نورمحمد غفوری
کنفرانس مطبوعاتی
جبهۀ نجات از بحران افغانستان
در مورد حملات پاکستان بر ولایات کنر و نورستان:
امروز 22 برج اسد سال 1391 که مطابق به 12 اگست سال 2012 میلادی میباشد، ساعت دهصبح کنفرانس مطبوعاتی جبهۀ نجات ازبحران در مرکز بین المللی مطبوعات وزارت اطلاعات و فرهنگ دایر گردید.
کنفرانس مطبوعاتی که توسط قرائت چند آیت از قرآن مجید آغاز یافت، با گردانندگی محترم دوکتور محمد آصف بکتاش- رئیس حزب ترقی وطن و عضو رهبری جبهۀ نجات از بحران- ادامه یافت.بعد از سخن آغازین مختصر ولی پرمحتوی وی، محترم محمد اسحق اتمر رئیس جبهۀ نجات از بحران در بارۀ وضعیت مناطق سرحدی افغانستان که تحت حملات راکتی نظامیان پاکستان قرار دارد، به تفصیل روشنی انداخت و اعلامیۀ جبهۀ نجات از بحران را به خوانش گرفت.
Author Archives: editor
د افغانستان ملی ګوند د اجرأيه شورا اعلاميه
افغانستان- کابل: د ۱۳۹۱هـ ش کال د اسد میاشت
او د ۲۰۱۲ ز کال د اګسټ میاشت
د افغانستان پر سرحدی سیمو د پاکستان د توغندیو د توغولو په اړه
دافغانستان ملی ګوند د اجرائیه شورا اعلامیه
ډیره موده کیږی چې دپاکستان له خاورې د افغانستان د کونړ پر ولایت باندې د توغندیو بریدونه کیږی او د تروریستی ګروپونو را استول دوام لری. د دولتی سرچینو له مخې د څیړنیز هیئت د څیړنو په پایله کې ښکاره شوې ده چې دغه بريدونه د پاکستان اردو او استخباراتي اداره کوي. د کورنیو او دفاعی چارو وزارتونو مسئولین دا موضوع تائیدوی او وایی چې ددې توغندیو د توغولو له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلک يې د سيمې پرېښودو ته اړ شوی دي. د کنړولایت ټولو دولتي او امنیتی ارګانونو څو وارې ددې موضوع د تائید خبر دولتی مشرانو او د ناټو پوځیانو ته ورکړی او د کنړ اوسیدونکو ولسونو هم په دې اړوند څرګندونې او لاریونونه کړی دی.
د افغانستان مرکزی دولت تر ډیره دا موضوع کوچنۍ او بې اهمیته بلله، مطبوعات یې پر دې متهمول چې موضوع بیځایه پړسوی. خو اوس د مشرانوجرګې او ولسی جرګی په وړاندې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر د درنو پرمختللو راکټونو انځورونه وښودل او ویې ویل چې دا د پاکستان د پوځیانو مال دی او هیڅ بله ډله هغه په اختیار کې نه لری. د ملي امنيت اوپراتيفي مرستيال هم وويل، چې د افغانستان پر سرحدي سيمو راکټي بريدونه د پاکستان اردو او د هغه استخباراتي اداره کوي. په هیواد کې د ناتو ځواکونو عمومی قوماندان هم په کنړ باندې د توغندیو د بریدونو په اړه د پاکستان له اړوند مقام سره د خبرو له پاره پاکستان ته سفر غوره کړ. ددې سره سره زموږ د ګران هیواد په خاوره د راکټونو بریدونه تر اوسه دوام لری، بې ګناه وګړی وژنی او ټپیانوی، د خلکو ملکیتونو ته زیان اړوی او هغوی د کډوالۍ ستونزوته اړباسی. په مطبوعاتو کې دا هم ویل کیږی چې پاکستاني پوځیان د افغانستان خاورې ته را ننوتلی او خپلې پوستې یې د افغانستان خاورې ته را مخکې کړې دي.
غزل
غزل
ناروی
سخنی با نجیبه های وطنم!
راز خوابیده
