سیاسی گـــــونـد

کابل افغانستان، ۱۳۹۱/۷/۶ او  د ۲۰۱۲ میلادی کال د سپتمبر ۲۷ مه نېټه
نور مُحمَّـــد غـفـوري
سیاسی گـــــونـد
په پښتو کې د ګوند کلمه د عربی د حزب او لاتینی partis  سره مترادفه ده، چې د برخې، ډلې، ګروپ، حصې او قسمت مانا ورکوی. په سیاسی اصطلاح کې ګوند د انسانانو هغې ټولګې (تجمع) ته ویل کیږی چې پخپله خوښه د ټاکلو شریکو سیاسی موخو د پوره کولوله پاره په واحد فکر  په یوه سازمان کې را ټول شوی وی. سیاسی موخې که مادی وی او که معنوی،  د سیاسی مبارزې له لارې لاسته راتلای شی. سیاسی مبارزه په لومړی ګام کې د سیاسی ځواک او حکومت د ترلاسه کولو او یا د هغو د ساتلو له پاره هڅې او هاند دی.
په اصل کې په ګوند کې د یوې ټولنیزې طبقې او یا د ګډو ګټو لرونکو ټولنیزو قشرونو خورا پوه اود لوړ ټولنیز او سیاسی شعور څښتن فعال کسان را ټولیږی، د هغوی له ګټو استازیتوب کوی  او د هغوی نور غړی په سیاسی مبارزو کې رهبری کوی.
د دموکراتیک پلورالیسم او څوګوندیز سیستم په چوکاټ کې ګوندونه یوله بله سره سیالی کوی چې په سیاسی پریکړو کې غښتلی ځای ونیسی. سیاسی ګوندونه د ملت د سیاسی ارادې په جوړولو کې مرسته کوی او  د دموکراتیک دولت د جوړولو اساسی او خورا غوره ستنې (ستونونه) جوړوی. ګوندونه که له یوې خوا د دولت او ملت ترمنځ د پله حیثیت لری، له بلې خوا د ولسونو د سیاسی شعور په را و‎یښولو او لوړولو کې ستر رول لوبوی. همدا ګوندونه د مدنی ټولنې د ودې له پاره ښه شرایط برابرولای  او ولسونه د دموکراسۍ په کلتور او ټولنیزې ډلې یوله بله سره د زغم په روحیه روزلای او روږدی کولای شی. په هره کچه چې په ټولنه کې دموکراسی پخه او بنسټیزه کیږی، په همغه نسبت د ملت او مملکت په چارو کې د ګوندونو رول لوړیږی. په هر دموکراتیک هیواد کې د ګوندونو ترمنځ سیالی یو روځنئ او معمولی شئ ګڼل کیږی. په دموکراتیکو نظامونو کې د دولتی تشکیلاتو په جوړولو او بیا هر سیاسی او دولتی مقام ته د افرادو په ټاکلو کې د ګوندونو او مدنی ټولنو رول څرګند وی. خو ګوندونه د بشری ټولنې د تاریخی تکامل په ټاکلی پوړ کې رامنځته شوی دی،  د زیربنا ټاکلې وده غواړی او د هغو پر سر د راجوړې شوی روبنا مناسب شکل او مضمون ته اړتیا لری.

د افغانانو ملی حرکت په ولسی جرګه کې!

 

نورمحمد غفوری

د افغانانو ملی حرکت په ولسی جرګه کې!

 

د سنبلې د میاشتې په شلمه نېټه د افغانانو د ملی حرکت (۵۵) تنه استازی پارلمان ته ورغلل او خپلې غوښتنې یې د یوې اعلاميې په ترڅ کې د پارلمان اداری هیئت او ګڼ شمیر وکیلانو ته وړاندې کړی.

د افغانانو د ملی حرکت په استازو کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د مختلفو سیاسی جبهو، ګوندونو، ټولنیزو سازمانون، قومی شوراګانو استازو، د علومو د اکادمۍ غړو، د پوهنتونو استادانو،  مخورو سپین ږیرو او د مدنی ټولنې غړو ګډون درلود. د پارلمان د کنفرانسونو په ستر تالار کې د افغانانو د ملی حرکت استازو ته د ولسی جرګې د غړو په استازیتوب د کندهار وکیل ښاغلی محمد نعیم لالی حمید زئی په داسې حال کې ښه راغلاست وویل چې د ولسی جرګې لمړی مرستیال ښاغلی حاجی عبدالظاهرقدیر، د ولسی جرګې د اداری هیئت نورو غړو او د مختلفو ولایتونو ګڼ شمیر وکیلانو حضور لاره.

غونډه د محترم مولوی عبدالکریم خان لخوا د قرآن کریم د څو آیتونو په لوستلو پیل شوه چې وروسته ښاغلی ډاکتر طوفان وزیری د افغانانو د ملی حرکت د اعلامیې پښتو او ورپسې ډاکتر محمد آصف بکتاش د هغې دری متن ولوست چې ورپکې د همدې نوي راټوکیدونکی حرکت غوښتنې ځای شوې وی.

په اعلامیه کې د افغانستان په سرحدی سیمو د پاکستان د پوځي کړیو له خوا د توغندیو د یرغل په اړه رڼا واچول شوه، د هیواد په ولایتونو کې یې د ورځ په ورځ خرابیدونکی وضعې په اړه تماس ونیو او دهیواد دتجزیې د پلانونو څخه یې اندیښنه څرګنده کړه. په اعلامیه کې دې خبرې ته پام وراړول شوی ؤ چې په داسې سخت او پیچلی حالت کې حکومت او پخپله ولسمشر پټه خوله پاته دی او لازم عکس العمل نه ښئی او مناسبو تدبیرونو ته لاس نه اچوی.

د افغانانو د ملی حرکت استازو د ولسی جرګې او حاضرو وکیلانو څخه وغوښتل چې د دوی غوښتنو ته جدی پام ورواړوی او که یې په ټاکلې موده کې د دوی غوښتنې عملی نه کړې، نو دا حرکت به بیا خپلو قانونی سوله ایزو مبارزو ته دوام ورکړی.

د پارلمان د غړو په استازیتوب د ولسی جرګې لمړی مرستیال خبرې وکړې، د افغانانو د ملی حرکت غوښتنې يې پرځای او معقولې وبللې او له هغوی څخه یې ملاتړ اعلان کړ. د حرکت استازو ته یې د هیواد د ځمکنی بشپړتیا د ساتلو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې ډیر کسان به د افغانستان د تجزیې خبرې کوی، خو دا هسې د کوچنیو لوبه نه ده. موږ هره لحظه قربانۍ ته تیار یو.

د حرکت استازو له ولسی جرګې څخه د خپلو غوښتنو د تر سره کولو له پاره په ټاکلی وخت کې د ګړندیو تدبیرونو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې که په ټاکلی موده کې دوی له ولسی جرګې څخه قناعت بښونکی ځواب او ډاډ تر لاسه نکړی، نو به خپل پروټیست ته دوام ورکوی او د اړتیا سره سم اقدام ته به لاس اچوی.

يادونه: زه به زیار وباسم چې د افغانانو د ملی حرکت هغه اعلامیه هم چې په پارلمان کې ولوستل شوه، ستاسې د معلوماتو له پاره وړاندې کړم.

شهروندان هالند

 

عصمت رسا
                                                                               شهروندان هالند بیک هالند سوسیال رای دادند.
انتخابات پارلمانی هالند که بتاریخ 12 سپتمبر 2012 برگزار گردید ،تقریبا 74 فیصد شهروندان هالند در ان شرکت نمودند. از جمله 21 حزب سیاسی شرکت کننده در انتخابات، صرفا 11 حزب سیاسی توانست که به پارلمان راه یابد.
حزب مردم برای ازادی و دموکراسی که دارای ایدولوژی نیو لیبرالیزم است توانست که در انتخابات متذکره 41 کرسی پارلمان را بخود اختصاص دهد. در مقابل، حزب کارگر که ایدیال های سوسیال دموکراسی قطب نمای مبارزه انست موفق به کسب 38 کرسی پارلمان گردید. این انتخابات که بر محور مبارزات دو جریان عمده سیاسی، سوسیال دموکراتها و لیبرالها میچرخید ؛ از نظر من دارای ویژ گی های خاص ذیل بوده است:
حزب کارگر چندین ماه قبل از انتخابات پارلمانی با انتخاب رهبر جدید حزب، آقای هانس سپیکمان و رهبر فرکسیون پارلمانی خویش اقای سامسون؛ روح و جان تازه گرفت؛ زیرا اقای سپیکمان با سابقه کارگری اش و اقای سامسون با سابقه مبارزه فعال اش برای محیط زیست توانستند که حزب کارگر را از میسر سوسیال- لیبرال بسوی ایدیال های واقعی حزب شان هدایت نمایند و در نتیجه با یک پروگرام چپ، مبارزات انتخاباتی خویش را به پیش بردند. آقای سامسون که در مناظره های تلویزیونی استعداد خوب دارد توانست که به حد کافی و بگونه احسن  اهداف و پروگرامهای خود را به مردم انتقال دهد. با چنین یک روش و پالیسی، حزب کارگر توانست که الکتورات چپ جامعه را بطرف خود بکشاند.

حرکت ملی

 

نورمحمد غفوری  

 

حرکت ملی

درین اواخر در بین نمایندگان جبهات متشکله از نهاد ها، احزاب سیاسی، سازمانهای مدنی، شوراهای قومی و شخصیت های بانفوذ و مستقل ملی برای ایجاد حرکت ملی نشست های براه افتیده اند.

در این سلسله بتاریخ شانزدهم سنبله سال 1391 که مصادف با ششم سپتمبر سال 2012 میلادی میباشد، نشستی تحت ریاست شخصیت دانشمند ملی جناب عتیق الله امر خیل ساعت سه بعد از ظهر ، در خوشحال خان مینه شهر کابل دایر گردید.

در اوایل نشست، محترم محمد حسن ولسمل ژورنالست شهیر و سابقه دار کشور در رابطه با اوضاع کشور، منطقه و جهان و بخصوص حملات راکتی پاکستان بالای مناطق سرحدی کشور و حملات کلتوری ایران معلومات داده و نظریات خویش را به تفصیل به حاضرین ارائه نمود. وی خاطر نشان ساخت که پاکستان و ایران  بادرنظرداشت اهداف بعدی ستراتیژیک شان برای مجاهدین افغان تنظیم های متعدد را بوجود آوردند و هر افغانیکه به پاکستان یا ایران مهاجرت مینمود، مجبور به شمولیت در یکی از همین تنظیم های ساخته شدۀ آنها  میگردید. به اینطور نطفۀ نفاق و شقاق در بین افغانها را بوجود آورد ه و ثمر آن را اکنون قساوتمندانه میچینند. از برکت همان تنظیم ها است که حالا ایران و پاکستان در هرسه قوۀ دولتی افغانستان نفوذ دارند . دولت کنونی افغانستان که عمدتا از نمایندگان همان تنظیمهای ساخت ایران و پاکستان متشکل گردیده است، نظر به وابستگیهای تاریخی با استخبارات کشورهای همسایه، نمیتواند که در مقابل حملات و مداخلات همسایه ها صدای خویش را بلند نماید. در این شرایط ، تاریخ ضرورت ایجاد یک نیروی ملی را بخاطر تحقق اهداف عام افغانی بوجود آورده و ما وشما نظر به حکم تاریخ در اینحا جمع شده ایم تا مردم ما خود برای دفاع از منافع ملی شان منسجم گردد.

بعد از آن بالترتیب لالی حمیدزی وکیل در ولسی جرگه، محمد حکیم تورسُن، محمد ظریف ناصری، جبار قهرمان وکیل مردم هلمند، همایون وکیل مردم خوست، خلیل شیوا، نوررحمن غرنی، محمد عارف غفورزی، پوهنوال شیرگل اویستا، شیر خوستی، محمد ابراهیم پوپل،  امرخیل، علی مدد رضایی، نورمحمد غفوری، حاجی سیلاب وزیری و سایرین در بارۀ وضعیت خراب و خطرناک کشور صحبت نمودند. در جلسه دربارۀ اقدامات مشخص بحث صورت گرفت و تصامیمی اتخاذ گردید. در جلسه به اتفاق آرا در بارۀ ایجاد حرکت ملی فیصله بعمل آمد و کمیسیونی برای پیشبرد امور تدارکاتی چنین حرکت ماورای حزبی و ماورای جبهوی انتخاب شد.

عصمت رسا

                        

کشور هالند در برابر دو انتخاب

  

کشور هالند بتاریخ 12 سپتمبر سال روان شاهد برگزاری انتخابات پارلمانی خواهد بود. پارلمان هالند دارای 150 کرسی است که بتعداد10حزب سیاسی در ان از مردم نمایندگی میکند. در انتخابات پارلمانی 12 سپتمبر 2012 بتعداد 21حزب سیاسی شرکت مینماید. آن حزب سیاسی که در انتخابات پارلمانی اکثریت ارا را بدست اورد مکلف به تشکیل حکومت جدید خواهد گردید. طوریکه تجارب انتخابات پارلمانی هالند نشان داده است؛ هیچگاه یک حزب سیاسی  به تنهائی نتوانسته که اکثریت مطلق  کرسی های پارلمان را بخود اختصاص دهد. بنا، ان حزب سیاسی که نسبت به سایر احزاب ارای زیادتری بدست می اورد برای تشکیل کابینه با احزاب همسو خویش ائتلاف مینماید و حکومت جدید را که از حمایت اکثریت پارلمان برخوردار باشد تشکیل میدهد.

 

انتخابات پارلمانی هالند در شرایطی برگزار میگردد که توده های مردم بار سنگین بحران اقتصادی را بدوش میکشند و ” جامعه رفاه همگانی” در معرض خطر قرار دارد. فقر در کشور هالند رو بتزاید است. در سال 2010 عاید ماهواریک  ملیون انسان،  998 یورو و یا کمتر از ان بوده است. در سال 2012 تعداد فقرا به یک اعشاریه سیزده ملیون نفر رشد نموده است. هکذا تعداد قابل ملاحظه کارمندان موسسات مختلف در فقر زندگی میکنند. در هر هفته ده ها هزار انسان در کشور هالند  که در زیر خط فقر زندگی میکنند برای دست اوردن عذا به موسسات مسمی به   بانک ها غذائی مراجعه مینمایند.معاش سالانه یک کارمند عادی( 23 ساله و یا بلند تر از ان)  18747 یورو  است و در  مقابل قشر بالائی  جامعه از عاید سرشار برخوردار است. بگونه مثال رئیس یک شرکت خانه در یک سال 300000 یورو معاش میگیرد!  در چنین وضعیتی، مردم  هالند بتاریخ 12 سپتمبر به پای صندوق های رای میروند . مردم  در برابر دو انتخاب قرار دارند؛ یکی ،حفظ، رشد و تحکیم نیو لبیرالیزم و دیگری، دفاع، توسعه و استحکام جامعه رفاه همگانی.  

Continue reading