دافغانستان دملي پر مختگ گوند دارالانشا

نېټه ۱۳۹۷د وږي لسمه

د پښتنو او بلوڅو ورونو دروا او انساني حقونو د لاسته راوړلو په هکله دافغانستان د ملي پر مختگ گوند  په ټولو نړې غږ کوي چی پوره سل کلونه مخکې د نړې ستر زبرځواک ددی لوی باتور ملت پر سينه د ډيورنډ توره کر غېړنه کرښه  وباسله، د ټولو بشري حقونو اود نړېوال ميثاق خلاف دوه وروڼه سره جلا کړل.

اويا کاله وړاندي کله چی لوی هندوستان د پاکستان او هند پر نمونو سره جلا شول د نړې زبر ځواکونو د بلوځو او پښتنو باتور ولسونه خپل ناچله گوډاگي هيواد پاکستان اود هغه نظاميگری واکمنې په تحفه کې ورکړل له همغه تر دی دمه  دا ولسونه عام وژنی څخه تر ترور اودزندانونو په تورو کوټو کې ساتلي ددی باتور ولسونو زياتره مشران د زندان په تورو کوټو کې تر مرگه واچول شول.

همد اوس د پښتون ژغورنۍ لوی خوځښت د خپلو روا او انساني حقونو د خپلولو له پاره له بلوچستان څخه تر کراچی، باجوړ وزيرستان پښآور، لاهور، او اسلاماباد پوری سوليز لاريونونه وکړل او دوام لري.

 زموږ گوند ددی لوی مېړني ولسونو دسرنوشت ،د حقونو ورکول غواړي موږ ټول گوند او پلويان او افغان ولس ددی باتور ولس د ټولو حقوقو د ور کړې ملاتړي يو موږ هيڅکله د ډيورنډ توره کر غېړنه کرښه  نه ده منلی او د خپل ولس او نړېوالو نه غوښتنه کوو چی ددی محکوم ولس دسرنوشت له پاره د پاکستاني نظاميگری اداری باندی فشار واچوي تر څو دا ستر ولس د خپل سرنوشت ټاکلو خاوندان شي.

 موږ د وږي نهمه ټول ولس ته مبارکي وايو

 ددی محکوم ولس يوالي غواړو

د پښتنو بلوڅو د مشرانو د يو موټی کيدو ارزو لرو.

 عبدالچی مالک د افغانستان د ملي پر مختگ گوند مشر

ايران ، پاکستان له افغانستان سره داوبو پر سر خبری کوي؟

درانه هيواد وال، سياسيت بازان ، مدني فعالان د جهاد پر نوم مشران دولتي کاڼه چار واکي   خبرشوي کنه ؟m agha (2)

پوره ۴۰ کاله زموږ گاونډېوهېواد (ايران، پاکستان ) زموږ ولس، زمو ږ خاوره ونی بوټي، معدنونه وسلی او په کل کي هر څه چور کړل ۴۰ کلونه مستقيمه لاسوهنه وکړه د تروريسټانو ځالی پټ ځايونه سنمبال کړل زموږ اوبه چي يوه طبعي سرمايه ده رايگان خپلو هېوادونو کي په مصرف ورسولی د هلمند درود د ۱۳۵۱ ل کال تړون يې پر زور او زياتي سره دوخت پر چارواکو لاس ليک کړ ددی تړون پر سر د ولس زياترو سياسي گوندونو د مخالفت جنډې ورپولی ولی بيا هم  د هغه وخت افغان چارواکو د کمزوري سياست له امله ايران رايگان د هلمند له اوبو څخه تر نن استفاده وکړه ددی تړون هغه تغهدونه چی ايراني چارواکو کړي وه يو هم سرته ونه ريسدلو اوس د ايران د حکومت د بهرنيو چارو وزير محمد ظريف جواد په ډاگه اعلان وکړ  چی ايراني لوری دافغانستان له دولت سره داوبو پر سر خبری کوي او افغان لوري ته دا حق نشته چی پر خپلو دريابونو او سيندونو بريښناکوټونه اباد کړي يا نهرونه او ويالی وباسي؟همدارنگه پاکستان چی تر او يا کلونو زيات عمر نه لري دافغان خاوره يي د خپل بادار د تحفی په توگه ورته ور کړی اوس داوبو دعوا هم لري؟

زه د يوه متغهد ازاد افغان په حيث وايم که دافغانستان اوسيدونکي، سياسيون، چارواکي، د خپلو گاونډيانو ته د خپل هيواد د ارضي تماميت او خپلو حقونو ځواب نه وايي او کاڼه ناست وي دا د شرم او خجالت وړ خبره ده. که يو شمېر چارواکي دهمدغو هيوادو نو داستخباراتو سره تړاو نه لري نو د خپل ملي هويت خپلو منابعو، خپلی خاوری ساتنه او پوښتنه بايد وکړي.هغه متل مو هېر نه شي چی واي خلک پورغواړي گاونډي نور غواړي،پر ډيورنډ اغزن تار وزغلول شو چپ ناست، د خيبر پښتون خوا ولس ته ويزه اړينه شوه چپ ناست، اوبه په زور بايي چپ ناست، ځنگل او معدن چور او قاچاق شولو چوپ ناست ،په کورنيو چارو کې لاسه وهنه او لاسوندونه شته چوپ ناست،ليکن دلته بيا کور د ننه جگړه پر دی چی زما برخه کمه شوه د هغه بل زياته، دافغان له نوم نه منکر د ملي هويت نه منکرد يوالي له پروسی سره ستونزه په مقامونو جگړه په غلاوو کولو کې ماهر د وطن ورانولو اود خلکو زورونو او وژلو کې اتل د قوم پرستی، مليت پرستی ژبپرستی، پردي پالنه کې مخکښ دا څنگه افغانيت شو دا څنگه سياست شو، دا څنگه مشرتوب په خپل گريوان کې سرکښته او فکر زکر پکار دی او بس.

م اقا کوچی

20180829

 

ټولټاکنې، موقت حکومت او که عنعنوي لویه جرګه

 

د هېواد د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د وږي میاشت په دوهمه، امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې وویل، د دې کمیسیون د شمېرنو له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا نهه میلیونه رايي ورکوونکو خپل نمونه ثبت کړي دي.

البته څه مهال مخکې د دې کمیسیون لخوا د روان کال د تلې میاشت ۲۸ مه، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکل شوې چې تیاریانې ورته په بیړه تر لاس لاندې ښکاري.

په یوه بل ورته اقدام کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ۱۳۹۸ کال د وري میاشت ۳۱ مه ټاکلې چې ټاکنو ته د چمتووالي ترڅنګ، د ټولټاکنو لپاره د مرکزي حکومت اراده او ژمنه بیانوي.

په همدې تړاو، یوه پرانیستې خبري غونډه کې د کابل نیوز تلویزیون خبریال مجیب احساس، له ولسمشر اشرف غني وپوښتل، حالاتو ته په پام ویل کیږي ښای راتلونکي کال کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې ونه شي او د واک لیږد لپاره  کوم بل بدیل، لکه لویه جرګه راوغښتل شي. خو ولسمشر يی ځواب کې په زغرده وویل چې حکومت د هېواد اساسي قانون په پلیتوب او هغه ته په درنښت ټولټاکنو ته ژمن دی او بل هیڅ بدیل د ټاکنو ځای نه شي نېولای او خامخا به د ولسمشرۍ ټولټاکنې کیږي.

دا چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هڅو او ژمنو او بلخوا د ټاکنو لپاره د مرکزي حکومت د یادو څرګندونو سره سره، ځینې کړۍ او اشخاص د ټولټاکنو پرځای د موقت حکومت او یا د عنعنوي لويی جرګې د رابللو ډنډوره خپروی، پوښتنه پیداکیږي داسې اشخاص او کړۍ څوک دي؟ ایا د دوی داسې غوښتنې د اساسي قانون سره په ټکر کې نه دي او بلاخره ایا دوی په پای کې د ټولټاکنو مخه نه نیسي او هېواد کې د ګډوډۍ او انارشۍ د ادامې لپاره لار پرانیستې ساتل نه غواړي؟

له بده مرغه، د دغو کړیو په سر کې چې د ټولټاکنو مخه نیسي، د هغو په وړاندې چلوټې جوړوي او د موقت حکومت ترانه غږوی په اسلامي جمعیت کې څو معلوم الحال کسان او د دوی نورهمګټې بلل کیږي، خو بلخوا د عنعنوي جرګې د رابللو سندره بیا پخواني ولسمشر حامد کرزی او پر ده راغونډ څلویښت تنه غله سرکوي چې هممهال هڅه کوي د جمعیتي لنډه غرو څخه په سیالۍ کې وروسته پاتې نه شي!

د اسد الله شریفي په نوم یو تن چې له مزاره يي ځان ولسي جرګې ته نومولی او د شکایاتو کمیسیون يي ولسي جرګې ته د نااهلۍ په وجه غوښتنه رد کړی، د اسلامي جمعیت د اجراییه رییس عطا محمد نور لخوا په شا ټپول کیږي، بیا د هغه په هڅونه په  اصطلاح په یوه مدني لاریون! کې د کابل ــ مزار ولسی لار بنده وي، وروسته يي د لېدنې او شاباس لپاره د مزار خلم ولسوالۍ ته ورځی او هلته مرکزي حکومت ته په ګواښ سره وايي« که اسدالله شریفي بیرته د نوماندانو لیست کې شامل نه شي، پر کابل به وارداتي بریښنا پرې کړي»

خبره دلته پای ته هم نه رسیږي، عطا نور د ځینو نورو کسانو لکه، فوزیه کوفي، غلام سخی نوید، قیس احسن، جاوید زمان او اصف عظیمي په اړه هم چې غوښتنې يي د ولسي جرګې د نوماندانو پتوګه رد شوی، په ملاتړ کې وايي که چیري دا کسان بیرته په لیست کې ونه نېول شي، د هغه (عطا نور) په اند ټاکنې به رڼې نه وي او په دې حالت کې به د موقت حکومت لپاره مټې رابډ وهي.

په کندهار کې، عطا نور ته ورته یو بل لنډه غر، سید جان خاکریزوال چې هممهال د کندهار د ولایتي شورا مشر هم دی، د موقت حکومت ګوتڅنډنه کوي. له هغه ځایه چې نوموړی د ټاکنو له لارې په واک کې خپله راتلونکي خړه ویني، چا غوږ کې ورته ویلي، چې ته هم د موقت حکومت سندره راتوده کړه.

څو ورځې وړاندې یونس قانوني د حراثت او ثبات په نوم شورا کې هم ویلي ول چې ولسمشر او اجراییه رییس دې تر وخت مخکې له واکه ګوښه شي او موقت حکومت دې جوړ شي.

د واک بدلون هغه هم یوازې د ټاکنو له لارې، د ولسمشر په ګډون د هیڅ شخص یا ډلې په پریکړې یا لورنې پورې اړه نه لري، بلکې دا د اساسي قانون غوښتنه ده چې بل بدیل نه لري او هېڅوک يي د بدلون حق هم نه لري.

موقت حکومت او یا د عنعنوي لويي جرګې له لارې د واک بدلون د هېواد د اساسي قانون سره څرګند ټکر دی. د ټولټاکنو پرته، د واک د بدلون نورې لارې د مرکزي حکومت د پیاوړتیا پرځای، د واک بېلا بېلو ټاپوګانو ته لار اواروي او د زړو تجربو بې ضرورته تکرار دی.

هغوی چې د زړو لارو بیا تکرار ته پنا وړي، یوازې د ځان په غم کې دي او غواړې په داسې لارو د ټولنې د پرمختګ مخه ډب کړي!

د ۲۰۱۸ کال د اګست ۲۶ مه

سرلوڅ مرادزی

استرداد استقلال افغانستان

پوهندوی استاد شیما غفوری

استرداد استقلال افغانستان

یاداشتی در مورد موضعگیری بعضی افراد در فیسبوک

کی ها این روز را با تبریک گفتن و کی ها  آنرا با تخریب کردن استقبال می کنند؟

در تاریخ هر مملکت روزی که کافۀ ملت برای استرداد استقلال و حفظ نوامیس ملی به پا خیزد و خون خویش را بخاطر یک هدف والا  بریزد، قابل تمجید و ارج گذاری است. صرف نظر از اینکه کی و از کدام قوم جامعه  در رأس آن قرار داشته است.

در این ارتباط نظر به موضعگیری بعضی ها در شبکۀ فیسبوک چند سوال را مطرح می نمایم و به جواب آن میپردازم:

سوال اول:

 آیا ۲۸ اسد ۱۲۹۸مطابق 19 اگست 1919 نتیجه چنین قیام  مردم بوده است؟

بلی بدون شک.

 شواهد تاریخی نشان می دهد که مردم افغانستان  از هر قوم و ولایت، اعم از زن  و مرد به خاطر شکستاندن طلسم استعمار انگلیس به پا برخاستند. ثبوت این حقیقت نتیجه این جنگ است، ثبوت این حقیقت مجبوریت امپراطوری عظیم انگلیس برای شناسایی استقلال سیاسی افغانستان،  به حیث اولین حلقه در زنجیر دراز استعمار انگلیس میباشد. ثبوت این حقیقت موجودیت 28 اسد می باشد. اگر این روز نتیحۀ به پاخیزی همه مردم افغانستان نمیبود، آیا افغانستان فقیر با داشتن اسلحه کم و از مود افتاده در مقابل بزرگترین قدرت زمان با اسلحه مدرن و وافر میتوانست شجاعانه بایستد و  موفقانه بایستد و تا حصول استقلال بایستد؟

هر عقل سلیم و فارغ از دغدغه های قومی و سیاسی میتواند برای این سوال فقط یک جواب را بیابد که آن عبارت است از:

هرگز نه!

 تاریخ گواه آن است که در این قیام به رهبری شاه امان الله غازی اراده و عمل جانبازانه تمام مردم از هر قوم افغانستان  شامل بود.

سوال دوم: در مورد ملی بودن و فرا قومی بودن شخصیت امان الله خان میباشد.

 شخصی که در زیر ریش استعمار انگلیس ملت افغانستان را برای جهاد نهایی بر ضد آنها سازماندهی نمود، آیا میتواند شخصیت یک بعدی بوده باشد؟ هرگاه امان الله خان فرا قومی نمی اندیشید، آیا مردم افغانستان به وی اعتماد می کرد؟ آیا  در این جنگ نابرابر در عقب وی صف می کشیدند و خون خویش را فدای وطن می کردند؟ بازهم جواب چنین است:

 هرگز نه!

پس سوال پیدا میشود که چرا یک عده این روز را تخریب می نمایند؟ آیا اینها واقعاً با آزادی سیاسی افغانستان در آن زمان مخالفت دارند؟

 بر مبنای بررسی ام در دوسال اخیر در فیسبوک اشخاصی  که کارکرد های شاه امان الله را تخریب می نمایند، و وی را بعضاً مربوط به یک قوم معرفی می کنند، تا آن جایی که حتی استراد استقلال کشور را هم منفی جلوه می دهند. اساساً این اشخاص شامل سه گروپ میباشند:

 گروپ اول– کسانی اند  که معتقد به مبارزه ملی نه، بلکه در گیر مبارزه قومی اند بعضی با دین برخی هم بی دین. آنهایی اند که می خواهند بلوای امیرحبیب الله کلکانی را در سال 1929 در مقابل امان الله خان، این شاه ترقی خواه رنگ قومی ببخشند تا این عمل وی را مشروعیت بدهند و روی این تراژیدی تاریخی را با آبی به نام «رد کردن تمام کار های میهنی شاه امان الله» بشویند. و الا بلواگران باید نفرین مردم افغانستان را تا ابد به دوش بکشند.

و گروپ دوم کسانی اند که از جانب خارجی ها به شکستاندن روحیه  استقلال خواهی  و از بین بردن اتفاق مردم حتی در برابر این بزرگترین دست آورد مشترک مردم افغانستان، مؤظف اند.

و گروپ سومی کسانی اند که برای دل خوش ساختن دوست های فیسبوکی شان لایک می گذارند.

برای رد افکار خصمانه در مقابل این بزرگترین دستاورد مشترک مردم افغانستان باید دوباره به حافظه تاریخ  مراجعه کرد:

نخست اینکه انگیزه بلوا بر ضد امان الله خان به صورت قطع جنبه قومی نداشت، بلکه ریشۀ ارتجاعی در نقاب مذهبی را دارا بود. عقب گرایان فناتیک با حمایت استعمار انگلیس که بر ضد ریفورم های شاه امان الله خان قیام را سازماندهی کردند، زیر تاثیر موعظه های (لارنس های) انگلیس قرار داشتند، لارنس- انگلیس کافریکه  بیست سال متواتر در معتبر ترین مسجد مسلمانان در پایتخت کشور امامت کرد و در اخیر هم نامۀ را از خود بجا گذاشت که مقتدیانش باید نماز های بیست ساله را از سر بخوانند، زیراکه به امامت یک کافر انجام شده است.  انگلیسها توانستند مردم را با فوتو شا پ های عکس ملکه ثریا و تبلیغات پیر بغدادی که خودش انگلیس، ملای لنگ و امثالهم به نام مذهب بر ضد شاه امان الله تحریک نمایند. زیرا انگیسها درک نموده بودند که احساسات مذهبی همان نقطه ضعیف پاشنه اکیلیس مردم افغانستان است. و باید به یاد داشت که در این مخالفت مذهبی بر ضد شاه امان الله اشخاصی از اقوام مختلف شامل بودند. یعنی محیط فکری برای سرنگونی دولت امانی از طرف انگلیسها با تبلیغات  مذهبی آماده گردیده بود که باعث سقوط شاه امان الله و برقراری دولت چند ماهۀ حبیب الله کلکانی و بالاخره استقرار مهرۀ اصلی آنها گردید.

لقب شاهانه حبیب الله با جنبۀ مذهبی آن یعنی «امیر حبیب الله خادم دین رسول الله» نیز نمایندگی از شورش مذهبی آن زمان می کند، نه از شورش قومی.

دوم:  روایت است که حتی شخص حبیب الله کلکانی دریشی غازی امان الله را در الماری عقب چوکی خویش نگهداشته بود و هر صبح اول در مقابل آن می ایستاد و در مقابل آن  سلامی میزد. از این معلوم میشود که وی خود هم به بزرگی این شاه استعمار شکن احترام داشت.

پس بیائید که این جال جدید فریب دشمنان را بدریم و این روز خجسته را که حاصل خونریزی نیاکان ما اعم از تاجک، پشتون، ازبک، هزاره، ایماق، بلوچ و دیگران است، گرامی بداریم و این امانت  مقدس تاریخی را برای  نسل های آینده به سلامت بسپاریم.

زمری 28 دهیواد دخپلواکی د 99 کلیزه په ویاړ

دزمری 28 دهیواد دخپلواکی د 99 کلیزه  په ویاړ :  نصیراحمد (څپاند)

زمونږ ګران هیواد افغانستان ،لرِغونۍ تاریخ اوزوړ تمدن لری  په کال ۱٧۴۷ میلادی کی د احمدشاه درانی ترمشرۍ لاندی د معاصردولت په تاسیس سره ، سیاسی – ملی هویت او ملي دولت رامنځته کړ او په ډیره لنډه موده کی یی  یوه ستره امپراطوری جوړه کړه خو دغې امپراطوری ډیر دوام ونه کړ، دکورنیو اوبهرنیو تضادونو ، کړکیچونو دپردیو یرغلونو اوپه دی خاوره باندې د تسلط لپاره د «سترو لوبو » په دوران کې،  داستعماری ځواکونو د مقابلې او رقابت له کبله له منځه لاړه په ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ سره برابره ده د افغانستان پاچا غازي امان الله خان  دبریتانوي حکومته خپلواکي بېرته واخیستله  او دیولوی او شاندار جشن په ترڅ کی چی دزاړه کابل دزرافشان قصر (دزرنګار پارک) کی جوړه شوی وو د شاه امان الله خان د لاسلیک اوتوشیح پروخت اعلان شواوویل ”زه خپل ځان او خپل هېواد په بشپړ ډول خپلواک اعلانوم” او دنړیوالو لخوا افغانستان د یوه خپلواکه هېوادو په توګه په رسیمت وپيژندل شو.  غازی امان الله خان په خلکوغږوکړو جی 28 داسد د ملی خپلواکي اوازادی دورځی په نوم ولمانځی دغازی امان الله خان دغه ستری کارنامه افغانستان ته په خپل مهم جغرافیايي او استراتیژیک موقعیت کې لانورهم سیاسي او اقتصادي اعتبار ورپه برخه کړو.

غازی امان الله خان چی یو متمدن، باتدبیر په وطن او خلکو مین او ترقی پسند شخصیت و دهیواد پرمختګ او ابادی یی ستر ارمان او شعار وو چی دامانی دوره اصلاحات او ریفورمونه یی ژوندی مثالونه دی . یوه وینای کې یی خلکوته داسی وویل ووچې ( وسلې پرمځکه کښیږدۍ او قلم راواخلۍ ځکه چې یو نالوستی هیواد هیڅکله خپلواک کیدای نشي ).

د افغانستان لپاره د غازي امان الله خدمتونه په ځانګړې توګه د دیموکراسي او دهیواد دپرمختګ په برخه کې د قدروړدي چې باید وساتل شي.

ګرانو هیوادوالو ددی لپاره چی دهیواد ځوان نسل دآزادی په مانا ، مفهوم ،ماهیت او ارزښت  لاښه پوهی شی دخپلواکۍ په اړوند دپوهانو اوصاحب نظرانو يو څوتعریفونه اړین بولم چی خپلو هیوادوالو ته وړاندی کړم.

خپلواکي (ازادی )څه ته وایي؟

خپلواکي : هغه حالت ته وايي په کوم کې چې يو ولس، هېواد یا دولت په خپله خاوره کې بشپړ واک او اختيار ولري.

 خپلواكي يو عمل پخپله خوښه، پرته د بل چا له لاسوهنې ترسره کولو ته وايي او یا په بل عبارت په خپله اراده د یوه کار تر سره کولو ته خپلواکي وايي.

خپلواکي کلمه له دو کلمو څخه اخیستل شويده یو خپل او بل واک دي یو عالم وایي ” یو فرد تر هغه خپلواک دي چې نورو ته یې زیان ونه رسیږي یا دا چې د نور خپلواکۍ ته زیان ونه رسوي”. خپلواکي یوه تعریف شوي کلیمه ده، دولت د خلکو د استازي په توګه د دوي د خپلواکي ساتنې دنده په غاړه لري.

خپلواکي (ازادي) انسان ته خدای ” ج ” وکړی حق دی هر انسان ازاد پیدا شوی یو انسان تر هغه پورې ازاد دی چې ترڅو د نورو خلکو ازادي او حقوق تر پښو لاندي نه کړي یا داسې کوم عمل تر سره نه کړی چې په ترسره کولو سره خپله خپلواکي تري واخیستل شي. (ژباړه : عزت الله عمران لمړیتوب ویب پاڼه)

یو ساده تعریف

خپلواکي دهغو پریکړو د عملي کولو امکان دی ، چې یو فرد یا ټولنه یې په خپله اراده ترسره کوي .

که یو فرد هره پریکړه عملي کړای شي اوهیڅ بل فرد، جوړښت یا سازمان یې کړنې ، وینا او فکر محدود نه شي کړای ، دې ته مطلقه خپلو اکي وايي .

خو انسان ټولنیز موجود دی ، او نه شي کړای مطلقه خپلواکي ولري ، ځکه مطلقه ازادي د ( بل) یا ټولنې دخپلواکۍ پولې ورماتوي ، ځکه نو دافرادو اوټولنو دازادۍ حدود دقوانینو په وسیله ټاکل کیږي ، نو فردي ازادي ګانې هغه دي ، چې قوانین يې دبشري حقونو دنړیوالې اعلامیې پر بنسټ ټاکي :

 

دبیان ، اقتصادي فعالیت ، مذهب ، مېشتیدا، سیاست …. ازادۍ

سیاسي استقلال

دملي حاکمیت اعمال سیاسي خپلواکي او دزمکنۍ بشپړتیا ساتنه امنیتي خپلواکي ده .

دادواړه داقتصادي خپلواکۍ تراغیز لاندې دي .

د اقتصاد دنړیوال منطق پر بنسټ اقتصادي اړیکي له اقتصادي تجرد څخه خلاصون دی ، دا هیڅکله د اقتصادي خپلواکۍ د له منځه تللو په مانا نه ده .

اقتصادي خپلواکۍ له سرچینو څخه دکاراخیستنې اراده او توان دی . استثمار – استعمار ( ښکیلاک ) زبیښاک ( نوی ښکیلاک ، نوی زبېښاک ) . (استاذ عبدالغفور لیوال تاند ویپاڼه)

څرنګه چی د تاریخ په اوږدو کې افغانانو ثابته کړې ده چې هیڅکله دپردیو سلطه نه مني، او دسر په بیه خپلواکي ترلاسه کوي او هم یی ساتنه کوی اوددغی ستری داعیه لپاره هرډول قربانیوته خاضر دی. په نړۍ کې افغانان په خپلواکۍ ، میړانې او شجاعت مشهوردي، او تل یې پردیو دښمنانواو اجنبیانو ته په سرښیندنو په ناچیزه او محدوده امکاناتوحتی په تشولاسونو ، خو په افغانی جذبه او غیرت سره  ماته ورکړې او د پردیو غلامي او واکمنی یی نده منلی. او دوی په تاریخ کی ثابته کړی چی ازادی پسنده او خپلواکه قوم دی. نیلسن منډېلا يوه ډېره درنه خبره کړې، “موږ نه بې ډوډۍ خپلواکي غواړو او نه بې خپلواکۍ ډوډۍ.”  افغانان هم نه تش په نوم خپلواکی اونه هم بی واک خپلواکی غواړی افغانستان او افغانان یو مستقل هیواد او خپلواک اوامن دوست خلک دی او دوی به تل دا په وینو اوککریو ګټلی ازادی او خپلواکی ساتی پدی خاطر چی ازادی او خپل واکی هغه وخت ارزښت لری چی دفاع او ساتنه یی وشی. چی ژوندي مثالونه یی دفراه ، کندوز اوغزنی ولایتونو باندی دتور پنجاب او دهغوی لخوا دروزل شو ګوډاګیانو بریدونه دی چې  زمونږ ملی ځواکونو دهیواد اوخپلی خاوری نه په میړنی سره دفاع ده او دشمنانو ته یی غاښ ماتونکې ځواب وویل او يوځل یی بیا ثابته کړه چی دځانونو اوککریو په قربانی سره به دخپلی خاوری او خپلواکۍ نه دفاع کوواو دا شهید پروره ملت هیڅ وخت د پردیو زور ته نه دی تسلیم شوي. همدا راز تر خپلواکی ګټلو د خپلواکی ساتنه مهمه ده پدی خاطر چی سیاست پوهان او ټولنپوهان  دی پایلی ته رسیدلی چی : ( تر څو یوه ټولنه په مکمل ډول اقتصادي ازادی ونه لری ، دسیاسی ازادی څښتنان کیدلای نشی.)

مونږعزتمند : جمهور ریس ښاغلی ډاکتر محمد اشرف غنی ته ،ټولو هیوادوالو . دهیواد ملی قهرمانو اومیړانیو ځواکونو ته او په هیواد کی میشتو ورونو فومونو اوولسونو ته د99 کلیزی، دخپلواکی اوازادی د ملی ورځی په ویاړ مبارکی وړاندی کوم همدارنګه دملی یووالی حکومت دمشرانو ، میشتوورونو قومونو ، سیاسی ګوندونو، دمدنی ټولنو فغالینو ، مخوروقومی او ملی شخصیتونونه غوښتنه کوم چی په یووالی او ورورولی  سره په یو اتفاق دغه پرتمینه ورځ په شانداره او ملی احساساتو سره  ولمانځی  او دهیواد ټولو رسنیزو او تلویزیونی شبکو څخه  غوښتنه کوو چی دغه نیکمرغه ورځ په شاندارو پروګرامونو او ملی جذباتوسره ولمانځی ترڅو د هیواد او زمونږ دخپلواکی اوازادی دښمنانو ته یوځل بیا ثابته کړو چی افغانان خپلواک ،ازاد امن دوست او امن پسند خللک دی . ۲۸ داسد ورځ د ملت د میړانې او غیرت د سمبول په توګه د افغانستان د خلکو په زړونو او راتلونکو نسلونو ته درنه او تلپاتې ده، د هغو اتلانو، غازیانو او ټولو هغو کسانو یاد او خاطره چې په یو نه یو ډول د هیواد د خپلواکۍ په ګټلو کې یې برخه درلوده نمانځو. هیله ده د افغانستان د خپلواکۍ ګټلو په نهضت کې نغښتي ارزښتونه تل زموږ په هیواد کې د سولي، ثبات، سوکالۍ او اتحاد د ټینګښت له پاره د الهام یوه سرچینه شي.

نو د دې سترې او نیکمرغې ورځې په مناسبت یو ځل بیا ټولو ته دزړه له تله مبارکی وړاندی کوم او نیکمرغی موغواړم.

تل دی وی آ زادی او خپلواکي         د یوموټي ،سرلوړی او سمسوره افغانستان په هیله

اخذونه:

ټاند وبپاڼه

لومړیتوب ویبپاڼه

ویکی پیډیا