دافغانستان د خپلواکې لاسته راوړونکي غازي امان الله خان
چی د نړې ستر ابر ځواکې پر ګونډو کړی (لويه برتانيا» اوس د ملا عبدالصبور د جميعت اصلاح رهبر په ناول توب سره د کفر فتوا ورکول د ټول ملت او مسلمانانو لخوا په خورا کلکوټکو وغندل شو.
ملا به له کوم چټلستان يا کوم وطن دښمنه ډلی څخه وي دده وينا ټول ملت وغندله زه هم په خپل نوبت وايم هر هغه چا چی ددی وطن د خلکو لپار خپلواکي تر لاسه کړی او په خپل ټول توان يې غوښتل چی هېواد يې له نوری نړی سره سيال شي په هر برخه کې پرمختګ وکړي .
خو يو شمېر کورنيو او بهرنيو کړيو چی تل د بل په چوپړ کې وي ددا ډول اتلانو شتون نه شي هضمولای. يامنلای.
نو د خپلو بادرانو لپاره هر وخت پر بل تهمتونه تړي د کفر ټاپۍ پری وهي ددوی ارمان همدا دی، او وو چی دا هيواد اوددی هيواد ولسونه تل بايد نادار بی وزله ، او نالوستي وي .
امان الله خان اوتر هغه وروسته ډير پر وطن مين وطنفرست رهبران وو چی ددی ولسونو لپاره د کار او ښه ژوند ارمانونه يې درلودل او په دی لاره کې خپل په زرګونو ملګري دلاسه ورکړل ددی ټولو مسوليت دهمدي ملا عبدلاصبور په شانه ګوډاګيانو د پروپاګندو پاېلی وی.
که ولس دداډول ګوډاکيانو پر خبرو باورو لري نو لېری به نه وي چي دا ولسونه به کلونه کلونه نور په اور کې وسوزي خو زه ټينګ باور لرم چی اوس زموږ ملت ددا ډول خرڅ شوو ملايانو پر پوچو تبليغاتو نه غوليږي دوی ته به نفرين استوي .
محمداقا کوچی
مالمو سويډن

