
بسم الله الرحمن الرحیم
درنو میلمنو، د سیاسی ګوندونو مشرانو ، راغلو سیاسی پلاوو او استازو، د وحدت کنفرانس محترمو ګډون کونکو او نور ټول حاضرو دوستانو په اجازه ، ویاړ لرم چی ستاسی په څیر درانه مشران زمونږ سره په دی ویاړلی غونډه کی ګډون لر ی او زمونږغونډی ته مو لا درنښت ورکړی دی ،همدارنګه د دواړو ګوندونو دمرکزی شورا او رابلل شوو ګوندی غړو څخه هم مننه کوم چی په دی نا امنه شرایطو کی دګوندی دندی د اجرالپاره د ولایاتو څخه تشریف راوړی دی ، ښه راغلاست ووایم . همدارنګه دوه ورځی مخکی داسد ( ۲۸ ) چی دافغانستان داستقلال د ورځی سره برابره ده افغان ولس او تاسی حاضرو ملګرو ته د زړه له کومی مبارکی وایم .
درنو حاضرینو !
زمونږ ګران او تاريخی هيواد افغانستان د اوږدو مودو را هيسې د پراخو اقتصادی ، ټولنيزو ، سياسی او کلتوری بدلونونو او اوښتنو په درشل کې دی . د يوې پيړۍ نه په زياته موده کې افغانی ټولنه د دې بدلونونو زيږيدو ته سترګې په لاره وه . که څه هم په دې لور کې څوڅو ځلې لومړنی ګامونه پورته شوی خو رنګارنګ داخلی او خارجی عواملو د دې بدلونونو په وړاندې خونړی غبرګونونه له ځانه ښودلی ، او په جبر او زورواکۍ سره يې د بدلونونو زيږيدل تر ننه ځنډولی دی. له دې امله ده چې نه يواځې زمونږ د ټولنې ، بلکې د ټولې سيمې لمن تباه کوونکی بحران را نغښتی ده. زمونږ لرغونی هيواد د سيمې او ټولې آسيا د خوځيدونکی زړه حيثيت لری او د سيمې متحرک شريانونه د دې ځواکمن زړه له ولو او ريښو څخه منشأ اخلی. ناڅاپی نه ده چې د افغانستان ستونځو او اړتياؤ د سيمې او نړۍ د ستونزو او اړتياؤ سره په ارګانيک ډول پيوند موندلی دی .
له دې امله مونږ پر نړيوالو غږ کوو : که غواړی چې نړۍ مو له کړکيچ او ناامنۍ نه خلاصه ووينی نو په افغانستان کې له مداخلی څخه لاس واخلی او ددی پر ځای چی پر ضد یی توطیی وکړی، مرسته ورسره وکړی ؟ ټولو دنیاوالو او افغانانو ته څرګنده ده چی دتاریخ په اوږدو کی زمونږ هيواد افغانستان د نړيوالو سياسی لوبو قربانی شوی دی . Continue reading →