د گران هېواد افغانستان په هکله

m agha (2)

دخپل کور کلي د وستانو ملگرو او په خاصه توگه د ولسونو سره د ليدو له پاره خپل هېواد ته سفر د ښو خاطرو سره مل وي د اوږدی مسافری نه وروسته د سفر کول خواږه او ترخه لري.

درنو دوستانو هيله لرم زما په ليکنه کې هغه څه ومومی چی ستاسو د زړه خواله پکې وي،

کله چی  زه د گران هېواد پلازمېنې کابل ته ستون شو م تر ټولو اول د يوه دردونکي غمگيني پېښې سره مخ شوم زما گران وراره چی ما د خپل ځوی په شان خپل کور کې لوی کړې وو په يوه نا څاپي غمجنه پېښه کې شهید شو  دده غم موږ ټول سخت غمگيين کړو دده اولادونه بی پلاره شول . ددی نوم سيلاني وو شهيد سيلاني ټول وخت د خپلو دوستانو ولسونو په چوپړ کې وو  دی پر خپلو دوستانو او عامو خلکو سخت گران وو . يو رښتينی پر خلکو او هيواد مين وو د خلکو سره يي خاصه مينه درلوده .

له دی غم وروسته مي د خپل گوندي مشرتابه سره د هېواد او گوند پوری اړونده مسلو په هکله زياتی ليدنې کتنې وکړی زموږ گوند چی د يوه گوندي کنفرانس په چوکاټ کې د خلکو له گوند سره يوالی کړی وو خو په هغه بنيادي مسلو چی د گوندي يوالي پروسه يې ټکنې کوله د مقابل لوری له خوا د نه عملي کيدو پر سر زموږ د گوندي اړخ ( ملي گوند» او خلکو د گوند پلویانو تر ډيالوگ غونډو بحثونو وروسته دی پاېلی ته ورسيدو چی ددوی سره خپله لار جلاکړو . د ملي گوند اړخ د مرکزي شورا د لويو غونډو وروسته ۹ ماديز وړانديزونه ورکړل  په تاسف چی د خلکو د گوند د پلويانو له خوا عملي نه شول . هغه اصول چی مخکې ور باندی پرېکړې شوی وی تر پښو لاندی شولی په پاېله کې د ملي گوند مطلق اکثريت دی پاېلی ته ورسيدو چی يوه اعلاميه نشر کړي ورسره سم په ۱۱ د غويي ۱۳۹۷ ل کال د کابل په سپين زر هوټل کې لوی گوندي کنفرانس را وبلل شي . د ملي گوند د مرکزي شورا د ۹۱ غړو څخه ۷۱ تنو په کنفرانس کې گډون درلود  چې د ۲۰۰ تنو برخه والو له خوا د افغانستان د ملي پرمختگ گوند ، په نامه نوی گوند په کې اعلان شو . دکنفرانس چاری ما مخته يوړلی . ددی گوند مهمو کادرونو په تیره بیا بهرمیشتو ملګرو استازو هم برخه درلوده . کنفرانس کې  لازمې پريکړی  لکه د گوند اساسي  اسناد  ،د مشرتابه له پاره مرکزي شورا، دارالانشا ، اجرايه شورا د رايو په يوالي تائيد شول .

زموږ گوند د نورو گوندونو دخلکو د کور ملگرو سره د يوالي په پروسه کې په پوره رښتين ولی مخته روان دی او ما هم تر وسی پوری خپله دنده اجرا کړه . گوندي ناستی ، گوند ته نوی جلب جزب او گوندي نشراتو کې پوره ونډه اخستل شوی . د گوند ددريځ په اړوند په ميډيا کې ما تقريبا د شلو ځلو زيات په تلويزون، راديو او فيسبوک، گوندي مجلسونو کې د خپل گوند تگلاری او دريځ نه ټينگه  دفاع کړی .درنو دوستانو په گران هيواد کې تپل شوی نا اعلان شوی جنگ دوام لري زموږ عام ولسونه او د وسلوال پوځ  منسوبين د شهادت جامونه څښي په همدی کال کې د غزني ولايت کې عامو خلکو وسلوال پوځ، ننگرهار، هلمند، بغلان، فرار ، فارياب، کندهار او په کل کې په ټول هيواد کې په زر گونو عام ولسونه اود وسلوال پوځ سربازان او افسرانو خپل خواږه ځانوه بایللې او شهېدان شوي .

ددی ټول ناکردو تر شاه د گاونډيو هيوادونو ، داخلي مافيايي ډلو ټپلو ، ځان غوښتونکو او هيواد دښمنه عناصرو لاس دی . سره له دی چی د سولی له پاره نړ ېوال کنفرانسونه سرته رسيدلي خو مثبتی پاېلی نه دي تر لاسه شوي،په همدی کال کې د ولسي جر گۍ له پاره ټاکنی وشوی په ټاکنو کي درغلۍ ،  زور ازمايي ، د پيسو ناروا مصرف او  نور منفې مظاهر ولېدل شول ، خو په هر صورت ټاکنې وشوی . دی ټاکنو کې د پخوا په پرتله يو توپير وو هغه دا چی عام ولس تيرو داړه مارو وکيلانو ته رايه نه ور کوله ، د هغوی تيری کړنی ددوی د کرکې وړ وی . دا ځل خلکو ځوانانو ته رايه ور کوله اود هر هغه ځوان پلوي وو چی د خپلو خلکو د ښېرازی له پاره يې ښې بر نامی وړاندی کولی.

بله اهمه خبره داوه چی مخکني په اصطلاح جهادي ډلو ټپلو د ملي ايتلاف تر نامه لاندی غورځی پرزی کولې ،  د مقامونو د ساتلو او قوم پالنو ژبپاللو بوی هم تر ی راوتلو ، ولی خلکو ددوی پر داسی نا مقدسو ايتلافو باور نه در لوده اود پاشل کيدو هيله يې کوله . د دولتي چار واکو تر مينځ هم د ملت جوړونې قوي سياسي اراده نه ليدل کيدله د مقامونو د ويش مسله هم د انديښنې وړ وه کار داهل خاوندانو ته نه ور کول کيدلو  ، فساد او رشوت، واسطی  کول هم مروج وو .

دا وو خورا لنډ مالومات چی وړاندی شول.

 محمد اقا شيرزاد

 

 

 

‎د هېواد ستونزې

Noor Sapand

1 oktober · 42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

‎افغانستان ته زیاتې ستونزې مخته پرتې دي . تر ټولو ستر مشکل د ملي فکتور په توګه د پياوړو سرترسرې دموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو نشوالی دی . له دې کبله په هېواد کې دموکراسې نه نهادینه کیږي او یو شمیر کړۍ او اشخاص ځان له قانون او قانونې ارګانونو څخه لوړ نیسې او هر ‌‌‌‌‌‌ډول خپلسریو ته مخه کوي . که څه هم چې دا حالت د یو شمیر بهرنیو څرګندو ، په تیره بیا د سیمه ایزو مکارو کړیو په ګټه دی ، خو د بیا جوړیدونکې افغانستان له پاره ستر زیان اړولی شي . په تیرو ۵ لسیزو کې ، هر افغان مشر چې لږ څه افغانستان د اقتصادي ودې او د مالي دسیپلین د ټينګښت په لور برابر کړی یا له منځه تللی او یایې واکمنې د سترو ګواښونو سره مخامخ شوي ده . روڼ اندو او خلکو هم د بیلابیلو دلایلو له مخې ، له خپلو هغو مشرانو پوره او پر وخت ملاتړ نه دی کړی چې هغوي غوښتل افغانستان په خپلو امکاناتو یو متکې هېواد جوړ کړي . زه دا منم چې دې مشرانو به هم خپلې نیمګړتیاوې درلودلې ، خو که خلکو او روڼ اندو په شریکه له دغو اقداماتو ننګه کړي وئ او د هغې په پلې کولو کې یې خپله دنده سمه پلې کړي وئ ، افغانستان به داسې زیربناوي درلودلی چې ورانول یې جنګې کړیو ته اسان کار نه وئ . په تیرو څه د پاسه درې کلونو کې چې د افغانستان د اقتصادي‌‌‌‌‌‌ ودې ، مالې دسیپلین د ټينګښت او پر کورنیو امکاناتو د اتکا اړوند ، نسبې ښه خوځښت پيل شو ی ، لېدل کیږي چې د سبوتاژ کوونکو په وړاندې د خلکو او روڼ اندو چلن د زیات ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وړ نه دی . له دې کبله د سیمې او نړۍ په کمین کې ناستې کړۍ ، د ملامتۍ پړه یوازي په هغه چارواکو اچوې چې په دغو پریکړو کې عمده رول لوبوې . سمونونه او نوښتونه هغه وخت ښه پایله لري چې خلک او د ټولني اګا قشر ور څخه ملاتړ وکړي .
‎همدارنګه هغه هېوادونه چې د افغانستان په اقتصادي وده او مالي پياوړتیا کې مهمه برخه لري ، نه دې توانیدلې چې د سبوتاژ کوونکو په مخنیوي کې له افغان وطنپالونکو مشرانو څخه ملاتړ وکړي . دمدرحاله امریکا ، هندوستان او یو لړ نور غربې هېوادونه د افغانستان په اقتصادي وده کې د پام وړ پانګونه کوي ، خو د پانګونو په وړاندې د پرتو ګواښونو اړوند ‌‌‌‌‌‌ډير لږ او یا هم هیڅ نه کوي . د پانګې د ضایع کېدو او په دې برخه کې د شوي فساد د پړې ګوته هغوي ته نیغیږي چې د پانګونې د جلبولو او مدیریت چارې ورتر غاړې دي . که لږ موضوع روښانه کړو ، وینو چې هندوستان د افغانستان په بیا جوړونه کې دریم ځاې لري ، خو کومه جګړه چې په افغانستان کې نښتې تر یوي کچې د پاکستان او هند د ګټو جګړه ده چې افغانان په کې د اور د لرګیو په توګه استعمالیږي ، خو د جرړې د بیخې ایستلو له پاره هندي لوری هغه ګامونه نه پورته کوي چې په افغانستان هندوستان دواړو کې د تلپاتې سولي د راستنولو لامل شي ! ورته حالت د امریکا او غرب په مرستو کې هم لېدل کیږي چې ، هر وخت د دې مرستو داستان د افغانانو له غوږونو تیرول کیږي او کله هم موضوع دومره توده شي چې سیګار هم په کې د خپلو ګوت نیونو تنده ماته کړي . خو که کوم افغان مشر بیا د مرستو د ضایع کېدو کورنې او بهرنې تخلف کوونکې ټينګ کړل ، بیا نه نړیواله ټولنه او نه هم تر یوي کچې افغان ولس او د هغې روڼ اندې د موضوع د تعقیب کوونکو تر څنګ ودریږې . که حالت په همدې شان ادامه وکړي ، ګومان نه کوم چې د هېوادوالو له منځ څخه به داسې مشر او چارواکی راووځې چې د وطنوالو د بشپړ باور څخه برخه من شي . په دغه لوبه کې د افغانستان ‌‌‌‌‌‌ډير پوه او هوښیار شخصیتونه ورو ورو خپل اغیز له لاسه ورکوي او هغه کړۍ او عناصر ورځ تر بلې پياوړې کیږي څوک چې د سمونونو ، د اقتصادي ودي او مالي دسپلین پر خلاف عمل کوي او د فشار په وخت کې د خپلو کورنیو او بهرنیو ملاتړو ناپاکه غیږو ته ځانونه ورغورځوي . وضع دومره خرابه ده چې په نسبې ‌‌‌‌‌‌ډول ښه مدیریت کوونکې چارواکې خپل کرکتر بدلولو ته مجبوریږي او د معامله کوونکو کړیو لورته د تمایل په فکر کې لویږي . زموږ جګړه زپلی ولس چې د زیاتو نورو ورته ستونزو سره مخامخ دی ، دا یو بل مشکل دی چې د هغوي په اوږو لا نور فشار زیاتوې . هېوادوال او د هغوي روڼ اندې باید وضعیت ته په کتو ، له خپلو هغو مشرانو او چارواکو ملاتړ وکړي چې د هېواد د سیاسي پوځي حالت تر څنګ د اقتصادي ودي او مالي دسپلین په هدف د وړ مدیریت ظرفیت او اراده لري . همدارنګه په حکومت او نړیواله ټولنه زور راوړې چې په هیڅ صورت د تخلف کوونکو خوا ونه نیسې او په هیڅ بهانه مفسدین او تخلف کوونکې د پنا اخستو چانس او ځاي ونه لري . همدارنګه له نړیوالي ټولني وغواړي ، که ریښتیا هم دوې له افغانستان سره د مرستې اراده لري او غواړي افغانان د دوي د مرستو منندوي او احسان من شي ، اړینه ده د هېواد دننه او بهر د هغو مرکزونو په له منځه وړلو کې د افغانانو سره مرسته وکړي ، کوم چې جګړه ، سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي بې ثباتې له هغې ځایونو ، سرچینه نیسې .
‎همدارنګه د هېواد وطنپالونکو سیاسي ګوندونو ، مدنې ټولنو ته په کار ده چې د افغانستان او د هغې د هېوادپال تخصص لرونکې قشر او پاک لاسو ملي کادرونو په دفاع کې ودریږي او په دې مهمه برخه کې وطن له نورو ضایعاتو وژغوري .

‎په درناوی

 

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا اعلامیه

 

بسم الله الرحمن الرحیم

کابل — افغانستان

۷ / ۸ / ۱۳۹۷

دملی ، سراسری ، دموکراتیک اغیزمن واحد ګوند دجوړښت لپاره د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، د یو شمیر خلکې ریښه لرونکې ګوندونو او غیرتنظیم شوو ملګرو د ۹ میاشتو شاوخوا دیالوګ او خبرو اترو د نتیجو په هکله 

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا په مینه او هر اړخیزه توګه د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، د خلکې ریښه لرونکو یو شمیر ګوندونو او سازمانونو هغه تودي خبرې اترې ، کمینټونه او سپارښتنې چې د ګوندي یووالي او یو سرترسري ‌‌‌‌‌‌ډموکراتیک او وطنپالونکې ګوند د تشکیل په هکله کړي ، جوړونکې ، لاره ایستونکې او پلې کیدونکې بولي . له هغې بشپړ ملاتړ کوي او د شوي بحث د عمومې مضمون په روحیه د یو سرترسرې ګوند په را اوچتیدو کې فعاله برخه اخلي .

د ګوند د دارالانشا غړي په مجموع کې د ۹ میاشتو شاوخوا شوئ بحث د یوه دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند د جوړیدو له پاره ګټور بولې او په شوو خبرو اترو ، نظر څرګندونو او کمینتونو کې د نظریاتو د توپير مطرح کیدل او یا مخالفت د دموکراسۍ غوره ځانګړتیا بولې او هغې ته درناوی کوي.

دارالانشا د یووالي او جبهو جوړولو په برخه کې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ، چې یو وخت د ملي ګوند ، د وطن د ترقۍ ملي ګوند په نومونو هم یاد شوی ، تجربه ، عملي کار او صداقت ستایي او د مردم له ګوند څخه چې د فکري او تشکیلاتي انحراف لار یې خپله کړي وه ، په زړورتیا واټن نیول یو اصولي اقدام بولي .

سربیره پر دې چې ملي پرمختګ ګوند ، د زیاتو تشکیلاتي مخته پرتو ستونزو سره مخامخ ‌ؤ او د انشعاب په ټپونو يې د ګوندي بیا رغاونې پټۍ لا نه وي ایښې چې ، د ګوندي مکلفیت له مخې د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا او د یو شمیر ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو د یووالي د پيل شوي بهیر څخه د ننګې او ملاتړ په فعالیت بوخت شو .

په خواشینۍ باید ووایو چې د ګوندونو ، سازمانونو یو شمیر استازو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو زموږ د عینې ستونزو له درک کولو پرته په ګوند او ځينو کادرونو ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول ټاپې ولګولې او د هغوي په وړاندي یې تحریک کوونکې ژبه او قلم وکارولو . هڅه یې وکړه چې خپل ځانونه د یووالي اصلي مدافعین او موږ د یووالي مخنیونکې وښيي .

څرنګه چې د ملي پرمختګ ګوند مشرتابه او غړو د ګوندي یووالي په هکله عملي کاري تجربه لرله ، په پوره حوصله مندۍ یې دیووالي د پيل شوي بهیر ‌‌‌‌‌‌ډله ایزو او انفرادي غړو ته ثابته کړه ، چې د ملي پرمختګ ګوند د عالې ګوندي سیاسي فرهنګ په درلودلو سره ، د یووالي بهیر ټولو خوا‌ؤ ته درناوی کوي او په سړه سینه او مغزو ، د نظر اختلاف او بیلا بیلو لیدلورو ته د معاصرې دموکراسۍ په هنداره کې ګوري او د هیڅ یوي خوا د نفې کولو موخه نه لري او د مینه والو لورو په اشتراک د ګوندي یووالي پلو ته په زړورتیا مخته ځې .

اوس چې د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، د خلکې ریښه لرونکو یو شمیر ګوندونو ، سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو له منځ څخه یوه اجماع راوتلې او د ګوندي یووالي په لور د اشتراک په ‌‌‌‌‌‌ډيرو ټکو یې موافقه او لاسلیک کړی ، دادی موږ یو ځاي مخته ځو او هغوي چې د ګوند او یا شخص له نامه یې په نورو پړي اچولي ، بې له کوم څرګند دلیل زموږ د راټولې شوي اجماع څخه وتلې او یایې خپلې اړیکې ورسره سړې کړي دي .

په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د یووالي له اجماع څخه د وتلو چلند خواشینونکی بولې ، د ګوندي یووالي د بهیر په ټولو خوا‌ؤ ، د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، ګوندونو ، سازمانونو او ګوندي تړاو نه لرونکو ملګرو غږ کوي چې رامنځ ته شوي اجماع وساتې او د یوه دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند د جوړیدو کار ژر پيل کړي .

د ګوند دارالانشا په داسې حال کې چې د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا او د ګوند د غړو له پلې شوي کار او فعالیت څخه مننه کوي ، د ملي پرمختګ ګونددارالا نشا خپلو شوراګانو او ګوندي غړو ته دنده سپاری چی دلاندی مواردو په عملی کولو کی چټک ګامونه پورته کړی او پورته یاد شوو ، دیووالی اجماع ټولو شاملو ګوندونو او خوځښتونو ته وړاندیز کیږی چی په دی هکله زمو ږدګوند سره همغږی شی 

  • د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند لارښوونکې ارګانونو ، شوراګانو ، غړو دنده سپارل کیږي چې د تیر په څير د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ،‌ خلکې ریښه لرونکو سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو سره د ګوندي یووالي بهیر په چټکتیا او بریالیتوب کې لا نوره مرسته وکړي او د یوه سرترسري دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند جوړیدل په حقیقت بدل کړي .
  • د خلکو کور له خونو ، د کابل بې پري شورا ، د یووالي بهیر کې د شاملو سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو څخه په درناوي هیله کیږي چې د رامنځ ته شوي اجماع د هغو موافقو پر بنست چې د یووالي خوا‌ؤ پرې لاسلیک کړی ، د یوه دموکراتيک او وطنپالونکې ګوند د جوړیدو کار چټک کاندي او اجازه ورنه کړي تشکیل شوي اجماع د پاشل کېدو په لور رهې شي .
  • د دې له پاره چې د ګوندي یووالي کار او د ګوند جوړیدل یقینې شي ، وړاندیز کیږي چې د ګوندونو او سازمانونو له اوسنیو نومونو څخه ماسیوا ، په جلا نوم نوی ګوند جوړ کړل شي او د ګوندونو او سازمانونو هیڅ اوسنی مشر دې د موقتې ګوندي دوري مشرتوب په غاړه نه اخلي .
  • څرنګه چې په هیواد کې څلور لسیزي افغان وژونکې جګړه ادامه لري ، ټولنه د نفاق په اور کې سوځې ، د ګوندي یووالي لورو ته وړاندیز کیږي چې ګوندي اسناد د پخلاینې او منځلارېتوب پر اصل جوړ کړل شي چې ګوند د ټولني په بیلا بیلو قشرونو کې د ننوتلو او اعتبار واک او اغیز تر لاسه کړي .
  • خلکې مخینې او تیر ته په پوره درناوي ، د هغې دورې د کار او فعالیت مثبتو ټکو ته په راتلونکو فعالیتونو کې د ځاي ورکولو تر څنګ ، وړاندیز کیږي ګوند د معاصرې دموکراسۍ په نوي بنسټ جوړ او د خلکو رایه د افغاني ټولني په ټولو کچو کې د واک د لیږد وسیله شي او په هر ‌‌‌‌‌‌ډول اصلاحاتو راوستلو کې خلک وپوښتل شي .
  • راتلونکی ګوند باید د هر ‌‌‌‌‌‌ډول افراط څخه خلاص ګوند وي ، د جګړې زپلې افغانستان د هر هیوادوال د غږ د اوریدو مرکز او د خلکو د هرې کتګورۍ د ستونزي د اوریدو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنه مرجع وي . ګوند کې باید د کیڼ او ښې افراط له پاره د ودي یوانچ ځاي نه وي ، هر څوک باید ‌‌‌‌‌‌باور وکړي چې د جګړي د هر مصیبت په هکله خبرې زموږ د ګوند له خوا ښې اوریدل کیږي او هلته یې د حل لارو اړوند ښه مشوره ورکول کیږي .
  • ګوندي یووالی اوجوړښت ، باید د دموکراسۍ اصولو پر بنسټ وشي . له لاندې څخه پورته ته د ګوندي ټولو شوراګانو ، ارګانونو او د هغې د مسولینو انتخابې کیدل ، دود وګرځې او د هغوي په وړاندي تل مقاومت وهڅيږي څوک چې د ټاکنو اصل معاملې ته ږدي .
  • افغانستان او د هغې خلک د ښې او چپ افراط ، د بې سارې چلندونو قربانې ګرځید لی ، خلک له دې غبرګو چلندونو سخت ستړې شوي . خو افراطيون لا تر اوسه خپلې ناکامې نسخې له جګړي څخه د افغاني ټولني د ژغورنې په موخه مشورې ته وړاندې کوي . اما زموږ ګوند د حالاتو د ژورې څيړنې په پایله کې ، د خلاصون او د جګړي د ټپونو رغولو امکان دښی او چپو افراطی کړنو پرته په یو دموکراتیک وطنپالونکې ګوندي چلند کې ګورې او له ټولو سوله خوښوونکو او ترقې غوښتونکو ځواکونو څخه د ورته چلند د غوره کولو ارزو کوي .
  • د ګوند دارالانشا ، د پورتنیو ټکو په نظر کې نیولو سره ، د خلکو کور خونو ، د کابل بې پري شورا ، خلکې ریښه لرونکو ګوندونو ، سازمانونو او ګوندي تړا‌ؤ نه لرونکو ملګرو څخه چې د ملي فکتور په توګه د یوه سرترسرې دموکراتیک او وطنپالونکې ګوند ، د جوړیدو غوښتونکې دي غواړي په خپلو کې یو موټی شي او د منځ ته راغلې اجماع له بطنه ، پياوړی ګوند راوباسې .

عبدالحی مالک

دافغانستان دملی پرمختګ ګوند ریس

د الحرمین الشریفین خادمین او نرم سیاست

23.10.2018Goldad khan
دوهمه برخه
د سعودي عربستان شتمنۍ:
سعودي عربستان د تېلو غټې او غني زېرمې لري. عربستان د غازو شتون له درکه هم په نړۍ کې پنځمه درجه هېواد ګڼل کیږي. سعودي عربستان یوازې د تېلو صادراتو له درکه، د کال په ملیارډونو ډالر ترلاسه کوي.
سعودي عربستان پر تېلو او غازو برسېره، د مسو، سرو زرو او اوسپنې کانونه هم لري.
د سعودي عربستان دولت که د تېلو، غازو او حجیانو له درکونو څخه لاس ته ورغلي او لاس ورتلونکي پیسې د خپلو خلکو د زده کړو پرچارو، د هغوی د روغتیا او نورو ټولنیزو ښېګڼو پرچارو باندې او د هېواد صنعتي کولو په چارو باندې لګولی وای، اوس به سعودي عربستان د نړۍ لومړی درجه آباد او صنعتي هېواد وای او خلکو به یې لا ډېر خوښ او خوشحاله ژوند درلودلو. سعودي واکمنو په دغو د کال سوونو ملیارډونو ډالرو باندې نه یوازې خپل هېواد د صنعتي دولتونو په لومړي قطار کې درولی شولو، بلکې دوی د نورو اسلامي هېوادونو او د نړۍ د غریبو مسلمانانو لاس نیوی هم کولی شولو. دوی په نورو اسلامي هېوادونو او اسلامي ټولنو کې ښوونځي او پوهنتونه جوړولی شول. دوی د مسلمانانو په سیمو کې د خیر او ښېګڼو مؤسسې جوړولی او چلولی شولې. د دې پرځای چې سعودي دولت، د امریکا په بانکونو کې خپلې پیسې بې ګټې ساتي او د امریکا بانکداران د دوی هغه مفتې پیسې په ګټو اچوي، بهتره به دا وای چې د سعودي دولت هغه پیسې اسلامي دولتونو ته په وړ شرایطو باندې، په قرضونو ورکولی او اسلامي دولتونو به په هغو پیسو باندې، د خپلو هېوادونو د پرمختګ پروژې مخته وړلی. د دغسو چارو سرته کولو په پیلو کې به له یوې څخه، د سعودي عربستان هېواد لا بډای کیدلی او له بلې خوا څخه به، اسلامي دولتونو هم پرمختګونه کولی. له دغو ډولونو چارو څخه به د سعودیانو بله ستره ګټه دا وه چې دوی به د اسلامي دولتونو او د نړۍ د ټولو مسلمانانو زړونه خپل کړي وای. د الحرمین الشریفین خادمینو له خوا څخه، د اسلامي نړۍ خلکو زړونو خپلو سره، د سعودي دولت لا ډېر پیاوړی، غښتلی او قوتمند کیدلو او د نړۍ هېڅ قوت ګوتڅنډنې نشولې ورته کولی.
که د سعودی دولت نرم سیاست چلولی وای او د سوونو میلیاردونو ډالرو وسلو اخیستلو پرځای باندې یې، د نړۍ له غریبو خلکو او په تېره د اسلامي نړۍ له غریبو خلکو سره مرستې کړي وای، دغه دولت د کوم په خاورې کې چې د مسلمانې نړۍ، تر ټولو مقدس ځایونه پراته دي، له نن څخه په لسګونو ځله زیات پیاوړی او غښتلی وای. که د سعودي عربستان دولت په سم او بشپړ ډول د مظلومو فلسظینیانو لاس نوی کړی وای، د ترامپ دولت به یوروسلیم د اسرائیلو نه وای بللی او هلته به یې خپل سفارت نه وای وروړی. سعودي دولت کولی شول، هغه کومې مرستې چې پرفلسطینیانو باندې امریکایانو باندې بندې کړلی، ځای یې دوی ډک کړی وای او دوی فلسطینیانو ته پرخپلو پخوانیو مرستو باندې، هغومرې پیسې څومرې چې امریکایانو کمې کړلې، ورزیاتې کړي وای.
د سعودي عربستان ګاونډ یمن هېواد په اقتصادي لحاظ غریب دی. که د سعودي دولت د خپل دغې ګاونډي هېواد سره، د دې پرځای چې په رکټونو باندې یې وولي او درنه بمونه پرې وغورځوي، د یمنیانو ښځې، ماشومان، زاړه او ځوانان ووژني او هغوی له ډول ډول رنځونو او لوږو سره مخ کړي، له هغوی سره اقتصادي مرستې کولی، د یمن خلک به د دوی د احسان لاندې وای او د دوی هرې غوښتنې ته به یې غاړې اېښودلی. یمنیانو به لکه همدا د اوسني وخت خپلمنځي ستونزو او جنجالونو پرمهال باندې، د سعودي دولت ته رجوع کولی، د دوی منځګړیتوب ته به یې غاړې کېښودلی او د دوی پرېکړې او فیصلې به یې منلی او عملي کولی. د سعودی دولت دنده دا وه چې د یمنیانو ستونزو په حل کې یې منځګړیتوب کړی وای او مخالفې ډلې یې روغې او جوړې ته سره رسولی وای، نه دا چې د یوې ډلې په ملاتړ، بله ډله د بمبارویو لاندې راولي.
که د سعودي عربستان دولت د دې پرځای چې د یمن ښځې، ماشومان، زاړه او ځوانان ووژني او د یمن خلک له ډول ډول رنځونو او لوږو سره مخ کړي، هغوی ته مالي مرستې ورکړي وای، دوی به نه یوازې د یمن خلکو زړونوته، بلکې د ټولې نړۍ مسلمانانو زړونو ته لا سترې لارې پرانیستلي وای.
د یو داسې دولت له واکمن سره، چې هغه د الحرمین الشریفین خادم او ساتونکی واوسي، پر کومو چا باندې د زور لاس پورته کول او د درنو او حتا سپکو وسلو کارول نه ښائي.

که څه هم چې د سعودي عربستان او واتیکان دولتونه یو شانتې دولتونه نه دي. خو په ځینو برخو او په خاصه توګه، د دیني خدماتي برخو کې نیږدېوالی سره لري. ځکه د سعودي عربستان واکمن ځانونه د الحرمین الشریفین خادمین بولي او د واتیکان دولت مشران هم ځانونه د خپلو هم مذهبو عیسويانو لارښودان او د همعقیده خلکو خذمتګاران ګڼي. نو له دې کبله چې دغه دواړه دولتونه یو څه نا څه سره پرتلې کړل شي، لوستونکوته لاندې د واتیکان دولت هم لنډ غوندې ورپېژنم.

پر پاکستان فشار ګلبدين غږوي

حکيم روان

په دې ورځو کې د افغانستان او شاوخوا سيمو سياسی او نظامی حالات د بدليدو په درشل کې دي . د افغانستان او جنوبی آسيا له پاره د امريکا د متحده ايالاتو ستراتيژی د خبرو او تبليغاتو له بريده اوړي او د عمل پړاؤ ته داخليږي .

پاکستان چې ټول عمر يې د نړۍ او نړيوالو د عامه ذهنيت سره د پيشو او موږک په لوبو وخت تېراوه ، داسی ښکاري چې د دې لوبو وخت پای ته رسيدلی دی . د لويديځوالو او په سر کې يې د ډونالد ټرامپ په خبره  د « امريکايي احمقانو » سرونه د پاکستانی شيطان په شيطنت او منافقت خلاص شول . پاکستان تل د مريې په نقش کې ډېر ښه اوريدونکی او منونکی غلام وو خو اوس د مريې څښتن ته پته ولګيده چې مريې يې غاښونه هم لري. امريکايي غټ سرو غوښتل ، پاکستانی مار په خپل جيب کی وساتي او د اړتيا په وخت کې ، د نورو د چيچلو له پاره له هغه ګټه پورته کړي . « احمقان » له دې غافل وو چې مار خپل څښتن هم چيچلی شي . دوی غوښتل چې سرماتوونکی واقعيتونه په رشوتونو ، خبرو او نصيحتونو ، منترو او جادو بدل کړي .

څوک په دې حقيقت نه پوهيدل چې د طالبانو او راز، راز تروريستی ډلو د تربيت او روزنې مرکزونه په پاکستان کې دي ؟ کوم « احمق » تر اوسه په دې حقيقت نه پوهيږي چې تروريسم د پاکستان د بقاء او پايښت ستني ده ؟ له حقيقت نه انکار او سترګې پټول حقيقت له منځه نه وړي . له نېکه مرغه د پاکستان د تروريستی ماهيت په اړه امريکائي غټ سرو ته هم نور اغماض د منلو نه دی .

له دې امله امريکا غواړی خپل مريې پاکستان اطاعت ته وادار کړي ، کنه د هغه په وړاندې له بنديزونو نيولی د هر ډول تدابيرو د نيولو احتمال څوک نه شی ردولای . په غالب ګمان به امريکا له سعودی او اماراتو هم وغواړي چې پاکستان اطاعت ته وهڅوي، خو که د هغوی هم ونه مني نو امريکا به د خپلو مرستو د بنديدو تر څنګ ، پاکستان د خپلو عربی مريانو له مرستو هم محروم کړي . پاکستان چې تر ننه د يوه سوالګر په توګه ژوند کاوه ، نور به يې د خيرات سرچينې بندې شي . که څه هم پاکستان د امريکا د ويرولو له پاره د روس پښو ته ځان غورځوي ، خو امريکا پوهيږي چې روس د ځان سره مرسته نه شی کولای ، نو د پاکستان له ۲۰۹ مليونی ټولنې سره به څه مرسته وکړي؟

د پاکستان بله هيله چين دی . تجربو او ژوند ښودلي ده چې چين حتی د خپل ځان له پاره هم له مخامتيا ډډه کوي ، نو د پاکستان له پاره به هيڅکله هم خپل اقتصادی او نړيوال اړيکی قربانی نه کړي .

پاکستان خپلو تروريستی سياستونو په داخل او خارج کې د سختو او مرګونو ګواښونو سره مخامخ کړی دی . له دې امله اوبو په سر اخيستی پاکستان د نجات په هيله هر خس او خاشاک ته لاس اچوي . په دې ترڅ کې پاکستان د ګلبدين حکمتيار د خپلې سوزيدلی او بيکاره پرزې سره هم هيلې غوټه کړي دي . حکمتيار د خپل ولينعمت ( آی-اس-آی ) په دستور،  سهار او بيګاه غونډې جوړوي او هڅه کوي چې د پاکستاني بادار د رضايت له پاره د افغانستان د دولت او راتلونکو ټاکنو اعتبار تر سوال او پوښتنې لاندې راولي .

همدارنګه هيوادوالو به پام کړی وي ، کله چې د امريکا متحده ايالاتو پر ايران د خپلو بنديزونو د دوهم پړاؤ اعلان وکړ ، چې په نږدې راتلونکی کې به عملی شي او آخوندی رژيم با لا زيات د خپل مظلوم ولس د قهر او غضب سره مخامخ کړي، د ايران تالی څټو وار د واره د افغان او متحده ايالاتو پر نظامی توافقنامې د تجديد نظر غوښتنه را پورته کړه .

حکمتيار چې له دې پخوا يې ځان د ټاکنو اصلی داعيه لرونکی باله ، نن د پنجاب په فرمايش افغان ټاکنې د خارجی سفارتونو يو نمايش بولي . پاکستانی ټاکنې د آی-اس-آی او پاکستانی فاشيستی نظاميګرو او اجيرو قاتلانو نمايش نه بولي ، خو افغان ټاکنې د خارجی سفارتونو نمايش بولي . حکمتيار وايي : « په ټاکنو کې وړونکی او بايلودونکی به نه د ټاکنو کميسيون او نه د رايو صندوقونه ، بلکی ځواکمنی خارجی کړۍ ټاکی » . د پاکستان ملاتړی ګلبدين حکمتيار دا بی شرمه څرګندونې په داسی حال کی کوي چې په ننګرهار ، هلمند او تخار کې د ټاکنو د کمپائن په موکه د حکمتيار ملګرو ، پاکستانی نوکرانو لس ګونه افغانان بيا ځکه په وينو ولمبول چې په ټاکنو کې برخه آخلي . حکمتيار هم خپله دنده نه ده هېره کړی او غواړي په خپلو زهرجنو تبليغاتو د ټاکنو پر ضد د پاکستانی موخو له پاره خپل دين اداء کړي . د دين سوداګر حکمتيار اوس د پاکستان د ګټو ټيکه داري هم  کوي .

اوس خو کوندې پته لګيدلي وي چې ټول وطن پلورونکی د يوه قماش څخه دي . طالب ته دنده سپارل شوي ده چې د وسلې په زور د ټاکنو مخه ونيسی ، ښاغلی حکمتيار مؤظف شوی تر څو له د ننه د ټاکنو اعتبار زيانمن کړي . عطا نور او محقق هم د ايران او روس په وړاندې خپل دين په ډيره وفادارۍ سره اداء کوی او د ټاکنو د کميسيونونو د دروازو د تړلو په موخه يې د تحصن خيمې ودرولې ، خدای او وس .  په دې کار کې چپ نمايان هم ځانونه کم نه بولي ،  افغان ټاکنې د حکمتيار په شان امپرياليستی نمايش بولي . ليدل کيږی چې ښۍ او کيڼې بنسټ پالنې سره خويندې دي .

که افغان ټاکنې د خارجي سفارتونو نمايش وي ، نو د اسلامی رهبر حکمتيار زوی ولې په دې نمايش کې برخه آخلي ؟ خان همدا کوي ، همدا !

له يوې خوا حزب اسلامی ، جمعيت اسلامی، جنبش اسلامی، وحدت اسلامی ، اتحاد اسلامی ، فساد اسلامی ، غصب اسلامی ، چاچاق اسلامی ، وطنفروشی اسلامی ، نوکری اسلامی په ښکاره د ټاکنو خلاف دي ، له بلې خوا خپل غلا شوي مليونونه مصرف کوي ، تر څو خپل نورچشمان ( راتلونکی نوکران او وطن پلورونکی ) د پردو خدمت ته تيار کړي او د خلکو د رښتينو استازو پر ځای د خلکو او وطن دښمنان پارلمان ته واستوي او په دې توګه په سياست او پارلمانی ټاکنو کی د خلکو مشارکت بې پايلو کړي . دوی په سياست کې د خلکو د ګډون دښمنان دي او غواړی سياسی واک ځانونو او وروسته خپلو اولادونو ته ميراثي کړي .

د ټاکنو سره د غلو ، لنډغرو ، داړه مارانو او پردو د نوکرانو دښمني او د دوی په واسطه د ټاکنواعتبار ته زيان رسول ، د ټاکنو د فوق العاده اهميت استازيتوب کوي .

مونږ باور لرو چې تيرې ، اوسنی او راتلونکی ټاکنې به هم له درغليو خالی نه وی ، ځکه زمونږ ټولنه د دين ټيکه دارانو د پاکستانی اجيرو قاتلانو او ايرانی مذهبی فاشيستانو په مرسته د سقر کندې ته غورځولي او زمونږ هډونه يې مات کړي دي . مونږ به تر ډيره په دې مات ، ګوډ ځان د ډېرو هغه څه کولو توان ونه لرو ، کوم چې زمونږ د وياړلی ولس د شان سره ښايي ، خو حتی د درغليو سره مل ټاکنې او د کمزورو ټاکنو په پايله کی کمزورې واکمنۍ  د ښيو او کيڼو ګمراهانو له استبداد ، خپل سريو او خونخوارو واکمنيو بهترې دی . هيڅوک په يوه ورځ ښارونه نشی جوړولای . مونږ دموکراسی تجربه کوو ، خلک د ټاکنو په کمپاينونو کی بيداروو او د دين له ټيکه دارانو ، او د پردو د نوکرانو له ناولو مخونو نقابونه ايسته کوو ، تر څو خلک هغوی وپيژنی او خپله لاره له دې شرمښانو جدا کړي .

ټول بايد پوه شی چې د افغان ولس لاره روښانه ده ، دا لار د ټاکنو ، د خلکو د مشارکت د ولس د رضايت ، ملی وحدت ، سولې او په امن کې د ګډ ژوند ، پخلاينې ، ګډ کار ، د باور او متقابل درناوی لاره ده . د افغان ولس لاره د نړيوالو سره د توپيرونو سره سره د متقابل درناوی پر بنسټ د دوستۍ او همکاری لاره ده . تاريخی تجربو ثابته کړي ده چې افغان ولس کرکه ، دښمني او توپيرپالنه نه مني . له نېکه مرغه افغان ولس له تروريسم ، ښۍ او کيڼې بنسټ پالنې خپله لاره جدا کړي ده . پای