د افضل خان لالا دمرینی له کبله د افغانستان دخلکو د ترقی ملی ګوند د دارالانشاء ډاډګیرنی پیغام ‍

په ډیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړچی د پښتونخوا عوامی نشنل ګوند د رهبری د شورا مهم غړی افضل لالا د ورپیښی ناروغی له کبله  وفات شوی او  لدی  نړی ئی سترګی پټی کړی.

انالله وانا الیه راجعون

افضل خان لالا یوملتپاله سیاستوال، شاعر ، لیکوال اود عدم تشدد دلاری نه ستړی کیدونکی مبارز وه اوچی لا نوی ځوان وه  د باچا خان فخر افغان د خدائی خدمتګارو له تحریک سره یوځای شو، افضل خان لالا  چی د پښتون او افغان قوم د یوالی د لاری پیاوړی لارښود وه او د ژوند تر وروستی سلګی پوری ئی د ډیورند کرغیړنه  کرښه په رسمیت ونه پیژندله او هغه ئی دداستعمار د ظالمانه خنجرپه توګه  چی یو واحد قوم اویو واحده کورنی ئی په دووبرخو ویشلی په پر له پسی توګه و غندله او د هغی پر خلاف ئی د جد وجهد اواز پورته کړ او خپل ټول ژوندئی  د پښتنو د حقونو د تر لاسه کولو اود افغان ولس د آزادی اوسوکالی لپاره وقف اوتل ئی دافغانستان دملی دموکرات اوترقی پسند ه غور ځنګ ،سره ورور ګلوی اړیکی وپاللی اود کوزی اوبری  پښتونخواه اودافغان ترقی غوښتوونکوقوتونو دیوالی لپاره نه ستړ ی کیدونکی مبارزه کړ ی اودافراطیت اوبنسټ پالنی پرخلاف ئی کلک دریځ درلود چی دی همدغه دریځ له امله ئی دسولی او انسانیت دښمنان په غوسه کړی وه اودوه ځلی ئی پری قاتلانه  حملی وکړی چی خدادی (ج) تری بچ کړ او اوس د۸۴ کلوپه عمر دورپښی ناروغی له کبله وفات شوی خدای (ج) دوبښی .

دافغانستان د خلکو د ترقی ملی ګوند دارالانشاء پداسی حال کی چی د افضل خان لالا مړینه  د کوزی اوبری  پښتنوخواه ترقی پسندو قوتونوته یوه نه جبیره کیدونکی ضایعه بولی  اوخپل ځان ،دخپل  ګوند ټول غړی پدی غم کی شریک بولی .افضل خان لالاته دڅښتن تعالی څخه برین جنت د پښتونخواه عوامی نشنل ګوند رهبری ، غړو، دافضل خان لالا کورنی اودوستانوته جمیل صبرغواړی.

عبدالحی مالک

د افغانستان د خلکو د ترقی ملی ګوند رئیس

شماره تازه ماهنامه حقیقت زمان

شماره هشتم سال دوم(شماره مسلسل سی و دوم) ماهنامه حقیقت زمان ارگان نشراتی حزب ملی ترقی مردم افغانستان از چاپ برآمد. دراین شماره مقالات ارزنده علمی،سیاسی ،فرهنگی و….از شخصیتهای سیاسی اجتماعی کشور ونیز اخبار زندگی حزبی ومسایل بین المللی را میتوانید مطالعه نمایید.علاقمندان میتوانند ماهنامه حقیقت زمان را از انتشارات بیهقی واز دفااتر شوراهای حزبی درسراسر کشور بدست آورند.همچنان فایل پی دی اف این ماهانامه درلینک ذیل قابل دریافت میباشد.

شماره سی و دوم ماهنامه حقیقت زمان

دګوندونو مرامونه او فرعي موخې -دوهمه برخه

مخکې (په لومړۍ برخه کې) مو ولوستل چې د ګوند په ستراتیژیک مرام کې د اوږدې مودې له پاره په عامو جملو، مختصر ډول او په یوڅه مجرده بڼه د ګوند اساسي ستراتیژیکې غوښتنې، موخې او ارزشونه لیکل شوي وي او له هغو څخه ښکاري چې ګوند د کومو ټولنیزو طبقو او ګروپونو په ګټه کار کوي؟ د کومو اساسي ارزشونو دفاع او د کومو نورو په وړاندې دریږی؟ د اقتصاد، کلتور او سیاست په برخه کې د کومو قوانینو د جوړیدو ننګه او د کومو نورو مخنیوی کوي؟ داسې چې ګوندي مرام د تاریخ په جاده کې د ګوند د حرکت اساسي مسیر او تګ لوری ټاکي، خو په هغه کې د ټاکلي وخت او روځنیو مبرمو مسئلو له پاره د ځواب موندل او یا د واکمنۍ په مختلفو پوړونو کې د ګوندي اهدافو وضاحت په تیره بیا د عامو وګړو له پاره ستونزمن وي. Continue reading