د خواخوږۍ پيغام

په سويډن کې د افغانستان ملی ګوند د شورا له خوا

د خواخوږۍ پيغام

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ ، چې محترم استاد بازمحمد ساپی د ورپېښې ناروغۍ له امله د خپلې درنې کورنۍ او يارانو د مينې او اخلاص تود چاپيريال د ابد له پاره پريښود . انا للله و انا اليه راجعون .
د محترم استاد پوهندوی بازمحمد ساپی مړينه ، نه يواځې د هغه کورنۍ او نږدې دوستانو لپاره ، بلکې د افغانستان ملی ګوند او د هيواد د ټول ترقی غوښتونکی غورځنګ له پاره يوه درانه ضايعه او تشه بلل کيږی . د هيواد ملی او مترقی غورځنګ د محترم استاد په وداعيه سره ، يو له شوره ډک او نه ستړی کيدونکی مبارز او سر ښندونکی سرتېرۍ له لاسه ورکړ .
په سويدن کې د افغانستان ملی ګوند ټول غړی په داسې حال کې چې د ارواښاد استاد د مړينې په وير کې ځانونه په ژوره توګه شريک بولی ، ددې نه جبرانيدونکی ضايعې او تشې له امله د ارواښاد استاد بازمحمد ساپی درنې کورنۍ ، د هغه ټولو دوستانو او د افغانستان ملی ګوند مشرتابه ډلې ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوی او د خدای بښلی استاد روح ته د دعا لاسونه پورته کوی .
روح دې ښاد او ياد دې تل وی !

د خواشينۍ پيغام

دخواشینۍ پیغام

په ډیره خواشینۍ سره خبر شوم چی داستاد بازمحمد ساپي زړه چی د خپلو خلکو دسوکالۍ او ګران وطن دآبادۍ په آرمان تپیده دتل دپاره ودرید، او دخپلو دوستانو او کورنۍ سره یی دتل دپاره مخه ښه وکړه .
زه پداسي حال کي چي ځان پدی لوي غم کي شریک بولم ٬ دنوموړي کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وایم اوورته دجمیل صبر غوښتنه کوم .خدای بخښلي بازمحمد ساپي ته دلوی خداي (ج)له درباره فردوس جنت غواړم . روح دي ښادوي . ډاکتر بادام شفق ډنمارک

پيام کميسيون تفاهم و وحدت

پیام کمیسیون تفاهم و وحدت در خارج کشور

بمناسبت
اعلام موجودیت جبهه نجات از بحران

مورخ 10-6 -2012

هموطنان محترم ،دوستان عزیز و رفقای گرامی سلام!

با مسرت تمام خبر یافتیم که در نتیجه مساعی مشترک اعضای رهبری برخی از احزاب و سازمان های دموکرات و مترقی افغانستان بمنظور مقابله با بحران جاری کشور، جبهه نجات از بحران اعلام موجودیت کرد.هموطنان عزیز ما در یک جبهه وسیع دورهم گرد آمدند تا باهم و در کنار همدیگر به خاطر سعادت ،ارامش و خوشبختی مردم افغانستان
برزمند.
کمیسیون تفاهم و وحدت از این اقدام نیک و تاریخی شما حمایت و پشتیبانی می نماید آرزو دارد تا جبهه نجات از بحران بتواند در مساعی مشترک با سایر نهاد های سیاسی کشور، با رفع بحران موجود مصدر خدمت به مردم رنجدیده افغانستان گردد.
برای شما در کار جبهه پیروزی و مؤفقییت های مزید آرزو داریم.

با عرض حرمت

سکرتریت کمیسیون تفاهم و وحدت

د لويې برتانيې څخه

د لويې برطانيې څخه
د خواشينۍ پيغام
.
د پوهې،ادب،فرهنګ اوسیاست د ډګرونو ځلانده څيره ، اروا ښاد استاد بازمحمد(ساپی)، نورنوزمونږ په منځ کې نه شته …
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ،چې دادب اوسیاست د ډګرونو ځلانده څيره ،په خپل وطن اوخلکو مین پیاوړی،ملی، فرهنګي اوسیاسي شخصیت پوهندوی استاد بازمحمد (ساپی) د ورپیښې ناروغۍ له کبله دروان کال دجون په یولسمې نیټې، له دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې .
په لویه بریتانیا کې دافغانستان ملي ګوند ټول غړی ، دلرو- بروپشتنو ادبي اوفرهنګی ټولنه (پښتون انجمن) د اروا ښاد بې وخته مړینه ، د افغانستان ملی ګوند، ټول ملی او دموکراتیک غورځنګ په ځانګړی توګه د ګران هېواد تر ګواښ لاندې فرهنګي بهېر، له پاره لویه اوستره تشه بولي اوپه دغه درانه غم کې ځانونه د اروا ښاد د درنې کورنۍ، دوستانو، ملګرو اوپه ځانګړې توګه د افغانستان ملی ګوند د مشرتابه سره شریک بولی اوخدای بښلي ته دپاک خدای (ج) څخه دفردوس جنت غوښتنه کوي .

په درناوي

روح دې تل ښاد وی
په لویه بریتانیا کې د افغانستان ملی ګوند شورا او دپښتون( انجمن) مشرتابه ډله

د روسيې او بلاروسيې څخه

په روسیه او بیلاروسیه کی دافغا نستان ملی ګوند دسرتاسری شورا له خوا د خوا شینی
پــــــــــــــیــــــــــغــــام
په ډیره خواشینی سره مو دوطن پالونکی، زړه ورمبارز،فرهنګی اومهربان استاد پوهندوی بازمحمد ساپی د افغانستان ملی ګوند دمرکزی شورا غړی د ورپیښی ناروغی له امله د بی وخته مړینی خبر ترلاسه کړ. « انا الله وانا الــــــیه راجعون »
استاد بازمحمدساپی دخپل عمرزیاته برخه په ګران هیواد افغانستان کی دټولنیز عدالت دټینګښت، تلپاتی سولی اودهیواد ابادی له پاره وقف کړی وه. استاد په هیوادمین،فرهنګی اوسیاسی شخصیت ؤ اوپه دی یی باور درلود چی په افغانستان کی د ورستیو دری لسیزو جګړو او ناخوالو دحل لاره یواځی او یواځی د سولۍ او سیاسی تشی د ډکیدو دلاری ممکنه ده په همدی موخه یی په افغانستان کی د ملی، دموکراتیکو او وطن پالو ځواکونو دیووالی پخاطر یی دافغانستان ملی ګوند د پراخ سیاسی ډیالوګ له لاری په افغانستان کی د یوداسی سیاسی ځواک درامینځ ته کیدو چی وکولای شی د هیواد اوسنیو ناخوالو ته د پای ټکی کښیږدی په سیاسی مبارزه او هلو ځلو بوخت ؤ. په روسیه او بیلاروسیه کی دافغانستان ملی ګوند سرتاسری شورا،دملی ګوند ټول غړی، دوستان اوپه روسیه کی میشت افغانان د استاد بازمحمدساپی بی وخته مړینه د افغانستان په دی حساسو شرایطو کی دملی ګوند، هیواد او په ځانګړی توګه داستاد کورنی ته ستره ضایعه بولی .
په روسیه او بیلاروسیه کی دافغانستان ملی ګوند سرتاسری شورا د استاد درنی کورنۍ، خپلوانو،ملګرو اود افغانستان ملی ګوند مشرتابه ته د زړه له تله د ډاډګیرنی مراتب وړاندی کوی د جمیل صبر ورته غواړی اود استاد روح ته د دوعاګانو لاسونه پورته کوی اود لوی او بخښونکی خدای(ج) څخه ورته دجنت غوښتنه کوی . روح دی ښاد وی.
په روسیه او بیلاروسیه کی
دافغانستان ملی ګوند سرتاسری شورا