د وطن د ترقی ملی ګوند اعلاميه

کابل—افغانستان

د ۱۳۹۷ کال د غوايي۱۷  نيټه

د ګوندی يووالی بهير د غټو ستونزو او له هغې څخه د راوتلو پايلو په هکله :

ګران هيوادوال او د ګوند محترم غړی خبر دی چې د وطن د ترقی ملی ګوند او د افغانستان د خلکو د ګوند تر منځ د يووالی له پيل شوی بهير څخه شاوخوا دوه نيم کاله تيريږی .په دی موده کی ګوندي ګډ اسناد لکه تګلاره او کړنلاره ، ګوندی پاليسی ، د ګوندی سازمانونو د ادغام ميکانيزم ، يو شمېر مصوبې او يادداشتونه له زياتو بحثونو وروسته را منځته شول . د يادو شوو ګوندی اسنادو د پلی کيدو په برخه کی يو لړ ګامونه پورته شوی، خو د يو شمېر مهمو ګوندی دندو او فعاليتونو د اجراء په وړاندې د ځينو ګوندی مشرانو او کادرونو مقاومت او خنډ اچونې ددې لامل شوی چې د ګوندی يووالی بهير بشپړيدو ته پرې نږدی او په دې توګه د وطنپالونکی او دموکراتيک غورځنګ په چوکاټ کی د يوه آغيزمن واحد سياسی ګوند د تشکيل مخه ډب شوه . شايد مونږ هم په ځينو مواردو کې د ګوندی يووالی د بهير د بشپړتيا په برخه کی ناغيړی کړی وي ، خو د بهير د سالمی ودې له پاره ، زمونږ هلې ځلې او مقابل لورې ته زمونږ وړانديزونه او نظريات دا حقيقت په ډاګه کوی چې : مونږ خپلې دندی او مسؤليتونه په اړينه توګه درک کړی او د هغو پر بنسټ مو د بهير د بريا له پاره خپلې هڅې نه دی سپمولي .

په خواشينۍ سره بايد ووايو چې په هيواد کی د روانې خونړی غميزې سره سره سياسيون د خپلو محدودو ګروپي ګټو له چاپیرياله وتلای نه شی . عامه ګټې او لوړ ملی مصالح تر ننه د بد بينيو ، تعصب ، ځان غوښتنو ، ګروپ بازيو او له ګډ کار څخه د تيښتې له ګواښ سره مخ دي . له دې امله پر ځای بولو ، پر هغو ټکو رڼا واچوو چې د يووالی بهير يې ټکنۍ کړ :

– په داسی حال کې د کنګرې د دايريدو له پاره هلې ځلی کيږی ، خو تر دې دمه د ټولو ګوندی سازمانونو تر منځ د تشکيلاتی ادغام بهير لا نه دی بشپړ شوئ ، په ځينو ګوندی سازمانونو په ځانګړی توګه په بهرنيو هيوادونو کی د مقابل لوری ملګری مشترکو غونډو ته تر اوسه د تګ زړه نه کوي ، همدارنګه د ګوندی غړو لستونه لا هم نه دی تبادله شوی، ددې ګوندی سازمانونو غړی تر اوسه يو او بل نه سره پيژنی .

– دا او دې ته ورته نور عوامل ددې لامل شو، چې د ګونديانو تر منځ په ځانګړی توګه په ګوندی مقاماتو کی بې باوری را منځته شی .

– په ګوندی نشراتو، ليکنو او مقالو کی ګوندی پاليسيواو ګوندی لورليد ته درناوی نه کيږی . په دې توګه د ګوند ځينی غړی په لوی لاس د ګوند اعتبار ته زيان رسوي . د سرغړونو په هکله يادآوری په دی ځواب شی چې : « هغوی خو نازولی دی ، ياغی او باغی دی »

– د ګوندی غړو سره د يو شمېر ګوندی مسؤلينو ناوړه چلند ددې لامل شو چې يو شمېر ملګری مايوسه شی ، ځانونه ګوښه کړی او له مبارزې لاس واخلي .

– د تشکيلاتی ناوړه موخو له پاره د ځينوګوندی تشکيلاتی واحدونو ( لکه د کابل پوهنتون سازمان)ړنګول او له منځه وړل .

–  د کنګرې د تدارک کميټې د غړو د ټاکلو پر موکه په يو اړخيزه توګه د يوه اړخ له رئيس نه نيولی د مشرتابه تر نورو غړو پورې په جانبدارانه ټاکنو لجوجانه  ټينګار.

– د دموکراسی د ابتدائي اصولو پر خلاف د مرکزی شورا غړی بيله دی چې د ګوندی سازمانونو لخوا وټاکل شی کنګرې ته د استازیتوب نورمونونه د باندې د غير منتخبو استازو په توګه ليږل ،  کنګرې ته څه پيام د ځانه سره لرلای شی ؟

– د اساسنامی او يووالی د کنفرانس د پريکړو پر خلاف په مصلحتی او سازشی توګه د کنګری پر صلاحيتونو يرغل او د اصولو خلاف توافقاتو پر بنسټ، تر کنګری د مخه د ټولو ګوندی مقاماتوانتصابول څه مانا رسوي ؟

د ډيرکی کيدو ( اکثريت جوړونې ) له پاره په چټکی سره په اصطلاح د ګوندی سازمانونو جوړول او همدارنګه د هر ډول تشکيلاتي سابقې او منطق پرته د خيالی ارقامو وړاندې کول.

– د ځانګړو موخو د پاره پر داسی يوه ميکانيزم ټينګار چې صريحا د اساسنامی سره په ټکر کی دی او هغو کسانو ته، کنګرې ته لاره پرانيزی ، چې يواځې په ګوندی غونډه کې يې ګډون کړی وي ، د اساسنامی خلاف د ګوندی غړيتوب د نورو شرايطو له نظره غورځول .

– د کنګرې د تدارک د کميسيون د رئيس له خبرتيا او لاسليک پرته د کنګری د زمانی جدول خپرول .

– د ګوند په دارالانشاء کی د ستونزو له حل پرته د يو اړخيزه ټاکنو د هدايت صادرول .

د يادونې وړ ده چې نوموړی ستونزې له هغه وروسته پیل شوې ، کله چې د ملی متحد ګوند سره د يووالی بهير په ټپه ودريد . له دې سره جوخت يو شمېر لوړ پوړی ګوندی غړی ، د ټولو ګوندی اصولو او موازينو پر خلاف د اکثريت جوړونې په هڅه کی شول . ددې پر ځای چې د وحدت او يووالی د بهير د لا بشپړتيا له پاره ګوندی غړی وهڅوی ، د ځان غوښتنې او محدودو ګروپي ګټو له پاره يې په ناروا هڅو ، دروغژنو او خيالی سازمانونو او ارقامو په ارایه کولو ګوندی فضاء مکدره کړه . د ګوند دارالانشاء ، د جوړونکو او يو کوونکو ګوندی فعاليتونو پر ځای پوره يو کال دغو د ګوند ضد او يووالی ضد توطئو ته وقف کړ .

مونږ وياړ لرو چې د خلکو د ګوند سره د يووالی په ټول بهير کی د يوه دموکراتيک ګوند او يوې دموکراتيکې کنګرې د دايريدو زغرده پلويان پاتې شوی يو .

د دې تلاشونو تر څنګ مو د ستونزو د نورمال او دموکراتيک حل له پاره د ګوندی کادرونو ، د مرکزی شورا او اجرائیه شورا له غړو سره  مشورو ته مراجعه کړی ده . ددې مشورو پايله دا شوه چې د ستونزو د حل له پاره بايد يو نهه ماده ايزه  وړانديز  مقابل لوری ته وسپارل شی .

 خو په خواشينۍ سره چې دا جوړوونکی وړانديزونه هم د تير په شان نه يوازې بابيزه وګڼل شول ، بلکې يادو  تيروتنو نور هم زور واخيست او د وړانديزونو په وړاندې غبرګون هم منفی وو . رښتينۍ يووالی زمونږ برخليک دی . مونږ د يووالی تر نوم او عنوان لاندی نفاق او بيلتون ته هڅې نشو زغملای اوپریکړه کووچی سر له ننی نیټی دیووالی دروان  منحرف بهیر سره خپل پریکړوڼ اعلان کړو .

مونږ د ملی او دموکراتيکو ځواکونو د يووالی او پيوستون چاری ته خپله ژمنتيا په بيا او بيا اعلانوو ، اوخپلې جوړوونکی هڅې به د يوه آغيزمن ، پراخ سياسی او ټولنيز غورځنګ د را منځته کيدو له پاره جاری وساتو .                                                                                                                        په درنښت

ژوندی او بريالی دې وی د وطن د ترقی ملی ګوند

د وطن د ترقی ملی ګوند رئيس

عبدالحی مالک

دسويډن د  ترقي ملي  گوند گوند ي سازمان ملگري ددی اعلاميي څخه په کله ملاتړ اعلانوي اود ټولو ملي روښان اندو د يوالي له پاره خپلې هلې ځلې نه سپموي

سوله ؛ او افغان وژنه بس ده

14054008_1265022086844435_9147298485601575233_n
نوروهاب څپاند
په سیمه او نړی کې څرګندو کړیو له پیړیو را په دیخوا په مرموز او هم نیغه توګه د افغان وژنې کرغیړن پلانونه تر لاس لاندې نیولې . په ځینو برخو کې د افغانانو له خوا دا پلانونه شنډ او یو شمیر له دي پلانونو په خواشینی پلي شوي چې پښتنو او افغانانو ته یي ستر کړاونه په برخه کړي . زموږ خلکو او د هغوي منلې مشرانو زیار ایستلی تاریخې افغانستان ته سوله راولې ، خو د سولي او افغانانو وژونکو کړیو دافغان د ستر ملت په ارمانونو لوبې کړي او هڅه یي کړي افغاني تشخص ، د هغوي ژبي او په ټوله کې د هغوي اصیل فرهنګ او ثقافت له سیمې او نړی ورک کړي . په ځانګړي توګه په تیرو څو لسیزو کې د لوي افغانستان له بدنې د پاتې خاوري د ویشلو او د هغې د بچیانو تر منځ د نفاق تخم دشیندلو ډیري هڅې وشوي . چا د زیارکښانو د نړیوال پیوستون په پلمه او ځینو نورو د اسلامي نړیوالي وروری په نومونو په هېواد کې بهرنی لاسوهنې ته داسې زمینه برابره کړه چې اوس هم په افغانستان او پښتونخوا کې سوله او افغانان څنګ په څنګ وژل کیږي . د افغانانو د عمومي وروسته پاتیوالي تر څنګ په نړیوال فکټور کې پاکستان او ایران د هېواد د ورانولو ډیره ناځوانمردانه دنده پلي کوي . له دي ټولو افغان وژونکو هلو ځلو څخه موخه دا وه چې لر او بر افغانان بې روحیي شي ، په ژوند او افغانیت باور د لاسه ورکړي . له ویري خپل تشخص او فرهنګ هیر کړي ، د خپلو نیکونو د امپراتوریو نیشه یي له سره ووځې او په سیمه ایزو غلامانو بدل شي . خو دسیمې او نړی بدنیتو ته دا پته نه وه چې په دي فتادګئ کې به د لوي ګړنګ په څیر افغانان له لر او بر څخه د یویشتمې پیړی پاڅون پیل کړي او د سولي او افغان په وژلو به سیمه ایز اونړیوال پراخ غبرګون وښیي . بې له شکه چې یو سر تر سري پاڅون پیل شوي لر او بر افغانان ورته خوشاله دي . د دې پاڅون یوه ستره مشخصه داده چې د یو تپوس په توګه له نړیوالو پوښتې چې ولي افغان وژل کیږي او له هغه سوله اخستل کیږي او دونیا پري غوږ نه ږروي ؟ افغان ځوانان تښتول کیږي ، کورنیو ته یي بې عزتې اړول کیږي ، کور او مال یي لوټل کیږي او په پاي کې وژل کیږي ، ولي ؟ په زړه پوري دا چې افغان ځوانان او میرمنې د پیل شوي پاڅون د ملا تیر جوړوي . د پاڅونوالو لاره اسانه نه ده ، له پیچومو ډکه ده . کرغیړنې څرګندي کړئ د پاڅون د بدنامولو هڅې کوي او په مشرانو یي ناروا تورونه لګوي او سیمه ایزو استخباراتو ته د هغوي د فعالیت اړوند چغلي کوي . له دي کبله د پاڅونوالو یو شمیر مشران او فعالان تریخ او خطرناک ژوند تیروي . په داسې شرایطو کې زموږ ټولو اخلاقې او وطنې دنده جوړیږي چې له ټولو ممکنو لارو د پاڅونوالو په ملاتړ کې ودریږو او دي ته اجازه ورنه کړو ، چې پاڅون په خپل تنکې عمر کې نامراده شي او په سیمه کې د سولي او افغان وژنې کمبله د تل له پاره ټوله شي .

شماره تازه ماهنامه حقیقت زمان

شماره تازه (شماره مسلسل ۶۱ و۶۲/شماره اول و دوم سال ششم نشراتی) ماهنامه حقیقت زمان ارگان نشراتی حزب ملی ترقی مردم افغانستان با داشتن مطالب ارزنده و آموزنده از چاپ برآمد.
علاقمندان میتوانند این نشریه وزین را در سراسرکشور از انتشارات بیهقی و نیز از دفاتر شوراهای حزبی حزب ملی ترقی مردم افغانستان به دست آورند.
همچنان فایل پی دی اف این شماره از لینک ذیل قابل دانلود میباشد:

شماره ۶۱و۶۲ماهنامه حقیقت زمان

1f

انتخابات وضرورت وحدت عمل و ایجاد جبههء واحد انتخاباتی نیروهای ملی و مترقی کشور

داکتر حبیب منگل حبیب_منگل

کمیسیون مستقل انتخابات سرانجام اعلام کرد که انتخابات ولسى جرگه و شوراهای ولسوالى کشور، ‍به تاریخ ۲۸ ماه میزان ۱۳۹۷برگزار میشود و برای بر گذاری انتخابات ریاست جمهوری که یک سال بعد برگزار میشود نیز اماده گی می گیرد . این درحالیست که.براساس قانون اساسی کشور انتخابات ولسی جرگه د ر ماه ثور ۱۳۹۴ کال باید برگزار میشد و دوره کاری ولسی جرګی کنونی که در نتیجه یک بحران انتخاباتی ناشی از تقلبات انتخاباتی به میان امده است به پایان رسیده است .ولی توسط ریاست جمهوری تمدید شد واینک به هشت سال رسیده است و به طور غیر قانونی به کار خود ادامه میدهد واز امتیازات ان بهره می برد وانتخابات شورا های ولسوالی برای اولین بار بر گزار می گردد .
هر چند که احزاب وحلقات سیاسی ونهاد های جامعه ء مدنی کشور از اعلام برگذاری انتخابات ولسی جرگه وشوراهای ولسوالی و سپس ریاست جمهوری استقبال نموده است . ولی در عین حال از حکومت و نهادهای مسؤل خواسته و می خواهند تا به نگرانی ها امنیتی، نبود ثبات سیاسی ؛ نبود شفافیت در چگونگی برگزاری انتخابات، و احتمال مداخله حکومت و کمبود ظرفیت های کمیسیون انتخابات باید به صورت جدی توجه کنند ؛ تا تقلبات شرم اور ؛مهندسی شده وبحران زای انتخابات پارلمانی و ریاست جمهوری گذشته دران تکرار نگردد و سازمان ملل متحد وجامعه جهانی نیز از اعلام برگزاری انتخابات استقبال نموده است و خواسته است که باید شفاف وبهتر برگذار گردد. Continue reading

دهیواد دژغورنی لپاره باید سره یوشو(دحقیقت زمان میاشتني د۶۰ ګڼئ سرلیک)

درنو هیواد والو،ملی دموکراتیکو ، ترقی غوښتوونکو اودټولنیز عدالت پلوه شخصیتونو!

لکه څنګه چی خبریاست اوهر ورځ ئی پرخپلو سترګو وینی  زمونږ ګران هیواد افغانستان داور په لمبو کی سوزی ، ځوانان  اوسپین ږیړی ،واړه اوښځی وژل کیږی اوهدیروته ځی ، په مکتبونو، مسجدونو، مدرسو ، وړکتونونو، هوټلونو، لنډه داچی په ټولو ملکی اهدافو باندی بریدونه کیږی او زمونږ بیګناه هیواد وال شهیدانیږی، خاوروته لیږل کیږی،  داڅلوښت کاله کیږی چی زمونږ هیواد له بهرنه په راتپل شوی ناروا جنګ کی لولپه شو زمونږ دوطن دقسم خوړلودښمنانو تنده نه ماتیږی او دا ظالمانه جنګ ته لانورهم شدت ورکوی او لمبوته ئی پطرول ورشیندی ، څوک داسلام نه ددفاع په پلمه ، څوک دتروریزم دزپلوتر نامه لاندی ددی هیواد بچیان به  بیرحمی وژنی چی په دی تیره یوه میاشت کی هم  څلوروسوه هیوادوال وژل شوی اوشهیدان شوی اوپه لس ګونو نورتپیان شوی ، دپاکستان ظالم اوخدای ناترسه ملایان په افغانستان کی په پرله پسی توګه دجهاد فتوا وی صادره وی، انتحاری حملی روا ګڼي،  دهغه هیواد پوځیان په ځانګړی ډول څارګره جنایت کاره اداره ئی زمونږدګران هیواد دښمنان ، تربیت ، مسلح اوتمویلوی او دافغانستان دسوزولولپاره ئی دلته رالیږی،زمونږ هیوادئی په تنوربدل کړی ، ددی ظالمانه اوتپل شوی خونړی جګړی په پایله کی ددی ملک اقتصادی ښیرازه اوټولنیز جوړښت دنابودی کندی ته بیائي  دایران اخوندی رژیم هم ورته کړنی ترسره کوی، ملی  پانګوال وژنی ، تښته وی او ویره وی،  دادی لاامل شوی  چی ملی سوداګر اوملی پانګوال په هیواد کی له پانګی اچونی نه ډه ډه وکړی،بیکاری اوبی روزګاری ورځ تربلی ډيره شی ، دخلکو ژوند ترډیره بریده خراب شی او دملی وحدت حکومت هم په خپل منځي شخړوکی ښکیل ده اودهیوادوالو داقتصادی وضعیت دښه کیدو لپاره یا اراده نلری اویاهم ورته وزګارندی ، او لوټ شوی پيسی خپل بهرنی بانکی حسابونوته استوی، توپکسالاران  اومافیائی داړه ماران خواوسنی ، امنیتی ، اقتصادی اوسیاسی  ناورین دځان په ګنه بولی اودنورو مخالفیونوسره داوسینو بدو حالاتو دلاخرابیدو په لټه کی دی، اداری  فساد ، بډی اخیستل،کار اهل کارته نه سپارل، قانون شکنی ، ملی ګټوته  دډيری دولتی مشرانونه ژمن تیا او دظوابتو پرځای د راوبطو پالل دا ټول  هغه څه دی چی زمونږ دهیواد والو ژوند  ته ډیر جدی اوخطر ناکه ګواښونه دی ،اوپه دایویشتمی  سدی  کی زمونږ دګران هیواد ٪39 وګړی دفقر ترکرښی لاندی ژوند کوی یعنی پدی معنی  دورځي له دوه امریکائی دالره اویا 140 افغانیو کم عاید لری که چیری دیوی کورنی چی په منځنی کچه شپږ تنه  دکورنی غړی ولری په 24 ساعتونو کی د دری وخته ډوی خوړلو لپاره 18 قرصو وچی ډوډي ته اړتیا لری چی ټول قیمت ئی 180 افغانی کیږی او دوی  140 افغانی لری داپدی معنی چی دورځي په یوه وخت کی د نوموړی کورنی څلوروغړوته حتی وچه ډوډی هم نرسیږی ، داچی غوړی ، پیاز،کچالو ، بادنجان رومی ، دکور کرایه، دکالیو پیسی ، دبرق بیل اوداسی نورلګښتو نه به له کوم ځایه پوره کوی ، قضاوت دتاسو ګرانو هیوادوالوپه لاس ، اویا داچی زمونږ په ګران اوجنګ ځپلی هیواد کی هر شپه د15 زروپه شاوخوا کی وګړی په ولږه بیده ګیږی پداسی حال کی چی  دنیاوال  دمریخ دفتحه کولو په تکل کی دی د 3  ملیونو په شاوخواکی هیواد وال  په مخدره ټوکو روږدی دی اودی حالاتو دکورنیو بنیاد دنابودی له ګواښ سره مخ کړی دی.

لنده داچی زمونږ ګران هیواد له هره پلوه دنابودی له ګواښ سره مخ دی او پدی تاریخی شیبو کی چی وطن له ډیرو نازکو اوخطر ناکو پړاوونو څخه تیریږی ، ضرور ده چی دهیواد ټول سیاسی ، مترقی ، دموکراتیک ، عدالت غو ښتوونکی اووطن پال ګوندونه،سیاسی سازمانونه اوګروپونه ، ملی روڼ اڼدی  شخصیتونه په یوه واحد ، سراسری ملی دموکرات، مترقی او په سیاسی معادلوکی دموثر ګوند په چوکات کی سره یوشی اویا دخپل تشکیلاتی جورښتونوپه ساتلوسره دیوه لوی ائتلاف اویا جبهی په جورولوسره  دګران هیواد دخلاصون لپاره کوټلی ګامونه واخلی او خپل پلرنی هیواد له اوسنی ناورین څخه وژغوری او د یو آباد، ازاد اوخپلواک افغانستان دجوړیدوپه لور پرمخ ولاړشی ، جنګ پای ومومی او وطن داقتصادی اوټولنیزی پرختیا په لور رهنمون شی . روان بحران ته دپای ټکی کیږدی.

دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحد ګوند خپلی کړن لاری پربنسټ هڅه کوی دهیواد ټول ملی دموکراتیک ،ترقی غوښتونکی ودټولنیز عدالت پلوه ځواکونه په یوځای کولو سره کوټلی ګامونه واخلی اودهیواد داوسنی ناورین په پای ته رسولو کی خپل ملی ،مترقی اوهیوادنی رسالت سرته ورسوی.

لا به یوګیږو یابه ورکیږو!