ځوان شخصيت، اراده او پريکړي
دوهمه برخه – د بشر د پرمختگ نه چا گټه وکړه؟
په اروپا کي د رينسانس، “ريبرت” يا بېا زېږندي په مرحلې کې ډېر پرمختگونه راغلل، خود بشر …دغه پرمختګونه يوازي د غربي هيوادونو په نصيب وه ځکه، اروپايي استعمارچيانو، افريقا او اسيا هيوادونو ته د رينسانس د اغيزو د رسيدلو نه يوازي مخه ونيوله ، بلکي هغوي يې د رينسان په زور د نويو اوږدو سفر کونکو کښتيو او وسلو په مرسته تر خپل استعمار لاندي را وستل. د اسيا، په تيره بېا د افريقا زيات هيوادونه او د هغوي خلګ يې د نويو وسلو په زور نيول، مرېان کول او يا يې په نورو هيوادونو په تېره په امريکا کي پلورل.
استعمار چيانو، نورو هيوادونو ته د رينسانس د اغيزو د لارو تر بندولو سربېره، تر خپله وسه د ټولو هيوادونو د طبعي ودي امکانات هم له منځه وړل او د نوي وسلو په زور يې د ځان غلامان کول، چي په ډيرو ځايونو کي يې اغيزې تر اوسه ادامه لري.
دغه خبره بايد روښانه وي چي د اروپا خلگو ، پوهانو او پرګنو نړۍ ته د علمي، اقتصادي او اجتماعي ودي لپاره د رينسانس په نامه نوۍ انقلاب را ووړ ، خو اروپايي استعمارچيانو او استثمار چيانو، چي لکه نن د ټولنې ېوه سلنه ده ، د هم دغه نوي علم په مرسته د افريقا او اسيا د ګڼو خلګو د وژلو لپاره وسلې او وسايل جوړ کړل چي د هغوي په مرسته يې د نړۍ خلګ د ځان غلامان کول او د خپلو هيوادونوخلګ اوزيار ايستونکي يې هم په نه څه امتيازونو،او نورو وسيلو د ځان نوکران کول چي دغه کار يې تر ننۍ ورځي ادامه لري. سربيره پر هغه استعمار چيانو نورو هيوادونوته د رينسانس د اغيزو د رسيدلو مخه بنده کړله. ليکن په افغانستان د انګريزي استمار زور ونه رسيدۍ نو يې د امان الله خان ملي دموکراتيک دولت د افغاني فيوډالانوپه تېرايستلو او نورو لاسپوڅو په مرسته را وپرزاوه او سخت استبدادي دولت يې ټينګ کړ او خلګ يې په زور او غولونو داسي وځپل، چي اغيزې يې تر اوسه پاتي دي، ان نن هم د هيواد بشپړ اکثريت بې سواده او هر قوم، که په ظاهره هم ونه وايي خو په زړه کي فکر کوي چي د دوي د قوم غړي د نړۍ ممتاز انسانان دي. Continue reading
