بسم الله الرحمن الرحيم
20170722نېټه
لومړې پرتوکول
اجندا
الف دتېري جلسی نه تر اوسه په گوندي ژوند پوری اړوند رپوټ.
ب په سويډن کې د گوندي اوليه سازمانون ويش د ځای او محل په حساب.
ج مالي چاری
م د ملگرو وړانديزونه او نظرونو اوريدل دراتلونکې غونډي وخت ټاکل
و د گوندې غړو لپاره دگوند اساسنامه او تگلاری او نورو اړونده ملي تاريخي مسلو تدريس د مسولينو لخوا.
قدرمنو ملگرو
غونډه د سويډن د گوندي سازمان منشي محترم ملگري احمدگل اندړ لخوا پرانستل شوه په غونډه کې د مالمو دشاوخوا ښارونو ملگرو گډون کړې وو.
د غونډې اجندا دملگري اندړ لخوا برخوالو ته ولوستل شوه چی د رايو په يوالي تايد شوه وروسته د غونډې رپوټ دتيرو څو مياشتو گوندي رپوټ د محمداقا شيرزاد لخوا برخوالو ته وړاندی شو اود ملگرو پوښتنو ته ځوابونه وويل شوه غونډه د ورځئ په يوه بجه پېل او په دری بجو پای ته ورسيدله د غونډې رپوټ په لاندې توگه دی.
د 2016د11په12 نېټه موږ دسويډن د يتيبورگ په ښار کې گډه غونډه درلوده په دی غونډه کې د سويډن له ټولو ښارونو څخه د گوند غړي را جمع شوي وو.
اود ملگرتوب په فضا کې غونډه سرته ورسيدله له هغې غونډې اوه مياشتی تيری شوی دا دی نن د مالمو په ښار د يو شمير هغه ښارونو ملگري چی دی غونډی ته رسيدلای شول گوندي غونډه لرو. Continue reading



