د و ، ت ، م ، ګ د برتانیا څانګي د ګوندي پراخې غونډي رپوټ :
د ۲۰۱۴ م کال د فبروري د میاشتې په ۲ مه نیټه د و ، ت ، م ، ګ د برتانیا څانګي د ګوند د وحدت د کنګري د پریکړو او فیصلو د پلي کولو په موخه د لندن ښار د له ریزرو هوټل د هرکلیو په تالار کې یوه پراخه غونډه جوړه کړي وه . په غونډه کې د ګوندي غړو ، د افغاني ګوندونو یو شمیر استازو او یو لړ خپلواکو سیاسي شخصیتونو ګډون کړی ؤ . غونډه د کلام الله مجید د څو ایاتونو په لوستلو پیل شوه او له هغې وروسته د و ، ت ، م ، ګ د برتانیا څانګي او د ګوند د اروپایي څانګي ریس محترم محمداسماعیل غرنې د غونډي د جوړیدو په اړه لنډي خبري وکړي . په داسې حال کې حې غونډه د نوروهاب څپاند له خوا اداره کېدله ، د غونډي د اجنډا د موضوعاتو په توګه د ګوندي کنګري د فیصلو د پلي کولو او د برتانیا د ګوندي څانګي د ځوانانو د برخې د مسؤل د ټاکلو او د غونډی د جریان د نوټ کولو د ډلي په توګه د محترمو ګل رحمان وفا او عبدالرحمان صافي د ټاکلو وروسته ، محترم محمد اسماعیل غرنې ته بلنه ورکړل شوه چې د ګوند د وحدت دکنګري د پریکړو په باب د برتانیا د ګوندي څانګې د غړو دندي مشخصي کړي او د کنګري د تصمیمونو څخه د غونډي ګډونوال خبر کړي .
محترم غرنې وویل : دهېواد پخوانیو ګوندونو یاني د افغانستان ملي ګوند او د وطن د ترقۍ ګوند دواړو په وطن کې د دموکراسۍ د تامین ، د جګړي د مخنیوي او د بیا ابادۍ د پیل کولو په نیت د هېواد دسیاست ډګر ته راوځغاستل . دواړو ګوندونو په وطنپالونکي مینه او هاندهڅه وکړه چې د هېوادوالو د سیاسي شعور د لوړولو ، په هېواد کې د سیاسي غورځنګ د پیاوړي کولو ، د نړیوالي ټولني سره د افغانانو د متقابلو ګټورو اړیکو د ټینګولو او پاللو، د افغانستان د هراړخیزي ودي په وړاندي د کورنیو او بهرنیو مافیايي کړیو د چلندونو د افشاکولواو د بهرنۍ لاسوهنې د ابعادو د مخنیوی له پاره عملي هلي ځلي وکړي . په عملي ډګر کې دواړو ګوندونو د ګوندي اتحادونو او وحدتونو د ممکن کولو په موخه په څو ګډو جبهو کې ګډون وکړ . له نیکه مرغه دواړو ګوندونوله یوه بل څخه د بشپړ درک د مرحلي څخه وروسته د پایداره ګوندي ، سازماني یووالي بریالی دیالوګ پیل کړ . د همدغو جوړونکو هلو ځلو له برکته دا دی اوس موږ د واحد ګوند د جوړیدو جشن کوواو دیووالي د کنګري په ویاړ مو ننني غونډه رابللي ده . اوس موږ د وطن د ترقۍ ملي پیاوړی ګوند لرو .
Continue reading →