يوه بل سرتېری ميړنی او د ډګرونو اتل له ژند سره وداع وکړه

يوه بل سرتېری ميړنی او د ډګرونو اتل

 له ژوند سره وداع وکړه

د جون شلمه ۲۰۱۵ کال

 

تل به نه وي شګفته ګلزار د عمر ـ  نه به جوړ وی هميشه بازار د عمر

لکه سيند د آباسيند په غورزی درومی ـ هسی يون دی په تلوارتلوار دعمر

سرکشی لری تر هسې حده پورې  ـ  چې نيوئ نه شی هيڅوک مهار د عمر

په ساعت د سلو کالو ياری پرې کا ـ بی وفا په هسې رنګ دی يار د عمر

 

زمونږ د مورچلونو او غورځنګونو يار، د سنګرونو او رزمونو اتل د ايمان او آرمان له يارانو سره مخه ښه وکړه او د تلپاتې ابديت سره غاړه غړئ شو .

ګل رحمن « وفا » يادوو ، هغه د څيرو ګريوانونو ، پښو ابلو ببرسرو، خيرنو او په ژړاګانو او فريادونو د ستړو ماشومانو عاشق ، د بی اسرو ، بی شتو او بی هيلو افغانو کونډو او رنډو د اسويلو ترجمان يادوو. هغه چې د پرهر پرهر هيواد او ربړيدلی ولس نه د دفاع په سنګرونو کې يې د سود او زيان څخه بی خياله سر په ورغوی کې ګرځاوه . هغه « وفا » يادوو چې غوښتل يې تيارې په رڼا، نا اميدی په اميد ، ژړا په خندا او موسکا او زاړه زبيښلی دنيا په نوی غوړيدلی او بسيا نړۍ واړوی . هغه نر او ميړنئ يادوو چې د انسانيت او عدالت څخه د دفاع توغ يې تر وروستی دمه پر مځکه کښېنښود .

ګل رحمن « وفا » په بی ساری ميړانې سره خپله چټه ځوانی او ټول شته د لوړو انسانی آرمانونو د تحقق لارې ته وقف کړل، د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې د منځنيو پېړيو د جهالت تيارې تعقيب کړې او د ورسره مشعل د رڼا په پوپنا کوونکو وړانګو يې تری تم کړې . « وفا » د بيدار شئ ! را ويښ شئ ! راپاڅئ  ! په چيغو سره د پيړيو خوبولی را ويښ کړل او د انسان او انسانيت څخه د دفاع د سوبمنو پلتنو سره يې يو ځای کړل .

ګل رحمن « وفا » د لوړو انسانی فضائلو ، اخلاقو او سجاياؤ خاوند وو . د ټولنيزو بې عدالتيو د مختلفو ډولونو سره نا پخلاکيدونکی دښمن وو.

 په ګران هېواد افغانستان کې يې د روان ناورين په وړاندې خپله کرکه او غوسه نه شوای پټولای او لکه زمرئ به پر بی عدالتيو او قانون ماتونو بلوسيده.

ګل رحمن « وفا » د خپلو يارانو او خلکو په منځ کې ، مهرابانه ملګری ژمن دوست ، ملاتړۍ او غمشريک وو . د تقواء او پرهېزګارئ ، ايمان او باور هڅو او هاند ، ايثار او سرښندنې له پلوه نمونه او مثال وو .

ګل رحمن « وفا » د خوست ولايت په متون کې په يوه وطنپاله کورنۍ کې زيږيدلی ، لومړنی زده کړې يې د غرغښت په ليسه او د خوست په ميخانيکی ليسه کې تر سره کړی وې . « وفا » د برېښنا په رشته کې زده کړې کړی او په وياړلی کابل کې يې د ټولنيزو او سياسی علومو له انستيتوت څخه برئ ليک تر لاسه کړی دی .

مرحوم ګل رحمان « وفا » په ۱۳۵۷ کال کې د بلخ ولايت د کود او بريښنا د رئيس وروسته د کابل ښار د سب ستيشنونو د لوی آمر په توګه دندې سر ته رسولی دی . د ګران هېواد څخه د جلا کيدو او پرديسی ته د اوښتون په موکه د برېښنا مؤسسې د مرستيال په دنده بوخت وو .

مرحوم « وفا » د ۱۳۴۷ کال را په دې خوا سياسی هلې ځلی پيل کړی ، د پخوانی د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د بلخ د ولايتی کميټې غړی او د اوبو او برېښنا وزارت د لومړنی ګوندی سازمان د منشی په توګه پاتې شوی دئ .

« وفا » د افغانستان ملی ګوند په تأسيس ، غښتلتيا او پراختيا کې نه هېريدونکی ونډه درلوده او په بيساری ميړانه سره يې د دې ګوند د ټولنيز بنسټ د پراخيدو په لاره کې جوړوونکی هڅې او هاند وکړ. مرحوم « وفا » د وطن د ترقی ملی ګوند د اروپايي شورا او د دې ګوند د برتانيا د شورا غړی هم وو . برسېره پر دې ارواښاد « وفا » په برتانيا کې د افغانانو د مشورتی بورد مالی مسؤل هم پاتې شوی دئ . مرحوم « وفا » په پرديسی کې د هېواد سره تاوده مينه پاللی او ګاللی ده او په برتانيا کې يې د مهاجرو افغانانو په ټولو سياسی فرهنګی او ټولنيزو هڅو کې فعاله او آغيزمنه برخه لرلی ده .

 ارواښاد «وفا» د هېواد د نږدې څلوېښت کلن ناورين د ناوړه پېښو تر آغېز لاندې د خپل ولس په دردونو کړيدلی دی ، په ځانګړی توګه د هيواد د مليونونو مهاجرينو د ستونزو او کړاؤونو سره يې له نږدې اړيکې درلودې او تل د هېواد د راتلونکی په اړه انديښمن وو . 

خدای بښلی ګل رحمان « وفا » د روان کال د جون د مياشتې په ۱۹ نېټه د جمعې ورځې د ماسپيښين په ۱۵:۰۰ بجو د لندن د کوينز اليزابت په روغتون کې د ور پېښې شوی اوږدې ناروغۍ له امله د ۶۴ کالو په عمر له فانی نړئ سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون .

د ارواښاد ګل رحمن « وفا » مړينه د هغه درنې کورنی ، د وطن د ترقی ملی ګوند او د هېواد د روڼ آندې نهضت له پاره نه جبران کيدونکی ضايعه بلل کيږی .

د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا ددې درنی ضايعې له امله په درنښت سره  د خپلې بيساری خواشينۍ او تسليت تاوده مراتب د مرحوم «وفا » درنې کورنئ ، د وطن د ترقی ملی ګوند مشرتابه ډلې او ددې ګوند ټولو وطنپالونکو غړو ، د هيواد رون آندی نهضت او اتل افغان ولس ته وړاندې کوي او د مرحوم روح ته د دعا لاسونه لپه کوی .

روح دې ښاد وی ، تل دې ياد وی .

 

 

دولتهای تروريست پرور با بازيهای آتومی

بی بی سی به نقل از چندین منبع گزارش داد که عربستان سعودی در طرح های سلاح های هسته ای پاکستان سرمایه گذاری کرده است.
در حالیکه این تلاش عربستان اغلب در چارچوب مقابله با برنامه هسته ای ایران مطرح بوده است ، اکنون این امکان وجود دارد که سعود
ی ها بتوانند به سرعت چنین سلاح هاییرا مستقر کنند….
یکی از تصمیم گیرندگان ارشد ناتو قبلا به بی بی سی گفته بود که وی اطلاعاتی را مشاهده کرده است که سلاح های هسته ای که از طرف عربستان در پاکستان ساخته شده اند اکنون آماده تحویل هستند.
آموس یادلین رئیس قبلی اطلاعات نظامی اسرائیل ماه گذشته در کنفرانسی در سویدن مدعی شد:”اگر ایران به بمب هسته ای دست پیدا کند ، سعودی ها یک ماه هم صبر نخواهند کرد. آنها قبلا پول بمب را پرداخت کرده اند. عربستانی ها به پاکستان می روند و آنچه می خواهند همراه با خود خواهند آورد.”

په افغانستان کې د مشروطيت د پاره مبارزه

په افغانستان کي د مشروطېت لپاره مبارزه
( دليکنې د دغه لړۍ درېمه برخه)
ترک مال و ترک جان و ترک سر
در ره مشروطه اول منزل است
——————————–…—-
د نولسمي پېړۍ څخه د شلمي پېړې تر پېل پوري په افغانستان کي د ملوک الطوايفۍ شکل بدلون وموندۍ، ځکه د امير شېرعلي خان په وخت کي د فيوډالي اقتصاد په بهير کي، تجارتي پانګه هم را منځته سوې وه او د هغې له څنګه د نوي فرهنګ او صنعت نښي هم ليدل کېدلې.
د سيد جمال الدين افغان او دامير شيرعلي خان اصلاحاتي پروګرامونه د اتلسوه دريشپېتم کاله نه تر اتلسوه دوه اويايم کاله پورې دوام وکړ. بېلگې ېې د “شمس النهار” دجريدې خپرول اود “حربيې ښوونځى” پرايستل وو. خو انګريزانو په بېرته پاتي هيوادونو کي د مشروطيت او ډموکراسئ سره سخته دښمني کوله او د هر ډول پوهي او پر مختګ پر ضد وه، ځکه يې نو پر افغانستان د دوهم ځل لپاره تېرى وکړاو په دې توګه يې دخپلو نورو اهدافو سره د مشروطه اصلاحاتو کمبله هم ټوله کړه.
خو د حبيب الله خان په وخت کي له ۱۹۰۱څخه تر ۱۹۱۸ پوري په افغانستان کي بېلا بېل ا اصلاحات بيا پېل سول، شخصي مدرسې، کتابتونونه او جريدې منځته راغلې. سربيره پر هغه څرنګه چي د امير عبدالرحمن په وخت کي د دولت مرکزيت او سر تا سري امنيت د کرني د اضافي محصولاتو تجارت پراخ کړۍ و ، نو يې په ملي کچ د تجارتي پانګي د منځته راتلو زمينه هم برابره کړې وه او تجارت نور هم مخ په وړاندي تلئ، نو په مرکز او ځىنو ښارونو کي داسي ډير کسان را پيدا سوي وه، چي خارجي اخبارونه په لاس ور تلل، هغه يې مطالعه کول او د بيلو ورځپاڼو مالو مات يې يو له بله مبادله کول. Continue reading

د ډيورنډ تړون

د ډیورنډ تړون

له ټول افغان څخه
احمدالله رحماني
د افغانستان او پاکستان تر مینځ د پولي کرښه چي د ډیورنډ په نامه یادیږي ، د امیر عبدالرحمن خان دواکمنۍ په دوره کي د انګرېزانو له خوا پر افغانستان د پیسو او وسلو په بدل کي و تپل شوه .  په تاریخي لحاظ ویلای شو چي د افغانستان هغه سیمي چي د ډیورنډ کرښي په ها خوا پرتې دي ، د امیر عبد الرحمن خان له خوا پر انګریزي هند وپلورل شولي . د ډیورنډ کرښه د یوي معاهدې پر بنسټ چي د انګرېزانو له خوا سر هینري مورټایمر ډیورنډ ترتیب کړې وه ، د افغان او انګرېز د ګډ کمیسیون له خوا کش سوه . د پولی ټکي له واخان نه د ایران تر پولي پوري د افغانستان په شرقي او جنوبي سیمو کي په هر ۸۰ کیلومیتري کي و ټاکل شوي . د کرښي د کشولو پر وخت پام ونه شو چي کرښه کوم کلي ، بانډونه اوکورونه نیمایي کوي . د کرښي د کشولو پر وخت که به کومو کورونو یا کلیو نیوکي یا اعتراضونه کول ، د انګرېز او افغان وسله والو له خوا به وهل ، ټکول او هم وژل کېدل .

د امیر عبدالرحمن خان او سر هینري مورټایمر ډیورنډ تر مینځ د  تړون  متن په ددې  ډول وو  :
د افغانستان او هندوستان تر مینځ د پولي په اړه ځیني پوښتني را مینځ ته شوي دي . د افغانستان د امیر او د هندوستان د حکومت هیله ده چي دا پوښتني د پولي د ټینګېدو په موخه ددوستۍ په فضا کي حل شي . ددې لپاره چي په راتلونکي کي ددواړو دوستوحکومتونو تر مینځ د واک د سیمو په اړه  نورد نظر اختلاف را مینځ ته نه شي ، پر لاندي تړون موافقه کیږي Continue reading

د ګندمک تړون

د ګندمک تړون

احمد الله رحماني
کوم وخت چي امیر شیر علي خان په مزار شریف کي وفات شو او پر ځای یې امیر

محمد یعقوب خان په کال ۱۸۷۹ کي د افغانستان د امیر په توګه وټاکل شو ، په دې وخت کي انګریزانو پر افغانستان ددریو خوا یر غل راوړ . د خیبر له لاري ، د کرمې (خوست) له لاري او د کندهار سپین بولدک له لاري .

امیر محمد یعقوب خان چي د خپل پلار امیر شیر علي خان له خوا د هغه د ناسکه ورور پر سر په بالاحصار کي ۷ کاله بندتېر کړی او په رواني ناروغي اخته شوی وو ، هماغه د پخوا فکر یې نه درلود . کوم وخت چي امیر محمد یعقوب خان په هرات کي امیر وو ، امیر شیر علي خان د خپلي ګراني میرمني »عایشې« زوی عبدالله چي د امیر محمد یعقوب خان کشر نا سکه ورور  وو ، د ولیعهد په توګه و ټاکه . د ا کار د امیر محمد یعقوب خان احساسات را وپارول او د پلار پر وړاندي یې بغاوت وکړ . له همدې سببه امیر شیر علي خان هغه په بالاحصار کي بندي کړ . له بند نه تر خلاصیدو وروسته یې عقل او فکر د بعضي رواني ناروغیو له سببه کار نه کاوه .

کوم وخت چي انګریزانو له دریو لارو پر افغانستان هجوم راوړ ، امیر محمد یعقوب خان دې ته اړ شو چي د انګریزانو سره سوله وکړي . دا لنډ مهاله سوله د ګندمک په شرمونکي تړون را منځ ته شوه . امیر یعقوب خان د انګریزانو په غوښتنه د یوه هیئت سره د ګندمک سیمي ته ولاړ او هلته یې د انګریزانو سره یو تړون چي لس مادي یې لرلي ، لاسلیک کړ . دا تړون د افغانستان له خوا امیر محمد یعقوب خان او د انګریزانو له خوا کیوناري لاسلیک کړه . د تړون متن په لاندي ډول وو Continue reading