خبرونه

  سیاسي تګلاره د هیواد  سیاسی  حالاتو  ته  لنډه کتنه

که د سولې د خبرو بهیر وڅارو، نو څرګندیږي چه دوه سوالونه د مذاکرو اساسي مضمون  جوړوي: ‎۱- په سیمه کې د امریکې او ناټو سیاسي ـ نظامي حضور. ۲- په سوله کې د ګاونډیو او د سیمې زبرځواکونو ځان ځاني ګټې. امریکا: څرګنده ده ، چه په ۲۰۰۱ کال کې امريکا او ناټو ...

Read More

د افغانستان د ملی پرمختګ ګوند د دارالانشاء اعلاميه

د ۲۰۱۹کال د فبروری ۴ نيته کابل – افغانستان د پاکستان اوياکلن مليتاريستی استبداد د خپلو بې شمېره جنايتونو په لړ کې پرون د آزادۍ او انسانی حقوقود لارې يو بل اتل مبارز د پښتون ژغورنې د غورځنګ نامداره او وتلی غړی ابراهیم آرمان لوڼي د خپلو نا ځوانمردانه بريدونو بلهاري کړ ...

Read More

Afghanistan's National Progress Party Proposals Regarding Restoration of Peace in Afghanistan

Kabul-Afghanistan 02-12-2018 Fellow citizens , party leadership & members are aware of cross-sectional form and short times peace and democracy , because of the impose wars on Afghanistan , In the course of history , the cause of postponement of the reconstruction and restoration of democracy in our society related to engagement of ...

Read More

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا اعلامیه

کابل- د ۱۳۹۷ م د زمري ۲۴ مه د افغانستان د پرمختګ ملي ګوند دارالانشا په غزنې ولایت او د هغې مرکز باندي چې یو وخت د هېواد ویاړلي پلازمینه او د اسلامي تمدن یو سمسور مرکز وو او په دې وروستیو کې د طالبانو تر پردي لاندي ، د پنجابیانو ، چچنیانو ، عربانو ...

Read More

مرامنامۀ حزب ملی ترقی افغانستان

مقدمه: قریب چندین دهه است که بحران ناشی از رقابت های دوران جنگ سرد، سیاست های نفوذی برخی کشورهای همسایه و منطقه، اشتباهات، خطا ها و کجروی گروههای سیاسی شامل بحران در تبانی با کشورهای همجواروتصامیم یکجانبه وناقص بن برسرنوشت تشکیل دولت افغانستان از مردم ما قربانی میگیرد. این بحران باوجود ...

Read More

پیام تسلیت دارالانشای حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان

با درد و اندوه فراوان اطلاع حاصل نمودیم که یکتن از مبارزین راستین جنبش روشنفکری کشور ، رفیقی که قلبش بخاطر خوشبختی انسان زحمتکش وطن میطپید و بخاطر آرمان های انسانی حزبش شب و روز میکوشید، دیروز در اثر سکته قلبی به جادوانه گان پیوست. این رفیق شادروان محب الله رئیس شورای ولسوالی کشم ولایت بدخشان و عضو شورای مرکزی حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان است.
انالله و آنا الیه ارجعون
دارالانشای حزب به نماینده گی از اعضای حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان، تاثرات و اندوه عمیق خود را به مناسبت در گذشت این رفیق متعهد، به همه اعضای حزب ، فامیل محترم شان ، دوستان ، علاقمندان ، جنبش روشنفکری کشور ، بخصوص شورای ولایتی بدخشان و شورای ولسوالی کشم بدخشان ابراز نموده ، برای مرحومی بهشت برین و به فامیل ، دوستان و اعضای حزب صبر جمیل آرزو مینماید.
روح شان شاد و بهشت برین جایش.
یاد و خاطرات شان جادوانه باد.

با احترام

پوهاند دوکتور محمد داوود راوش
رئیس حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان

بریکس اعلامیه او د اسلام اباد وارختايي

 

بریکس (BRICS) چې د برازیل، روسيې، هند، چین او سهیلي افریقا د هېوادو د نومونو د لومړیو تورو لیکبڼه ده او د دې هېوادو ترمنځ اقتصادي وزمه ټلواله ګڼل کیږي،خپله وروستۍ غونډه کې چې د چین په څیامین(XIAMEN) ښارګوټي کې ترسره شوه، لس ډلې چې هغو کې داعش، القاعده، جیش محمدي، لشکرصیبه، حزب التحریر، د پاکستان د طالبانو تحریک، د حقاني ډله، د ازبکستان اسلامي تحریک او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک  راځي، د ترهګرو ډلې ګڼلې چې تقریبا ټولې يی یا په پاکستان کې میشت او یا د هغه هېواد مرسته او ملاتړ ترلاسه کوي او نږدې اړیکې ورسره لري!

د بریکس په پنځوهېوادو کې هند، چین او په یوه بڼه روسیه د پاکستان ګاونډي هېودونه یادیږي او په یوه سیمه کې ګډ ژوند لري. اسلام اباد په بریکس غونډه کې له چین څخه چې د پاکستان او هند ترمنځ يي د سیالۍ او تربګنۍ په پار د دې هېواد سره نږدې اوخوږې اړیکې پاللي او بلخوا له روسیي څخه چې وروستیو کېیي د سوړ جنګ په مهال د اسلام اباد له دښمنۍ ډک دریځ هېر کړی او ترخې اړیکې يي شا ته پریښي، تمه نه درلوده چې پاکستان کې د ترهګرو له شتون او پټنځایونو څخه پرده پورته کړی او د ترهګرو په وړاندې د پاکستان د تاریخي حریفانو افغانستان او هند له غوڅ دریځه دې ملاتړ وکړي.

په پاکستان کې د ترهګرو د اډو او پټڼځایونو په تړاو چې اسلام باد ترې تل انکار کړی، د بریکس اعلامیهپر پاکستان د خپلو هغه دوستانو سخت او کلک ګوزار دی چې اسلام اباد يي په دوستۍ ګورګرې څنډلې او په خوب کې یي هم داسې تصور نه کاوه.که د سیمې لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې له ترهګرو څخه د ملاتړ په اړه پر اسلام اباد د ډونالډ ټرمپ څرګندونو او ګوتڅنډنو پاکستان وارختا کړی، اوس د بریکس اعلاميې اسلام اباد پوره سرسام کړی دی!

د همدغه وارختايۍ له مخې اسلام اباد پریکړه کړې چې د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف، بېجينګ  بیا ماسکو او وروسته انقرې او تهران ته د ځان د سپناوي لپاره ولیږي.

د وارختايۍ په لړۍ کې، نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرخواجه اصفد نړۍ په مهمو هېوادونو کې د خپلو استازيو تر درې ورځنۍ غونډې وروستهرسنيو ته ویلي.«پاکستان به د امريکا پر ځاى سيمه ييزو هېوادونو سره اړيکي وپالي»

همدارازد استازو په دې غونډه کې پاکستان ادعا کړې«نړۍ د ترهګرۍ ضد جگړه کې د دوی په څېر پوهاوى نلري او دوی به هڅه کوي، چې په دې برخه کې نړېوالو ته سم پوهاوى ورکړي. پلازمينې اسلام آباد ته د نړۍ له مهمو هېوادونو د دغه هېواد د ورغلو استازیو درې ورځنۍ غونډه په دې ټکیو پای ته رسېدلې، چې وایي نړۍ په دې نه پوهېږي، چې دغه هیواد د ترهګرۍ ضد جنګ څومره ګټلی، څومره يې قربانۍ ورکړي او اعلان يې کړی، چې د پارلمان په خوښه به د امریکا پر ځای له نژدې سیمه ييزو هېوادونو سره اړیکې ټينګې کړيBBC»

لکه څنګه چې پاکستان نه شی کولای اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر، بن لادن د شتون او وژنې څخه انکار وکړی او یا په پاکستان کې د طالب مشرانو لکه ملاعمر او ملا اختر منصور د استوګنې او مړینې څخه منکر شي، همداشان نه شي کولای په کور دننه د ترهګرو د اډو له شتون څخه چې اوس ورته د ټولې نړۍ پام اوښتی، ځان بېخبره او ناګاره ونیسي.

د عوامي نشنل ګوند مهم مشر او پخوانی سناتور افراسیاب خټک، بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې چې د پاکستان د جوړېدو د ۷۰ کلیزې په مناسبت ترسره شوې، وايی«د پاکستان دولت اوس هم د توندلارۍ کارخانې چلوي» بي بي سي وايي کله چې وپوښتل شول، څه ثبوت لري چې دولت د تونلارۍ کاخانې چلوي، د عوامي نشنل ګوند نوموړي مشر وویل«که دلته طالبانو پلتۍ وهلې دي، ممنوع ګوندونه نه دي، غونډې کوي، پرضد یې څه نه کېږي، نو له دې ښکاري چې یو څوک یې ملاتړ کوي»

ښاغلی افراسیاب خټک دا هم وايی«د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار سرتاج عزیز تېر کال په ښکاره رسنیو ته وویل، چې د طالبانو مشرتابه پاکستان کې ده او دا کوم تور نه دی، بلکې د پاکستان د یوه لوړپوړي چارواکي خبره ده» نوموړی دا هم زیاتوي« د دې ډلو پرضد عملي ګام نه پورته کیږي او پر ضد يي سیاسي اراده هم نشته»

د پاکستان چاپ ایکسپرېس تریبیون ورځپاڼه لیکي: د دغه هېواد پوهنتونونه د بنسټ پالنې په مرکزونو اوښتي دي.د ورځپاڼې په باور، هغه برید چې د سیند په پارلماني غړي خواجه اظهارالحق حسن وشو یو ځل یې بیا داسې اندېښنې راپورته کړې چې په پاکستان کې پوهنتونونه د بنسټ پالو په روزنتونونو اوړي.د برید یو شکمن چې له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو احسان اسرار ښودل شوی او په کراچي پوهنتون کې د انجینرۍ ډاکټر و.

دا چې د ترهګرو د اډو په تړاو د ډونالډ ټرمپ د ګوتڅنډنې او د بریکس د تازه اعلامیې په غبرګون، پاکستاني پوځیانو ویلی، له هغه ځایه چې د افغانستان په سلو کې څلویښت برخې خاوره د طالبانو په واک کې ده، د ترهګرو اډې اوس په پاکستان کې نشته.خو خرم دستګیر هېروي چې ترهګر او طالبان، افغان دولت سره جګړې لپاره ډېرو نورو شیانو، لکه د جګړې مدیریت او پلان، وسلې او مهمات او د جګړې د جبهې شاته خدمات او اسانتیاوو ته اړتیا لري چې دا بیا ترهګر او طالبان د افغانستان په کلیو، بانډو او کوڅو کېد پاکستني پوځ او ISIد منظمو لارښوونو، مرستو او ملاتړ پرته،په یوازې ځان او خپلسرنه شي برابرولای!

بېجینګ، ماسکو، انقرې او تهران ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف له وارختا منډو هم داسې ښکاري چې نوموړی بهد کابل په اړه د خپلو پوځیانو او استخباراتو پورته یادې شوی اپلتې د نوموړو هېواد چارواکو ته ورسوي او دیو شمېر افغان سیاسي کارپوهانو په اند، پاکستاني چارواکي به هڅه وکړي په داشان څرګندونو نړیوالو ته دا ذهنیت ورکړي چې د افغانستان جګړه د دغه هېواد کورنۍ جګړه ده!

خو اسلام اباد باید دا ومنياوس ناشونې ده چې د ترهګرو اډو د له منځه وړلو پرته، نړیوال بایللی ډاډ بیرته ترلاسه کړي.

بلخوا که څه هم اوس پاکستاني پوځیان په کور دننه یوازې د ترهګرو په پاتېشونواعتراف کوی او د هغو په له منځه وړلوله لویدیځه د پيسو د شوکولو په پار لاپې وهي، خو دلته هماسلام اباد نه شي کولای د ستونزې اصلې غوټه چې هغه ترهګرو ته د اډو ورکړه او د ترهګرو روزنه ده، د نړیوالو له څارګرو سترګو بچه کړي او په دې تړاو د نړیولو اندیښنې بابېزه وګني او له هغو سرسري تېر شي.

تر تازه پرمختیاوو وروسته، دا چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه هېواد به افغانستان ته د امنیت، اقتصاد، سیاست او ترانزیټ په برخو کې د هر ډول مرستې باور ورکړی، بیا هم موسمي ژمنه ګڼل کیږي. د ترانزیت د همکارۍ خبره اسلام اباد هغه مهال راپورته کوی چې افغانستان کې د هندواڼو، خټکو، انارو او نورو مېوو وخت تېر شي. د نوموړو مېوو په مهال پاکستان پر افغانستان د ترانزیت ټولې لارې تړی، افغانستان اړوځي چې په ګرانه بیه خپلې ځینې مېوې د هوا له لارې چې له اخ نه يي ټوخ زیاتیږي، هند ته واستوي او زیاته برخه يي د لیږد په هیله په منډیانو او سرکونو کې خوسا شي.

په نورو برخو کې هم د پاکستان پر ژمنه باور نه شي کېدای. د دې لپاره چې پاکستان خپلې ژمنې په عمل کې وښۍ، باید پاکستان د نړیوالو تر پرلپسې فشارونو لاندې ونیول شي. پر پاکستان اقتصادي بندیزونه ولګول شي، د وسلو سوداګري ورسره بنده شي. په لویدیځو او عربي هېوادو کې يي د پوځیانو، استخباراتو او ملکي لوړو پوړو چارواکو شخصي پانګې ګنګل شي او بهر ته د دوي په سفرونو بندیز ولګول شی.

په پاکستان کې ټولې تروریستي ډلې چې د بریکس په اعلامیه کې هم ترې یادونه شوې د ملګرو ملتو په تورلیست کې شامل او تر تعقیب لاندې ونېول شي. پاکستان هم چې د دغو ترهګرو ډلو ساتنه او پالنه کوي د یو تروریست دولت پتوګه د ملګرو ملتو په تورلیست کې شامل او مجازات شي.

د ۲۰۱۷ کال د سیپټمبر ۷ مه

سرلوڅ مرادزی

گوند کنگرې دتدارک د کمېټي ته د سوېدڼ د گوندي سازمان د مشر وړانديزو:

د

کله چی د گوند دتبليغ او فرهنگ څانگې لخوا ۱۲ شمارې جلا جلا پوښتنې زموږ په واک کې را کړل شوی ما ددی سازمان ټولو ملگرو ته د خپلو وړانديزونو په اړوند واستولی، دا دی زه خپله غواړم په دی اړوند خپل نظر او مشخص وړانديزونه د کنگری د تدارک کمېټې ته په لاندی توگه وړاندې کوم.

اوله پوښتنه :د گوند مرکزي شورا اړينه ده ؟

که ده په کوم ترکيب اوولی؟

ځواب :داساسنامی ۱۷ماده راغلي چی د هر گوند لپاره مرکزي شورااړينه دهزما په آند چی زموږ د گوند دمرکزي شورا شمېر ۳۴۰ تنه دی دومره پړسېدلې شورا اړينه نه ده بايد مناسبه مرکزي شورا ولرو ځکه چی د همدی شورا له مينځه دارلانشا او اجرايه بيرو ټاکل کيږي . گوند بايد داساس نامې د حکمنو له مخې ټوله رهبري وټاکې .

دويمه پوښتنه بيرويي اجريه (بيرويي سياسي »اړينه برښي ؟

په کوم تر کيب؟

ځواب د گوند داساسنامی په ۱۹ ماده کې او د دارلانشا په هکله داساس نامې په ۲۰ ماده کې را غلي د گوند بيرو اجرايه او دالانشا اړينه ده خو زما له انده دا درهبری ټاپ اشخاص بايد داسی کسان وټاکل شي چی په اوسنيو ستونزمنو حالاتو کې د ولسونو ملتېا له ځان سره ولري د پوره پوهې او ژمنتې خاوند وي پاکوالي او وتنپرستې نمونه وي تر څو وکلای شي پر دی ستونزمن حالت کې نوښتگر اوسي او ښه گوندي سابقه ولري .

دريمه پوښتنه :د گوند ريس او څو مرستېالان اړين بريښي ؟

اود گوند لپاره څو تنه مرستېالان اړينی دي؟

ځواب :زما له نظره دا به ښه وي چی گوند يو ريس اوبل عمومي منشي ولري اود دواړو دندو صلاحيت لپاره په اساس نامه کې نوی مادی ور زياتی شي، ځکه د اساسنامې او تگلاری کې دسمونه لپاره همد ښه موقع ده چی بدلون پکې راشي.

څلورمه پوښتنه:د گوند مالي چاری په څه ډول تنظيم شي؟

ځواب :د هر گوندي د ځانگړي عايد او خپرونو د خرڅ لاوو او اعانو جمع کول له لاری تنظيم شي .

پينځمه پوښتنه :د گوند د حق العضويت لازم دی په کوم ډول ميکا نيزم؟

په اساسنامه کی درج دي چی د گوند د مالي چارو د سمون لپاره ځانگړی ميکانيزم جوړول اړين دي

.

شپږمه پوښتنه :د گوند خپرونې څه ډول فعاليت کوي؟

ځواب زما له انده د گوند خپرونې منظمې نه دي او کله کله پکې خپل سری خپرونې کېږي. يوشمېر خپرونې کله کله د گوند د فاليسی يو خلاف خپرونی کوي ،بايد د گوندي مقامونو په کنټرول کې نشرات وشي د گروي فيسبوکي او بامداد نه شکايتونه شته بايد مخه ونيول شي.

پوښتنه : دگوند بيرغ او نښان د گوند څه ډول وي؟

ځواب بيرغ د يوه گوند دهويت او موخو د تثبيت لپاره وي دا سی رنگونه چی د خلکو لپاره د منلو وړ وي، زما په اند دری رنگه چی مخکې وو مناسب دي.

پوښتنه :د گوند نوم څه ډول وي؟

ځواب دافغانستان د خلکو ملي گوند يا دافغانستان د عدالت غوښتونکو گوند سم دی.

پوښتنه :گوند د ولسي جرگی جمهوريس او په ټولو ټاکنو څه نظر لري؟

ځواب: ټاکنو کې روڼتېا لپاره بايد سياسي گوندونه مهم رول ولري .گوندو ته بايد د اساسي قانون له مخې ونډه ور کړل شي .گوند ته لازمه ده چی په ټولو برخو کې د خپلو امکاناتو سره سم گونديا ن وهڅوي چی ځانونه کانديد کړي او گوندې يې هر ډول ملاتړ وکړي.

پوښتنه :گوند دمدني ټولنو سره څه ډول رابطه يا اړيکې ټينگې کړي؟

ځواب گوند بايد مدنې ټولنو سره خپلې اړيکې ټينگي وساتي د مدني ټولنو لخوا زموږ گوند کولای شي خپل فعاليتونه وکړي گوند د ځوان نسل او ټولنيزو سازمانو په کار کې کمزوری مخ ته ځي، بايد دی کار توجو وشي اود نيمگړتېا له مينځه وړلو لپاره گړندی کار وکړي.

پوښتنه :د گوند غړو ته مکافات او سزا په څه ډول وي؟

ځواب که د گوند غړي سمې لاسته راوړنې ولري بايد ونازول شي اود گوند لخوا په خپرونو کې يادونه وشي او گوند ورته د ښو کار کولو له امله گوندي مکافات لکه تحسين نامه تقدير نامه ور کړي .او هغوی چی سم کار نه کوي د گوند نوم بدوي ناوړه عمل کوي د ټولنې دقوانينو خلاف کار کوي مفسد وي د وطن ملي گټو ته وفادار نه وي جرم سرته رسوي بايد د گوند دليکو وشړل شي او سختی سزاوی ور کړي

.

احمد گل اندړ د سويډن دگوندي سازمان منشي

 

 

 

 

نظر پیشنهادی در مورد بند 28 اهداف برنامه ی حزب

عمر نصیر

بند فوق باید به دو بخش تقسیم شود بطور زیر:

_حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان دفاع از استقلال ؛تمامیت ارضی وتامین عدالت اجتماعی با ایجاد نظام مردم سالار را از جمله وظایف خود دانسته هر نوع مداخله کشور های خارجی وکشور های همسایه را که روند فوق را مختل سازد محکوم وعلیه ان مبارزه جدی مینماید.

پ_ن :چون شعار بر نامه یی حزب است در کنگره طرح وتاید میشود نام بردن از کشور مشخص شاید دقیق نباشد زیرا کشور مورد نظر اگر فعالیت خصمانه خویش راپایان بخشد برای حذف نام ان کشور ازاهداف برنامه یی حزب ضرورت به تدویر کنگره میشود
کشور های مشخص را میتوان در تیزس های کمیته مرکزی قید کرد.

ماده دیگر

_حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان جهت ساختار نظام مردم سالار مرفع مترقی وفاقد استثمار فرد ازفرد مبارزه نموده علیه انواع فساد؛ تولید وترافیک مواد مخدر ؛ تبعض لسانی قومی مذهبی وسایر؛ زورگوی وغصب دارای عامه؛ عدم شایسته سالاری وحکومتداری خوب ؛اختطاف وسایر پدیده های منفی که عامل باز دارنده ساختار بوده محکوم وعلیه ان مبارزه میکند

پیام های تبریکی به مناسبت عیدسعیداضحی

بسم الله الرحمن الرحیم،
پیام تبریکی شورای حزبی پشاور ح.م.م.ت.م.ا به مناسبت حلول عید سعید اضحی

صمیمانه ترین تبریکات ، تهنیت و احترامات خویشرا به تمام اعضای حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان، به دارالانشا ، بیروی اجراییه حزب و شخصا به رفیق محترم پوهاند داکتر محمد داود راوش ریس حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان ابراز میدارم.
شورای پشاور حزب در حلول تجلیل از ایام عید روابط نزدیک و دوستانه را پلان نموده ، هیت رهبری شورای وظیفه سپرده که نشست های گروپی را تدویر در ضمن تجلیل عید میبایست باهم در ارتباط تدویر پرشکوه کنگره حزب بحث ها تبادل نظریات نموده . پیشنهادات ، نظریات رفقا جمع اوری و به شورای مرکزی گذارش داد، مسله حق العضویت جدی تر باید مطرح و حق العضویت مکمل جمع اوری گردد.
رفقای ما به اشتیاق کامل و دلچسپی تدویر کنگره را استقبال میکنند، و برای رهبری حزب موفقیت های بیشتر در تحکیم وحدت حزبی، ارتقا نقش تاثیر گذار حزب دربین مردم ارزو میکنند.
باعرض حرمت
Continue reading