د افغانستان ملی ګوند د اروپايي شورا
اعلاميه
د ۲۰۱۲ کال د اګست ۲۹ نيټه
د پرلپسې تراژيديو ، غميزو او ويرونو مور جګړې زمونږ پر سوله دوست هيواد ګران افغانستان خپل تور او ناولي وزرونه غوړولی ، هره ورځ تراژيدئ او غميزې زيږوی . د هلمندپه ولايت کې زمونږ د ( ۱۷) بيګناه وروڼو او خويندو د تنو څخه د سرونو د پرې کولو په وير او ماتم کې زمونږ د غمځپلي ولس اوښکې لا وچې نه وې ، په زرنج ،خوست او کندوز کې دانساني ضد او اسلامي ضد بګنوونکو جنايتونو د وير ټغر لا په ټول هيواد کې ويړ وو، چې استراليا ته د هجرت په موخه زمونږ د سلو څخه زياتو وروڼو او خويندو ، افغان مهاجرينو د کشتۍ د ډوبيدو غمجن خبر بيا د افغانانو په ويرژلو زړونو د غم او ماتم خپسه کښېنوله . Continue reading
Author Archives: editor
د زړه احساس
نورمحمد غفوری
درهای بسته
داستان کوتاه از پوهندوی شیما غفوری
دهند په نیمه وچه کې د پاکستان نظریه او سیمه ایزه ستراتیژي
دا لکچر د افغانستان له پاره د سولي او دموکراسۍ د پالټاکې خوني د برخه والو د غوښتنې پر بنسټ چې هېوادپال روڼ اندي دي او دامریکا ، اسیا او اروپا څخه ددې خوني سره په دوامداره توګه اړیکې ټینګوي ، د وتلي او تجربه لرونکي دیپلومات محترم امیرمحمد ګران له خوا په دې وروستیو کې ترتیب او وړاندي شوی دی.
لمړۍ برخه
دهند په نیمه وچه کې د پاکستان نظریه او سیمه ایزه ستراتیژي!
ترتیب او وړاندي کوونکی امیرمحمد ګران
مخکې تردې چې د هند نیمه وچه د مذهبې ایدیالوژۍ پر بنسټ وویشل شي او د پاکستان د نظریې نوښت تر څیړني لاندي ونیول شي ، اجازه راکړی چې د هند د « طلایې مرغۍ » په پراخه سیمه کې د افغانانو او د هند د خلکو هغو استعماري ضد مبارزو ته چې په تیرو پیړیو کې یې سرته رسولي یو ځغلند نظر واچوم.
تاریخي شالید Historical Backgroundد هند په نیمه وچه کې د افغانانو او هندیانو له خوا ښکیلاکې ضد مبارزي ، سر ښندنې او اتلولۍ د افغانانو او د دغې سیمې د ګډ تاریخ ځلانده او ویاړمن څپرکې تشکیلوي. افغانستان او هند د بشري تمدن د لرغونو او پخوانیو بنسټونو ( مرکزونو ) څخه شمیرل کیږي او د دواړو هېوادونو خلک له پخوا زمانې څخه خپل منځې ډول ډول ټینګي او نه شلیدونکي اړیکې لرلي چې همدا اوس هم ادامه لري. اما د تاریخ په اوږدو کې له سیاسي پلوه دغه اړیکې د یو لړ جګو او ټیټو څخه تیري شوي. له میلاد ي پیړۍ څخه د مخه په دویمه زریزه کې اریایان له افغانستان څخه هند ته وکوچیدل او هلته یې د ویدي Vedas تمدن ته دوام ورکړ ، وروسته بیا د موریایانو تر سیاسي اغیزي لاندي ، بودایي دیانت افغانستان ته لار پیدا کړه.
له پیړیو وروسته بیا مسلمانانو هغه وخت چې ایران فتح کړد هند په نیمه وچه کې یې خپلو مداخلو او جګړو ته ادامه ورکړه. د حضرت عمر(رض) په زمانه کې هم ددغې سیمې د لاندي کولو ناکامه کوښښ وشو. همدارنګه د حضرت علی (رض) او امیر معاویه په وختونو کې د اسلام د دین د قبلولو له پاره جنګ ، جګړي او په دغه سیمه کې د واکمن کیدو هڅې روانې وي. په پاي کې د اموي خلیفه ولید په دوره کې د سیند د دیبل په بندر کې د مسلمانانو ۸ کشتۍ چې د سریلانکا څخه عربو ته په سفر رواني وي چور او چپاول شوي. عربو د سیند له راجه څخه چې داهیر نودیده نومیده وغوښتل چې غلو ته سزا ورکړي ، ولي راجه معذرت وغوښت او له سزا ورکولو څخه يې ډډه وکړه. په پاي کې محمد بن قاسم د پوڅ په مشرۍ دغې سیمې ته راغۍ ، محمد بن قاسم د سیند راجه داهیر ته ماتي ورکړه او د مسلمانانو حکومت یې تشکیل کړ.همدارنګه د افغانستان دولتونو لکه کوشانیانو او یفتلیانو د لمړۍ میلادي پیړۍ څخه تر شپږمي میلادي پیړۍ په هند کې خپل اغیز درلود. د افغانانو دریم ځل اغیز په هند کې چې ددغه هېواد د تاریخ یوه ځلانده او ارزښتناکه دوره بلل کیږي د غزنویانو ، غوریانو ، قطبیه ، خلجیانو، سوریانو( سوري شیرشا ) سدوزیانو دولتونه وو چې په هند کې يې اسلامي تمدن او فرهنګ ته پراختیا ورکړه.
ویـــــر
نورمحمد غفوری
