د وطن د طرقی د ملی ګوند د لمړنی کنګری په مناسبت
د خیبر پښتونخوا د ولایتی شورا کنفرانس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نیټه: ۱/۸\۱۳۹۲
د ولایتی شورا د کنفرانس اجنداء:
۱- اساسی رپورټ او په رپورټ د ملګرو نظریات
۲- تشکیلاتی برخه
۳- د کنګری لپاره د نماینده ګانو ټاکل
۴- د ګوندی ونډی او اعانی د راغونډولو په هکله تصمیم
فیصلی:
۱- اساسی رپورټ او په رپورټ د ملګرو نظریات:
د غونډی اساسی رپورټ د ملګری حاجی عبدالمجید د ولایتی شورا د ریس لخوا د غونډی برخه والو ته وړاندی شو. په رپورټ کی په تیر یو کال کی د ګوندی کارونو په اجراتو بحث وشو نواقیص او نیمګړتیاوی په ګوته شوی. په اساسی رپورټ باندی ملګرو هر یو قاضی خوشدل، غلام علی خان، مصباح الدین او جان محمد خپل نظرونه څرګند او اساسی رپورټ یی تایید کړو
