په شمال کې ګډوډۍ ته څوک لمن وهي؟

داسې ښکاري چې یو شمېرطالبانو سره د افغان دولت د سولې او د جګړې د پای ته رسېدو خبرې چې په وروستیو کې يي نوې بڼه او تمه پیداکړې، شمالټلواله وارخطاکړې او غواړې دا ځل بیا د روغې جوړې او سولې بهیر، په نويیمه لسیزه کې د ډوکټور نجیب الله او ملګرو ملتو د سولې پلان پشان، سبوتاژ کړي.

هغه مهال هم ټلوالې د هېواد شمال کې بغاوت پیل کړ، د مرکزي حکومت د سولې او روغې جوړې پلان يي شڼد کړ او هېواد يي داسې لوی ناورین ته ټېل واهه چې په بېلا بېلو بڼو تر ننه ادامه لري!

بېځایه نه ده چې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمدعالم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار د وژنې د لومړي تلین په مراسمو کې چې کابل کې ترسره شول، د اسلامي جمعیت مرستیال او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود ویلي ول« دا اوس چې په شمال کې زیاتره ډلې جګړه کوي، په جمعیت پورې تړلې دي. هغه ډلې چې په فاریاب یا جوزجان کې جګړه کوي یا په جمعیت او یا هم په جنبش پورې تړلي دي، BBC»

امریکا غږ سره په دې تړاو، ضیا مسعود دا هم زیاته کړې وه«که تنها طالبان عامل بر هم زدن امنیت و ثبات در افغانستان نبوده، بلکه به گفتۀ وی، بیشتر گروه های مسلح مخالف دولت در فاریاب و جوزجان، اعضای وابسته به حزب جمعیت اسلامی یا جنبش اسلامی اند»

د ضیا مسعود خبرې هغه مهال سرسري وګڼل شوې او زیات ارزښت ورنه کړل شو، خو په شمال کې د پېښو وروستۍ پرمختیاوې ښۍ چې اسلامي جمعیت نه یوازې خپله د مرکزي حکومت، اساسي قانون او نظم په وړاندې جنګیږي، بلکې د دوستم اسلامي جنبش او د محقق په سرخېلۍ یو شمېرهزاره هم لمسوي او د دولت په وړاندې يي وسلوالو شخړو او جګړو ته هڅوي!

جمعیتیان نه یوازې د مرکزي حکومت په وړاندې چې د حکومت غوړه برخه هم دوی جوړوي، د پرلپسې چلوټو مسولیت پرغاړه لري، بلکې د یو شمېر ازبیکانو او هزاره وو د لمسون ګنا هم د دوی ترغاړې ده.

که په ۱۹۹۲ کال کې اسلامي جمعیت او نظارشورا د احمدشا مسعود په سرخېلۍ د جبل السراج په تړون کې، پورته یادې ډلې د هغه مهال مرکزي حکومت په وړاندې بغاوت ته ولمسولې؛ نن مهال د اسلامي جمعیت اجراییوي مشرعطامحمد نور او مرستیال يي ضیا مسعود، د محقق او دوستم سره په ګډه د ترکيي په انقره کې ورته دنده لوبوي.

۲۶ کاله وروسته، زاړه لوبغاړي تقریبآ په زړه او ورته سناریو د مرکزي دولت په وړاندې بیا بغاوت ته لمن وهي او وسلې ته لاس اچوي.

دا ځل په فاریاب کې د دوستم ځانګړی استازی نظام الدین قیصاري، د ۱۹۹۲ کال د بغاوت د پیلګړي جنرال مومن په دریځ کې لوبول کیږي او تر شا يي همغه زاړه کفنکشان او سړیخواره ولاړ دي!

د جولای په درېیمه د افغانستان د ملي نجات په نوم ټلوالې چې په سر کې يي عطا محمد نور، رشید دوستم، محمد محقق، صلاح الدین رباني او احمدضیا مسعود ځای لري اعلامیه خپره کړې؛ هغې کې ویل کیږي چې د مرکزی حکومت لخوا د قیصاري نېونه (چې شمال کې نوموتي ډاکو دی)، دوی ته د منلو وړ نه ده. دوی همدارنګه حکومت ته ګواښ کړې چې نوموړی ازاد کړي، ګني دوی به په ټولو ولايتونو کې پراخه لاريونونه وکړي او ګډوډي به رامنځته شي. قیصاري څه مهال وړاندې په یوې ویډیو کې د فاریاب والي، امنیه قوماندان او ځینو نورو چارواکو ته خبر داری ورکړی وو چې که جمعه بازار سقوط شي او کسان یې طالبان محاصره کړي، نو دی به ټول چارواکي ووژني. نوموړي همداراز ولسمشر محمد اشرف غني ته خاین هم ویلي وو او تر دې وړاندې يي د خپلې مېرمنې او اوښي په وژلو هم تورن شوی.

امنیتي چارواکي وايي« قیصاري وړاندې هم غیر قانوني کړنې کړې، خلک یې ځورولي او یوه میاشت وړاندې یې د فاریاب نظامي مسوولان په مرګ ګواښلي وو.

همداراز ویل کیږي قیصاري سلګونه ناقانونه وسله وال لري او وړاندې يې هم څو ځله دولت د نیولو هوډ کړی وو، خو بریالی شوی نه وو،BBC»

د نجات ټلوالې د اعلامیې سربېره، دوستم په یوه جلا خبرپاڼه کې هم خبرداری ورکړی وو چې د قیصاري په نیونې سره به شمال کې نارضایتي ډېره او د ټاکنو په ګډون به د دولت ټول پروګرامونه د ننګونو سره مخ شي چې پړه به یې بیا د خبرپاڼې په وینا د همدې کړکېچ زېږوونکو پرغاړه وي.

اوس پوښتنه دا ده، داسې لنډه غر چې د حکومت لخوا د قانوني پوښتنې او ګرویګنې لاندې نېول کیږي، له هغه څخه په ملاتړ کې ولې یوه ټلواله چې ځان د «افغانستان د ملي نجات جبهه» هم بولي، دریږي او حکومت ته ګواښ کوي چې که نوموړی تر پوښتنې ګرویګنې مخکې خوشې نه شي، دوی ته د منلو وړ نه ده او ګډوډي به رامنځته شي! او یا دا چې دوستم ګوتڅنډنه کوي چې د یوه کس (قیصاری) په نېونه او له هغه څخه په ګرویګنه به د ټولټاکنو په ګډون د دولت ټول پروګرامونه د ننګونو سره مخامخ شي.

په عمل کې د ټلوالې همدغې اعلامیې او د دوستم څرګندونو د قیصاری ملاتړو لنډه غرو ته لار اواره کړه چې نن د جولای په څلورمه، د فریاب ولایتي ودانۍ ته ننوځي، ودانۍ يي وسوځوي او هلته ټوله شتمني او اسناد چورکړي!

اوس د افغانستان ملي نجات په نوم ټلواله او رشید دوستم، د روانې ګډوډۍ له پایلو ځان نه شي ژغورلای او د قیصاري تر څنګ  دوی هم د ګډوډۍ او بغاوت دروند مسولیت پرغاړه لري.

د تاند بریښناپاڼې د خبر له مخې په ورته بله پېښه کې، افغان کمانډو ځواک د هېواد په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې یو مشهور لوټمار، نادرشاه، ونیو او لاس تړلی یې کابل ته راوست.

ویل کیږي چې ښاغلی نادرشاه په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو د استازې، مېرمن فوزیې کوفي، ورور دی چې د لاجوردو او زمردو په ناقانونه کیندنو او قاچاق تورن دی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي ډاکتر رمضان بشردوست هم په خپله فیسبوک پاڼه د کمانډو ځواک له خوا د نادرشاه نیول تایید کړي دي.

ښاغلي بشردوست لیکلي، «زړورو کمانډویانو د بدخشان د لاجوردو او زمردو د قاچاقچي لاسونه ولچک کړل او کابل ته یې را انتقال کړ. نادرشاه په ولسي جرګه کې د بدخشان د وکیلې فوزیه کوفي ورور وو.»

دلته به هم شمالټلواله سبا ته لاریون راباسي او د نوموړي لنډه غر د خلاصون غوښتنه به کوي او که نه د بدخشان ولایت ودانیو ته به اور اچوي!

د شمال روانو پېښو، د شمالټلوالې دا ادعا چې له کلونو راهیسې يي کوله او هغه دا چې ګوندې مرکزي حکومت شمال نااراموي، سرچپه وښوده. خپله شمالټلواله شمال نااراموي او پړه يي پر مرکز ور اچوي.

د هېواد د شمالي ولایتونو په پرتله، په سویل او پښتنو سیمو کې د طالبانو په لاس زیاته مرګ ژوبله هم ښۍ چې شمالټلواله د ISI  سره په پوهاوي کې یو شمېر طالبانو سره په ګډه داسې توطیه پرمخ وړي. که نه څه مانا لري، طالبان چې د شمالټلوالې په ادعا پښتانه دي، خو بیا هم زیاته د پښتنو سیمه ویجاړوي او ډیری پښتانه وژني، په داسې حال کې چې شمال په نسبي توګه د طالبانو له ناسوره خوندي دي. دلته هم شمالټلواله تر بوسو لاندې اوبه تېروي او له هغه پټ اېتلاف څخه چې د پښتون قوم او پښتنو سیمې د ویجاړۍ لپاره يي د ISI او یو شمېر طالبانو سره کړی، ځان بېخبره نیسي او برعکس دلته هم مرکزي حکومت د ISI او خپلو ملګرو طالبانو سره په ملاتړ او مرسته تورنوي.

په پښتنو سیمه کې د یو شمېرطالبانو په لاس د جګړې وروستی شدت د ISI، شمالټلوالی او یو شمېر طالبانو ترمنځ د کوم سیاسي پروتوکول شتون څرګندوي!

په کندز ولایت کې هم کله کله د جګړې شدت د داسې ایتلاف په شتون دلالت کوي.

که څه هم له بده مرغه ۲۶ کاله وروسته په شمال کې افغانان بیا د یو څو لنډه غرو په لاس د ورته برخلیک سره مخ کیږي، خو لنډه غر باید وپوهیږي چې اوس هغه مهال نه دی، وخت او حالات بدل دي. که هر ډاکو او لوټمار وغواړي د افغانانو امنیت او شمتني د هېواد په هر ګوټ کې وګواښي، د نظام الدین قیصری او نادرشاه کوفي په برخلیک به اخته شي!

د ۲۰۱۸ کال د جولای ۴ مه

سرلوڅ مرادزی

اعلامېه

 

دافغانستان د ملي پرمختگ  گوند دارلانشا:

نېټه ۱۳۹۷دچنگاښ ۱۱

درنو هېوادوالو دافغانستان د ملي پر مختگ گوند په هېواد کې داساسي قانون د منل شوو موادو په نظر کي دخپل گوند ټولی مرامي موخې تنظيم اود عملي کولو له پاره د خپلو ولسونو ديوالي ، سوکالی او تل پاته سولی په خاطر مبارزه کوي .

زمور گوند په ټول توان سره دافغان ولس د يوالي ، ملت جوړوني د قانون حاکميت د ورونو ميليتونو د برابرو حقونو ور کول غواړي ،هغه ميليتونه چی په گران هېواد افغانستان کې ژوند کوي برابر حق لري د هر ډول ژبني، مذهبي، قومي تغصب پر وړاندې خپل کلک دريځ اود مخالفت غږ پورته کوي.

 په دی وروستيو ۱۷ کلنو کې د پردي پاللو، قوم گرايي ، ژبپالنو ،  د پدرام خراساني پالوو گنگوسي څرگنديږې د واحد نه ماتيدونکي هيواد افغانستان د ويشلو خوبونه ويني دافغانستان د ملي پر مختگ گوند دا ډول څرگندونې په کلکو ټکو غندي د واحد، قوي ځواکمن،  ازاد افغانستان غوښتونکي دي، اوددی وېاړلي هېواد هر ډول کورني او بهرني دښمن ته د خپلو ولسونو په مټ دا سې خوله ماتونکې گذار ورکول غواړي چی د پرديو غلامانو تا لي څټو،  راتلونکو نسلونو ته يوه تاريخي تجربه وي.

 عبدالحی مالک دافغانستان د ملي پرمختگ گوند ريس

 

اعلاميه

 

نېټه ۱۳۹۷ل کال د چنگاښ ۴

دافغانستان د ملي پرمختگ گوند دارلانشا په گران هېواد افغانستان کې د هلمندي ځوانانو د سولې حرکت  څخه په کلکو ټکو خپل عام تام ملاتړ کوي ، د هلمند دسولۍ کاروان   چی د روژی په مبارکه مېاشت کې پېل شو پوره ۷۰۰ کيلو متره پلې منزل وکړ د سولی پېغام تر کابله  په پوره اتلولی  سرته ورساوه .دسولی دکاروان  موخه په گران هېواد کې د ۴۰ کلن جنگ جگړو ختم د بين الافغاني  مرکو جرگو پېل د بهرنيو د لاسوهنو عبدالحی مالک دافغانستان دملي پرمختگ گوند ريسمخنيوی د ملگرو ملتونو د جدي مرستی غوښتنه د ټول ملت ملاتړ دی، زموږ سياسي ملي گوند چی د دی کاروان ټينگ ملاتړی گوند دی په ټول ځواک دسولی د کاروان ملاتړ کوي. د ټول باشاهامته ولسونو څخه غؤښتنه کوي چی دسولی د کاروان ملاتړ ته راودانگي د افغانستان د ملي پر مختگ گوند د دولتي چارواکو ،سياسي گوندونو اود مخاليفينو څخه غوښتنه کوي چی د جنگ جگړو پر ځای د هيواد ولسونو  په ملتېا د سولی پر لارو چارو غور و کړي .

عبدالحی مالک د گوند ريس

اعلاميه

 

 

حزب ملی ترقی افغانستان

۴ سرطان ۱۳۹۷

کابل – افغانستان

دارالانشای حزب ملی ترقی افغانستان تلاشهای صلحجويانه داخل کشور عزيز مان افغانستان و مساعی کشورهای منطقه در جهت تأمين صلح را مثبت ارزيابی نموده و حمايت قاطع خويش را اعلام ميدارد .

بخصوص حرکت صلح طلبانه جوانان هلمند که صدها کيلومتر فاصله را پیاده طی نمود و راهپیمايی های پیام آوران صلح مهاجرين افغان از آنسوی خط فرضی و جوانان صلح طلب کنر که ميخواهند يکجا با جنبش صلح جوانان هلمند، بر حکومت وحدت ملی و عده ای از نمايندگی های ديپلوماتيک کشورهای خارجی فشار وارد نمايند ، تا مخالفين مسلح دولت (طالبان) را به صلح ترغيب نمايند ، يک انکشاف مثبت ميپندارد.

دارالانشاي حزب باور دارد که در نتيجه اينگونه تلاشها لبه آتش جنگهای ۴۰ ساله در کشور فروکش خواهد کرد و مذاکرات بين الافغانی را تشويق خواهد نمود ، بستر مداخلات خارجی برچيده خواهد شد ، نقش و جايگاه ملل متحد را در حل معضله افغانستان بالا خواهد برد .

حزب ملی ترقی افغانستان ضمن اعلان حمايت و پشتيبانی از حرکت صلح طلبانه جوانان هلمند و جريانهای صلح خواهانه ممد آن ، تلاشهای صلح جويانه ازين قبيل را به ديده قدر نگريسته ، همه احزاب سياسی ، نهادهای مدنی ، جوامع فرهنگی و مردم صلح خواه کشور را فرا ميخواند ، تا با تمام امکانات از حرکت آغاز شده صلح حمايت نمايند و هيچگونه تلاش و مساعی عملی خويش را در جهت تحقق اهداف صلح جويانه اين حرکت دريغ نه نمايند ، تا صلح پايدار به مردم و کشور ما بازگردد . با عرض حرمت

عدالحی مالک

رئیس حزب ملی ترقی افغانستان

دسولی کاروان :

د

دسياست کونکو، سياسي گوندونو د توجو وړ ټول افغان ولس پوره پوره خبردي چی د هلمند اتلانو ۷۰۰ کليومتره منزل د روژی په مبارکه مياشت کې په پښو تر پلازمېني کابله سرته  ورساوه :

m agha (2)پوښتنه ؟ دا ولسونو د کومې موخې له پاره دا لوی منزل پلان کړ ؟

ددی اتلانو سره په لار کې پراته ولسونو ددی ستر هدف د پېلی کولو ملاتړ وکړ؟

بی له شکه دا هدف پوره انساني، ملي وطني دی  نو په لار کې پرتو خلکو ددوی هرکلی وکړ حتی د غزني ولايت نجونو په ترانو ددوی د کاروان بدرگه سرته ورسوله.رنو دوستانو داسی بېلگې په نړې کې هم سرته رسيدلي د چين په ولسي جمهوريت کې چی ديکتاتور رژيم په واکې وو هم دا ډول لاريون شوی چی په انقلاب بدل شو ،په اروپايي هېوادو کې دا ډول بېلگې شته چی مثبتی پاېلی در لودی .

 زموږ په گران هېواد کې چی   د شاهي  رژيم واکمني وه د شبرغان د گازو ،نفتو  تفاحوساتو کار گرانو ، د ننگر هار د ناوی پراختېا کارگرانو تر کابله د روا او صنفي غوښتنو له پاره لاريون وکړ خو په تاسف چی دوخت رژيم د لاريون مشران وځپل زنداني کړل.

 دا دسولی کاروان موخه د ټول ولس او سياسي ملي مترقي گوندونو ملاتړ ته اړتېا لري دا ځکه چی ۴۰ کاله اوږدې جگړی نور ولسونه دی ته اړ باسلي چی د جنگ په ټولو اړ خونو غږ کړې چی جگړه ودروي سوله غوره کړي د پرديو لاس وهنه بنده شي بين الافغاني خبری پېل او جنگ ته د پای ټکې کېښودل شي. اوس چی دسولی کاروان تر کابله رارسيدلی ټول ولسونه، سياسي گوندونه بايد له خوبه را ويښ اوددوی ملاتړ وکړي .

 درنو دوستانو د قلم او خبرو شننونکو څخه  په درنښت هېله کوم چی که غواړی سوله راشي ټول ولس ارام شي وطن ښېرازی خواته گامونه واخلي همدا گز او همدا ميدان .

 محمد اقا کوچی