جگړه مه پراخوی!

 

جگړه مه پراخوی!

 

په وروستیو اونیو کې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د جګړې، ترور، دهشت او ډار څپې بیا پراخه شوې دي. د هیواد د پایتخت په زړه کې د شاه دوشمشیره ع د جومات تر څنګ د ارګ په دوه کیلومترۍ کې د یوویشتمې پیړۍ د لوی وحشت صحنه لا د هیواد والو په سترګو کې ګرزی چې ور پکې نه یوازې د هیواد یوه لور، یوه ښځه او یو انسان په ډیر بد ډول قربانی شوه، بلکې اسلامیت، انسانیت او افغانیت ته هم لوی زیان ورسید. د یو دیرش هغو برمته شوو افغانانو د برخلیک په اړه مثبت خبر او د خلاصون هیله نشته چې د لویې لارې پر سر د هیواد د سولې او امنیت د دښمنانو لخوا تښتول شوی او میندې پلرونه، خویندې او وروڼه او نور خپلوان یې ورته په انتظار دی. د ملی یووالی تر نامه لاندې جوړشوی حکومت هم د خپل منځي اختلاف او د حکومتولۍ د ضعفونو پربنسټ لا تر اوسه ددې پیښې د څیړلو او د یرغمل شوو افغانانو د خلاصون په اړه داسې اقدام نه دی کړی چې پایلې یې د امید او لیدو وړ وی. د هغې نه راوروسته د یوې میاشتې په موده کې د بلخ، خوست، بدخشان او ننګرهار ستر ناورینونه  یو پر بل پسې پېښیږي؛ افغانان په وینو لړل کیږی، سرونه ترې پری کیږی او غوښې یې په هوا کې الوزی.

Continue reading

جګړه مه پراخوئ

 

جگړه مه پراخوی!

 

په وروستیو اونیو کې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د جګړې، ترور، دهشت او ډار څپې بیا پراخه شوې دي. د هیواد د پایتخت په زړه کې د شاه دوشمشیره ع د جومات تر څنګ د ارګ په دوه کیلومترۍ کې د یوویشتمې پیړۍ د لوی وحشت صحنه لا د هیواد والو په سترګو کې ګرزی چې ور پکې نه یوازې د هیواد یوه لور، یوه ښځه او یو انسان په ډیر بد ډول قربانی شوه، بلکې اسلامیت، انسانیت او افغانیت ته هم لوی زیان ورسید. د یو دیرش هغو برمته شوو افغانانو د برخلیک په اړه مثبت خبر او د خلاصون هیله نشته چې د لویې لارې پر سر د هیواد د سولې او امنیت د دښمنانو لخوا تښتول شوی او میندې پلرونه، خویندې او وروڼه او نور خپلوان یې ورته په انتظار دی. د ملی یووالی تر نامه لاندې جوړشوی حکومت هم د خپل منځي اختلاف او د حکومتولۍ د ضعفونو پربنسټ لا تر اوسه ددې پیښې د څیړلو او د یرغمل شوو افغانانو د خلاصون په اړه داسې اقدام نه دی کړی چې پایلې یې د امید او لیدو وړ وی. د هغې نه راوروسته د یوې میاشتې په موده کې د بلخ، خوست، بدخشان او ننګرهار ستر ناورینونه  یو پر بل پسې پېښیږي؛ افغانان په وینو لړل کیږی، سرونه ترې پری کیږی او غوښې یې په هوا کې الوزی.

په دې یادو شوو پيښو کې لوی زیانونه هغو ملکی وګړو او بیګناه کسانو ته اوښتی چې د خپل ژوند په عادی کار او زیار لګیا دي.  د ننگرهار په تازه غمیزه کې هم ډیر بی ګناه ملکی کسان قربانی شول.  په دې لړ کې د وطن د ترقۍ ملی ګوند مبارز غړی، د ده بالا اوسیدونکی او په هیواد کې د علم او پوهې مشعلدار شهید سید عارف خان د میاجان خان زوی هم شامل دی چې د څو کلونو راهیسې یې د سید شمس الدین مجروح د عالی لیسې د سرښوونکی دنده په غاړه لرله. دا په علم او پوهې مین شخصیت او د هیواد د پرمختګ او ټولنیز عدالت د لارې ټینګ مبارز غوښتل چې په دې ورځ او همدې ساعت کې له بانک څخه د خپلو اولادونو د اړتیاوو د لرې کولو په خاطر د خپل حلال معاش پیسې راوباسی.

د وطن د ترقۍ ملی ګوند په هیواد کې  د ډار اچولو او ترور ټول ډولونه په کلکه غندي او دا د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي موخو د ترلاسه کولو له پاره ناروا او نامناسبې لارې ګڼي. موږ د ننګرهار د غمجنې پېښې د قربانیانو په غم کې ځانونه شریک بولو، شهیدانو ته د لوی رب له درباره جنت، زخمیانو ته روغتیا او د هغوی د کورنیو غړو ته د زړونو تسلی او د زجرونو او غمونو د زغملو توان او حوصله غواړو. د هیواد د پرمختګ او ټولنیز عدل او انصاف په لارکې د شهید سید عارف خان د هیلو د تر سره کولو له پاره به خپلو مبارزو ته دوام ورکوو او په هر ګام کې به دده یادګارونه راسره مل وي.

راځی چې د جګړې د پراخولو پرځای د هغو د قابو کولو په لوری ګامونه اوچت کړو!

 

د وطن د ترقۍ ملی ګوند د زده کړو او فرهنګي چارو کمیسیون

کابل- افغانستان، ۲۹ حمل ۱۳۹

خوست په وير او ماتم کې

حکيم روان

 

خوست په وير او ماتم کې

 

څو لسيزې سر په سر زمونږ تاريخي او لرغونی هېواد د بيسارو غمونو او تراژيديو توپان په سر اخيستی دی . د وېرې او وحشت تورو څپو د خوښيو او آتڼونو ، ګډاګانو او نڅاګانو هېواد په ويروونکی ماتمځای بدل کړی دی . بې شرمه او بی حياء غمونه د نابللو مېلمنو په څېر يو په بل پسې را روان دی او زمونږ د کورونو دروازې ټکوی. د اخترونو له ټاټوبی خوښيو او نېکمرغيو کډې کړی دی . دلته له ژونده سا خيږي. دلته د مرګ خپسو ژوند له ستونی نيولی دی ، چغې او ژړاګانې ، آهونه او فريادونه د خپسو په تورو منګولو کې خاموش دی . دلته د ويرونو او ماتمونو په تورو او اوږدو شپو کې لمر ورک دی . دلته انسان ميرات دی او خونې ورانې دی .

 دلته وزرماتی ناهيد ، انګيزه او فرخنده د رڼا په څرک پسې ولاړې ، څو د پيړيو تيارو وهلو ته د رڼا څرک راوړي خو لاهم ژوره او وحشتناکه تياره خوره ده. دلته د سرو ګلابو او غاټولو ، ريديو او کشماليو له هېواده د دوزخ بوی ځي .  ويرونه او ماتمونه ، ژړاګانې او واويلاوې د ژوند په نورم او دستور بدل شوی دی .

دلته د خدای په نوم د خدای له نومه سره جوخت بم چوي او وينې فوارې کوی او د خدای په نوم سرونه غوڅيږی . دلته د خدای په نوم د خدای سره جنګ روان دی . دلته تور لښکر په تورو توغونو او تورو نقابونو د خدای او د خدای دخلکو او مخلوق مقابله کوی Continue reading

افغانستان د شيطان تر وزرو لاندې

 

حکيم روان

 

افغانستان د شيطان تر وزرو لاندې

 

دا وار بيا کابل د خپلې يوې بلې نازولی لور پېغلې فرخنده په وينو لوند شو . مظلومی فرخنده له خپلو قاتلينو او جلادانو پوښتل چې په کومه ګناه يې وژني؟

خو جلادانو يې د اوريدو غوږونه کاڼه وو، وجدان يې ړوند او زړونه يې له کاڼو سخت وو . هغوی مور نه لری او خور نه پېژني . هغوی د انسانی کرامت او شرافت په ارزښت نه پوهيدل چې د فرخنده کرامت او شرافت يې له تجاوز او تېری نه ساتلای وای . د اتلې فرخنده قاتلين وحشيان او بربران دی ، ځکه ټول انسانی ارزښتونه پايمالوی.

دا ځناور رحمان بابا داسې راپيژنی :

دين يې دام دئ د دنيا په لار کې ايښئ      پرې را آړوی وحشيان د مخلوقات

د هغه په لور يې سترګې ورکږې وی      چې په لاس يې سرسايه وی يا زکات

 

دا هغه ځناور دی چې له خلکو شرم او حيا او له خدايه وېره نه لری . د دنيا د مال او منال او ګټو له پاره هيڅ ارزش نه پيژنی . همدې ځناورو د واک ، چوکيو او دنيوي ګټو له پاره د کابل شپېته زره بېګناه مسلمان اوسيدونکی په وينو ډوب نه کړل ؟ د مکې معظمې قرآن يې تر پښو لاندې نه کړ ؟ او په خپلو کې د واک په سر، سره ښکر په ښکر نه شول ؟ هلته دوی خدای پېژاند ؟ هلته دوی د خدای د مخلوق او مسلمانانو سره څه وکړل ؟ آيا داسې ناروا مغولو، انګريزانو او روسانو چا سره کړی ده ؟ دا هغه وحشي ساديستان دی چې له وينو او د انسانانو له قتلولو،زورولو او بېرحمانه وژلو څخه خوند او لذت آخلی .  دا د ابليس سيوره ده چې زمونږ د تاريخی او لرغونی هېواد د پاسه خوره شوی ده . دا د منځنيو پېړيو وحشی اختناق دی چې نازولی کابل يې تر ستونی نيولی دئ او غواړی  زمونږ کابل د فرخنده په څېر شهيد کړی .دا د فلسطينی مظلوم ولس د خونړی قاتل ضياءالحق او د آي-اس-آی د خونکارې شبکې شيطانی غائله ده چې غواړی تاريخی کابل ورو ورو د اور په دوزخ غوپه کړی ، ځکه دوئ تاريخ نه لری . خو آيا د کابل لنډغر په دې پوهيږی چې خونخور ضياءالحق او د آی-اس-آی د جنايتکارې شبکې رئيس اختر عبدالرحمن د کابل نه مخکې ددوی په څېر جنايتکارانو له خوا د اور په دوزخ کې داسې لولپه شول چې مردار هډوکی يې سپو ته پاتې نه شول . زمونږ په دری کې متل دی وايي چې : چاه کن در چاه است Continue reading

د مبارکۍ پیغام

د نوی ۱۳۹۴ لمریز هجری کال په مناسبت
د وطن د ترقۍ ملي ګوند د مبارکۍ پیغام

کابل- افغانستان    د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې ۲۸ مه نېټه

د دوطن د ترقۍ ملی ګوند رهبری ټولو وطنوالو، د هیواد زیارکښانو، ښخو او ځوانانو او همدا شان د ګوند او په ملي کچه د مترقي جنبش ټولو مبارزو غړواو مینه والو ته د نوی ۱۳۹۴ لمریز هجری کال د راتلو مبارکي وړاندي کوي. هیله ده چې په نوی کال کې زموږ غیرتمن اولس د وطن د ترقۍ مليګوند سره یوځای د نویو بریاوو په لور اوچت ګامونه پورته کړي.

په ډیره خواشینۍ سره یادونه کولای شو چې په ۱۳۹۳ هجری لمریز کال کې هم زموږ ګران هیواد د تیرو کلونو په څیر د خارجې ګټو له پاره د تحمیل شوې جنګ په لمبو کې وریت پاته شو. د هیواد په ګوټ ګوټ کې د قانون واکمني نه وه، ټولنیز عدالت تر پښو لاندې او د زورواکانو زور جاری ؤ. د انتخاباتو ملی پروسه لکه څنګه چې لازمه وه، اداره نشوه او مطلوبه پایله یې لاسته را نه وړه. د محرومو ټولنیزو ګروپونو د ژوند سمون ته لازمه پاملرنه ونه شوه، د ښځو پر ضد زور زیاتی دوام لری، ځوانان مو ډیر بیکاره دی او د زیار استونکو مؤلدینو ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دی.

Continue reading