بسم الله الرحمن الرحیم
د وطن د ترقۍ ملی ګوند
مرامنامه
سریزه:
نژدې څلورلسیزې کیږي چې د سړې جګړې د سیالیو، د ګاونډیو او د سیمې د ځینو هیوادونو د اغیزمنو سیاستونو او په بحران کې د ښکېلو سیاسی ډلو د تیروتنواو خطاوتنو څخه د ګاونډیو هیوادونو سره په تړاو کې را پیدا شوی بحران زموږ له خلکو څخه قربانی اخلی. دغه بحران په افغانستان کې د ناټو او تروریسم ضد نړیوال ائتلاف له شتون سره سره نه یوازې پای ته ونه رسید، بلکې پراخ اړخونه یې هم وموندل. د یو شمیر سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو ، په تیره بیا د پاکستان او ایران لاس وهنو او د وطن او ولس په برخلیک باندې د یو فاسد ټیم او د مافیایی ډلو واکمنۍ په هیواد کې حالات تر پخوا زیات ترینګلی کړی دی.
په نوې او پراخه بڼه د تروریزم منځ ته راتلل، د امنیتي وضعې ورځ په ورځ زیاتیدونکي خرابوالي، د اداري فساد بې سار ې پراختیا، د مستبدو ځان غوښتونکو واکمنو استبداد، ټولنیزې بې عدالتۍ، اقتصادی بحران، بیوزلۍ او بیکارۍ، د فقر او ثروت ترمنځ د واټن زیاتوالي ، د نشه اي توکو د تولید او قاچاق زیاتوالي، د بهرنیو لاسوهنو په ځانګړي ډول زموږ په هیواد کې د پاکستان د پراخیدونکو لاسوهنو په وړاندې د حکومت ګُنګ او ناڅرګند سیاست زموږ د خلکو ژورې اندیښنې را پارولې دي.
د دموکراسۍ، د قانون د واکمنۍ، ښه حکومتوالۍ، د بشري حقوقو او ټولنیز عدالت شعارونه ، د پوهنې، لوړو زده کړو، لویو لارو، مخابراتو، د کلیو د پراختیا، قانون جوړونې د بیان د آزادۍ او د هیواد د وسله والو ځواکونو د جوړولو په ډګرونو کې له نسبي بدلونونو سره سره په پوچو او خندا وړ شعارونو اوښتی دی. Continue reading
