محمدآقا کوچی
زه يو کال وروسته په لسم د اګسټ 2016 ز کال پلازمېنې کابل ته ستون شوم،تر يوی اونۍ وروسته مې دزياتو ملګرو دوستانو سياسيونو سره ليدنې درلوده د هېواد په سياسي نظامي حالت د خلکو روزمره هر اړ خيزی ستونزو څخه په دقيقه توګه مالومات تر لاسه کړل.
زما ليکنه دوه برخی لري اول د سياست په ډګر کې دويم د هيواد سياسي نظامي حالات.
اول سياست .
درنو ملګرو او دوستانو په هېواد کي بی شمېره سياسي ګوندونه څه رسمي او نوری غېرسمي فعاليت کوي، رسمې ګوندونه هغه ګوندونه دي چی په عدلي وزارت کې ثبت شوي دي يانې تر لس زرو ډيری غړي لري اقلا په ۲۲ ولايتو کې دفترونه پرانستي دا ګوندونه دوموخی لري يو شمېر ګوندونه چی د واک پر ګدې ناست زياتی پيسی او څوکې لري دواک له مخې خلک ګوندو ته راولي مقام ورکوي اولادونه يې بهرته د زده ګړو لپاره استوي يا د هېواد د ننه ورته ټول سهولتونه برابروي، دوی اکثره د جهاد او مقام نه استفاده کوي .
دويم هغه ګوندونه دي چی اوس سياسي واک نه لري پيسې نه لري سره له دی چی دا ډول ګوندونه د هېواد د کړکيچن حالت له امله سره ويشلي دي په سياسي واک کې د ګډون چانس نه ورکول کيږي په ټاکنو کې په قانوني توګه د يوه سياسي ګوند په توګه ونډه نه ورکول کيږي . Continue reading →