غونډه د هیسن د ایالتي شورا د رئیس محترم عزیزالله زرمتی لخوا پرانستل شوه. محترم زرمتي د هیسن په ایالت کې د ګوندي سازمان د فعالیتونو په اړه د غونډې ګډون کوونکو ته رپوټ ورکړ. د هیسن د ایالت د ګوندی شورا مرستیال محترم محمدافضل امرخیل هم د ګوندی داخلی ژوندانه او تشکیلاتی موضوعاتو په اړه اوږدې خبرې وکړې. د نورو افغانی ګوندونو له سازمانی کړيو، په هیسن کې د افغانی مدنی او کلتوري ټولنو او ټولو افغانانو سره د شریک کار له پاره د مناسبو او اغیزمنو میتودونو د موندلو په اړه نظرونه وړاندې او پریکړې وشوې. محترم امیر محمد ګران د اروپا او آلمان د سراسری شورا د فعالیتونو او د هغو ترمخ د پرتو دندو په اړه معلومات وړاندې کړل او په څنګ کې یې په سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو رڼا واچوله. په غونډه کې ځینېنورو ګډون کوونکو هم په نوبت سره د هسین د ایالت، د آلمان او اروپا د ګوندي سازمانونو او همدا راز د سراسری ګوندي فعالیتونو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل. د فعالیتونو په بهیر کې یې تش ځایونه په نښهاو د هغو د ډکولو او د کارونو د لاښه سمون او چټکتیا په خاطر یې نیوکې او وړاندیزونه وکړل. محترم عبدالحمید شهیدنور، محترم سید عبدالقادر، محترم خوشدل یعقوبی، محترم ممیز، محترم انجینر سید احمد او نورو په نوبت سره خپل نظرونه، نیوکې او وړاندیزونه بیان کړل او د ښاغلی نورمحمد غفوری څخه چې له افغانستان څخه راغلی او په غونډه کې یې ګډون درلود، وغوښتل چې د دوی هغه غوښتنې، وړاندیزونه او انتقادونه په کابل کې د اجرائیه شورا او همداراز د دارالانشأ په غونډو کې طرحه کړي، تر څو چې د ګوندي فعالیتونو د لاچټکتیا او سمون په لاره کې ترې کار واخیستل شي. Continue reading

