د مبارکۍ پیغام

د وطن د ترقۍ ملی ګوند

د مبارکۍ پیغام

کابل- افغانستان

د ۱۳۹۲ کال د اسد د میاشتې ۲۷ مه نېټه

د وطن د ترقۍ ملي ګوند رهبري د هیواد د خپلواکۍ د ۹۴ یمې کالیزې په مناسبت دافغان ولس لوڼو او زامنو، په تیره بیا د وطن د ترقۍ ملي ګوند مبارزو غړو ته د زړه له کومي مبارکي وایي او د هغو په ساتنه کې ورته د ټینګ عزم، وحدت، شهامت او توانمندۍ هیله کوي.

په ۱۹۱۹ میلادی کال کې، کله چې امیر امان الله خان د انګریزي استعمار پر ضد د جګړې او جهاد غږ پورته کړ، دافغانستان د ټولو قومونو، طبقو او اقشارو لخوا یې د زړه له کومی ملاتړ وشو. یو له بله د مختلفو او ان متضادو ګټو لرونکو ټولنیزو ګروپونو پخپل منځ کې له داخلی کشمکشونو ډډه وکړه اود وطن د آزادۍ ترلاسه کول یې تر خپلو شخصي او ګروپي ګټو پورته وګڼل. همدا ملي یووالي د هیواد د استقلال په لاسته راوړلو کې ستر رول ولوباوه. Continue reading

آزادی

از پوهندوی شیما غفوری

آزادی

چلچراغ او نگردد رهنمایی زندگی

تا به قلبم شمع آزادی نگردد مشتعل

گر مرا قمچین کند چون طفل نادان د یو نفس

کی توانم لاف آزادی زنــــم با اهـــل دل

کسب آزادیست مشکل، حفظ آن مشکل تر است

تا به کــــی بی فــکـــر و علم،از پی گـفتــــــار دل

گر وطن در جهل باشد، ملتش آزاد نیست

ملت جاهـــل شود در طول تاریخ مضمحل

گردل من صیقل از بغض و جفا کاری نشد

کی توان از دیگران طمع وفای محتمل

گر زمن ها  ما نگردد هیزم خود گشته ایم

من زنم آتش بتو، تو جان منرا متصل

فخر افغان زیستن در کلبۀ آزادی است

سازبهر کلبه اش از اشک والفت، آب و گل

 

 

د مبارکۍ پیغام

                                                                             د مبارکۍ پیغام

 

هېوادوال خبر دي  ، د اګست ۱۹ مه  چې د زمرې د میاشتې د ۲۸ نیټي سره سمون خوري  د ګران افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخستلو بختوره ورځ ده . له دې کبله په اروپا کې د وطن د ترقۍ ملي ګوند شورا ګوندي مشرتابه ، میړنیو او وطنپالونکو ګوندي غړو او د افغانستان ازادۍ خوښوونکو خلکو ته  دهېواد د خپلواکۍ دبیا ګټلو د ۹۴ مې کلیزي په ویاړ د زړه د تل څخه تودي مبارکۍ وړاندي کوي .

افغانانو د لمړې اسیایي هېواد د اوسېدونکو په توګه نږدي یوه پیړۍ وړاندي د خپل ځوان پاچا غازي امان الله خان او یو لړ نورو ازادۍ دوستو مشرانو په لارښوونه د نړۍ ستر ښکیلاک ګر ځواک یانې برتانیا ته وروستۍ داسې ماته ورکړه ، چې د هغې په برکت په نړۍ کې ډیر نوي خپلواک هېوادونه وزیږیدل  او د برتانیا دلوي امپراطورۍ د نړیدو حساسې شیبې پیل شوي .

که څه هم چې افغانانو د خپلواکۍ ګټلو څخه وروسته په خپل وطن کې د ثبات د راوستلو په لمړۍ لسیزه او بیا د تیرو څه کم څلورو لسیزو اوږدې کورنۍ جګړي د پایښت له امله  څرنګه چې اړینه وه د ازادۍ مزه ونه کتله او نږدې د هر افغان د انګړ دروازي په وینو سري شوي . په پايکې هرو مرو هر هېوادوال سولي ، ټیکاو او پرمختګ ته بیساري اړتیا لري . بنا پر دې ، د وطن د ترقۍ ملي ګوند د اروپا شورا خپلو ګوندي امن پسندو غړو ، ملي  ـ  ډیموکراتو ځواکونو او وطنپالونکو هېوادوالو ته وړاندیز کوی چې ، په خپلو کې یو موټی شي ، ملي یوالی ورغوي ، بهرنۍ لاسوهنې ته د پاي ټکی کیږدي ، اقتصادي ـ سیاسي ـ فرهنګي او ټولنیزه هوساینه تامین کړي ، امنیتې لیږد او ټاکنوکې فعاله ونډه واخلي ، دنړیوالوسره د ځان په ګټه اړیکې جوړي کړي او په دې توګه سوله راولي او خپلواکي ټینګه او پیاوړي کړي .

                                                             ژوندی دې وي افغانستان . 

                                                                   تل دې وي خپلواکي .

                                                                د ا ، م ، ګ د اروپا شورا

پاکستان به په ۶ میاشتو کې نوي ترهګریز لوي ډګر شي

پاکستان به په ۶ میاشتو کې نوي ترهګریز لوي ډګر شي

لیکونکی : ویلیم   انګډل

سرچینه : رشېین ټوډی نیوز  انګلش چاینل

ژباړه : نوروهاب   څپاند

د پاکستان او چین تر منځ اړیکې داسې وده کوي چې د هغې له امله د سیمې اقتصادي نقشه یو مخیزه بدلېدلی شي. اوس دا اړیکې د بیلتون پالنې تر ګواښ لاندي راغلي او ښایي دا بیلتون پالنه په ناڅاپې توګه په یو بل ترهګریز ډګر واوړي .

واشنګټن لګیا دی د طالب جنګیالیو د تعقیبولو په نیت د پاکستان د پولو د ننه د پرمختیایي مرستو د کولو په نامه د ډرون بمباریو ته ادامه ورکوي او په دې توګه غیر ملکیان په نښه کوي . د پاکستان صدراعظم نواز شریف چې کله د مۍ په میاشت کې انتخابات وګټل لمړۍ سفر یي بیجینګ ته وکړ او هلته یي د چین له صدراعظم لې کېقیانګ سره وکتل . د پاکستان فدرالي کابینې د بیجینګ او اسلام اباد د خبرو اترو پیل کېدل او د تفاهم د هغه یادښت لاسلیکول تصویب کړل چې د هغې له مخې به  « دچین ـ پاکستان د اقتصادي دهلیز »  اوږد مهالی پلان او د دواړو هېوادونو د پرمختیایي چارو د وزارتونو د عمل پلانونه په کې وده مومې . Continue reading

پیام تبریکی

پیام تبریکی

حزب ملی ترقی وطن
به مناسبت حلول عید سعید فطر

تاریخ : 17/5/1392

رهبری حزب ملی ترقی وطن حلول عید سعید فطر را به همه مسلمانان جهان، افغانان وطندوست و متدین واعضای رزمنده حزب از صمیم قلب تبریک و تهنیت عرض میدارد؛ از ایزد متعال تمنا مینماید تا طاعات و عبادات همه را قبول نموده و صلح و صفا را در کشور عزیز ما افغانستان و همه جهان برقرار نماید.

رهبری حزب ملی ترقی وطن امید وار است که روزهای عید سعیدفطر به تکانۀ نیرومند برای صلح و آشتی  بین الافغانی ، وحدت و نیرومندی نیروهای ملی و دموکراتیک کشور و تفاهم و همزیستی بین المللی مبدل گردد.

کمیسیون تبلیغ و فرهنگِ حزب ملی ترقی وطن