حکيم روان
د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ
د امنيتی تړون په هکله
په دې ورځو کې د افغانستان او امريکا د متحده ايالتونو تر منځ د امنيتی تړون ، د نړيوالو ځواکونو د تدريجی وتلو او افغان ځواکونو ته د امنيتی مسؤليتونو د تدريجی سپارلو ، د افغان امنيتی ځواکونو د وړتياؤ ، همدارنګه د سؤلې د مذاکراتو په اړه تاوده بحثونه روان دی .
په داسې حال کې چې زمونږ هيواد د شرارت مرکزونو را چاپير کړی دی ، نړيوال غواړی چې خپل ځواکونه پر شا کړی او امنيتی مسؤليتونه افغان ځواکونو ته انتقال کړی . د بهرنيو ځواکونو د تدريجی په شا کيدو او افغان ځواکونو ته د مسؤليتونو د انتقال د پروسې سره موازی د شرارت ، بنسټ پالنې او ترهګرۍ مرکزونه هم فعال شوی او د افغانستان د بيا ايل کيدو او لس کاله وړاندې دوران ته دبيرته ګرځيدو شوم پلانونه جوړوی .
د نړيوالو ځواکونو بېرته ګرځيدل له ډېرو اړخونو ښه کار دی ، خو په ډېره خواشينۍ سره چې د امريکا متحده ايالاتو او د هغو متحدينو د ژمنو سره سم د بنيادګرايي او تروريسم په اصلی مرکزونو پرېکنده بريدونه ونه کړل . د جنګ ابعاد او شکلونه د پخوا په څېر د پراخيدو په حال کې دی . د امريکا د متحده ايالتونو مشرانو او سياستوالو په وارو وارو څرګنده کړي وه چې دوی به بنيادګر او تروريستان ، هر چېرې چې وي ، تعقيب کړي او پرې به نږدی چې هغوی په ډاډه زړه پر افغانی او نړيوالو موخو بريدونه وکړي او په امن کې خپلو پټنځايونو ته ستانه شی . اوس د رنګارنګه سياسی او نظامی ملحوظاتو سره سره د امريکا د متحده ايالاتو جګ پوړی چارواکی ، په ځانګړي توګه د پنتاګون او سناء غوره څېرې په دې باور دی چې د تروريستانو د مرکزونو په هکله د افغانانو ټولې چېغې او نارې په حقه وې . دوی وليدل چې د پاکستانی واکمنانو د اوتو بوتو پر خلاف د القاعدې اصلی مشران په ډاډ سره د پاکستان د نظامی مرکزونو په ګاونډتوب او دهغه په سيوره کې ژوند کوي . دوی وليدل چې پاکستانی واکمنانو داکتر شکيل اپريدی د اسامه بن لادن د افشاءکولو په تور ځنځير او زولانه کړ او تر ننه د نامالوم برخليک سره مخامخ دی . د افغانی طالبانو په منځ کې د سؤلې پر خوا متمايل کسان په پاکستانی زندانونو کې وژل کيږی . ددې او سلګونو نورو انکارنه منونکو واقعيتونو سره سره بيا هم پاکستان ځان په سيمه کې د امريکا د متحده ايالتونو او لويديځ يواځينۍ او تعويض نه منونکی دوست او متحد بولي ، خو نور د پاکستان دوه ګوني لوبه او دوه مختوب ، د بنسټ پالنې او ترهګرۍ سره د سيمې او نړيوالې سؤلې پر ضد د هغه اړيکی کوم پټ Continue reading
