working4
29.5.2018
ــــ حل سياسي بدلون نه، حل فرهنگي بدلون دی.
ــــ دلته دواړه انسان او سياست د فرهنگ په يرغمل بدل شوي دي.
ــــ دا د انسان تر ټولو لويه ټولنيزه او رواني ستونزه دی چي په کار يي عقل او په ژوند يي خرافات واکمن وي.
ـــــ دلته بايد د ژوند کولو لاره او د فکر کولو لوری بدل شي. ژوند عقلي او فکر خپلواک شي.
اعتراف بايد وکړو چي د ژغورولو لاره څومره سخته، څومره اوږده او څومره پيچيلي او څومره قرباني غواړي. د موږ هڅي همیشه دا وي او اوس هم همدا دی، که سیاست، حکومتونه، دولتونه، سياسي سیستمونه بدل شي هر څه بدل او هر څه به سم شي. خو په عمل کي هر څه د سميدو په ځای خراب او ړنگ شول.
سياسي بدلونونو، يو په بل پسي د حکومتونو او دولتونو ړنگولو او جوړولو ستونزه حل نکړه. نه يوازي د دولتونو او حکومتونو ړنگيدلو، بلکي دلته سياسي سيستمونه له بيخه ويجاړولو اوبيا جوړشولو سره سره ستونزي په ځای پاتي دی او د وروستيو څلور لسيزو سياسي بدلونونه، تجربي او ژوند موږ ته بيخي بل ډول درسونه راکوي، کوم چی نه يوازي د گوندونو، ډلو، تنظيمونو په ناکامي، نه يوازي يو په بل پسي د رهبرانو په ناکامي او سرونو وخوړلو، بلکي د سياستونو، تگ لارو، ايديولوژيگانو او د فکرونو په ناکامي هم حکم ورکوي.
موږ پوهيږو او تجربو و ښودله چي د واکمنو او حکومت بدلول څومره اسانه کار دی. شاهي په اساني ړنگه شوه، جمهوریت بی له مقاومته ولويد، يو گوندی واکمنی دړي وړي شوه او د يوي بي طبقاتو ټولني د ايجاد تفکر ناکام شو. مجاهيدنو دولت ړنگ کړ او يوه سراسري انارشي يي واکمنه کړه هر چا او هری شی مصونيت له لاسه ورکړ. خلک مجبور شول پرونیو جوړښتونو او له دي جملی قوم ته په شا ور وگرزي او دي حالت په ډارونکي توگه ټولنه وويشله او هغه خلک چي په پيړيو پيړيو د يو بل تر څنگ په سوله او همکاري کي ژوند کاوه په ناڅاپي توگه د يوه او بل په دوښمنانو بدل شول او د قوم په نوم د يو او بل په وړاندي ودريدل او بي ساري جنايتونه تر سره شول. د طالبانو اسلامي واکمني هم ړنگه شوه او د يوه مدرن دولت او ملت جوړولو کار پيل شو، خو تر اوسه نه مدرن دولت شته دی او نه ملت جوړ شوی.
تاريخ او په ځانگړي توگه د وروستيو لسيزو سياسي تاريخ موږ ته دا درس راکوي چي ددي واکمن او هغه مستبد، ددی حکومت او دولت ړنگول د ستونزو د حل لاره نه دی. دلته يو په بل پسي مستبد مات شو يو په بل پسي ظالمان ولاړل، خو هم استبداد او هم ظلم هماغه شان او کله کله له پرون هم بد او په وژونکي توگه ادامه لري. واقعيت دادی چي دلته له هر سياسي بدلون وروسته نوی ظلم او نوی استبداد واکمن شوی. همدارنگه د واکمنو، حکومتونو او دولتونو په بدليدو سره نه امنيت او نه هم عدالت تامين شو. په دي برسيره دلته روسان راغلل او غوښتل يي موږ هم د دويَ په شان شو ور پسي ناتو راغله او غوښتل يي په افغانستان کي دموکراسي جوړه کړي، خو په عمل کي نه موږ د روسانو په شان شو او نه دموکراسي جوړه شوه.
پرون د مارکسيزم هدف د مادي اړيکو او د توليد د وسيلو بدلون وو او اميد يي درلود چي د دی کار په کولو سره به فکرونه او چلندونه هم بدل او هرڅه به سم شي. په افغانستان اقتصادی اړيکي بدلې شوي او دلته ډير پخوا د اوښ ځای موِټر ونيو، د غوایی ځای تراکتور ته وسپارل شو. په اشپزخانه کي هم د ديگدان ځای داش نيولی. خونه هم د چراغ په ځای په برق روښانه کيږی. فابريکي جوړي شوي. تعميرونه او لاري عصري شوي په کلی کي هم خلک د چيغي د ډول ځای د تيليفون پوسيله خبريږي… خو فرهنگ، دودونه، رواجونه او تفکر هماغه د پرون په شان ادامه لري. هغه انسان چي پرون يي د اوښ مار نيولی وونن د موټر جلوه ته ناست دی، هغه انسان چي د غوایی له شا را پورته شوی او اوس تراکتور چلوی او هغه چي په فابريکه کي توليد کوي هماغه د پرون په شان فکر او هماغه د پرون په شان چلند لري. نه يي چلند بدل شوی او نه يي په فکرونو کي بدلون ليدل کيږي. نور بيا
د هليمند باتور ولسونو د مياشتو راهيسې د پرلټ خونۍ ودرولی د ټولو خواوو يې د سولی کول وغوښتل دا پرلت خونۍ په ټول هېواد کې له ملاتړ نه برخوداره شوی چی په زيات شمېر ولاياتو کې افغان سوله خوښونکو ميندو خويدې پرلت خونو ته ولاړی هلته تر زيات وخت د سولی له پاره لوږه تنده وزغمله اوس دا دسولی بريالی کاروان له هلمنده تر کابله په پښو سفر کوي د پښو تڼاکې وږي تږي په سونو کيلو مرته مصافه ووه هله نن تر غزني ولايت راورسيدل په لار کې نور په سلگونو ولسونو يې ملاتړ وکړ اوددوی سره ملگري شول دادی اوس به ژر پلازمېنې کابل ته راورسيږي خو په تاسف يو شميږ سياسي گوندونه ، چارواکي د ولس استازي چپ ناست ننداری کوي په کار خو داده چی ټول هغه گوندونه چی ځانونه د ملت رښتني واريثان بولي اود سولی د تامين له پاره شعار ورکوي ددی کاروان سره مل شي اود ټول ولس زور د الله زوردی که ولسونه او سياسيون په يوه ملي اواز ددوی ملاتړ وکړي سوله راځي ملي يوالی او ملت جوړيږي د بی ځايه وژنو مخه نيول کيږي په دی روژه په خوله په سونو کليو متر سفر کې کوم باتور او کوم مبارز ددی کاروان ملاتړي ؟ دا کاروان ساده نه دی دا کاروان به د تاريخ زرينه پاڼه وليکي دا به برياته ورسېږي انشالله
محمد اقا کوچی
27.5.2018
هوښیار اوسئ، چې په دغه وخت کې له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو ( فاټا) بېړنی ورګډون تصادفي او یا هم د زړه سوي کار نه دی. د دې پرېکړې ترشا ځانګړې اجنداوې شته، چې وروسته ورته اشاره کیږي، خو تر دې وړاندې باید ټینګار وکړم، چې د قبایلي اېجنسیو د اوسېدونکیو روان حقوقي – سیاسي وضعیت د زغملو وړ نه دی. زاړه او وراسته قوانین، وروسته پاتې وضعیت او د انساني ژوند تر ټولو بد شرایط یې باید او خامخا بدل شي.
خو پر دغه حساس و تاریخي مهال، په داسې بېړه، دا بدلون څه نورې کیسې له ځانه سره لري:
۱– ترهرڅه وړاندې د پښتون ژغورنې د پیاوړي او تاریخي خوځښت وېشل او ترمنځ یې اختلافات جوړول.
۲ـ د سیمې د استخباراتو او نړیوال ښکېلاک له لوري د افغانانو له روانې ټولوژنې (Genocide) څخه پام په بله اړول،
۳ـ د پښتنو ملتپالو ګوندونو ترمنځ د شخړو او اختلافاتو لویول او ان ټکرونو ته لاره هوارول،
۴ـ د افغان ملي بنسټونو په وړاندې د ولس راپارول،
۵ ـ د خپلواکو قبایلي سیمو پوځي کول او تر بشپړو نظامي شرایطو لاندې هلته د نړیوالو ترهګرو ډلو ځای پرځای کول.
دې ته ورته ګڼ نور اهداف هم شته، چې پریوه غشي د څو مرغیو ښکار ته لارهواروي او د انګریزي ښکېلاک ( بېل یې کړه، اېل یې کړه) سیاست یوځل بیا تداعي کوي.
سپارښتنې :
۱– پر دې مسئله د نظر اختلافات او د سیاسي لیدلوري توپیر، یوازې په سیاسي خبرو اترو او منطق وڅېړئ، وشنئ او د نظر توپیر دوښمنۍ ته مه باسئ.
۲– د پښتون ژغورنې پیاوړی ولسي لښکر له منځ څخه پاشل کېدو ته مه پریږدئ او له دې استخباراتي چل ول څخه یې بېل وساتئ، ویې ژغورئ !
۳ـ تاریخي څېرې او د پښتون ملتپال بهیر مشران مه کنځئ، په دې کې هغوی هېڅ ملامت نه دي؛ پاچاخان، خان شهید او نور شخصیتونه وو، واکمن اوس د تاریخ ځلنده څېرې دي، د دوی سپکاوی هېڅ ستونزه نه شي هوارولای .
۴ـ د پښتنو مسئله تر دې اداري بدلونونو ډېره لویه ده، چې تر دې پراخ ملي شعور او سترې تاریخي پرېکړې یې حل لارې دي. پښتانه باید خپلې تاریخي جغرافیې ته ځان ورسوي او هغه له بنسټه د لوی افغانستان پیوستون دی.
۵– د پښتنو لپاره لومړیتوب باید د روان قتل عام په وړاندې په یوه غږ پاڅون وي، موږ باید ژوندي پاتې شو. خپلواکي او واکمني ژوندیو ولسونو ته بویه، نه مړوته.
لنډه یې دا، چې که دا ځل د پښتون په وړاندې د ( بېل یې کړه، اېل یې کړه !) دسیسه ناکامه شوه، نو بیا یې هیڅکله او هیڅوک په سیمه او نړۍ کې د یوه ستر قومي زبرځواک جوړېدو څخه نه شي راګرځولای.
د ملي گوند د اجرايه بيرو غونډه
ونډه: دا غونډه نن سهار پر لسو بجو د ملگري خانجان الکوزي په کاري دفتر کې دايره شوه. د غونډې گډونکوملگري هريو ملگري عبدالحی مالک، ملگري عبدالرشيد ارين، محمداقا کوچی، ملگری ماما رسول، ملگری سيد محمد ټينگار، ملگری عبدالصمد عزيزي، ملگری محمداصف جهيش،استاد ملگری مهراب، ملگری موج، ملگری وفادار، ملگری جانان مير خيل،ملگریۍ انجنر خروټی، ملگرۍ سمين څېړی،ملگری خانجان الکوزی،ټول ۱۴ تنه وه. اجندا : د ملي گوند د بهرنيو گوندي سازمانونو د پالټاک په غونډو کې د مالک او ارين صاحبانو گډون اود گوندي يوالي او موجوده ستنوزو د حل په هکله د ملگري شاه سلطان عاکيفي د گوند ددارلانشاغړي اود ملگري داکتر شيرحسن د گوند مرکزي شورا د غړي طرحه اود تدبيرونو پلان چی د ملگري نوروهاب څپاند او نورو لخوا ملگرو وړاند وينه اود مالک او ارين صاحبانو د موافقی له مخی جوړ شوی وو او په پلان کې د ملي گوند د ملگرو د موجوده ستونزو د حل له پاره د مرکزي شورا د غړو پلينوم رابلل وه اودا پوښتنه وړاندی کيدله چی اول د خلکو د گوند سره يوالی کوو په کومو شراېطو ؟ کنه دويم د ملي ترقي وطن گوند سره ناسته دا ځکه چی موږ له دوی سره کنگری در لوده او يوالی مو کړی وو. دريم د ورونو گوندونو سره د يوالي په هکله؟ د غونډې مشرتوب ملگري خانجان الکوزي ته وسپارل شو لومړی رپوټ مالک صاحب ورکړ بيا په نوبت ملگري ټينگار، ملگري عزيزي، ملگری مهراب، محمداقا کوچی ، وفادار، ميرخيل ارين صاحب خبری وکړی، درنو قدر مندو ملگرو ټولو ټينگار داوو چی د ملي گوند په خپلو مينځي ستونزو اود هغی پر حل ټينگار کاوه خود هر يوه فکر ذکرجلا وو . د ملگرو هريو ټينگار، مهراب ، عزيزي او ارين صاحب ويل چی د ملي گوند ټولی غونډې يا ناستی که په هر نوم چی يوازی د ملي گوند د ملگرو ي دا غېری قانوني دي د ټينگار صاحب ارين صاحب ټينگار پر دی را څرخيدو چی که موږ پلينوم رابلو بايد دترقي وطن کسان هم وي دا نورو ۹ تنو استدلال کاوه چی موږ اول خپل مينځي ستونزی حلوو بيا د ترقي وطن سره ناسته کوو ولی ددي ټينگار همدا وو بيا خانجان وړانديز وکړ چی د ملي گوند د ټولو ملگرو بايد نظر وپښتل شي ددی له پاره هم د فاصلی ليروالی ، امنيتي شرایط لازم ونه بلل شوه وويل شو چی د بهرنيو ملگرو او دا خل کې ملگرو په دی اړوند ۹ ځله لوی وړی ناستی سرته رسولي وروستی ناسته چي سپين زر هوټل کې چی شميری تر ۸۰ تنو رسيدو د گوند دارلانشا ،بيرو ، مرکزي شورا او گوندي کادرونو په گډون ناسته او پرېکړليک وه ولی ټينگار او مهراب دا ناسته غېری قانوني بلله سره له دی چی د غونډې ټولو گډون کونکو لاس ليکونه کړي. بل وړانديز وشو چی د مرکزي شورا غونډه چی دوی ټول ټاکل شوی استازي دی ژر راوبلل شي ځکه دا د بهرنيو ملگرو طرحه او پلان هم دی ولی دغو دری تنو مخالفت کاوه او ويلی چی د ملي گوند ناسته دترقي وطن په غېر قانوني نه ده . بل وډړانديز وشو ټينگار اوارين لخوا وشو چی که نه ماده يز وړانديزونه په دوه مياشتو کې ومنل شي د خلکو له گوند سره ځی ؟ ملگرو زيات بحثونه درلودل اکثريتو ويل چی د ترقي وطن خلک د خلکو د گوند سره همغږي او پلو دی موږ بايد يوازی د ملي گوند پلينوم را بلو ولی دری تنو مخالفت کاوه دانورو ټولو موافق وو بله مهمه خبره چی ما درک کړه دا وه چی سم دم دوه نظره وه ۹ تنو د ملي گوند اود خلکو د گوند سره نه تگ تاييد ولو اودری تنه د خلکو دگوند سره ددوام غوښتنه در لوده د بيرو د ملگرو تر مينځ د ملگرتوب د فضا روحیه کمرنگه برېښده غونډه د اوږد بحث وروسته بی پاېلی ختم اعلان شوه .نوری لاری چاری او فشارونه بايد بهرني سازمانونه گړندي کړي کنه ۱۵ کلنه خواري په اوبو لاهو کيږي .
محمداقا کوچی د گوند دبيرو غړی
2018-05-21