درون امريکايي

جريده مردم : هالند
پانزده ( ۱۵ ) کشته در پاکستان توسط طياره درون امريکايي
چارم جون سال ۲۰۱۲ ، ساعت ۴ و ۳۵ دقيقه صبح

به قول مقامات امنيتی ، امروز صبح در شمال غرب پاکستان در نتيجه حمله يک طياره بدون سرنشين ايالات متحده امريکا ( ۱۵ ) تن تروريست جان باختند.
حمله بر ميرالی در ۲۵ کيلومتری ميرانشاه مرکز ايالت وزيرستان شمالی متأصل با سرحد افغانستان صورت ګرفته است .
در فاصله زمانی سه روز اين سومين حمله درون است ، که جمعأ ( ۲۷ ) نفر کشته را به جا گذاشته است .
معلوم ميشود که حملات جنجال برانگيز امريکايی با درون که شورشيان را هدف قرار ميدهند، در هفته های اخير به دستور روز مبدل گرديده است .
ايالات متحده امريکا دو هفته قبل در جلسه سران کشورهای ناتو در شيکاگو اعلام نمود که حملات وسيع طيارات بدون سرنشين درون را آغاز خواهد کرد .
اين اقدام تشنج ميان ايالات متحده امريکا و پاکستان را ، که نسبت حملات هوايی امريکا عصبانی ميباشد، بيشتر خواهد ساخت .
اين دوکشور مشغول پيشبرد مذاکرات مشکل در زمينه باز نمودن راه اکمالاتی نيروهای ناتو ميباشند

ډپريشن

ليکوال:ډاکتربادام (شفق)
په ډنمارک کي دغنس د مرکزي روغتون
ددماغي سکتودسرویس مسؤل ډاکتر

مزاجي ناروغۍ
خپگان او مست لیونتوب
(دوهمه برخه)

درنو لوستونکو!
څرنګه چی ټول پوهیږۍ زمونږدګران وطن افغانستان دډیروناوړو شرایطو له کبله زمونږ په دردیدلو هیوادوالوکی رواني ناروغۍ خصوصاْدډپریشن یعني ژورخفګان ناروغي ډیره شایع ده٬لدی کبله غواړم چې په تفصیل ددی ناروِغۍ په باب معلومات وړاندی کړم. هیله ده چی دلوستونکو لپاره ګټور تمام شي.

مزاجي ناروغۍ
Affective diseases
(Mood disorders)

مزاجي ناروغۍ Mood disorders)(هغه ناروغۍ دي چې خٌلق، مزاج او احساسات پكې له نور مال حالت څخه تغير كوي پدی معناء ناروغ یا له نورمال حالت څخه ډېر خفه او یا له نورمال حالت څخه ډېر خوشحاله وي. یعنې په affective Disease کې Depression او Maniaدواړه شامل دي ،چې د Mood diseaseیا مزاجي ناروغیو په نوم هم یادیږی.
هغه حالت چې ناروغ پكې له نورمال حالت څخه ډېر زيات خوشحاله، فعال او مست وي د Mania په نوم او هغه حالت چې ناروغ پكې خفه، كم انرژي او بې شوقه وي د Depression په نوم ياديږي .
که ناروغ په وقفوي شكل كله ډپرېشن او كله Mania ولري د دوه قطبي مزاجي ناروغۍ يا Bipolar affective disease په نوم ياديږي چې ډېره نادره ده . که ناروغ د Mania څخه پرته يوازې Depression ولري د يو قطبي ډپرېشن unipolar depression په نوم ياديږي ، چې پیښې یې ددوه قُطبي مزاجي ناروغۍ په نسبت ډېری زیاتی دی او خصوصاَ په ښځو کې ډېر زیات لیدل کیږي. Continue reading

د شیکاګو لوزونه

 

د شیکاګو لوزونه !!!

ليکونکي محمداقا کوچې

غبرګولی ـ   ۱۳۹۱ کال

دروان کال د مۍ د میاشتې په  ۲۲   مه نیټه دشيکاګو په ښار کې دناټو د نظامې تړون د غړو هېوادونو او د يو شمير نورو هېوادونو مشران  او یا استازي د یو لړ مهمو نړیوالو مسالو منجمله د افغانستان  د اوسنیوستونزو د حل اوپه راتلونکې کې  ددې هېواد سره د مرستو د کولو د څرنګوالي  په اړوند راټول شوي وه. نژدی ټولو مشرانو دافغانستان د خلکو سره د همکاری ژمنې تازه کړی  او د هغې سره جوخت یې له افغان چارواکو څخه  يو لړ  غوښتنی هم  وکړي  چې لنډیز یې په لاندي توګه وړاندي کیږي :

لمړۍ  ـ د ښې حکومتوالۍ رامنځته کول .

دویم  ـ   اداري فساد او مخدره موادو له منځه وړل.

دريم   ـ   دسولې او امنيت له پاره ګړندي ګامونه اوچتول

څلورم  ـ   دسولې او امنيت لپاره ګړندي ګامونه اوچتول

پنځم  ـ   دخلکو ټولنيز ژوند ښه کولو ته پاملرنه.

شپږم  ـ   دښځو د حقونو خوندي ساتل، اود جنايتکارانو پر وړاندی  جدي ګام پورته کول.

اووم   ـ   د ځمکې د عاصيبينو او مافيا پر وړاندی  جدي اقدام کول .

Continue reading

سردارمحمد داودخان(۱۲۸۸-۱۳۵۷)ه،ش

څلرمه برخه
سردارمحمد داودخان(۱۲۸۸-۱۳۵۷)ه،ش
(کودتأ یاکورنی جوړښت)
خپلۍ کورنۍ،افغان ولس ،جهان اوظاهرخان (شاه) ټولوسردارمحمدداؤد خان دیوه لیوني په نوم پیژند ئ.کله چي سردارمحمدداؤدخان په جلأ ل آباد کي والي اودقول اردو قوماندان ؤ،یوورځ دجلأ لآباد څخه دموټرپه سوارلي دکابل پرخوا راتلۍ.په لاره کي ئې یوځوان ولیدئ چي پرخره ئې واښه بارکړي اوخپله هم دبارپرسر پرخره سپوردئ.داؤدخان خپل موټروان ته وویل موټرودروه.موټروان موټرودراوې،داؤدخان دموټره څخه تاسو،اوبرابردهغه هلک پرخوا ورغلۍ چي دوښودبارپه سرکي پرخپل خره سپوردئ. هغه ئې دباره څخه لاندي راشوه کړئ اوڅو چپلاخي ئې ووهي.خلک ئې تماشې ته راغله ځوان هلک غوښتل داوخان ته بد الفاظ(ښکنځل) وکړي، ځکه هلک په خپله ګناه نه پوهیدئ اوسردارنه پیژني،دلته دکلیوالوخلګو څخه یوسړي ووهل سوې هلک ته وویل چي پام کوه دالیونی سردارداودخان دئ.ځوان هم وداودخان ته مخ ورواړاوه اوداسي ئې ورته وویل: «ته خو په رښتیا لیونی ئې» .

Continue reading

افلاطون او دټولنیز عدالت

 

نورمحمد غفوری
افلاطون او دټولنیز عدالت
– «خپله دنده پر وخت سرته رسول او ورته ژمنتیا عدل دی»
– «ښه نظام دښو لوستو خلکو پرمټ جوړېدای شي »
– «دریاست ښه صفت، ښېګڼه عدل او انصاف دی»
– «په ریاست کې عدل او انصاف هغه وخت راتلی شي، چې لوړپوړي چارواکي له علم اوپوهې نه کارواخلي»
– «دښځې او نر ترمنځ په انساني لحاظ هېڅ توپیرنشته، له ښځو او نارینه وو باید دحکومت کولو په چارو کې په ګډه کار واخستل شي»
افلاطون د ټولنیز سیاسی نظام او په هیواد کې د ټولنیز عدالت په اړه ډیرې په زړه پورې طرحې لری. دده په طرحو کې د دولتی واکمنانو پوهه، پاکی او انصاف لوړ ځای لری او د ټولنیز پرمختګ له پاره د عدالت شتون  اړین فکټور بولی. د افلاطون په نظر تر هغه چې« فیلسوفان واک ته ونه رسیږي او یاواکمن فلسفي نه وي، ترهغې دریاست او د ولس ستونزې نه حل کېږي … دکوم ریاست حکمران، چې فلسفي نه وي، دهغه ریاست پربنسټ اعتبارنه دی پکار.» که د حکومت واګې د فیلسوفانو او پوهو کسانو په لاس کې ولویږی، د ملت له پاره ستر خدمتونه کولای شي، ځکه چې پوه کسان او فیلسوفان د ملت ګټې له خپلو شخصی ګټو څخه لوړې بولی، ریاست د حکم د چلولو او د پیسو او شتمنیو د راټولولو له پاره نه غواړی اود ټول ملت په خیر او دعدل او انصاف پر بنسټ ولاړ ټولنیز – سیاسی نظام را منځته کولای شی.