د سلام او احترام تر وړاندې کولو وروسته د (ګوندونو مرامونه او فرعي موخې) د لیکنې لومړۍ برخه ستاسې د لوستلو او نشر له پاره وړاندې کوم. انشأالله دوهمه برخه یې چې ورپکې د ګوندي فرعی برنامو شکلونه دی، هم په نږدې وخت کې ستاسې حضور ته در استوم. د لیکنو د لا ښه کیدو له پاره د هر ملګری نظر د قدر وړ بولم.
ډیره موده کیږی چې په ګوندونو کې د منځنۍ او لنډې مودې د اهدافو د تعیین، د چاپیریال له شرایطو سره سم د ستراتیژیکو موخو د عملی کولو د ډول د ټاکلو، په وزارتونو او مستقلو دولتی او حکومتي واحدونو کې د هر ګوند د مشخصو موخو د څرګندولو، د ولایت او ولسوالیو په سطحه د ګوندې مرامونو د تدوین او د دولتی او حکومتی ارګانونو د پالیسیو او اعمالو په وړاندې د ګوندي اساسی اهدافو په چوکاټ کې د غبرګون ښودلو له پاره د سیاسي او مسلکي ماهرانو څخه جوړ شوی ګوندي ارګان (کمیسیون، کميټې، شعبې،…) د رامنځته کولو وړاندیز کوم چې د ځینو سیاستوالو او ګوندي رهبرانو لخوا نه درک کیږی. په عملی سیاسی فعالیتونو کې همدا خنډ ددې لیکنې اساسي انګیزه جوړوی. Continue reading









