مالموسويډن کې لاريون وکړ

د بېرغونو او شعارونو سره د پښتون ژغورنې غورځنگ غړو د خپل بندي شوي مشر لپاره د مالمو ښار په تريانگل کې لاريون وکړ. دغه گروپ چې د پښتنو د حقوقو تر لاسه کولو لپاره کار کوي.

يوه لويه ډله خلک د سې شنبې په ورځ د مالمو ښار په تريانگل کې ددې لپاره په لاريون راوتلي وه چې ددوي مشر منظور پښتين د پاکستان د پوليسو لخوا په بې بنسټه تور بندي کړای شوی دی. منظور پښتين د پي ټي ايم (پښتون ژغورنې غورځنگ) مشر دی، يو غورځنگ چې د پاکستان رياست بد اعمال د پښتنو پر وړاندې راسپړي. پښتانه په پاکستان، افغانستان او هندوستان کې مېشت دي.

منصور ترين د مالمو د لاريون ترتيب کوونکی وو. مونږ يو غورځنگ يو چې د انساني حقوقو لپاره کار کوو. زمونږ مشر په بې ځايه دلایلو او تور پورې کولو سره بندي کړای شوی دی. منصور ترين وايي: زمونږ د مشر گناه يواځې داده چې د پښتنو سره د ظلم پر وړاندې يې خپل غږ پورته کړی، مونږ د همدې بې عدالتۍ پر وړاندې د خپل غږ پورته کولو لپاره دلته راټول شوي يو. تر څو دغه مالومات تر نړېوالو ورسو.

د منظور پښتين نيولو سره د پاکستان هېواد په گڼو ښارونو کې لاريونونه وشول، په ځانگړې توگه د پاکستان په شمال لوېديځي برخه کې، هلته چې زياتره پښتانه مېشت دي. د افغانستان په زياتره ښارونو کې ددې کړنې پر وړاندې د لاريونونو سره سره د نوموړي هېواد اولسمشر هم پر خپل ټويټر خپل غبرگون ښکاره کړ.

 

My Östh Gustafsson

Sydsvenskan

MALMÖ28 januari 2020 16:48

کې نشر وه sydsvinskaدا پورته ليکنه په

د لوی افغانستان دخپلواکۍ ویاړلي غورځنګ ته وځلــــیږه

د لوی افغانستان دخپلواکۍ ویاړلي غورځنګ ته

وځلــــیږه
د ماذیګــر د لمـر لـویــدلــو وړانــګـې وځـلـیـږه
د لـر ګـودر د زیــــړو ګــلـو څـانـګـې وځـلـیـږه
نه دې په ژوند خواته نږدې شومه نه ته راغللې
تنکۍ غوټۍ  د ګل  په څانګۍ څانـګۍ  وځلـیـږه
ما نه  هـمـت  د مارګـلې  د پــولـو بـل اخیـستی
ما نـه ډیـورنـډ وړي  د فخـر پانګـې  وځـلــیـږه
زما ملت د خپل وجود په لر او برکې ورک دی
د لر او بر له وجود  وړانـدې دانګې  وځـلـیـږه
زه په تورتم کې ستاپه لوردرځم چې تـته نه شې
د خـپلواکۍ د ګلـو څانـګې وړانـګې  وځـلـیـږه
د خـدمـتګار د  سبا سترګې د نـفاق  له وریځـو
سرکړه راپـورتـه یـوځل دانګې وانګې وځلـیږه

هغوي چې تر څلوېښت کالو زيات عمر لري

عظم الدين عالمي

 پوهيږي چې د 1357 لمريز کال د ثور د مياشتې تر پاڅون وروسته د افغانستان له گوټ گوټ څخه د خلکو پر جرگو سربيره, د چترال په شمول د ټولې پښتونخوا له سيمو څخه پرلپسې د خلکو د استازو جرگې کا بل ته راتللې او له نورمحمد تره کي سره يې کتنې کولې.

دلته د بيلگې په توگه, د پښتونخوا د باجوړ له چارمنگ څخه راغلو پوهانو, ديني عالمانو او مشرانو ته, د سلام خانې په ماڼۍ کې د نورمحمد تره کي د يوې اوږدې وينا ځينې برخې وړاندې کېږي. ددې وينا لوستنه, تاسې د پښتنو او بلوڅو سره, د نورمحمد تره کي په مشرۍ د هغه وخت د حکومت په اړيکو خبروي:

 نېټه: 1358 کال د چنگاښ څلورمه

گرانو عزيزانو!

ستړي مشئ. خداي مو راوله. واقعا ستاسې راتگ دلته ډېر په زړه پوري دی او موږ خوشحاله يو چې موږ دلته د خپلو وروڼو هرکلی کوو او دوي ته ښه راغلاست وايو. زموږ سترگې په دې ډېرې روښانه شوې چې تاسې مو له نږدې وليدئ او تاسې له نږدې موږ گورئ, موږ په دې ډېر خوشحاله يو چې موږ تاسې مخامخ وگورو او تاسې موږ ووينئ.

د ثور انقلاب د هغې ټولنې دپاره لار پرانيزي چې په هغې کې به ټول نيکمرغه وي. هيڅوک به بل څوک نه استثماروي, يعنې د هغه غوښې او وينې به بل څوک نه خوري. دلته به هر څوک کار کوي او د خپل کار زحمت به پخپله خوري, نه دا چې نور خلک يې په ډول ډول پلمو په ډول ډول بهانو ترې وتروي او دوي داسې خواروزار پريږدي لکه تر دا اوسه پورې چې په افغانستان کې رواج و.

موږ به وروسته تر دې قطعا اجازه ورنکړو او د افغانستان خلکو دا په ټينگه پتيلې ده چې نور به ظالمان نور به هغه ليوان په خپل منځ کې نه پريږدي چې دوي يې خواروزار کړي وو او تل د دوي د بدبختۍ موجب شوي وو. موږ اوس په دې يوه کال يا په دې څوارلسو مياشتو کې واقعا د داسې ټولنې بنسټونه ايښي دي او نور يې هم ږدو او د افغانستان خلک په ډېره ميړانه سره د خپلې نوې ټولنې جوړونه پر مخ بيايي. دوي ته په دې کار کې ډېر برياليتوبونه ورپه برخه دي ځکه چې دوي لاسونه سره ورکړي دي.

زه تاسې عزيزانو ته ځکه دا وايم چې افغانستان ستاسې خپله خاوره ده او تاسې ددې خاورې ياست. زه چې افغانستان يادوم مقصد مې تاسې ټول ياست او ستاسې ټوله نيکمرغي په دې خاورې پورې تړلې ده. ستاسې بدمرغي يا خداي نه خواسته بدبختي زموږ په بدبختۍ پورې تړلې ده. زموږ او ستاسې هر څه سره شريک دي. موږ تاسې ته په دې ځاي کې په ډېره خوښۍ سره هرکلی وايو او بيا هم درته هرکلی وايو.

تاسې گورئ چې موږ څه کارونه کوو, دلته يو بل ستر گام چې مو په دې وختو کې واخيسته هغه هم د ستاينې وړ دی. هغه واقعي سرشميرنه ده, سرشميرنه په افغانستان کې د لومړي ځل دپاره منځته راغله. دا سرشميرنه به واقعا موږ ته دا معلومه کړي چې په افغانستان کې څومره کسان اوسيږي, څومره سپين ږيري دي, څومره واړه دي, څومره ځوانان دي, دا به ټول راته معلوم کړي او موږ به خپل اينده پلانونه او خپل اينده فعاليتونه ددغې سرشميرنې په اساس ترتيبوو او مخ په وړاندې به ځو.

د ثور ستر انقلاب دوښمنان لکه پخوا چې مو وويل ولاړل نورو ځايونو ته, له هغه ځايه تيږې راولي, له هغه ځاي څخه کارتوس راولي, له هغه ځاي څخه زموږ پر ضد مبارزه کوي. مگر هلته دا محض خوشې چټي هلې ځلې دي چې دوي يې کوي او موږ وايو چې د افغانستان خلک دا ډېر لوي سيند دی واقعا دا سيند ددغه شان سپيو په خوله نه مرداريږي. زموږ وسلوال پوځ د خپل وطن د خپل هيواد هره لويشت خاوره په ښه ميړانه ساتي له هرې خوا چې تجاوز پرې وشي هغه په شا تمبوي او بايد په شا يې وتمبوي. وسلوال پوځ د افغانستان د خلکو يوه وړوکې برخه ده, مگر دا برخه ددوي زامن دي او ددوي په امر باندې حرکت کوي. وسلوال پوځ د افغانستان د ټولو خلکو وياړ دی او هغه څه کوي چې د خلکو ښيگڼه په کې وي. زموږ دولت هم تر دغسې فضا لاندې داسې کارونه کوي چې هغه واقعا په تاريخ کې بې ساري دي, پخوا مې هم ويلي و چې دا ډېر ستر کارونه دي, درانده کارونه دي. اوس په افغانستان کې د ځمکې ويش بشپړ شو. نور به په افغانستان کې داسې فيوډال داسې څوک نه وي چې هغه په زرگونه جريبه ځمکه ولري. زموږ زيارايستونکي خلک چې د يوې ټوټې ځمکې په ارمان وو, ارمانونه يې وختل, پوره شول. اوس دوي کولی شي چې ځمکه ولري, پخپله يې وکري, پخپله يې وريبي او پخپله يې وخوري. نور هغه نشته چې دا ارمان يې درلود چې کاشکې که موږ يوه لويشت ځمکه درلودی په هغې مو گوزاره کولی.

نو زموږ تقاضا له تاسې عزيزانو څخه همدغه ده چې راشئ تاسې زموږ خپل وجود ياست او دا وجود داسې دی لکه نوک او ورۍ. په دې ځمکو کې تاسې هم برخه لرئ. خداي مو راوله که يو کور راځئ که زر کوره راځئ, لس زره کوره راځئ موږ ځمکې درکوو او د ځمکې ټول وسايل هم درکوو, ميشته کوو مو, کومکونه درسره کوو, لکه زموږ خواږه ورونه راځئ, خداي مو راوله راسره اوسيږئ. تاسې چې بيا بيرته ځئ زما دغه پيغام ټولو پښتنو ته ورسوئ, ټولو پښتنو بلوڅو ته يې ورسوئ ورته وواياست چې د افغانستان د ځمکې ويش کې تاسې هم حقدار ياست, ستاسې حق بيخي درته ساتلی دی او دا حق به زموږ سره وي.

سود, د نغدو پيسو سود,گروي, سلم دا مو ټول لغوه کړل. دا په شريعت برابر کار و, زموږ جمعيت العلماء او د جهان حقيقي عالمانو ددې ملاتړ کړی دی. همدا ډول تاسې ته معلومه ده چې په دغه سيمه کې په تېره بيا په افغانستان کې د نجونو خرڅول دا داسې يو مباح او روا کار و او د شريعت محمدي څخه بالکل مخالف کار و او موږ وکړای شول دا بد عمل او د خداي د لارې مخالف عمل بند کړو. اوس څوک نه شي کولی چې خپل اولادونه په پيسو باندې وپلوري او يا دې ته زړه ښه کړي چې خپلې کوچنۍ نجونې په پيسو باندې خرڅې کړي او هغه خوارانې لکه غلامانې بل چاته ورکړي. دا کار په شريعت کې په قطعي ډول منع دی.

د کرايې ملايانو او د پيرنگيانو نورو گوډاگيانو په درواغو په موږ باندې تورونه ولگول. د هغوي د تورونو له جملې څخه يو دا و چې ويل يې دوي کافران دي او موږ ورته وايو چې دا ستاسو پرنگيان او ددوي گوډاگيان چې موږ ته کافران وايي دا دوي پخپله البته معلوم دي چې کافران دي. دلته خو قطعا د کفر خبره نشته او موږ د اسلام پيروان او موږ د زيارايستونکو مسلمانانو زامن يو او د زيارايستونکو مسلمانانو لپاره هغه خدمتونه کوو چې واقعا په تاريخ کې بې ساري دي. دوي دا دروغ هم تړي چې جوماتونه مو ړنگ کړي او خداي نه خواسته هغو ته مو اورونه اچولي دي. دا دی تاسې عزيزان دلته راغلي ياست, لکه چې څو څو ځلي مې نورو ته هم ويلي دي, تاسې هم وگورئ چې دلته په کابل کې کفر دی که اسلام دی. دلته خو اسلام دی, دلته خو شريعت دی, دلته خو اذانونه کېږي, دلته خو جوماتونه دي, دلته خو هر څه شته. اما پرنگيان او ددوي گوډاگيان دا له موږ سره ځکه نه مني چې دا ددوي پر گټه دي چې دلته پر موږ پورې تبليغ وکړي, زموږ پر ضد پروپاگند وکړي, موږ ته بد ووايي چې خلک راڅخه زړه توري کړي.

زموږ ځيني گاونډي هيوادونه يعنې د ايران متعصبين او د پاکستان مرتجع ټولنې زموږ انقلاب ته واقعا په ښه سترگه نه شي کتلاي او نه گوري, دا ځکه چې د دوي زيارايستونکو هم دغه ډول انقلاب ته زړه ښه کړی دی. د ايران متعصب شعيه گان دا خو بيخي زموږ پر ضد باندې دغسې راپاريدلي دي چې حتی دوي موږ ته اعلان د جهاد راکوي. د ايران زيارايستونکي زموږ ورونه دي, اما متعصب په رښتيا سره هغه متعصبين دي چې غواړي ټوله دنيا د دوي په رنگ شي او ټول شعيه شي او نور يې قطعا تر سترگو ښه نه ورځي.

پاکستان کې هم دا ځينې د پرنگيانو گوډاگيان چې هلته تښتيدلي دي او هلته متعصبې ټولنې دي, هغوي هم تاسې پيژنئ  چې د امپرياليزم لخوا يعني د سامراجيانو لخوا دوي لمسول کېږي, پيسې ورکول کېږي او د افغانستان پر ضد يې پروپاگند راخيستی دی. موږ ورته وايو چې د افغانستان خلک له دوي نه مخکې مسلمانان وو, اوس هم مسلمانان دي, اينده به هم ښه زيارايستونکي او ښه مسلمانان وي. دا د دوي خبرې ټولې د پرنگي په لمسه دي موږ ورباندې خاندو او د دوي په دغو تورونو لعنت وايو. موږ په تکرار سره دا ويلي دي چې زموږ د ثور ستر انقلاب د پښتنو او بلوڅو انقلاب دی, دوي پرې خورا خوشحاله دي, ددې انقلاب ملاتړ کوي. د پنجاب زيارايستونکي هم ددې انقلاب ملاتړ کوونکي دي او هم زموږ ورونه دي. د سند زيارايستونکي هم زموږ ورونه دي او د ټول عالم اسلام زيارايستونکي دا زموږ ورونه دي, موږ له هغوي سره بالکل وروري غواړو او وروري مو ورسره ده.

په هر کور کې په هر ټبر کې کله کله يو څه بې اتفاقي راشي, بيا سره ونپوهيږي د خولې يا لاس جنگ جگړه وکړي يا يو مرور شي. موږ وايو که څوک په رښتيا له موږ څخه مرور شوي وي او دوي په موږ نه دي  پوهيدلي او لدې ځايه نورو هيوادونو ته تښتيدلي يا تللي وي, نو موږ دوي ته عمومي بښنه اعلان کړه چې خپل هيواد او خپل کور ته راشي. دا کور ستاسې دی په درناوي به مو بيرته خپلو کورو ته وروليږو. نو زموږ دا عمومي بښنه د ټولو او ډېرو خلکو لخوا ښه استقبال شوه. ډېر کسان راغلل چې هغوي په زړه پاک وو او واقعا زيارايستونکي مسلمانان وو. زموږ دولت او زموږ گوند په دې وياړو چې موږ د افغانستان او ټولو منطقو د راويښولو لپاره او د دوي د سعادت لپاره لگيا يو کار کوو.

موږ له هر چا سره له ټولو هيوادو سره دوستي کول غواړو او موږ د دوستۍ لاس ورغزولی دی چې دوستي راسره وکړي او د دوي دا دوستي موږ مشروطه گڼو, مشروطه دا چې زموږ په داخلي چارو کې څوک مداخله ونه کړي او زموږ په کورنيو چارو کې لاس ونه وهي. زموږ خلک ونه لمسوي او زموږ خلک ونه ربړوي او ويې نه کړوي او پر موږ باندې حملې ونه کړي يرغلونه و نه کړي, که دا راسره کوي نو موږ هيڅ له دوي سره دوستان نه شو کيداي او که دوي زموږ په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي نو موږ له هغوي سره دوستان يو او بالکل د ورونو غوندې ورسره ژوند کول غواړو. دا به هيڅ وخت چا ته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان يوه لويشت خاوره بل څوک تصرف کړي يا دلته د بل چا په ساز باندې د بل چا په حکم باندې دلته کوم کار وشي. د افغانسنان خلک د افغانستان دولت د افغانستان د خلکو گوند به ډېر مستقل په ډېر وياړ مخ په وړاندې ځي او مستقل به وي, هيڅ وخت به د هيچا ساز ته ونه گډيږي. په موږ خپل ناپييلتوب او خپل استقلال ډېر گران دی. موږ دا ساتو, نه يواځي ساتو يې, بلکې دا تقويه کوو هم او ددې لپاره هر اړخيزې هلې ځلې کوو چې ټول خلک موږ په دې حيث وپيژني. په عمل کې هم دا وپيژني چې زموږ هيواد يو ناپييلی هيواد دی دا د هيچا تر اثر او د هيچا تر حکم لاندې نه دی. دلته په موږ ډول ډول دروغ ويل کېږي چې پلانکی هيواد دلته نفوذ لري پلانکی هيواد داسې دی. دا ټول د سامراجيانو درواغ دي, د امپرياليزم درواغ دي. موږ د افغانستان خلک تاسې ته پخپله معلومه ده چې څومره مبارزې مو د پرنگيانو او د دوي د گوډاگيانو پر ضد باندې پخوا کړي دي. په همدې ډول که څوک زموږ په هيواد کې مداخلې وکړي, بې ځايه يا پر ځاي, موږ قطعا هيڅ چاته اجازه نه ورکوو او هماغه جزاگانې به ورکوو لکه پخوا چې مو پرنگيانو ته ورکړي دي. يا دا اوس متعصبين يا مرتجعين چې کوښښ کوي زموږ په چارو کې لاس ووهي هغوي ته به هم هغسې جزا ورکړو لکه پرنگيانو ته مو چې ورکړه.

نو يو ځل بيا تاسې وروڼو ته ډاډگيرنه درکوم چې افغانستان پخپله مستقل او ناپييلی هيواد دی او دلته به داسې ټولنه جوړيږي چې په هغې کې د ټولو نيکمرغي او سعادت پروت وي.

 

ليکنه : اميرګران د عـــــدم تـــشـــدد پاڅـــون د لارښـــود بــــاچــــاخــان د مړيني ۳۲ تــــــــــــــلــــين

د جنوري د مياشتي ۲۰مه نيټه ، ۲۰۲۰ م کال د پښتنو د سترمشر ، د هند د نيمي وچي د خپلواکۍ د مبارز او د عدم تشدد ( بـــي تــاوه ) تحريک د لارښود خان عبدالغفارخان ( باچاخان ) د وفات ۳۲ تلين دي .
خدائي خدمتگار باچاخان ، په خپل کتاب ” زماژوند او جــد و جــهــد ” کي ليکلي :
” زه په هشنغر په اتمانزو نومي کلي کي په ۱۸۹۰م کال پيدا شوي يم ، هغه وخت د پيدايش د نيټي د ليکلو رواج نه وو ، او نه څوک په ليک او لوست پوهيدل ، زما د پيدا کيدو نيټه چا ليکلي نه وه ، خو زه ۱۸۹۰ کال ځکه وايم چي زما خداي بخښلي مور ما ته ويل چي ستا د ورور ډاکتر خان صاحب واده په ۱۹۰۱م کال وو او ته هغه وخت د ۱۱ کالو وي ” ، باچاخان چي ژوندي وو ، وصيت ئي کړي وو چي : ” زما مړي به په پاکستان کي خاورو ته نه سپارئ ، ځکه دا غلام او محکوم ملک ده ، ما به د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کي دفن کوئ ” د يادولو وړ ده چي ۱۸ کاله وروسته د هغه زوي د NAP نيشنل عوامي پارټي او بيا د عوامي نيشنل پارټي مشر خان عبدالولي خان د جنوري په ۲۶ تمه نيټه ، ۲۰۰۶ م کال ساه ورکړه ، ANP هرکال د جنوري له ۲۰ څخه تر ۲۶ پوري د خپلو مشرانو تلين لمانځي
د زياتولو وړ ده ، باچاخان د جنوري په ۲۰ مه نيټه ، ۱۹۸۸ م کال په پيښور کي له دي نړۍ سترګي پټي کړي ،
جلال اباد ته د باچاخان د جنازي د انتقال په ورځ ، د هند ځوان صدراعظم راجيوگاندي او د هغه ميرمن سونياگاندي
د يوه خاص پرواز په ترڅ کي ، د لاهور او اسلام اباد په فضائي قلمرو باندي مستقيمآ پيښور ته راورسيدل ، او هم د لکونو خلکو ( نارينه ، ښځينه ، ځوانان او سپين ږيري ) چي باچاخان ته د درناوي لپاره راغلي ول ، د ديکتاتور جنرال ضياء الحق ، صدراعظم محمدخان جونيجو ، خان عبدالولي خان ، مولانا فضل الرحمن ترڅنګ زه هم د جنازي د انتقال په مراسمو کي موجود وم ، په هغه وخت کي د تورخم ـ جلال اباد د لاري امنيت ډير مهم وو ، ځينو توندلارو تنظيمي اجيرو ډلو د امنيت د ګډوډولو اخطار ورکړي وو ، خو د مولوي يونس خالص تنظيم د باچاخان سترشخصيت ته د درنښت له امله د لاري په اوږدو کي د بشپړ امنيت ډاډ ورکړي وو ، په جلال اباد کي د پاکستان د پوځي استبلشمنټ او د هغوي د مزدورو ډلو د اطمنان باوجود ، خاورو ته د باچاخان د مړي د سپارلو په مراسمو کي د پاکستاني استخباراتو د ايجنټانو لخوا د موټرو په تـــم ځاي کي انفجاري حملي وشوي ، د تلفاتو په اړوند محترم محمداغاشيرزاد چي هغه مهال د ننګرهار د ولايت لوړپوړي چارواکي وو په خپله فيسبوک پاڼه کي معلومات ورکوي چي د باچاخان د تدفين په مراسمو کي په موټر کي د بمي چاودني له امله ۷۰ بي ګناه کسان مړه او له ۹۰ څخه زيات شديدآ ټپيان شول ، باچاخان د هند په نيمه وچه کي د انګريزي امپريل ښکيلاک او د پاکستاني پوځي او ملکي حاکم اشرافيت په ضد له وياړه ډکي ، نه ماتيدونکي او نه ستړي کيدونکي مبارزي کړي او د سيمي په تيره بيا د افغانانو ــ پښتنو د مشروع حقوقو د حاصلولو لپاره ئي سخت ، ظالمانه ربړونه او زندانونه ګاللي دي او د انګريزي استعماري حاکميت او پاکستاني استبلشمنټ لخوا ئي له دوو ۲ لســــــيزو زيات د زندان د تورو تــمــبو ترشا تير کړي ، خدائي خدمتگار باچاخان په پښتني ټولنه کي له جهل او بيسوادۍ سره سخته مبارزه پيل او د علم او پوهي دحاصلولو لپاره ئي عملي کار او هـــڅــو ته ادامه ورکړه ، نوموړي د ښځېنه او نارينه وو
د تعليم د ترويج مبارزه له خپله کوره شروع کړه ، خپل دري زامن ، خان عبدالولي خان ، خان عبدالغني خان او خان عبدالعلي خان او لـــــــور په ښوونځيو کي شامل کړل ، خپله لور ئي د لوړو تحصيلاتو لپاره هند او بيا انگلستان ته وليږله ، د نشر سوي معلوماتو له مخي خدائي خدمتګارو د ۱۰۰ګونو په شاوخوا کي د هلکانو او نجليو لپاره مکتبونه او مدرسي جوړي کړي ، باچاخان به يواځي خبري نه کولي بلکه په عمل کي به له ټولو مخکښ وو ، په انګريزي کي متل ده : ( Action speaks louder than words ) ، د مبارزو په جريان کي به موږ دا خبري ډيري کولي چي تيوري د عمل رهنما ده ولي معيار د قضاوت عمل ده ، باچاخان باعمله استاد وو ، هغه به د خدائي خدمتگارۍ په هکله ويل چي خداي پاک بي نيازه ځواک دي هغه ته د خدمت ضرورت نه شته خو د هغه د مخلوق اشدضرورت ده ، هغه وخت چي د شوروي اتحاد پوځونو په افغانستان يرغل وکړ ، موږ د افغانستان د سفارت دوه ديپلوماتان پيښور ته د باچاخان ليدو ته ورغلو ، وروسته له روغبړ څخه ئي په خپل څنګ کي کښينولو ، په ســـل ګونو راغلو ميلمنو ته هغه د خبرو په ترڅ کي د لومړي ځل لپاره وويل چي ( په افغانستان کي جګړه د اسلام لپاره نه بلکه د روس او امريکا جنګ ده او زما پښتون ــ افغان بچيان پکي تلف کيږي ) ، باچاخان د لومړي ځل لپاره وويل دا کومه لوبه چي په افغانستان کي روانه ده دا ( جهـــاد نه بلکه فســاد ده ) چي بيا وروسته وليخان هم دا خبره ضياء الحق ته وکړه ،
باچاخان په سيمه کي د مهاتماګاندي په څير د عدم تشدد يا بي تاوه پاڅون له نوښتګرو او مخکښانو څخه ده ،
عدم تشدد يا بي وسلي پاڅون هغه مبارزه چي د سوله ايزو لارو له مخي خپلي موخي او اهداف ترلاسه کړي ، د تاريخ په اوږدو کي د Non Violent Resistance يا عدم تشدد غوره بيلگې د مهاتماگاندي په مشرۍ په هند او د خان عبدالغفارخان ( باچاخان ) په مشرۍ په هند او پښتونخوا کي د انګريزي ښکيلاک په ضد مبارزه ، د روسي ليکوال تولستوي ليکنو د لومړي ځل لپاره جوړونکي رول لوبولي ، همدا ډول په امريکا کي د نژادي تبعيض او د تورپوستانو د روا حقوقو د لاس بري لپاره د ډاکتر مارتين لوترکينګ جونير مبارزه ، د Solidarity يا ملاتړ ( همبستگي ) خوځښت په پولنډ او په فليپين کي د فرديناندمارکوس له واکه ليري کول د عدم تشدد د تحريک بيلګي دي
باچاخان وروسته له بايزيد انصاري ( پير روشان ) او خوښحال بابا په خيبرپښتونخوا کي د نــه تاوتريخوالي د غورځنګ نوښتګر او مخکښ وو ، څرګنده ده چي بايزيد انصاري په ۱۶ پيړۍ کي د روشانيانو تحريک رامنځ ته کړ د وزيريستان او نور پښتانه په هغه راټول ول او بايزيد انصاري ته ئي پيرروشان خطاب کاوه خو مــــغــلو بيا پيرتاريک ورته وايه ، د روشاني تحريک د ټـــکولو په منظور مغلو جګړي ورسره پيل کړي ، وروسته له پير روشان څخه د هغه زوي جلال او بيا عبدالقادر د نوموړي غورځنګ ادامه ورکوونکي ياد شوي ، پيرروشان د تصوف پيغام پښتنو ته ورساوه ، خوښحال خټک په پښتنو کي د قومي ( نيشنليزم ) د تحريک لپاره مبارزه کوله ، د خوښحال بابا کورنۍ له مــغــلو سره اړيکي درلودي ولي خوښحال بابا د مغلو په ضد ودريد ، نوموړي به پښتانه يووالي ته رابلل مثلآ هغه ويلي : ( درست پښتون تر کندهاره تر اټــــکه <> ســره يو د ننګ په کار پټ او اشکار / په يــــوه ژبه ويل سره پښتو کړو <> ولــي هــيــڅ نــه يــو له بل نه خبردار ) ،
نوموړي پښتانه په ټول هندوستان داسي مشهور او وروپيږندل چي ، پښتانه يو ملت خپله ژبه لري او د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوي ،
زما خپل نظر دادي چي د پيړيو په اوږدو کي د ښکيلاکي او دولتي جبر په نتيجه کي پښتو ژبه او پښتانه قصدآ يو د بل څخه ليري ساتل شوي دي ، د فرهنگي يرغل دا لړۍ اوس هم دوام لري ، په دي خيانت کي د استعماري او فرهنگي ښکيلاک ترڅنګ ځني پښتانه پاچايان ، سياست پوهان او د قلم خاوندان برابر شريک دي ، په درست پښتانه قام باندي اوس هم په دولتي او غيردولتي ادارو کي دلته او هلته نوري ژبي مسلطي دي ، د تاريخ او جغرافيي څخه د پريکړون په موخه زموږ پخواني او اوسني نسلونو ته د پرديو قومونو او ملتونو استازي او شخصيتونه د قهرمانانو په حيث ورپيژندل کيږي ،
لکه چي پورته اشاره شوي ، د بايزيد روښان او خوښحال بابا د غورځنګونو وروسته باچاخان د هند په نيمه وچه کي د انګريزي ښکيلاک په ضد د مبارزي ترڅنګ د پښتنو د ويشتابه او روا حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي لکه په ښځو او نارينه وو د تعليم حاصلول ، د بشري او ښځو د حقوقو دفاع ، د زړو او ورستو دودونو سره مبارزه ، نوموړي همدا ډول په ۱۹۴۶ کال د پښتون رساله نشر کوله چي د ښځو شعرونه او مقالي به هم پکي وي ، د باچاخان په مشرۍ خدائي خدمتگارو د پښتنو په دوديزه ټولنه کي د نوي کولو ( جديديت ) اصلاحاتو وکول چي دا يو ډير د اهميت وړ کار وو ، دوي د جديديت او قُدامت ( نوي او دوديز يا زاړه ) په منځ کي يو ارتباط پيدا کړ او پښتانه له نوي طرزتفکر سره اشنا کيدل ، هغوي اصلاحات له پرګنو ياني له کښته را پيل کړل ولي په افغانستان کي د غازي امان الله خان په مشري اصلاحات له پورته د دولت په ذريعه کيدل ، ….
نړۍ اوس د باچاخان په مشرۍ د خدائي خدمتگار او عدم تشدد غورځنګ پيږني او د باچاخان په اړوند په انګريزي
جرمني ، روسي او نورو ژبو کتابونه او رسالي نشر شوي او Ph ډي ګاني پري کيږي ،
د مقالي په پاي کي بايد زياته شي چي د خدائي خدمتگارو او عدم تشدد غورځنګ يو بريالي تحريک وو ځکه انګريزي ښکيلاک خپل ټول زور وواهـــه چي دا ځواک ختم کړي خو په دغه کار کي بريالي نه شول ،
د ځينو هغو کتابونو نومونه چي د باچاخان په اړوند نشر او ماته معلوم دي :
= Islam ś Peaceful Warrior Abdul Ghaffar Khan by: Jeanne Gendreau .
= Mein Leben , Autobiographie des Abdul Ghaffar Khan ( German Language)
= A.Ghaffar Khan , Fiath is a Battle by: D.G.Tendulkar .
= Non Violent Soldier of Islam , Badshah Khan
A Man to Match His Mountains,
By: Eknath Eswaran .
او په پښتو ، دري ، اردو ، هندي ، بنګالي او نورو ژبو کتابونه ،
د يادولو وړ ده چي د عوامي نيشنل پارټي رهبر خان عبدالولي خان په ۲۶ د جنوري ۲۰۰۶ م کال وفات شوي
د باچاخان او ولي خان اروا دي ښاده او ياد دي تل او گرامي .
له ارواښاد ولي خان سره زما هغه انځور چي په ۸۰ مه ميلادي لسيزه کي د هند د سفارت د ملي ورځي په ضيافت کي اخيستل شوي له دغي مقالي سره مل نشر ته سپارم .
Bilden kan innehålla: 1 person, sitter
Bilden kan innehålla: text
Bilden kan innehålla: en eller flera personer och glasögon
Bilden kan innehålla: en eller flera personer, skägg och text

دنومېالېو يادونه

m agha (2)

دخان عبدلغفار خان( پاچاخان» جنازه د۱۳۶۶ ل  کال د دلوې په درېيمه جلال اباد هميشه بهار ته راانتقال شوه.داوخت ما د ننگرهار ولايت کې دنده درلوده.

خان پاچاخان ديو وتلي افغان په توگه هغه وخت چی د هند لويه خاوره دبرتانېا د ښکېلاکگر زبر ځواک تر سلطی لاندی وه خان د خپلی خاوری (افغانستان » د خپلواکی له پاره د عدم تشدد سياست اود خلکو د پوهاوي له پاره زندانونه وگالل مسالمت اميزه مبارزی وکړی. د هېواد هری سېمې ته سفرونه درلودل د افغانانو د يوالي، خپلواکې زده کړو پرمختگ له پاره له خلکو سره  ليدنې کتنې درلودی .پاچاخان د خپل ژوند په ټول وخت کې دبرتانياد ښکيلاکگر ځواک پر وړاندی نه ستړي کيدونکې مبارزه وکړه، زياتو نړېوالو ته دافغانانو د رواحق چيغه رسولی ولی په تاسف چی مکار ځواکمن پانگوالي امپرياليزم (انگريزي» واکمنو دافغان خاوره په زور او جبر د ډيورنډ منحوسی کرښې په ايستلو سره جلا کړل ولی افغان ولس هيڅکله دی توری کرښې منلو ته امده نه ووه او نه به شي  دا يو دروند حقيقت دی چی افغانان يو وه او يودي.

د پي ټي ايم ميلوني خوځښت ددی مانا لري چی لر بر افغانان يو دي د ا څو ورځی وړاندی د خيبر ښتون خوا په بنو کې په سلگونو زرو د پي ټي ايم پلويانو سوليز مظاهره درلوده د ويناوالو مينځ کې ددی نهځت يو باتورد مشرتابه غړي علي وزير وويل د پاکستان نظامگرو داعزن تار چی تاسو د ډېورنډ په توره کرښه تاو کړی همدا به ستاسو په غاړه کې اچوم اود سپي په شان به مو کشوم ،را ځم د خان د جنازی او مراسمو ته خان د عمر زيات وخت په افغانستان کې تيرولو کله چی دده ناروغې سخته شوه دافغان چارواکو په لار ښونه له ننگرهاره د الوتکې په واسطه تر کمکي خيبره انتقال شوه تر هغی وروسته ترخم ته د سلگونو موټرانو په کاروان بدرگه شو هلته د خيبر پښتون خوانه په زرگونو پښتانه راغلي وه د ترخم ښار گوټي کې ټول سره ټول شول چارواکو سياسي مشرانو ويناوی وکړی چی زه هم د فعالو گډونوالو څخه وم خان دده د کورنۍ او زرگونو پلويانو له خوا پېښاور بيا هندوستان د تداوی له پاره واستول شو.

کله چی د خان روغتيايي حالت خراب شو خان خپلو اولادو او پلويانو ته وصيت وکړ چی کله زه له دی فاني نړې رخصت شوم زما مړی به د ننگرهار هميشه بهار ښار کې زما خپل بڼ کې خاورو ته سپاری ، دده دوصيت سره سم افغان چارواکو پرېکړه وکړه چی د جنازی له پاره درانه گامونه واخستل شي.

ددری لکو په شمير ميلمنو ته تياری ونيسو همداسی وشول په زرگونو کسان د چارو د ښه سمون او خدمت له پاره په کار بو خت شول  امنيتي چاواکي د ترخم، شمشاد د لوړو څوکو نيولی تر ښار پوری امنيتي تدابير ونيول شوه.

د ولسواليو او ښار ولسونه د سرک دواړو خواته دده جنازی درناوي ته ولاړ وو.

د کابل نه دولتي او گوندي مشران، شاعران سياسي مشران د خيبر پښتون خوا څخه زيات مشران را غلل دده په جنازه کې زياتو مشرانو ويناوي درلودی د ويناوالو څخه يو هم محمودخان اڅکزی وو چی تازه د پاکستان له زندان خخه ازاد شوی وو يوه له ولولو که انقلابي وينا وکړهاودا شعار يې ور کړ چی لربر افغان يو دی.  دشمن هم پر يوه موټر کې بم ايښودلی اود ښار په څنډه کې چاودنه ورکړه ۷۰ تنه شهيدان او تر ۹۰ زيات ټپيان کړل ولی مراسم په پوره دروندوالي سرته ورسيدل د يوه حکومتي فرمان  له مخی د جلال اباد نه تر ترخم پوری سرک د خان پاچا خان په نوم ونمول شو، دده قبره مخته پارک د خان په نوم ونمول شو په لکونو افغانانو د بدو امنيتي شرايطو سره سره دامراسم  په گډه سرته ورسول، د جلال اباد مشرانو ټولو ميلمنو ته ډوډی ورکړه دا مراسم دافغانانو په لا بريا يوالي په دوعا سر پای ته ورسيدل.

محمداقا شيرزاد

2020ز کال سويډن د خارو يوه بېلگه