داپيل۱۴د ۱۹۸۸زکال دژينوا تړون اود شورويانو وتل

 وړاندې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد پوځون د همدغه تړون د لاسليک وروسته وکوچيدل لاملونه او  ۳۰کلونهm agha (2)پاېلی څه شوی ؟

زما په اند لاملونه تر ټولو اهم په لاندې توگه گڼم .

 اول  دختيځ او لوديځ زبر ځواکونو په تقابل کې د شوروي اتحاد کورنۍ لانجۍ ، شورروي اتحاد دلويديځ سره په قاره پيما وسلو جوړلولو  کې پاته راتلل، دافغان جگړی نه گټل ، د شوروي دوخت کمونست گوند  دزاړه پالو سياست والو کمزوري ،او خپل مينځې ستونزی.

دويم  .دافغانستان د خلق دموکراتيک گوند دمشرانو تر منځ د بی باوری اوپر مقام غوښتنو، برلاسي اويکتازی کول او دشوروي مشرانو لخوا دافغان مشران تر مينځ توپيري چلند .

 دريم   په شوروي او افغانستان کې » يوگوندي ديکتاتورانه  سياست اود دموکراسی نه شتون.

څلورم   دژينوا د تړون له مخی دامريکا او شوروي لخوا د متخاصيمو خواوته د مرستو بنده ول ولی په عمل کې شوروي خپلی مرستی بندی کړیاو د لويدځ لخوا مرستی څو ځله زياتوالی .

 5 په شوروي کې د گرباچوف واکمنيدل اوله افغانستان څخه د خپلو پوځونو دايستلو طرحه.

6 د شوروي کمونست گوند مشرتابه پرېکړه د ببرک کارمل پر ځای دداکتر نجيب الله واکمنيدل.

7 دشوروي د بهرنيو چارو وزير شيورنازي اود امريکا د بهرنيو چارو وزير ليدنه .

8 د شوروي ادفغانستان امريکا او پاکستان داستازو له خوا د ژينوا د تړون لاسليکول .

زما په اند کله چی شوروي  په خپل راتگ سره کومه مثبته پاېله لاسته رانه وړه او په نړېواله بڼه له سختو مخالفتونو او ستونزو سره مخ شو په اقتصادي لحاظ هم زيانونه وگالل،  دخپل پوځ زيات شمېر کسان يي ووژل شول زيات يې ټپيان شول د افغانستان د حکومت او حاکميت پر وړاندی دامريکا متحدو ايالاتو او په ټوله نړې کې پلويانو يې لکه پاکستان ، ايران غرب، عربانو، شيخانو، حتی د چين د خلکو جمهوريت دافغان واکمنۍ د پر ځولو دشوروي اتحاد پر وړاندی د هر ډول مادي او معنوي مرستو څخه ډډه ونه کړه وسلی، پيسی د پاکستان د نظاميگرو او اي ايس اي په واک  ور کړل دورځی تر ۶۰۰ ساعتونو زيات تصويري شفاهي تبليغات دشوروي او افغان واکمنې پر وړاندی سرته رسيدل د هيواد په کور د ننه هم خورا زېاتی ستونزی او ناخوالی وی. زيات افغانان د جنگ جگړو هوايي بمبارمانو له امله پاکستان، ايران او غرب ته کوال شول.

دوخت حاکم رژيم اودافغانستان د خلکو دموکراتيک گوند د مشرتابه تر مينځ جدي مخالفتونه اود شوروي اتحاد کمونست گوند د مشرتابه توپيري چلند د گوند په مينځ کې د څو ډلو سره جلا کاذبی اړېکی جوړول، د ک،گ،بی په واسطه دخاد اداره په ټوله واکمنې حاکمول اود زيات امتياز ور کول،دافغانستان ملي وسلوال پوځ بی باوري د شوروي اتحاد په مرسته د ۴۰ زريز گارد جوړيدل دوخت ددفاع وزير شاهنواز تڼي او داکتر نجيب الله دوخت جمهور ريس او په کل کې ټول واک تر مينځ د ستونزو پيداکيدل، دشوروي سلاکارانو مکارانه لاسوهنه،د دفاع وزارت مربوط د ۷۰ تنو لوړ رتبه جنرالانو ډگروالانو زنداني کول دخاد اداری له خوا شکنجه او بد رفتاري دببرک کارمل د پلويانو اوداکتر نجيب الله تر مينځ سخت مخالفتونه د شوروي سلاکارانو او مشر تابه لاس وهنه د شورويانو دوتلو سره د کارمل سرسخت مخالفت کول ، کله چی شورويانو پر وتلو پېل وکړ لومړنې  د شوری يو غنډ د ننگرهار څخه ووت زه دغه وخت هلته گوندي مسول وم کله چی په ميټيگ کې ددوی دوتلو په اړه ما وينا کوله بهرني زياتره ژورنالستان هم ول  دکار مل پلويانو د مخالفت اواز پورته کړ  دخپلو پلويانو يو شمير هلته مظاهره وکړه په هر حال دو ی له ننگرهار نه ووتل زمو ۱۱ پلی فرقه  ددوی ځايونه ونيول .دوخت حاکم حکومت لدی سره سم دشوروي د سلاکارانو او مشرانو په مشوره د مجاهيدينو سره د روغی جوړې سياست چی بهر کې يې طرحه شوی وه اعلان کړ.د يو گوندي سياست پر ځای يو شمېر کوشنيو سياسي گوندونولکه سازا، جازا، او نورو ته اجازه ور کړه په حکومتي څوکو کيو يو شمېر غېری گوندي کسان پر دندو وگمارل ، د مستقلانه دفاع له پاره کار پېل کړ خو په تاسف چی دا ټولو نويوو طرحو مثبته نتيجه ور نکړه. لامل دا وو چی خپل ځواکمن گوند يي توکړی توکړی کړ ملي اوردو باندی باور مندي کمه شوه خاص گارد دشورويانو په سلا اود هغوی په مدرنو وسلو جو شو. په شمال کې د همدی گوند قوي مليشه لرونکې جنرال دوستم ،جنرال مومين،دشورا نظار سره متحد شو، په ۱۳۶۹ ل کال د پاکستان په مستقيمه لار ښونه دخوست ولايت دزياتی محاصری نه وروسته سقوط شو قاضي حسين احمد او حکمتيار د اي ايس اي لخوا ددی نندای او خوښې په مراسمو کې ول.دارزگان گارنيزون په ۱۳۶۹ کال کې سقوط وکړ.کنړ ولايت اوداره يو شمير خلک د حکومت په پريکړه ننگرهار ته را نقل شو.په جلال اباد دامريکا متحدو ايالاتو او پاکستان داي ايس اي او بی نظير بوټو د پاکستان د وخت د وزيرانو شورا مشره يو پلان له مخې د۱۳۶۷ کال  پر ننگرهار يرغل پېل کړ .شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ ز کال د مجاهيدينو سره د جوړ جاړي له پاره يو شمير مشران مسکو ته وبلل   پاکستان ويل چی که د شوروي پوځونه ووزي دافغان حکومت د څو ساعتو مقاومت نشي کولای . په کابل هم راکيټونه راتل د شوروي اتحاد مرستی ټولی يو طرفه بندی شوی .د ملگرو ملتونو لخوا د ۵ فقرو وړانديز له پاره کار پېل شو د ملگرو ملتو استازي په ليدنو کتنو پېل وکړ خو په تاسف چی شوروی د شمال ټلوالی سره په خاصه توگه داحمدشاه مسعود سره ځانگړې اړيکې درلودلی دداکتر نجيب الله په گوند کې هم د د ۱۶ د کب د۱۳۶۸ کال د دفاع وزير شاه نواز تڼې او داکتر نجيب الله تر مينځ ستونزی يو شمير زيات افسران ، ملکي کادرونه او مشران زنداني شول او يو شمير بيدون له محاکمې شهيدان کړل شول ،بله خوا د ببرک کار مل پلويانو په مرکز او شمال کې د جميعت سره نوی جبهه پرانستله په گارنيزون، گارد  او خپله حاکمه ډله په دوه بر خو ويشل شوه.

 پاېله دا شوه چی د ملگرو ملتونو ۵ فرقيز پروگرام پر ځای په پاکستان ک د اي ايس اي په لارښونه عبوري حکومت جوړ په جبل سراج کې  د داکتر نجيب الله دوخت د بهرنيو چارو دوزير عبدالوکيل او نيبي عظيمي ددفاع لومړې مرستېال داحمدشاه مسعود سره بله توره موافقه لاسليک شوه د گارنيزون له خوا د شمال مليشي اود احمد شاه کسان کابل ته دجنرال دوستم په الوتکو کې را وستل شول، په پاکستان کې جوړ شوی حکومت هم کابل ته را ننوتل او واک يې تر لاسه کړ ، ناورين وژل چور غلا عام وژنه پېل شوه.پاکستان بيا د طالبانو نوی پروژه د القاعدی او نورو ترهگرو ډلو ظهور اود عرب او امريکا حضور او نور ډرامې دوام .

م اقا شيرزاد 20190217

خپل ټټو د بل آس برابروي

حکيم روان

ګرانو هيوادوالو ته پته ده چې د امريکايي يرغل وروسته طالبان په منډو ستړي شول او په وار وار يې حامد کرزی ته سړي او پيغامونه راليږلی وو چې دوی غواړي د حکومت سره د سولې ، روغې او جوړې خبرې وکړي .

هغه وخت کرزی په دوو خرو سپور وو ، د شمالی ټلوالی د جهاد او مقاومت په خره او د امريکا په خره . کرزی هغه وخت د چا خبرې او عذرونه نه اوريدل .

د جهاد او مقاومت ټيکه دارانو په شمال کې  په ځانګړی توګه د بی وسلی شوو طالبانو پر ضد او په عامه توګه د پښتنو پر ضد بګنوونکی جنايتونه کول . پښتانه يې د خپلو کورونو ، ځمکو او جايدادونو په کتلوي توګه شړل ، په لکونو داخلی مهاجر پیدا شول . خو هغه وخت کرزی د واک په نيشه بی ځانه وو او د چا د چيغو ، ژړاګانو او فريادونو په کېسه کې نه وو . هغه وخت  کرزی د خپلو جهادي «وطن پالونکو!» سره د نړيوالو مرستو او ملياردونو په چور اخته وو . نور جهاديان يې چې ملياردونو ته يې مستقيم لاسرسۍ نه درلود ، د عامه شتمنيو او خلکو د کورونو او ځمکو په غصب او د ترياکو په کر او قاچاق اخته شول . طالب يې د دوهم ځل له پاره په لوی لاس پنجاب ته په ګير ورکړاو د کرزی د وحشی جهادی حاکمانو د ظلمونو له امله هيڅ طالب په لوی لښکر واوښت .

د کرزی په «طلايي» دوران کې ډیر ژر د چور له برکته په هيواد کې د چورګرو له خوا د عينو مينو په شان ښارګوټی را منځته شول ، په دوبۍ ، ترکيه ، لندن او نورو خارجی هيوادونو کې د ناڅاپی افغان ملياردرانو شرکتونو ، بانکونو او بلډينګونو سرونه را پورته کړل . خو افغان ملت ورو ، ورو د اور جهنم ته ښوئيده . نن کرزی خان ، معلم عطا چور ، بی حياء محقق ، ګوډ اتمر د چور او جنايت شريکان غواړي خپل ټټو د اشرف غنی د آس سره برابر کړي .

–  اشرف غنی د افغانستان په تاريخ کې لومړنۍ انسان دی چې د حکومتی چارواکو د شتمنيو د درج کولو وړانديز يې کړی دی .  هغه وخت کرزی خپل چورګر ولی په دې کار ملزم نه کړل ؟ آ ها ، ځکه چې بيا خو ټول د کرزی ياران په کې راتلل ؟

–  «سوله غوښتونکی» کرزی ولی د خپل واک په «طلايي» دوران کې طالبان سولی او اوربند ته نه رابلل ؟ چا د لومړي ځل له پاره او د دوهم او دريم ځل له پاره يو طرفه اوربند اعلان کړ؟ کرزي دا د سولی نوي پتنګ او که اشرف غنی ؟ آيا د کرزی ، محقق او عطا چور ټټو د اشرف غنی د آس سره د برابريدو دی ؟

–  چا د کابل د بی قيده او شرطه سولې کنفرانس داير کړ ؟ کرزی او که اشرف غني ؟ چيرې ټټو او چيرې آس ؟

–  چا پر غلو او نامسؤله وسله والو بريد وکړ او څوک د غلو او نامسؤله والو تر شا ولاړ دي ؟ جهادی غله او چورګر او له هغه جملی د دوی سردمدار کرزی او که اشرف غني ؟

–  چا د افغان سولې له پاره په اندونيزيا او جده کې د اسلامی علماؤ کنفرانسونه داير کړل ؟ چورګرو چې نن د طالبانو پښو ته په لويدو کې مسابقې لري او که اشرف غني ؟ په کومو سترګو او منطق جهادی چورګر او طالبي نوکران افغان سرلوړي ولسمشر اشرف غنی په بی حيايي سره په دې تورنوي چې ګوندې د سولې ضد دی ؟

–  چا د جنګ اصلی علت ( پاکستان ) د تروريسم د روزونکی او ملاتړي په توګه نړيوالی انزوا ته کش کړ؟ کرزی او که اشرف غنی ؟ جهادی غلو او چورګرو ؟ او که متفکر وطن پالونکی افغان ولسمشر اشرف غني ؟

چا افغانستان د پاکستانی تورمخو او تروريست روزونکو غلو له ترانزيتی استبداده خلاص کړ او د افغانستان پر مخ يې چابهار ، د لاجوردو لار او هوايي دهليزونه خلاص کړل ؟ مجاهد کرزی او که اشرف غنی ؟ حيا په کار ده ، له دې مظلوم ملته چې پاکستان او طالبانو په وينو لړلی دی او تاسو مفسدينو چور کړی دی ، وشرميږئ !

څوک د اشرف غنی برابر دی ؟ هغه سړی دی جرأت وکړی او خپل نوم دې واخلي ؟ غلو وشرميږئ؟

هغوی چې افغانستان او اشرف غنی د پاکستان په داخلی چارو کې په مداخله تورنوي ، د اشرف غنی سره ځان برابروي ؟

څنګه ټول غله او تورمخي د اشرف غنی په وړاندې په بی شرمی او بی حيايي سره يو شوی دي ؟

اې افغان ملته ! راويښ شه ! ستا په پاکه لمن را لوی شوی ناخلفه زامن ، ستا ريښې کاږي او ستا وياړلی هيواد خرڅوي او ستا انتخابی ولسمشر چې هيله لري ، تاسو له دې ظالمانو خلاص کړي غواړي نسکور کړي !

دا غله تش په نامه مجاهدين چې له باډيګارډانو او مرمی ضد موترو پرته دوه ګامه وړاندې د تګ جرأت او شهامت نه لري ، غواړي تاسو باتور افغان ملت د نورو او ځان اسير وساتي ! سوله ستاسو بنيادی حق دی چې داخلی غلو او د خارجی شبکو زنځيري سپيو له تاسو اخيستی دی .

افغان ولسمشر اشرف غنی د خپل ملت د اساسی او حياتی حق سولې په لاره کې تر هر چا رښتينی او غښتلي ګامونه آخلی . رښتينی سوله راتلونکی ده ، د خپل ولسمشر ملا وتړئ !

بريالی دې وی پوره ، ژر رارسيدونکی دايمی او عادلانه سوله !

تل پاته سوله اوافغانستان سياست

m agha (2)

40کلن جنگ جگړو دافغان ولس ټوله هستي، شتمني لوټ او بشري ځواک  بی حد او بی سرحده زيانمن کړ.دا جنگونه ولی دی حد اوسرحد ته ورسيدل افغانو ولی دومره زيانونه وگالل لاملونه څه وو؟

دغه فکټور افغانان وروسته پاتې او بې وزله ساتلې او په تاریخې حساسو شیبو کې یې د هېواد او خلکو د ملي لوړو ګټو د خوندیتوب دایري ته په پوره ځیرتیا ، له پاملرنې محروم کړي دي . موږ پوهېږو چیرې چې سوله او‌ډموکراتیک نظام موجود وی نو هرومرو   سوله او دموکراسې خوا په خوا یو پر بل د ودي او پیاوړتیا لامل ګرزی .
په تیرو ۴۰ کلونو کې جګړو افغانستان او د هغې خلک زپلې ، د سولي او دموکراسۍ د ټینګښت او خوندیتوب موسسې یې له منځه وړي . که څه هم چې نړیوالي ټولني د افغانستان په اقتصادي ، فرهنګي ، ټولنیزو او پوځي سکټورونو کې مرستې جاري ساتلې ، خو د ښې حکومتولۍ د نه شتون ، فساد ، زورواکۍ ، مافیا او د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو په تیره بیا د پاکستان او ایران د لاسوهنو د لاملونو له وجې ، ولس په بې وزلۍ کې ژوند کوي ، د خلکو په منځ کې د جګړه مارو او ترهګرو ټولنیز تکیه ځاي کمزوري او یا له منځه تللې نه دي . په کلیو او ښارونو کې د پردیو په اشاره غلچکې بریدونه کیږي ، ټولګټو موسسو ، د ښوونې روزنې او روغتیا مرکزونو او نورو فرهنګي جوړښتونو ته ستر تاوانونه اړول شوي . اوږدې جګړي وښودله چې که سوله او ارامې هېواد ته رانه شي ، د هېوادوالو بدمرغي به نوره هم زیاته شي ، د یو واحد ملت په توګه زموږ شتون به له لوي ګواښ سره مخامخ شي.

په دی ورستيو مياشتو کي دامريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ، د طالبانو استازو څوځله مخامخ خبرشوي په مسکو، چين، پاکستان ، قطر عماراتو، دوحه ، ازبکستان،خپله پلازمينه کابل کې د سولی په هکله ناستی وشوی ، خولاتر اوسه ددی هڅو او ناستو تر مينځ ستونزی او پوښتنې شته.

افغان ولس هيلمند دی چی ددی وخت رارسيدلی چی د ټولو خواو تر مينځ سوله کيدونکی ده خو

زما په اند تر څو چی دافغانانو خپل مينځي ناستی مخامخ خبری د ملگرو ملتونو د امنيت شوراپه نوښت  د گاونډيو هيواد مشرانو د ناستی اوتل پاته سولی پر ميکانيزم اوراتلونکي مرکزي قوي دولت پر جوړښت اود ټولو نامسوله وسلوالو ډلو ټپلو د خلع سلاکول اوټول افغان سياسون په يوگډ نظرد تل پاته سولی له پاره عملي گامونه وانخلي او هر څواکمن د خپلو گټو له پاره د سولی په بهانه چی خپل امتياز تر لاسه کړي داستونزی او تل پاته سوله به رانه شي .دسولی په اړوند داوروستی ناسته چی د ۱۳۹۷ ل کال ددلوی په ۱۷ مه په مسکو کې د طالب استازو او يو شمېر افغان کورناستو سياستوالو په گډون تر سره شوه يو پرېکړه ليک هم بيدون له لاسليک د لاسونو  په پورته کولو نشرکړ ولی دا ناسته او پرېکړه افغان حکومت تاييد نه کړه ځکه دی ناسته کې داوسني حکومت مخاليفين د اوسني حکومتي چارواکو گډون نه درلوده  ددی ناستی پرېکړی ددوی له پاره د منلو نه وی زه ما له انده ملگري ملتونه، دامريکا مشرتوب او طالب چارواکو ته اړينه ده چی داوسني حکومت سره دسولی په هکله د مخامخ خبرو زمينه برابره  شي تر څو اودواړه غاړې خپلی غوښتنی وړاندی او يوی بين الفغاني روغې جوړې ته ورسيږي د ولس غوښتنه د قوي مرکزي دولت ، د قوي ځواکمنې اوردولرل،  په تل پاته سوله کې د ټولو خواوو رښتنې ونډه اخستل، دولس رښتني استاز ولي کولای شي چی هيواد نور د ناورين ،وروژنۍ پر ځای بيا رغونه، ورورولي، ملت جوړونه  کار وکړي.

همدارنگه افغان ولس د ډيورنډ د نامنل شوی کرښې دواړه خواته پراته ولسونه چی د تيرو ۷۳ کلونو راديخوا د پاکستان د نظامي زورواکو لخوا وژل کيږي رټل کيږي، داوسني نوي پښتون

ژغورنۍ غورځنگ (P,T,M »ملاتړ وکړي ايجازه ورنکړي چی دا نظاميگر  ځواک پر دی مظولوم او بی دفاع ولسونو ظلمونو ته دوام ور کړي  د نړې ټول محوم خلک بايد خپل روا حقونو اوددوی سرنوشت په خپله وټاکي.

محمداقا شيرزاد سويډن 20190209

د افغانستان د ملي یووالي ، ملي ترقۍ

ګوندونو مشترکه اعلامیه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۷م کال د. سلواغې ۱۸ مه

په مسکو کې د طالبانو ، د افغانستان د یو شمیر ګوندونو ، تنظيمونو ، مدني نهادونو د استازو او خپلواکو شخصیتونو د اشتراک په هکله :

موږ د افغانستان د دموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو د مشرتابه استازو ، په مسکو کې د بین الافغاني دیالوګ په نامه د طالبانو او د افغانستان د ځينو ګوندي ، سیاسي ، مدني استازو ، خپلواکو شخصیتونو راټولېدل په ‌‌‌‌‌‌ډير ځير وڅارل .

د مسکو د ناستې د رابلونکو موقعیت ، په ناسته کې د طالب استازو او د افغان لوري د ګوندي ، تنظيمي ، مدني ټولنو نمایندګانو او یو شمیر خپلواکو شخصیتونو ترکیب ، په ناسته کې د بیلابیلو څرګندونو او پر هغې د رسنیو د تبصرو څرنګوالی ، په ګوته کوي چې د مسکو راټوله شوي افغاني ټولګه که څه هم د افغانستان دننه او له هغې څخه بهر د افغان هغو مخالفینو یوه ناسته بلل کیږي چې یو شمیر یې د حکومت په وجود کې د حکومت مخالفین او بله برخه یې د حکومت په وړاندي د وسله والو مخالفینو ( طالبانو ) استازي ګڼل کیږي ، چې په پوره مهارت د افغانستان د مشروع حکومت کنج ته کولو یوه هڅه کوي .

په ناسته کې را ټول شوي کسان یو تعداد شریکې موخې لري :

  • ‌‌‌‌‌‌ډيری له دغو کسانو غواړي د افغانستان حکومت پرته له طالبانو سره د خپلو ګټو او راتلونکې موقعیت د خوندي کولو په موخه د سولي دیالوګ مخته بوزي .
  • ‌‌‌‌‌‌ډيری له دوي ښکاري چې د افغانستان د ملي ګټو پر ځاي د ګوندي ، تنظيمي او انفرادي ګټو د تامین په لټه کې سوله سپر کړي .
  • د راټولي شوي مجموعي اکثریت نه غواړي د افغانستان اوسنی حکومت له طالبانو سره په خبرو کې د ټولو افغانانو په پته استازیتوب وکړي .
  • طالبان او په ناسته کې یو شمیر بلل شوي په مهارت د افغانستان په اساسي قانون له سره داسې غور کول غواړي چې په هغې کې د دموکراتیکو ارزښتونو ځاي هغه تعبېرونه ونیسې چې د اسلام تر پردې لاندي ، خپلو موخو ته د رسېدو روایت ومومي .
  • د یوشمیر استازو له خولي خو بیا د منځمهالي حکومت د جوړیدو بوي راځې او په دې تمه دغې ناستې ته تللي که د يو داسې حکومت د جوړیدو له پاره ملاتړ ومومې او خپله د هغې احتمالې برخه وګرځې .

پورتنیو او داسې نورو ټکو ته په کتو ، د دموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو د مشرتابه استازي څرګندوي چې د مسکو ناستې افغانستان ته د سولي د راوستلو بشپړه او هر اړخیزه اجندا نه لرله یوازې د افغانستان د حکومت د مخالفو وسله والو استازو او د حکومت د اپوزیسیون یو شمیر غړو ، خپلې هغه څرګندونې لږې نرمې کړلې چې په تیر کې د افغانستان د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوي وي . مخالفو وسله والو د افغانستان د ملي شورا ، وسله والو ځواکونو او د دولتي اداري د ځينو برخو د بدلون یا بیخې له منځه وړلو دړکې کړي وي . همدارنګه اپوزیسیون د غیر متمرکز نظام رامنځته کولو او د افغانستان د اساسي قانون د تعدیلولو هڅې توندي کړي وي .

د مسکو په ناسته کې مخالفو وسله والو د اساسي قانون د تعدیل تونده لهجه خپله کړه او د اپوزیسیون د یو شمیر غړو له خوا د موقت حکومت وړاندیز هم وشو .

د افغانستان د یو شمیر دموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو او نهادونو د مشرتابه استازو ، په څرګند ‌‌‌‌‌‌ډول او لفافه کې د مسکو د ناستې د برخه والو وړاندي کړي نظریي په ځير څارلې او تر هر اړخیزي شننې وروسته لاندي مواد اعلاموي :

  • موږ د افغانستان د حکومت ، وسله والو مخالفینو ( طالبانو ) تر منځ د سولي د پيل شوي بهیر هرکلی کوو او د سولي د تامین په موخه د سولي هر حرکت ستایو او په کې اشتراک کوو . خو سوله باید ابرومندانه وي چې د افغانستان استقلال ، ځمکنۍ بشپړتیا ملي حاکمیت او د تیرو ۱۸ کلونو لاسته راغلي دموکراتیک او افغاني ارزښتونه وساتې .
  • سوله باید د افغانستان د حکومت او مخالفو وسله والو تر منځ وشي چې جګړه بنده شي . موږ ټولې هغه هلي ځلي چې د جګړي هره خوا نظر انداز کیږي او له رول لوبونې څخه اچول کیږي په کلکه ردوو ځکه چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول چلند د سولي غاړي سره لیري کوي او سوله نه پلې کیږي .
  • موږ د امریکا د متحده ایالاتو ، ناټو ، سیمې او نړۍ د اغیزلرنکو هېوادونو څخه په کلکه غواړو چې په خپلو کې د سیالۍ کولو له وجې د افغانستان د سولي بهیر په بیلابیلو کوڅو او دروازو ونه ویشي ، چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول سوله افغانستان ، سیمې او نړۍ ته له خطر پرته نوره هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول ګټه نه شي رسولی .
  • په نړیواله ټولنه غږ کوو چې د خپل نفوذ څخه په استفادي د افغانستان د هغه همسایه ګانو کلک مخنیوی وکړي چې د دې هېواد په جګړو کې مستقیم او غیر مستقیم ښکیل دي او خپلي ګټې پالې ، د خپلې خوښي سوله په افغانانو تپې او د سولي په نامه د جګړي ذهنیت په بیلابیلو بڼو هېواد ته راننه باسې . دا ‌‌‌‌‌‌ډول کړنې په سوله باور لږوي .
  • یو ځلي بیا د افغانستان حکومت ته یادونه کوو چې د سولي په بهیر کې د خلکو ریښتونې استازي ور شریک کړي ، د سولي په کار کې ځوانان او ښخې شاملي کړي ، د سولي اړوند د هغوي وړاندیزونو ته پاملرنه واړول شي ، تر څو د سولي کار د سیاسي سوداګرو له لاسه وایستل شي .
  • د افغانستان د ‌‌‌‌‌‌ډموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو او نهادونو د مشرتابه استازي اړتیا ویني چې په سمه لاره د سولي د پيل شوي بهیر له پاره په خپلو کې د یو لړ تشکیلاتي تبلیغاتي همکاریو د زیاتیدو او همغږه کولو له پاره په خپلو کې د هماهنګۍ په یوه میکانیزم سره سلا شي .

د افغانستان د دموکراتیکو او وطنپالونکو یو شمیر ګوندونو د مشرتابه استازو له خوا

  • د افغانستان د ملي یووالي ګوند
  • د افغانستان د ملي ترقۍ ګون

 

Sent from my iPhone

دافغانستان د ترقیملی گوند ددارالانشا اعلاميه

د ۲۰۱۹کال د فبروری ۴ نيته
کابل – افغانستان
د پاکستان اوياکلن مليتاريستی استبداد د خپلو بې شمېره جنايتونو په لړ کې پرون د آزادۍ او انسانی حقوقود لارې يو بل اتل مبارز د پښتون ژغورنې د غورځنګ نامداره او وتلی غړی ابراهیم آرمان لوڼي د خپلو نا ځوانمردانه بريدونو بلهاري کړ .
د اتل آرمان لوڼي شهادت لر او بر افغان ملت د ترور او دهشتګردۍ د پاکستانی مناديانو پرضد را پارولی دی . په خيبر پښتونخوا او د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې د اتل شهيد آرمان لوڼي د شهادت او د پاکستان د تروريستی او جنايتکار دولت پرضد اعتراضی غورځنګونه را اوچت شوی دی . د ترور او وحشت پاکستانی سوداګر ناوړه سوچونه کوي چې د دوی تر ستم لاندې ولسونه به د تل د پاره د وژنو ، جنايتونو او بشری ضد کړنو په لړ کې مرئيتوب ته تابع کړي . پاکستانی نظاميګرانو د خپلو دوزخي استخباراتی شبکو او سلګونو تروريستی ډلو په مرسته د پښتون قوم پر ضد په بی ساری بې رحمۍ سره خونړۍ قومی تصفيه ( جنوسايد ) پيل کړی دی .
د افغانستان د ترقی ملی ګوند په داسې حال کې چې د پاکستان د وژونکو او وينې چښونکو جنايتکارانو له خوا د اتل شهيد آرمان لوڼي بی رحمانه وژنه په سختو ټکو غندي او يو ځل بيا د پښتون ژغورنې له غورځنګ څخه خپل بی دريغه ملاتړ اعلانوي ، د سيمی او نړي پر حقوقي اوقضايي ارګانونو غږ کوي چې د پښتون قوم له سره د پاکستانی نظاميګرانو تور او په وينو لړلی لاسونه ايسته کړي او پاکستانی خونخواره واکمن د بشر د حقوقو څخه د سرغړاوي د نړيوالې محکمې ميز ته راکش کړي .
د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستانی واکمنو د انسانی ضد کردار اصولی او قانونمند غبرګون دی ، د آی-اس-آی د دوزخی سازمان د شيطانی تبليغاتو او ناروا تورونو سره سره ،  د يوه کال په بهير کې د لکونو ځوانانو او پيغلو زړونه او عقلونه تسخير کړل .
 تاريخ د پښتون ولس په  منځ کې د زرګونو څراغ په لاس ځوانانو ، پيغلو ، پوهانو او روڼ آندو د بيداروونکو هڅو او هاند شاهد دی . پښتون ولس د خپل بلال ، د پښتون ژغورنی د غورځنګ د ځوان او زړه وړونکی ( کاريزماتيک ) خو متواضع ، زيرک او زړه ور مشر منظور پښتین غږ ته چمتو او تيار په ليکه ولاړ دی . پاکستانی نظاميګران غواړي د پښتون ولس د آزادی ، استقلال او نېکمرغۍ
لمر د وژنو ، ترور ، ويرې اچونې ، دروغو ، تورونو ، مکر او چل ول په وريځو وپوښي ، خو هغه ورځ ليرې نه ده چې د آرمان لوڼي ، طاهر داوړ ، نقيب مسيد او د آزادی او خپلواکۍ د لارې د نورو اتلانو د سپيڅلو آرمانونو غوټۍ به وغوړيږي . سرلوړی او وياړ به د حماسه جوړوونکو او قربانۍ د لارې د لارويانو او تاريخی بدنامی او رسوايي  به د پاکستاني سړيخورو په ټنډو حک شي .
تل او ځلانده دې وي د اتل آرمان لوڼي د شهادت خاطره!
بريالی دې وي د پښتون ژغورنې غورځنګ !
عبدالحی مالک
   د افغانستان دترقی ملی ګوند ریس