Category Archives: مقالات
خاورې دې په سر شی
حکيم روان
خاورې دې په سر شی
زمونږ هر هېوادوال که ليکل او لوستل يې زده وي او کنه ، دښار اوسيدونکی ، د کلو بزګران د دښتو غرونو او سرونو شپانه ، ټول په دې پوهيږي چې يوې سترې او وژونکی بدمرغۍ ددې هېواد او د هغه د اوسيدونکو لمن نيولی ده . داسې بدمرغۍ زمونږ هېواد او خلک تر ستونی نيولی چې د هېواد هيڅ برخه او د خلکو هېڅ توکم ، ډله او طبقه يې له شره خلاصه نه ده . څوک په دې نه پوهيږي چې د دېرشو کالو نه په زياته موده کې دلته د بې ګناه انسانانو وينې په بې سارې بې رحمۍ سره توييږي ؟
که پردي د افغانانو وينې تويوي نو سړی فکر کولای شی چې البته په دې کې به د هغوی ګټې وي . خو ددې پردو په منځ کې تر ټولو زيات زمونږ وينو ته زمونږ ګاونډيان تږي دي . هغوی چې د افغانانو سره د مشترک دين ، کلتور او نژاد خبرې کوي . ټوله دنيا وايی چې نور د استعمار دور تېر شوی دی . خو مونږ يې د سر په سترګو وينو چې د انګليسی استعمار نا خلفه ځوی پاکستان تر ننه د خپل پلار په څېر په افغانستان کې له شيطانيو او ورانکاريو لاس نه آخلی او په دې ډول زمونږ ويني تويوي . ايران هم همداسې درواخله . د پاکستان اسلامی حکومت ، د ايران اسلامی حکومت ، مونږ خو يې چې ګورو دوی هر څه دی خو اسلامي نه دی . په افغانستان کې هم غلو او ورانکارو په خپل حکومت د اسلامی حکومت نوم ايښی دی . مانا دا چې که حکومتونه غله ، ورانکار ، وينی تويوونکی مداخله ګر او شرير وي نو اسلامی دی او کنه برعکس . نو د داسې مفسدو، ورانکارو ، تش په نامه اسلامی حکومتونو دې خاورې په سر شي !
اعلاميه نخستين کنفرانس حزب ملی ترقی وطن
بسم الله الرحمن الرحیم
اعلامیه نخستین کنفرانس حزب ملی ترقی وطن
مورخ 14/7 / 1391شهر کابل
در اوضاع و احوال کنونی که جهان درگیر ناامنی ها از اثر فعالیتهای گستردۀ تروریزم بین المللی و دهشت افگنی و سیاستهای نا متوازن و برخوردهای جانب دارانۀ عدۀ از کشورهای قدرت مند جهان گردیده است که در اثر همین سیاست های نامعقول، دامنۀ جنگ و خشونت در کشورهای خاورمیانه و افریقا نیز کشانیده شده و مردم این سرزمینها قربانیان اصلی این خشونتها میباشند.
در کشور عزیز ما افغانستان، با وجود حضورقوای ائتلاف بین المللی در طی یازده سال گذشته نه تنها جنگ قطع نگردیده است، بلکه ابعاد وسیع تری نیز کسب نموده، همچنان غیرنظامیان اصلی ترین قربانیانِ افزایش ناامنی ها و خشونت ها در افغانستان هستند.
با وجود بعضی پیشرفتها در عرصه های معارف، تحصیلات عالی، مواصلات و مخابرات، امور قانون گذاری، ساختار نهادهای امنیتی و دفاعی، انکشاف دهات، ازادی بیان و سهیم ساختن زنان در فعالیتهای سیاسی، اقتصادی و اجتماعی در یازده سال گذشته، عدم توجه به وضیعت اقتصادی مردم و بازسازی و نو سازی پروژه های بزرگ زیر بنایی با وجود سرازیر شدن ملیاردها دالر کمک های جامعۀ جهانی در کشور، منجر به افزایش فقر و بیکاری هزاران هموطن ما گردیده است.
در نتیجۀ ستراتیژی نا درست ائتلاف جهانی و ناتو در مبارزه علیه تروریزم بین المللی وطالبان در افغانستان نه تنها جنگ در افغانستان ختم نگردیده است، بلکه این سیاست به بن بست مواجه گردیده و منجر به گسترش ناامنی و آدم ربایی، كشته شدن هزاران غیرنظامی، افزایش کشت، تولید و ترافیک مواد مخدر، افزایش فساد اداری، در کشور گردیده و حمایت حکومت و جامعۀ جهانی از مهره های اصلی مافیایی و ناقضین حقوق بشر و مجارات نکردن آنها یکی از اشتباهات بزرگ ائتلاف جهانی به رهبری ایالات متحدۀ امریکا درافغانستان بوده است.
استفادۀ نادرست از مفهوم اقتصاد بازار و عدم وضع قوانین مربوط به ان، خصوصی سازی سکتور دولتی، ضعف دولت در رقابت سالم بخاطر استقرار قیم در بازار، فقر و بیکاری را در جامعه، به خصوص در میان جوانان تحصیل کرده Continue reading
د وطن د ترقی ملی ګوند اساسنامه
د وطن دترقی ملي گوند
اساسنامه
کابل : د ۱۳۹۱ کال د تلې ۱۴ نیټه
بسم الله الرحمن الرحیم
د وطن د ترقی ملي گوند اساسنامه
د وطن د ترقی ملي گوند د هیواد يو سرتاسري، خپلواک سياسي جوړښت دى، چې د افغان ملت د آگاه، همفکرو، وطنپالو او خير خواه وگړو د خپلې خوښې اتحاد په نتيجه کې منځ ته راغلى دى.
د وطن د ترقی ملي گوند د هیواد د خپلواکۍ، د خاورې د تماميت او ملي حاکميت ساتنه له خپلو ځنډ نه منونکو دندو څخه گڼي.
د وطن د ترقی ملي گوند قومی ، ژبنی، جنسی او فقهی مذهبی بنسټ نلری او د اسلام د مقدس دين د اساساتو، د هیواد د اساسي قانون ، د احزابو د قانون او نورو نافذو قوانينو د مندرجاتو د رعايت پر بنا کار او فعاليت کوي.
په کندهارخاینانه ګوزار
