په ګوندي اساسنامه کې د بدلون وړاندیز

آقا محمد کوچی

په ګوندې اساسنامه کې بدلون اړین دی ، خو دا بدلون باید تدریجې او د ګوندي غړو د سیاسي پوهې د کچې سره برابر وي . موږ نه شو کولی چې له سر څخه تر پایه د ډیرو پرمختللو ټولنو د ګوندونو په مقیاس اساسنامه بدله کړو . موږ باید د ګوندي غړو پخوانۍ تجربې له نوي اساسناموي پرمختګونو سره داسې غوټه کړو چې هم د ګوندي اساسنامې د بدلون تجربه ګوندي غړي احساس کړي او هم هغوي ځانونه د بدلون په یوه اوږده او نابلده واټن کې ونه وینې .
بدلون باید تشکیلاتې جوړښت لا نورهم ساده کړي او د تصمیم نیونې د مرکزي ارګانونو شمیر راښکته کړي . که هر څومره د تصمیم نیونې د ارګانونو شمیر لږیږي ، په هماغه اندازه د ګوندي اساسنامې د حجم په کمېدلو کې مرسته کوي .
د بېلګې په توګه ، د ( ا خ ت م م ګ ) لاندي تشکیلاتې جوړښت لري : Continue reading

نو څه باید وشی ؟

 داکترحبیب منګلحبیب منگل

ولسمشر محمد اشرف غني وایی «چې پاکستان د افغانستان سره په نه اعلان شوي جنګ اخته دی اوپه ټولو ناامنیو کې لاس لري .» خو پوښتنه داد ه چی څه باید وشی چی پاکستان زمونږ دهیواد پرضد دپاکستان ۴۰ کلنی نه اعلان شوی جګړی اود دولتی تروریسم دصدور ته دپای ټکئ کیښودل شی ؟
سره له دی چی دی پوشتنی په ځواب کی ډیرو اقداماتو اړتیا شتون لری . خو زما په نظر دلاندی ځنډ نه منونکو اقداماتو په صورت کیدای شی پاکستان دافغانستان سره ددشمنی څخه لاس په سر شی .
۱- دافغانستان حکومت د پاکستان پرحکومت رسما احتجاج وکړی او ددی هیواد سره دسفارتی اړیکو د څرنګوالی او قطع کولوپه باره کی تصمیم ونیول شی او دملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم دپاکستان څخه شکایت وشی اوپه دی اړوند دلازمو تصمیمونو دنیولو غوښتنه وشی .
۲- حکومت او ملی شورا او مدنی ټولنه او سیاسی ګوندونه د امریکا دمتحده ایالتو او ناتو څخه په کلکه وغواړی چی اودافغانستان سره دامنیتی موافقتنامی او ژمنو له مخی په پاکستان فشار راولی ؛ چی دافغانستان پر ضد دنه اعلان شوی جګړی څخه لاس واخلی اود پاکستان دنه مننی په صورت کی په دی هیواد خپلی مرستی قطع او لازم تعزیرات وضع کړی . اودتروریسم ضد جګړی په لړ کی د پاکستان په خاوره کی د القاعده ؛ داعش او طالبانو او نورو ترو ریستی شبکو دمرکزونه او پټ ځایونه دځپلو او له منځه وړلو لپاره لازم اقدامات ترسره کړی
۳- دولت په هیواد کی دپایدارامنیت دتامین او دتروریسم ضد جګړی کی دبریالتوب لپاره نوی او کارا امنیتی ستراتيژی تدوین کړی اوپه مستقلانه ډول دهیواد دملی امنیت دتامین لپاره لازم اقدامات ترسره کړی او په دی لړ کی دهیواد د دفاعی قابلیت دخود کفایی سطحی ته ورسول شي ؛ امنیتی ځواکونه، په درنو وسلو تجهیز او په پیاوړی مسلکی رهبري تقویه کړی او ټول ملت ؛ مدنی ټولنه ؛سیاسی ګوندونه او ا جتماعی سازمانونه او نهادونه دملی امنیت لپاره بسیج کړی .
داکتر حبیب ”منگل”

زنان کشور و زندان های افغانستان

زرغونه ولیزرغونه ولی

آیا جرم زنان بيشتر از جرم تروريستان است كه آزاد می‌شوند…؟

مشكلات زنان افغان در محبس‌های زنانه كشور

از آنجایی كه انسان‌ها در افغانستان به جنسيت رقم زده می‌شوند يعنى (زنان) و (مردان) در حالی که واژه انسانيت تعين جنسيت را در بین انسان‌ها نفع می‌کند و انسانيت را ارج می‌گذارد زنان هم در جامعه ما بنام زن يعنى در مقابلش مردان با تواناى و قدرت بيشتر قرار می‌گیرد و برای زنان ناتوان يا (سياه سر) خطاب می‌شود و مردان را با استعداد و قوه محركه ساختارى جامعه می‌دانند و بيشترين حقوق را دارا می‌باشند، به اين اساس مردان با قوت بيشتر و اساس جامعه باقى مانده وزنان در حاشيه قرارگرفته و از جمله عابران در روند تكامل اجتماعى فرهنگى سياسى جامعه می‌باشند در حالی که از نگاه پيدايش هر دو برابر و داراى استعدادهای يكسان هستند. Continue reading

د سويډن د مالمو په ښار کې دافغانستان دخلکو ملي متحد گوند غونډه

بسم الله الرحمن الرحيم

20170722نېټه

لومړې پرتوکول

اجندا

الف دتېري جلسی نه تر اوسه په گوندي ژوند پوری اړوند رپوټ.

ب په سويډن کې د گوندي  اوليه سازمانون ويش د ځای او محل په حساب.

ج  مالي چاری

م د ملگرو وړانديزونه او نظرونو اوريدل دراتلونکې غونډي وخت ټاکل

و د گوندې غړو لپاره دگوند اساسنامه او تگلاری او نورو اړونده ملي تاريخي مسلو تدريس د مسولينو لخوا.

قدرمنو ملگرو

غونډه د سويډن د گوندي سازمان منشي محترم ملگري احمدگل اندړ لخوا پرانستل شوه په غونډه کې د مالمو دشاوخوا ښارونو ملگرو گډون کړې وو.

د غونډې اجندا دملگري اندړ لخوا برخوالو ته ولوستل شوه چی د رايو په يوالي تايد شوه وروسته د غونډې رپوټ دتيرو څو مياشتو گوندي رپوټ د محمداقا شيرزاد لخوا برخوالو ته وړاندی شو اود ملگرو پوښتنو ته ځوابونه وويل شوه غونډه د ورځئ په يوه بجه پېل او په دری بجو پای ته ورسيدله د غونډې رپوټ په لاندې توگه دی.

د 2016د11په12 نېټه موږ دسويډن د يتيبورگ په ښار کې گډه غونډه درلوده په دی غونډه کې د سويډن له ټولو ښارونو څخه د گوند غړي را جمع شوي وو.

اود ملگرتوب په فضا کې غونډه سرته ورسيدله له هغې غونډې اوه مياشتی تيری شوی دا دی نن د مالمو په ښار د يو شمير هغه ښارونو  ملگري چی دی غونډی ته رسيدلای شول گوندي غونډه لرو. Continue reading

نوي ايتلافونه او نوي ډلبازۍ

د گران هېواد افغانستان د بهرانونو اوستونزو نه د خلاصوm aghaلو او که ورانولو نوي ايتلافونه او نوي خوځښتونه ؟

درنو  ملگرو او قدرمنو دوستانو د وطن د حالاتو دارزونې په اړوند يو څوکرښې ليکم ارزو لرم دا څوکرښې په لوستلو مو تنده ماته شي او که تېروتنه شوي وي ما به وبخښي، 2002زکال نه تر 2014 زکال پوری تقريبا ټوله نړې جمعه پخواني واکمنان ،زورواکي،دبهرنۍ نړې ټول سلاکاران ټول په مدرن وسلو مجهز ځواکونه، او نړېوال استخباراتي کړې  زموږ هېواد کې موجود وو او اوس هم شته ، امنيتي او اقتصادي لوځنامي هم لاس ليک شوي د لندن، جاپان، المان، واشينگټن، وارسا، بروکسل غونډو کې په ميلياردو ډالر مرستو سره نظامي مرستی هم شوي.

خو لاسوندونه او پاېلې ناڅيز مالوميږي.

لاملونه او علتونه روښان او ټوله نړي او افغان ولس يې بېلگې لري. زه په يو څو لاملو رڼا اچوم.

اول د القاعدی او طابانو د ځپلو ميکانيزم او پروسه نيمگړې وه د بن ناستې د ټول ملت استاز ولي  نه شوه کولای يوازی ټوپک والا او ورانونکو  ډلو ټپلو پکې ونډه در لوده،هغه هيوادونه چی همدا ترهگر يې ساتل ،روزل او مادي مرستی ور سره کولی تر نن پوری ونه ځپل شوسره له دی چی ټوله بهرنۍ نړي او افغان چارواکي پوهيدل چی اصلي افغان دښمنه Continue reading