داکترحبیب منگل
اوس دبل هروخت په پرتله ښه معلومه شویده چی دافغانستان د بحرانی وضعیت او ددولت – ملت دجوړولو دستونځو ؛
سیاسی او انتخا باتی فساد ؛ دمشروعیت – مقبولیت او نارکارایی دبحران ؛ د قدرت – ثروت دلاسته راوړلو او ساتلو لپاره فاجعه راوړونکو ډغرو ؛ ملی نقاق ؛دملت دتقسیم کولو اوقومی تعصباتو او تفرقی ته دلمن وهلو اودبی قانونی ؛ اداری ؛ مالی اواقتصادی شرمونکی فساد او دنړیوالی ټولنی دملیاردونو ډالرو دمرستو دغلا کولو او ولس په بی وزلی او بیکاری د محکوم کولو او دهیواد په چارو کی دبهرنی پراخ دخالت او مداخلو ته دلاری دهوارولو او هیواد د پردیو دمقابلی په میدان دبدلولو او دنورو بی شمیره ناخوالو او ګواښونو؛ اساسی علت اودلیل په دولت او دولتی اداره کی دپخوانیو بنسټ پالو اواوس تش په نامه دموکراتانو ؛ قومی مافیا او ټیکه دارانو ؛جنګ سالارانو اوزور سالارانو لوټ مارانواو هیروین سالارانو شتون ؛تسلط او نفوذ تشکیلوی .
نو ؛ په داسی سیاسی وضعیت کی داملی اړتیا را منځته کیږی چّه د دولت دننه او بهر ملی او وطندوست ، دموکراتیک او مترقی ځواکونو Continue reading



