افغانستان لا تر اوسه د نړۍ سیمې د زبر ځواکونو د سیالیو څخه په امان نه دی. د افغانانو له خوا جوړې واکمنۍ ته درناوی نه کیږي او په خورا سپين سترګۍ د هغې د نړولو ناروا لارې چارې تجربه شوي. زبر ځواکونو تل هڅه کړي موږ ته د واکمنۍ بڼه او د بهرنیو او کورنیو اړیکو لوری وټاکې. خو کله چې افغانانو د دیکتات په وړاندې مقاومت کړی خبره د افغانستان ویشلو او یا هم د سیمې د بل هېواد په توامیت کې ورکولو ته رسېدلې. زبر ځواکونو لا تر اوسه نه دا توان او نه یي هم د دې فرهنګ پيدا کړی چې، د افغانانو جوړي واکمنۍ ومنې او د هغوئ د ودي او پياوړتیا سره مرسته وکړي او یا د خپلو تپل شوي واکمنیو د لږ تر لږه باثباته کېدو له پاره په کړو وعدو ودریږي. له دې کبله زموږ خلک زوريږي، وژل کیږي او په دې هم ملامتیږې چې ګواکې افغانان د ژوند کولو اړینه پوهه او د خپل وطن سره مینه نه لري! لېري نه ځو په نږدې تاریخ کې انګریزانو، روسانو، پاکستانیانو ماتې وخوړلې او امریکایان هم د ماتې په درشل کې ولاړ ښکاري. ماتې خوړلو د افغانستان جغرافیه وویشله، د وطن بنسټونه یي وران کړل، د خلکو ملي يووالی یي زیانمن کړو . خو دوي هم خیر ونه لېدو ، د بریانیا امپراطوري ماته شوه، شوروي اتحاد ونړید، پاکستان د تجزیي او اقتصادي ګړنګ په غاړه ولاړ دی.
امریکا د اقتصادي سیاسي ستونزو او نړیوالي انزوا سره لاس او ګریوان ده او د خپلو نوساني پالیسیو په لړ کې د معاصرې دموکراسۍ پر بنسټ د افغان واکمنۍ د تقویه کولو پر ځاي، د طالب داعش ترهګرو ډلو پر مټ په افغانستان او سیمه کې د خپل نفوذ او موقف ساتلو په بابیزه کار بوخته ده.
تجربو ښودلې چې هیڅ هېواد د خپلو ګټو له چوکاټ څخه بهر کله هم افغانستان ته رغوونکې مرسته نه ده کړي، خو بیا هم یو شمیر روڼ اندو د څلورو لسیزو جګړو ورانیو د بیا جوړونې په موخه د امریکا او ناټو مرستو کولو ته زړه ښه کړی او دا یي د جګړو د خرابیو څخه د وتلو په موخه د هېواد اړتیا بللي. اوس چې د افغانستان د ټولني يو لړ بنیادونه په پخیدو دي، افغانان له نوي ګواښ سره مخامخ شوي.
پاکستان، ایران او په یو مقدار کې روسییه نه غواړې افغانستان په خپلو امکاناتو او زیرمو متکې هېواد وګوري، په طالبانو د پانګونې له امله دغو هېوادونو امریکا له ژوبلې ګوتې داسې نیولې چې د دوي په ګټه د دوحي هوکړې ته زړه ښه کړي. امریکا اوس د هغې د پلې کېدو له پاره افغانستان تر راز راز فشارونو لاندې نیسي. یانې د دوه سری حکومت تجربه باید پایښت ومومې، د مشورتې لوي جرګې پریکړو او سپارښتنو ته شا شي، د ولسمشرۍ ټاکنې ناچله شي، د ولسمشرۍ تحلیف دوه ګونې مراسم تحمیل شي، لنډمهاله میکانیزم چې طالبان او د ځان بولي ولسمشر ( عبدالله ) خوا یي غوښنه برخه وي طرح او پلی شي.
که داسې ونه شي، لمړی امریکا بیا لږ وروسته ناټو مرستې بندوي، طالبان داورکم پر ځاې تاوتریخوالی زیاتوي، که دې هم اغیز ونه کړو د کورونا ویروس د خوریدو په پلمه امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو دړکې کوي او وایي چې د بلک واټر په چوکاټ کې د طالب ملیشو تنظيمولو له لارې داعش، القاعدي او نورو ترهګرو ډلو په وړاندي سیمه ایزي او نړیوالي دندې مخته وړلی شي او نور .
په کورنې بعد کې دغې رسوا سناریو ته ټولي هغه ډلې ټپلې، چې له طالبانو سره د هر ډول معاملې ملاتړې دي، د ټاکنو له پایلو سره بې ځایه مخالفت کوي، د افغانستان د اوسنې سیاسي کړکیچ حل د پاکستان، ایران او روسیي د ګډ لیدلورې په چوکاټ کې غواړي، کار کوي.
نوی ګواښ چې تر ډيرې کچې د افغانانو په مقابل کې سایکولوژيکې جګړي ته ورته ګواښ بلل کیږي د هېوادوالو په وړاندې ځنډ نه منونکې دندې ږدي. هغه دا چې :
افغانان اړ دي چې ورو ورو په بهرنیو مالي مرستو خپله تکیه لږه کړي، له کورنیو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې ظرفیتونه لوړ کاندي. دې موخې ته د رسېدو له پاره هېوادوال په خپلو کې د یووالي کولو د یو ځوابګوي نظام جوړونې او ښي حکومتولۍ ته د ودي او پياوړتیا ورکولو په برخه کې اړينو اقداماتو او پایله لرونکې فعالیتونه ته لار برابره کړي.
دې موخې ته رسېدل هغه وخت امکان لري چې په تیرو دوه لسیزو کې د بهرنیو وریدلو مرستو په اثر د رامنځته شوي مفسد قشر لاسونه د افغاني نظام او حکومتولۍ له ستونې لنډ شي. تر څو چې مفسد قشر او زورواکې د افغانستان د نظام او حکومتولۍ برخه وي په بهرنیو مرستو اتکا نه لږیږي او له کورنیو زیرمو د سالمي استفادي امکان کله هم نه برابریږي. ځکه دا مفسد قشر او زورواکې دي چې بهرنۍ لاسوهنې ته لار ورکوي، د افغاني ټولني او نظام واک بهرنیو لاسونو ته سپاري چې د هغې له امله نه افغانان ښه ورځ موندلی شي او نه له بحرانونو وتلی شي.
د افغانستان خلک په تیره بیا هېوادنې سیاسي ګوندونه، مدني ټولني او خپلواک ملي شخصیتونه کولی شي چې په خپلو کې د فکري ټکو د ډيرولو له لاري داسې یو خوځښت په لاره واچوي څو د هغه مفسد قشر جرړې له بیخه وباسي چې د ناروا شتمنیو ، حکومتي واک او زور له لاري په دولت، سیاست او افغاني ټولني منګولي خښوي او هر څه په ولکه کې اخلې، د ډموکراسۍ په جامه کې د هر هېوادنې ډموکراټيک بهیر مخه نیسې او هېواد د ستر بحران ګرداب ته ټيل وهي.
د کورونا په وژونکو شرایطو کې افغانستان او د نړۍ نور هېوادونه له خپریدونکې وبا سره د مبارزې او د خپلو ټولنو او نړۍ د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي رامینځته شوي ستونزو حل د سم مدیریت په چارو کې د ستر ازمایښت سره لاس او ګریوان دي. د نړۍ مشهورو څيړونکو او شنونکو یوسکا فیشر ، بارنت روبین او هنرې کسینجر په خپلو څرګندونو کې اشاره کړي چې له کورونا وروسته نړۍ به بدله وي، په همدې بنیاد ویلی شو چې افغانستان به هم اوسنی افغانستان نه وي. له دې کبله افغانان باید له نړۍ سره یو ځاي هغه وضعیت ته تغیر ورکړي چې د هېوادوالو قسمت یي د ناروغیو ، جګړي او تاو تریخوالې سره غوټه کړی دی. افغانستان نور په ناروغیو ، خوارځواکیو ، بې ثباتۍ کې پاتې ساتل او د نړۍ او سیمې د زبرځواکونو د سیالیو په ډګر کې اخته پریښودل انساني کړنه نه ښکاري.
د نوي ګواښ کومه څپه چې زموږ هېواد او خلک تهدیدوي او لامل یي هماغه مفسد قشر او بهرنۍ لاسوهنه ده، بې له ځنډه مخنیوی په کار دي. له طالبانو سره د سولي موافقه، د عبدالله له خوا منځته راغلې سیاسي ستونزه ، د ګاونډيو او نړۍ دهېوادونو سره سباسي تعامل او نور ټول باید د قانون او افغانستان د ملي ګټو له دریځه حل او پلې شي. له دې پرته د هېواد سلامت ته پيښ ستر خطرونه نه شي له منځه تللی.
د کورونا د وبا کنټرولول ملي ڼړیوال نوي مدیریت ته اړتیا لري، د نوي مدیریت اجزا او عناضر ښایي ډير وي، خو د طبي ستندرد لارښوونو د یوي پلې کېدونکې ټولګې برابرول ، له طبي زیرمو – پرسونل او نوښتونو پر ځاي او ژوره ګټه اخیستل، د ټولنیزې خبرتیا د کچې پورته بیول، د خلکو د اړتیا وړ خوراکې او صحي توکو برابرول او عادلانه ویشل، د طبي او صحي لارښوونو اوریدو او پلې کېدو ته د خلکو رابلل او باوري کول، په ملي او نړیواله کچه د مرستو راټولول، هغه پر ځاي لګول او سرغړونکې په کلکه سزا رسول او په ټوله کې د بازخواست سطحه لوړول زیات اهمیت لري او دغو ټکو ته د هېواد د چارواکو پاملرنه راګرځول اړین بلل کیږي.
د کورونا وبا د کنټرول کمپاین د افغانستان حکومت او خلکو په اوږو یوه بله مهمه دنده ږدې هغه دا چې د هېواد طبي صحي سیستم باید د ۲۱ مې پيړۍ او د کورونا په څير وباګانو د بې له ځنډه مخنیوي په نوي پوهه، مهارت او وسایلو ، مجهز او ورغول شي.