د ۲۰۱۶ ز کال د نومبر د میاشتې په ۱۲ مه نیټه د سویډن د ګوندي شورا د ادغام لمړۍ غونډه جوړه شوه . په غونډه کې د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملي متحد ګوند د ۵۸ غړو له جملي ټولو ۴۱ تنو برخه اخستې وه . په غونډه کې د ګوند د اجراییه شورا غړي محترم محمد اقا کوچې برخه درلودله . د غونډي اجندا چې ۵ لاندي موضوعات یي درلودل د رایو په يوالي تائيد شوه:
ــ د ګوندي شورا د کار او فعالیت د لا ښه والي په هکله مالومات. وینا کوونکی محترم احمد ګل اندړ ، وخت ۱۰ دقیقي
ــ د ګوند د تبلیغ او ترویج د څانګې د مصوبو او اسنادو د پلې کېدو په باب . ویناکوونکی محترم عبدالخلیل ، وخت ۱۰ دقیقي
ــ دګوند د دارالانشا د مۍ د ۲۸ مې ۲۰۱۶ م کال د مصوبې د پلې کولو اړوند د څرګندونو په برخه کې . وینا کوونکی محترم لعل محمد اکبري ، وخت ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پوري
ــ د ۲۰۱۶ م کال د مالي چارو اړوند . وینا کوونکی محترم پیرمحمد بری ، وخت ۱۰ دقیقی
ــ د ملګرو د وړاندیزونو او پیشنهادونو په برخه کې . وخت ۱۰ دقیقي Continue reading