د شهيد محمد هاشم وطنوال د شهادت يو کال پوره شو
ګرانو ملګرو د سنګر يارانو
د 2012کال د جولای ۱۷ نټیه د يوه زړه ور وطنپالونکی شهيد هاشم وطنوال د شهادت کاليزه ده . پوره يو کال د مخه په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی او د افغانستان ملی ګوند د رييس مرستيال ، د ګران هيواد د آبادۍ او خلکو د نېکمرغۍ د لارې زړه ور او نه ستړی کيدونکی مبارز هاشم وطنوال د هيواد او افغان ولس د دښمنانو د نا ځوانمردانه تروريستی بريد په پايله کې په تراژيکه توګه په شهادت ورسيد . د سرلوړی او زړه ور وطنوال د سنګر يارانو د يوې لويې تشې د احساس سره سره د خپلو سورمخو شهيدانو او د هغوی له منځه د اتل شهيد وطنوال د سپيڅلو آرمانو په لاره کې د لا غوڅې او ټاکونکی مبارزې تکل کړی دی . مونږ د ټولو وطنپالونکو شهيدانو په پاکو وينو لوړه کړی ، چې د هيواد د آزادۍ او آبادۍ او خلکو د نېکمرغۍ او د انسان مقام ته د درناوی توغ به د وطنوال په څېر د ژوند تر آخری سلګۍ پورې اوچت ساتو . د هيواد د ټولو وطنپالونکو اتلو شهيدانو د آزادی غوښتونکو مبارزو له وياړه ډک دودونه به پالو . مونږ به د انسانيت ، ورورولۍ ، برابرۍ ، دوستۍ او ګډ انسانی ژوند له پاره بل شوی څراغ د خپلو وينو په بيه ځلاند او روښانه وساتو . مونږ به د هيواد ټولو تيارو ګوټونو ته د هغه څراغ رڼا ورسوو، کوم چې د شهيد وطنوال په څېر د نورو زرګونو شهيدانو او وطنپالونکو په اوسپنيزه اراده بل شوی دی . شهيد وطنوال د يوه رسالتمند انسان په توګه د تاريخی دندود اجراء ، ملی او وطنی موخو ته د خدمت په ډګر کې نمونه وړاندې کړی ده . تاريخ زړه ور او په سرتېر، اتل وطنوال په خپله وياړلی غيږه کې په اوچت او نه هيريدونکی مقام وټاکه .
سړيتوب په دنيا نه دی په نرتوب دی
پاچاهان په پاچاهۍ کې وی زبون
چې قدم ور باندې کيږدې سر يې درومی
وطنوال کاوه په داسې لارو يون
يو د بل په ځای راځی د دنيا دود دی
وطنوال قايم مقام شو د مجنون
( له خوشاله اقتفاء )

