی جنايات پر نورو ور تاوان کړي او له بلې خوا داړونکی آی اس آی د دې تورونو تر تورې پردې لاندې نورو وينو تويونو او خپلو بشری ضد جناياتو ته لاره خلاصه کړي . پاکستان د تروريستو طالبانو د ايجاد مجوز هم له انګريزی استخباراتو ، عربی سړيخورو او امريکايی ترهګر روزونکو تر لاسه کړی وو . په خپل سر پنجابی غلامان خپله ککړه پوزه هم پاکولای نه شي .
زمونږ ويشلی نړۍ په مختلفو ډولونو او دلايلو سره ويشلی ده ، خو د افغانانو په ځانګړی توګه د پښتون قوم د ارادې په ماتولو کې سره متحده او يو موټۍ شويده . خو تجربو ښودلی ده چې ټوله نړۍ د افغان ولس د آزادی غوښتنې نه ماتيدونکی اراده نه شی قابو کولای .
اوس بايد افغانان او په ځانګړي توګه پښتانه د نړۍ د هېوادونو او ملتونو تر منځ خپل مقام ، موقف او دريځ تشخيص کړي . د مسلمان په نوم شيطان تروريستان د فلسطينی جنوسايد ( نسل وژنې ) او د برما د روهنګيه مسلمانانو د جنوسايد نوم په خپلو مردارو خولو نه آخلی ، خو د افغانانو په ځانګړي توګه د پښتنو وينې بې دريغه تويوي .
زما غيرتی ملګري هنر «غيرت» د ځوان عارف وزير د وحشيانه ترور له کبله د ماتم تور بيرغ پورته کړئ ، تر څو په دې توګه ددې بګنوونکی جنايت غندنه وکړي ، خو له نيمې پيړۍ په زياته موده کې مونږ ماتمونه کوو ، زمونږ د وينو او بلهاريو ، زمونږ د شهيدانو ، يتيمانو ، پيغلو کونډو او بورو ميندو چا پوښتنه ونه کړه او داسې ښکاری چې د افغان ملت د رېښو د ايستلو سوچونه لا هم ادامه لري.
د انسان په توګه ، د عقل په حکم هيڅکله خپل زړه ور ملت ، ټوپک ، کوتک او زور آزمايلو ته نه رابولم ، خو دومره وايم چې افغان نور بايد د اسلام په نوم قربانی نه شی . اسلام ، مسلمان نما قاتلينو په سر کې پنجابی تروريست حکومت دومره رسوا کړ چې نور بايد د معاملو له ليسته وايستل شی د پنجاب طالبی نوکرانو د پنجاب په فرمان د غير مسلمانې امريکا سره جوړه وکړه خو د مسلمان افغان سره جوړه نه کوی او هره ورځ د سلګونو مسلمانانو وينی تويوي . پنجابی نوکران د فلسطين د اصلی قاتلانو سره غاړه غړۍ شول ، خو د مسلمان افغان وينې په بې رحمۍ سره تويوي . مسلمان سعودی د مسلمان يمن وينې همداسې تويوي ، لکه «مسلمان پنجاب» چې د مسلمانو افغانانو وينې تويوي . طالبی ګوډاکيانو د واتيکان د مشر پاپ زاری د اوربند او مسلمانانو د وژلو د بندولو د پاره ونه منلې ، د ملګرو ملتو د عمومی منشی انتونيو ګوتريس په وار وار د اوربند غوښتنه يې ونه منله . همدارنګه يې د ولسمشرغنی د روژې د مبارکې مياشتې په پار د مسلمان وژنې د درولو وړانديز و نه مانه . مونږ نور د مسلمان په جامه کې د تور ابليس مسلمانی نه منو !
زه خپل افغان ملت په ځانګړی ټوګه پښتون قوم جنګ ته نه ، بلکې د خپل سر او وينو ، د خپل کور او کلی ، د خپلې سيمې او هېواد مشروعې دفاع ته رابولم . دا دفاع کولای شی په مختلفو شرايطو کې مختلف ډولونه خپل کړي .خو په هر ډول وضعيت او هر ډول شرايطو کې بايد خپل مشروعيت وساتي .
مونږ نور بايد خاص او عام د پي ټي ام د آزادی بښونکی ،ځوان او سرتاسري غورځنګ مشروعې دفاع، برحقه لارې او انساني داعيې ته سرونه او مالونه وقف کړو . زمونږ په پوستکی او غوښو انګريز چاړه کېښوده او تر هډوکی يې ورسوله او پنجابی نوکر يې غواړی زمونږ هډ مات کړي . مونږ به نور ځمکه او آسمان د بنده بندګۍ ، د غلام غلامۍ او د پنجابی مريې مرئيتوب ته اړ نه کړي د عارف وزير ، د لوڼي ، نقيب او نجيب د وينو غچ زمونږ د ايمان برخه شوه . په مونږ به د پښتنې مور شيدې حرامې وي ! مونږ به پښتانه نه يو ! او مونږ به د ستر احمدشاه اولاد نه يو ! که د پنجابی پنجاب مو د پنجابی تر پښو لاندې تنور نه کړ . پښتون پر باجوه اسلام په زور منلی وو او پښتون به په زور ورباندې مني !
زه په لر او بر افغان غږ کوم چې د پنجاب د غلام استبداد پر ضد سره متحد او راپاڅئ ! غرونه او رغونه ، دښتې او ميرې ، لارې او ګودرونه ، کلی او ښارونه د پنجابی فاشيسم او د هغو د ګوډاګيانو پر ضد په نه ماتيدونکو مورچو او سنګرونو واړوئ ! د دوزخ دروازې ماتې کړئ او د آزادی توغ مو بيا د احمدشاه ، ميرويس خان ، شېرشاه او لودي پاچاهانو په څېر تر آسمانه اوچت کړئ !
بريالی دې وي د پښتون ژغورنې آزادي بښونکی غورځنګ !