شماره سی ونهم ماهنامه حقیقت زمان

این ماهنامه وزین را میتوانید از انتشارات بیهقی ودفاترشوراهای حزبی ح.م.م.ت.م .ا در سراسر کشور بدست آورید ونیز میتوانید فایل پی دی اف آن را از لینک ذیل دانلود نمائید.
ماهنامه حقیت زمان چشم بر راه ارسال مطالب ارزنده شما عزیزان ونیز پیشنهادات و انتقادات شما دوستان خردمند جهت بهبود ،غنامندی و ارتقای کیفیت نشرات این نشریه مرتبط به جنبش ترقیخواهی کشور میباشد.

راه ارتباط با ما:ppa.afghan@hotmail.com

شماره سی ونهم ماهنامه حقیقت زمان

HZ39

ږیره زما، واک يې د ملا

001

محمدآقا کوچی شیرزاد

په تېره  اونۍ کې افغان ولسمشر داکتر محمد اشرف غني د چابهار بندر د پرانست غونډې لپاره په رسمي سفر ايران ته تللی وو ، د ليدنو کرنو پر مهال د ايران مذبي مشر او جمهوريس افغان ولسمشر ته د هريرود او هيلمند اوبو دويش په اړوند غني ته وويل داوبو مسله بايد حل شي غني هم په ځواب کی وويل چی زه به يوکميسون وټاکم تر څو ددی مسلې لپاره کار وکړي.

د هلمند اوبه؛ د موسی شفيق تړون سره کرښه Continue reading

په سیاسی وضعیت کی د هیواد دملی – دموکراتیکو او مترقی ځواکونو دیو موټې حضور اړتیا

FB_IMG_1464573334731

داکترحبیب منګل

زمونږ هیواد افغانستان کی دطالبانو د الیګارشئ او دمنځینو پیړیو داستبدادي نظام دله منځه وړلووروسته سیاسی پروسې او وضعیت واقعی بینانه څیړنې او ارزونې څخه دا نتیجه ترلاسه کیږي چه سره له دې چې دهیواد دملې- دموکراتیکو او مترقی سیاسي ځواکونو او دافغان ولس دبلقوه او بلفعل او نړیوالې ټولنې دِغوښتنې له مخی اوداساسي قانون داحکامو له مخې د دولت – ملت جوړونې او دموکراسئ ته تیریدنی ؛ دهیواد دبیا جوړونی او پر مختګ په لاره کی خینی مهم ګامونه پورته شول او لاسته راوړنې ېې ترسترګو کیږي چې دساتلو ؛ ټینګیتا ؛ پراختیا او ژورتیا لپاره یی باید مبارزه او هڅې او هاند وشي ، څو تنظیمی انارشی او جګړی او طالبی الیګارشی او استبداد
Continue reading

`ایا یوې هېوادنۍ ملي جبهې جوړیدو ته اړتیا شته

په اروپا کې د سولي او سیاسي همغږۍ د کنفرانس جوړیدل یوه داسې موقه ده چې په هغې کې په بهر کې میشت افغان روڼ اندي ، د هېواد د سیاسي ګوندونو ، ګروپونو استازي او مستقل شخصیتونه د بیلابیلو لېدلورو د شته والې سربیره کولی شي د نطریو راکړه ورکړه وکړي او د وطن د ستونزې په هغو ابعادو خبرې وکړي چې د دوي له نظره مهم او خبري اتري پري کېدلی شي . موږ په لنډه توګه د هېواد د ستونزي یو لړ بیلګې او د هغې د حل له پاره د خلکو د یوي ټولکې د راټولولو اړوند د هڅو د شریکولو وړاندیز په لاندې توګه وړاندي کوو

د افغانستان خلک څه کم څلور لسیزي کیږي Continue reading

سولي او سیاسي پیوستون د کنفرانس د کار رپوټ

د څه د پاسه ۳ کلونو هلو ځلو او د یوه کال څخه په زیاته موده کې تیلفونې کنفرانسونو د دې له پاره زمینه برابره کړه چې د ۲۰۱۶ م کال د اپریل په ۹ مه او ۱۰ مه نیټه جرمنې فرانکفورت کې د سولې او سیاسي پیوستون کنفرانس جوړ شي . په دې کنفرانس کې د امریکا د متحده ایالاتو ، کاناډا ، استرالیا ، اروپا او افغانستان څخه د ۱۰۰ تنو په شاوخوا کې د هېواد د سیاسي فرهنګی بنسټونو استازو او خپلواکو شخصیتونو برخه اخستې وه . دا غونډه هغه لمړنی ګام بلل کیږی چې په افغانستان کې دننه د سولي د سیاسي جبهې د جوړیدو په هدف پورته شوی دی . په دې ناسته کې د یولړ ملي ، ډموکراټیکو او هېواد پالو ګوندونو ، ګروپونو د استازو تر څنګ اغیز لرونکو خپلواک شخصیتونو په دې موخه برخه درلودله چې د افغانستان د روانې غمیزې د قابو کولو په خاطر د خپلو لیدلورو او دریځونو د نږدې کولو په هکله تودې او هر اړخیزې خبرې اترې وکړي او که ممکنه شي چې د ورته کنفرانس په څیر یوه ناسته د هېواد پلازمینې کابل کې هم جوړه کړي او د توافق د حاصلیدو په صورت کې د سولي د سیاسي جبهې د جوړیدو بنسټ کیږدي . د سولي او سیاسي پیوستون کنفرانس چې د قران کریم د څو ایاتونو په تلاوت کولو او د ملي سرود په اورولو پیل شو دوي برخې درلودلې د خبرو اترو او تجویزونو برخه او د ورکشاپونو برخه . کنفرانس دوه ورځې ادامه وموندله او زیاتو ګډونوالو د غونډې په کار کې فعال رول ولوبولو Continue reading